لنډه کسه: ښوونځی /اسدالله خان امرخېل

0 557

 د پسرلي ګلونو نوې غوټۍ سپړلې وې موسم خورا ښکلی و، مرغانو د خوښۍ سندرې زمزمه کولې ټول ماشومان په ډېره مينه ښوونځي ته تلل د کلي ملک چې شیرخان نومېده په کلیوالي چارو کې ډېر پياوړی و خپل کلي ته يې ډېر خدمت کړی او لا یې هم کاوه، کلیوالو ته به یې تل همدا ويل چې خپل ماشومان ښوونځي ته ولېږئ څو زده کړه وکړي او په راتلونکي کې د خپل کلي او ولس خلکو ته خدمت وکړي، کليوال له شير خان نه ډېر خوښ ول، شيرخان به تل د کلي له بیوزلانو سره مرسته کوله او هغوۍ ته به یې د کار کولو زمینه برابروله، دا کلی د نورو کلیو په پرتله ډېر ښکلی وو، هرچا غوښتل چې پکې ژوند وکړي، خو د کلي ملک شیرخان د خپلې کلې لپاره یو قانون جوړ کړی وو چې څوک به ددې قانون په چوکاټ برابر وو، نو دوۍ به یې تود هرکلی کاوه او ښه راغلاست به یې ورته ویل، او که نه نو ځای به یې ورته نه ورکاوه، .. په ټول کلي کې يو ښوونځی او یو وړوکی روغتون و ناڅاپه به چې کوم ناروغ پيدا شو نو د روغتون ډاکټرانو به یې درملنه نه شوه کولای ځکه پدې روغتون کې ټول هغه وسایل چې د ناروغ درملنه پرې کېدله نه وه، پدې سره شیرخان د کلي ټولو مشرانو ته بلنه ورکړه. شير چې د جمعې په ورځ ورسره وګوري څو د کلي د روغتون د ستونزې د حل لپاره ورسره خبرې وکړي، د جمعې ورځ راورسېده او د جمعې تر لمانځه وروسته د کلي مشران د شیرخان د حجرې په لور روان شول، تر لږ ځنډ وروسته د کلي مشران د شيرخان حجرې ته ورسېدل.

د شيرخان زوی دلاور راغی ټولو مشرانو سره يې روغبړ وکړ، بیایي چای راوړ. د کلي سپین ږیري: پلار دې چېرې دی دلاوره؟ دلاور: هغه سهار زما د تره یوسف خان د پوښتنې په موخه ښار ته ولاړ؛ سپین ږیري: ښه نو څه وخت به راشي!؟ نن خو یې غوښتل چې له مونږ سره خبرې وکړي؛ دلاور: هو ستاسو له راتګ وړاندې مې پلار زنګ راته وهلی وو چې په لاره کې یم او د مشرانو خدمت وکړه په همدې خبرو کې شیرخان هم د حجرې په دروازه کې راښکاره شو، د مشرانو چې په شیرخان سترګې ولګېدې نو ډېر خوښ شول او د درناوي لپاره یې له پخپلو ځایونو ودرېدل او ستړي مشي یې سره وکړل. شیرخان چې عمر یې پنځوس کالو ته رسېدلی وو، د خپل ټول عمر د کلي په خدمت کې تیر کړ او پدې اوږده موده له شیرخان ملک هیچا شکایت ونه کړ. شیرخان راغی پخپل ځای کیناست او کلي له مشرانو سره یې د روغتون د ستونزې په اړه خبرې پیل کړې، له شاوخوا دوه ساعته وروسته پدې سره سلا شول چې لومړی باید خپل دولت ته ددې وړاندیز کړو او که دولت یې په اړه څه ونه کړل نو بیا د کلي هر وګړی مسولیت لري چې پدې برخه کې مرسته وکړي. سهار وختي وه، یخ باد لګېده چې دلاور د ورزش په موخه د کلي د لوبغالي په لور روان شو، دلاور له خپلو ملګرو سره په ورزش بوخت و، چې ناڅاپي یې سترګې په یوه موټر ولګېدې چې کډه پکې بار او را روان دی، دلارو چې کله موټر ولید نو له لوبغالي څخه ووت او د موټر په لور وخوځېد، څو شیبې وروسته دلاور د موټر مخې ته ودرېد، کله چې چلوونکي دلاور ولید چې د سړک په مینځ کې ولاړ دی نو موتر یې ودراوه، دلاور: تاسو څوک یاست او ولې له اجازې پرته دې کلي ته راغلي یاست؟

 چلوونکی: ګرانه ډېر وبښئ چې ستاسو له اجازې پرته دې کلې ته راغلو خو دا کډه د خان شیرین کاکا د زوی ده او هغه اوس غواړي چې پدې کلي کې ژوند وکړي. دلاور: د کوم زوی کډه یې ده؟ چلوونکی: د جمال خان، هغه په ښار کې پرېښود او غواړي چې له دې وروسته خپل کلي ته خدمت وکړي ځکه خو یې کډه دلته راوړه. دلاور: سمه ده ګرانه کولای شې کلي ته دا کډه یوې! جمال خان لس کاله وړاندې خپلې لوړې زده کړې پای ته رسولې وې او د ښار تر ټولو په لوی روغتون کې یې د ډاکترۍ دنده پرمخ بیوله د هغه روغتون په پرمختګ کې یې ډېرې هلې ځلې کړې وې، خلک ترې ډېر خوښ او تر دې چې دا روغتونو یې د ولایت په کچه لومړې درجې ته رسولی وو خو دا چې د روغتون بنسټګر یو ظالم انسان وو او د سمو درملو پرځای به یې له بې کیفیته درملو څخه د ګټه اخیستنې امر کاوه نو جمال یې هم له امله روغتون پرېښود او کلي ته کډه شو. د جمال خان کډه خپل پلار په کور کې ځای پرځای او وروسته له څو ورځو جمال خان له خپلې میرمنې او کوچنی لور سره یوځای کلي ته راغلل او د خپل پلار په کور کې یې ژوند پیل کړ. د جمال خان لور درې کلنه او له ښونځي سره خورا مینه درلوده او تل یې غوښتل چې ښوونځي ته لاړه شي او زده کړه وکړي. شیرخان چې د خان شیرین کاکا د زوی له راتګ څخه خبر شو نو ډې خوښ شو او په بېړې سره یې خپلې حجرې ته راوغوښت، جمال خان هم د شیرخان په بلنه خوښ او حجرې ته یې راغی هلته د کلي ګڼ شمېر سپین ږیرو او ځوانانو هم شتون درلود، جمال خان له ټولو سره روغبړ وکړ او کیناست له چای څښلو وروسته یې خبرې پیل کړې؛ شیرخان:

مونږ په کلي کې د روغتون لویه ستونزه لرو، غواړو چې دا کوچنی روغتون په یوه لوی روغتون چې ټولې ستونزې مو پکې حل شي بدل کړو. جمال خان: دا خو ساده خبره ده دولت ته به خپله ستونزه وړاندې کړو هغوۍ د کلي د کورونو شمېره ګوري او له هماغې شمېره سره سم ورته روغتون جوړوي. شیرخان: مونږ خو دولت ته خپل ستونزه وړاندې کړه خو تراوسه یې مونږ د ځواب نه دی راکړی. جمال خان: که تاسو د دولت د ځواب په تمه کېنۍ نو وخت به تېر وي ټول کلیوال په یوځایي توګه خپل روغتون پخپله جوړ کړئ. شیرخان: هو! دا خبر ما له وړاندې کلیوالو ته کړې وه او دوۍ هم راسره منلی او زما ملا یې تړلې ده. جمال خان: دا سمه خبره ده زه یو ډاکټر تاسو راته د روغتون ټول اړین وسایل چمتو کړئ او د روغتون نورې ټولې چارې زه پرمخ وړم. شیرخان د جمال خان پدې خبره ډېر خوښ شو او د ټولو کلیوالو په مرسته او هڅو یې په کلي کې یو لوی روغتون جوړکړ او جمال خان هم پکې پخپله دنده پیل کړه. د جمال مېرمن وږمه یوه تکړه ښوونکې وه، غوښتل یې چې د کلي په ښوونځي کې د ښوونکې په توګه دنده ترسره کړي خو پدې اړه یې خپل خاوند ته هیڅ هم نه وو ویلي، د جمعې په ورځ وږمې خپل خاوند جمال ته د غرمې ډودۍ راوړه او په همدې وخت کې یې ترې غوښتنه وکړه چې غواړي د کلي په ښوونځي کې ښوونکې شي، جمال خان چې پخپله د پوهې خاوند سړی ؤ نو هو یې ورته وویل. د کلي له کورونو څخه به ټول ماشومان ډېر په مینه ښوونځي ته تلل خو یوازې یو کور ؤ چې هیڅ ماشوم ترې ښوونځي ته نه تلو، دا کور د کریم ؤ او نه یې غوښتل چې ماشومان یې ښوونځي ته لاړ شي، خو ماشومانو یې ډېره مینه درلوده چې ښوونځي ته لاړ شي او زده کړه وکړي. پدې کور کې یوه کوچنۍ درې کلنه انجلۍ وه چې ښکلا نومېده هغه به هر وخت د جمال لور سره د لوبو لپاره د هغوۍ کور ته راتله، د جمال خان له لور څخه به یې د قلم او کتابچې غوښتنه کوله او دواړو به ګډه له کتابونو څخه ګډوډ یو څه لیکل، وږمې غوښتل چې خپله لور او ښکلا دواړه په ښوونځي کې شاملې کړي، خو د ښکلا پلار کریم نه غوښتل چې ښکلا ښوونځي ته لاړه شي او دا یې ځان لپاره یو ننګ باله چې سبابه تربور تانې راکوي چې لور دې په ښوونځي کې درس وایي او چې کله فارغه شي نو د لور ګټې ته به ناست وي. وږمه ډېره خواشينې شوه چې ولې کریم کاکا له خپلو ماشومان سره دا ډول چلند کوي په همدې فکر کې ډوبه وه چې جمال خان کور ته راننوت، ترې پوښتنه یې وکړه چې څه شوي ولې دومره خواشینې ښکارې؟

وږمې ورته وویل چې نن کریم کاکا ښکلا له ښوونځي د تلو اجازه ورنکړه او هغه یې منع کړه. جمال ددې ستونزې د حل په موخه د کلي له ملک شیرخان سره وکتل او خبر یې ورسره شریکه کړه، وروسته شیرخان د کلي ټول وګړي راوبلل او ورڅخه یې په ډېر درنښت هیله وکړه چې د ټول دې خپل ماشومان ښوونځي ته ولیږي څو زده کړې وکړي په هغه وخت کې به ټولو هو د ځواب ورکاوه خو کله به چې د ښوونځي د تلو شو نو هیچا به خپلو لورګانو ته تګ اجازه نه ورکوله. وږمې هوډ وکړ چې لېمه په ښوونځي کې شامله کړي، کله چې ښوونځي ته ولاړه او له سرښوونکي سره يې وکتل او د لېمې د شاملېدو غوښتنه ترې وکړه. سرښونکی: د معارف له قانون سره سم انجلې په ښوونځي کې د شاملېدو عمر نه دی بشپړ کړی او چې پینځه کلنه شي نو باید ښوونځي کې شامله شي. وږمه: د ارواپوهنې له نظره چې ماشوم درې کلنه شي باید ښوونځي ته ولېږل شي ځکه پدې وخت کې ماشوم ښوونځي ته د تلو ډېر لیواله وي او پدې عمر کې ماشوم دېر څه په لږ وخت کې زده کولی شي. سرښوونکی: دا د معارف قانون دی او په وړاندې یې مونږ څه نه شو کولای؛ وږمه ترې په ډېرې ناهیلۍ سره لاړه او په ټولګي کې د زده کوونکو ته یې په ښوونه پیل وکړ، کله یې چې درسي ساعت پای ته ورسېد نو د کور په لور روانه شوه ګوري چې په لاره کې یې ښکلا ناسته ده اوله خپل کتاب څخه په خاورو کې ځیني شیان لیکي؛ وږمه دېره خواشینې وه، ښکلا یې له ځان سره واخیسته او په کور کې لیمې او ښکلا دواړو ته زده کړه ورکول پیل کړل، وږمې هر وخت له کریم کاکا څخه په پټه ښکلا ته زده کړه ورکوله

. لېمې او ښکلا په درې کلنې کې ښه لیک او لوست کولای شول. ښکلا له وږمې څخه هیله وکړه چې په ښوونځي کې یې شامله کړي وږمې ورته په ځواب کې وویل، لږ صبر وکړئ که خدای کول نور ډېر ژر به تاسې په ښوونځي کې شامل کړم. وږمه د کریم کاکا کور ته لاړه؛ د کریم کاکا چې په وږمې سترګې ولګېدې نو پوه شو چې وږمه خو هسې نه ده راغلې روغبړ یې ورسره وکړ، وروسته وږمې ورته وویل: کریم کاکا زه ښکلا په ښوونځي کې شاملوم ستاسو څنګه خوښه ده؟ کریم کاکا: ما تاسو ته وړاندې وویل چې ماشومان ښوونځي ته نه پرېږدم، تاسې مې ولې نه په ارامه نه پرېږدۍ؟ وږمه: اخر د ښکلا ګناه څه ده چې تاسو ورته ښوونځي ته د تلو اجازه نه ورکوۍ؟ کریم کاکا: زه نه غواړم چې زما لور ته څوک ګوته ونیسي، چې ستا لور په ښوونځي کې ده دا زما لپاره لوی ننګ دی او پښتون په ننګ باندې سر ورکوي. وږمه: واه کریم کاکا دا څنګه دی چې یو ماشوم له خپل حق څخه بې برخې کوۍ او دا د ځان لپاره لوی ننګ ګڼۍ، نو دا ننګ هغه وخت ولې نه په زړه کوۍ چې کله مو میرمن ناروغه وي او یو نارینه ډاکټر ته ورولۍ څو د میرمنې درملنه مو وکړي ایا هلته مو ننګ مړ وي که څنګه؟

 ایا ستا ننګ یوازې د ماشومې څخه د خپل حق اخیستلو لپاره را پاڅېدلی، که چیرې دا ماشومه زده کړه وکړي، په راتلونکي کې د ټولنې د نیکمرغۍ سبب وګرځي او په هر برخه کې ورته ټولنه اړتیا وګڼله شي نو ولې تاسو پدې اړه فکر نه کوۍ. په همدې وخت کې ښکلا د کور په انګړ کې راښکاره شوه او خپل پلار ته په ژړغوني غږ وویل، پلاره ما ښوونځي ته پرېږدئ زه غواړم ډاکټره شم او د خپل کلي د میرمنو درملنه پخپله وکړم او پرې نه ږدم چې د درملنې لپاره نارینه داکټرانو ته اړمندې شي پدې سره ښکلا د ډېر فریاد له کبله نورې خبرې نه شوې کولای د ښکلا بې دریغه اوښکو وږمه هم خورا خواشینې کړه او د سترګو په لېمو یې اوښکې راوبهېدې، د کریم د تیږې په څیر زړه د ښکلا د اوښکو سره ویلي او له وږمې څخه يې بښنه وغوښته چې تر دې دمه یې خپل ماشومان ښوونځي ته نه پرېښودل او بېځایه ننګ مې مخې ته درېده او دا اجازه یې نه راکوله چې زما ماشومان دې د پوهې خاوندان شي

. له نن وروسته به ښکلا ښوونځي ته ځي، کله چې ښکلا دا خبر واورېده نو له ډېرې خوښۍ د وږمې تر غاړې لاسونه تاو کړل او ډېره مننه یې ترې وکړه چې د پلار سر یې ورخلاص او دوۍ ته یې د زده کړې ترلاسه کولو لار اواره کړه، له دې وروسته به ښکلا او لېمه دواړه یوځای ښوونځي ته تلل او خپل درسونه به یې په مینه لوستل د وخت په تېرېدو سره دواړو له دولسم ټولګي څخه د فراغت سند ترلاسه او د کانکور د ازموېنې له لارې د طب پوهنځي ته بریالۍ شوۍ او خپلو زده کړو ته یې نور هم په مینه دوام ورکړ……………… یو څه دوام ورکړه چې پایله یې روښانه شي

Leave A Reply

Your email address will not be published.