پلار جانه- رښتينې کیسه

0 191

امین شاکر- کابل

پلار ته ځامنو وویل پلاره ګرمي ده لامبلو ته مو زړه کیږې.
پلار یې په ورین تندې، ولي نه د ښار نیږدې د اوبو ډنډ ته به ولاړ شو، پاک کالي مو واغوندۍ زه موټر چالانوم.
اته کلنې لورکۍ یې هم پرې غږ کړو
لور: پلارجانه زه به هم درسره لاړه شم، هاغه نوي کالي به واغوندم، زما هم ګرمي کیږې… پلار یې په یو تریخ نظر سترګې ور واړولې، په دروند او قهرجن غږ یې ځواب ورکړ، وړم دې خو ته به لامبې نه، هلته سړي دې، سیل به وکړي.
لور: سمه ده پلار جانه.
ډنډ ته ورسېدل، د لامبو ځانګړي لباسونه یې په تن کړل پلار یې ځامن په اوږو کښینول او ډنډ ته کوز شو، د ځامنو په سرونو یې اوبه اچولې او خندېدل.
لورکۍ ډیره نا امیده د ډنډ په جۍ ناسته، پخي یې په اوبو کې وهي،خلک د خپلو کورنیو سره ډنډ ته د لامبلو لپاه راغلي وو، هرې مور، خور او پلار خپل کوچنیان لامبول او خوشالۍ یې کولي، دې اخوا دیخوا کتل. خو له کوره د راوستو شرط یې په یاد وو چي هلته سړي دي او ته به لامبي نه…..
لورکۍ د وروونو سره د پلار د مینې نه خوند اخیستو، د هغوۍ د خندا سره یې خوله مسکۍ مسکۍ کوله، لاسونه یې د ورونو لور ته جیګول، چکچکي یې کولې او په لوړ غږ يې د ورور نوم اخیسته، بس د خوارکۍ آزادي همدومره وه..
ډیر وخت وروسته ورته د پلار پام راګرزي او لورکۍ ته غږ کوي چي ته لامبي؟
لور: هو پلار جانه
پلار: خو ګوره کالي به دې په ځانکي وي
لور: پلاره هاغه انجلۍ له ما غټه ده، د لامبلو کالي یې اغوستي، زه به یې هم واغوندم، زما کالي نوي دي بیا به مې مور په قهر شي راته.
پلار: رازه رازه اوس به دې مور ته هم څه ووایم.
لورکۍ د کالو سره اوبو ته کوزیږي او خپلې دمینې اوخوښۍکالي یې لمدیږي.

د لامبلو وروسته کورته د تګ وخت رارسیږي، د لور کالي لامده وي.
پلار: ستا کالي لامده دې ته به د کرولا شاته، په ډاله کې کښینې.
لور: پلار جانه خیر دی زه به ستا د څوکۍ تر شا ودرېږم
پلار: نه بیا موټر خیشتیږي
همدا ډول په کرولا ډوله موټر په ډاله کې لورکۍ شاته کښیني او موټر د کور په لور حرکت کوې، د پاخه سرک تر کوره سرک خامه او ډیر خراب وو، ځای پر ځای درنجقونه وو
په یو درنجق یا جمپ کې موټر قوې لږیږې او انجلۍ له موټره غورزي او ورپسي بل ګړندی موټر یې په سر تیریږي، پلار یې نه خبریږې
کورته د رسیدو سره ځوی یې د موټر تر شا رازي، ګوري چي ډاله بنده ده پلار ته غږ کوي
ځوی: پلاره ډاله خلاصه کړه چي خورکۍ راکوزه شي.
پلار : د ډالې مزی کش کوي، ځوی یې وارخطا غږ کوي چي پلاره خورکۍ نشته ..
پلار: په بیړه موټر بېرته راوباسي، لږ مزل کوې چي د سرک په سر خلک راغونډ شوي
په سرک پرته په وینو کې لت پت په خاورو خړه
لامده کالي یې د وینو سره په چکړو کې تور رنګ اخستی وو

پلار یې په غیږ کې راپورته کوي او دزړه پوري یې نیسي
خو!!!!
لور یې ورته بیا پلار جان ونه ویل…
۲۲ جولای ۲۰۱۴ کابل

Leave A Reply

Your email address will not be published.