بم – لنډه کيسه

0 353

لنډه کيسه

(ليکوال: حقويرديف، ژباړن: محمد فريد بزګر)

بريدمن کربلايي سهراب به د شلو کالو زيات کېدل چې د پوليسو په اداره کې يې خدمت کاوه. کله به يې ورته ميرمنې ويلې:

– سړيه، نه درسره دا دريشي ښه ښکاري او نه دا خولۍ، راځه د دې کار نه تير شه، د بقالۍ يوه هټۍ پرانيزه، يا بل کوم کسب و کار شروع کړه.

کربلايی سهراب ځواب ورکړ:

ښځې ته د حکومت په خوند نه پوهيږې، که تا بريدمنه مقرره کړې، په سلو کالو يې هم نه پرېږدې، د پنځه ويشتو کالو ډيره موده وشوه چې زه په دې اداره کې کار کوم.، يو دوه کاله وروسته تقاعد کيږم، بيا به په قرار کښينم، په کور به معاش اخلم او خورو به يې.

د کربلايي سهراب ښځه به همېشه د دې ډول خبرو وروسته غلې کښيناستله.

-څه ووايم پخپله ښه پوهيږې نو!

دا ځل د کربلايي سهراب وضيعت ډير خراب وو، د پوليسو سرمامور احضار کړی وو او ورته يې ويلي وو:

– کربلايي سهراب، زه ستا نه راضي نه يم، تا ډير عمر کار کړی او پخوانی بريدمن يې. د دې سره، هغه ځوان بريدمن چې تازه د روسيې نه راغلی دی، ګورې چې څه کارونه يې و نه کړل، تمانچې پيدا کوي، ټوپکې پيدا کوي…هم پخپله جګه غاړه ګرځي او هم زما غاړه ورسره جګه ده. خو تا تر اوسه کوم مات تبرګی هم نه دی پيدا کړی. داسې ښکاري چې يا د خلکو پيسې اخلې، يا بوډا شوی يې نور د کار نه يې، څه مې د لاسه نه کيږي. که کار همداسې پر مخ ولاړ شي فکر کوم نور به سره يو ځای کار و نه کړای شو.

د سرمامور خبرو د کربلايي سهراب بدن لکه غشی سوری کړ، د شپې ډير خفه کور ته راغی. ښځې يې پوښتنه وکړه:

– څه شوي سړیه؟

ځواب يې ورکړ:

-هيڅ هم نه، سر مې لږ خوږيږي.

ميرمنې يې ښورا پخه کړې وه. هغه يې راوړه او د مېړه په مخ کې يې کېښوده. کربلايي سهراب يو دوه مړۍ تر ستونې تېرې کړي، ويې ويل: نور مې زړه ته نه کيږي، غواړم بيده شم. هر څه يې چې وکړل خوب ورنغی. بيرته راپاڅېده، يوه پياله چای يې وڅښه، د کور نه راووت.

کربلايي سهراب د قانلي او زواللي کوڅې د يو ځای کيدو په کونج کې ودريد، د سرمامور خبرې يې په مغزو کې همداسې اوښتې راوښتې. د نيمې شپې نه به وخت اوښتی وو، چې د کربلايي سهراب پام شو چې د موچي فيض الله د کور مخې ته يو سړی د اس سره ودريد، په اس باندې دواړو اړخو ته جوالونه راځوړند دي، په جوالونو کې ګرد څه معلوميدل. د کور خاوند او اس والا په احتياط سره جوالونه د اس نه راښکته او کور ته دننه کړل، بيا يې اس کور ته ننويست.

کربلايي سهراب دا هر څه په خپلو ګنهکارو سترګو وليدل او د ځان سره يې وويل: «نور مې لکه چې بخت راويښ شو. په دې نيمه شپه چې داسې ګرد څه کور ته راوړي حتماً خطرناک څه دي».

ښه اوږد شپيلی يې وواهه، نږدې پوليس ځان راورساوه. کربلايي سهراب په ماته ګوډه  روسي دومره پوه کړ چې د موچي فيض الله کور ته بمونه راوړل شول.

پوليس پوستې ته احوال ورکړ، پوستې هم حوضې ته، حوضې امنيت ته احوال ورکړ هغوی د مرکز سره په تماس کې شول، او د پوليسو قومانداني يې هم خبره کړه. نيم ساعت وروسته د فيض الله د کور مخه د پوليسو، امنيت، خاصو ځواکونو او کماندو ډکه شوه.

ور يې وټکاوه.

فيض الله د دروازې د شا نه غږ کړ:

  • څوک؟

ورته وويل شو:

  • ور بيرته کړه.

همدا چې دروازه يې بيرته کړه او رنګ رنګ پوليس يې وليدل ژبه يې بنده شوه، په يو رقم يې پوښتنه وکړه: د څه لپاره مو تشريف راوړی دی؟

  • خبرې مه کوه، بايد کور دې تالاشي کړو.

په دې نيمه شپه يې ښځه او ماشومان له ډاره په لړزه شول. د کور ټول کالي يې ګډوډ کړل خو څه يې پيدا نه کړل. وروسته يوې بلې کوټې ته ننوتل، چې په کونج کې يې دوه جواله پراته وو.

کربلايي سهراب همدا چې جوالونه وليدل چغه يې کړه:

  • رييس صيب بمونه همدلته دي!

ټول د جوالونو څخه چاپير شول، خو هيچا جرائت نه کاوه چې ورنږدې شي. فکر يې کاوه چې همدا اوس به چوي. بيچاره فيض الله يې هم لاس تړلی يو ګوټ کې کښينولی وو. د فيض الله په کور کې چې څه پيدا نه شول، جرائت يې پيدا کړ او په خبرو راغی.

-ښاغلو، د دې جوالونو د څه شي نه ډاريږئ؟ لاسونه مې پرانيزئ چې په جوالونو کې چې څه دي ټول درته دروښايم.

د فيض الله لاسونه يې پرانيستل، د يو جوال خوله يې پرانيستله او د هغه نه يې پنځه دانې هنداونې راوويستې، په هغه بل جوال کې هم د هندوانو پرته بل څه نه وو.

سبا سهار وخته يې کربلايي سهراب له کاره وشاړه.

www.dawatmedia.com

Leave A Reply

Your email address will not be published.