له پرستامولو مې توبه ده/ ډاکټر احمد جاوېد الکوزی

0 464

هغه بله ورځ له ملک کاکا سره د آغا صیب کور ته ولاړو، آغا صیب له کوره بهر د مېملنو لپاره لوی انګړ جوړ کړی وو، خلک د دم او دعا لپاره همالته راتلل، د آغا صیب کور ته هم له همدې انګړ څخه لاره تللې وه. په همدې انګړ کې یې کوچنی ژوبڼ (باغ وحش) جوړ کړی وو، رقم رقم مرغان، غرڅې، پسونه او سپیان او آن داسې ځناور پکې وو، چې ما نه پېژندل.

کله مې چې د سپي غټه تنه او زوړند غمبوري ولیدل، نو ملک کاکا ته مې وویل، چې یاره ملک کاکا ډېر کاپر سپی یې نده پیدا کړی، دا خبره نه وه بلا وه، څو کسه راباندې راتاو شول، ویلې د آغا صیب سپي ته دې کاپر وویلې، له سره کلیمه ووایه، ته خپله کاپر سوې، دوه درې ساتونکي یې راباندې راتاو شول، خو ملک کاکا ترې په غذر او زارۍ خلاص کړم، ویلې یې لېونی دی، د همدې لپاره مې آغا صیب ته راوستی دی.

ما ته هم شک پیدا سو، زر زر مې آمنت بالله او کلیمه وویله.

په دې وخت کې خلک ټول غلي شول، ما هاخوا دېخوا کتل، چې څه ټکه راولوېده. چې کتل مې یو څوک راننوت، اوږدې جامې یې په تن وې، چې لمنه یې له ښنګرو سره لګېده، هغه د عربانو غوندې دستمال یې په سر کړی وو، څو قاته تسپې یې په لاس کې وې، څو کسان یې یوې خواته روان وو او څو یې بلې خواته. ملک کاکا راته وویل چې دا آغا صیب ده، ځان دې سم که، سم ودرېږه، ما هم ځان سیده کړ او د نورو په شان سر مې ټیټ واچوه.
آغا صیب راننوت، په انګړ کې یې ورته په یوه پالنګ ځای جوړ کړی وو، راغی او په خپل ځای کېناست. خلک په نوبت ورته ورتلل او ویل به یې آغا صیب درنه قربان شم، درنه وګرځم، یو پسه مې درته ساتلی وو، هغه مې درته راوړی دی، بل به ویل چې آغا صیب قربان دې شم، په کور کې مې نور څه نه وو، بس دا یو چرګ مې له مېرمنې په زور واخیست او تاسو ته مې راوړ. آغا صیب به له کومې خبرې پرته پرې چوف اچوه.

د ملک کاکا نوبت راورسېده، ما ویل اوس به دی هم ورته ورشي، خو زه یې په څنګل ووهلم او ویل یې ورشه هلکه، چې دم دې کړي. زما زړه په درځا شو، په کراره پاڅېدم او د اغا صیب پالنګ ته نږدې شوم، د نورو هغو په شان مې ګونډه ووهله او په مخ کې يې کېناستم، هغه هم دوه ځلي راباندې چوف واچوه، د پاڅېدو په وخت کې راته وویل: ته کېنه هلکه دا برېتونه دې ولې دومره اوږده دي، ما په ټیټ غږ وویل آغا صیب درنه قربان شم، درنه وګرځم، وخت مې ورته ندی پیدا کړی، سخت بوخت وم. په لوړ او قهرجنه لهجه یې راته وویل همدا چې ولاړې په بېخ کې یې وخریه دا په اسلام کې ناروا دي، ته مسلمان یې؟ په ځار او قربان مې ترې ځان راخلاص کړ او بېرته خپل ځای ته راغلم، زړه مې روښانه وو او د یو ډول آرامش احساس مې کاوه.

په دې وخت کې ناڅاپه د انګړ لویه دروازه خلاصه شوه، غټ کروزین موټر راننوت، ساتونکو یې ورمنډه کړه، دوه ځوانان چې د نر او ښځې مالومول یې سخت وو، ترې راښکته شول، دې یوه د هغه بل لاس په خپله اوږده واچاوه او هغه هم کوږ او اوږ راروان وو او ګډې وډې یې ویلې، چې زما پرې سر نه خلاصېده. ملک کاکا ویل، د آغا صیب بچیان دي.

ملک کاکا نه مې ورو پوښتنه وکړه، چې ملک کاکا په دوی څه شوي؟

ملک کاکا راته ویلې غلی شه هلکه، زه څه خبر یم، ناروغه به وي.

لږه شېبه وروسته یې په کراره وویل، دا خو داسې ښکاري لکه چې دوا یې خوړلي وي.
په زړه کې ویلې چې هلکه ته خو هم ډېره دوا خورې، لکه چې ستا هم اجل راغی.

سخته مې ورته سودا شوه، په دې بله خوا کې مې ولاړ سړي ته ورنږدې شوم، ورته مې وویل، ای وروره دې هلک څه رقم دوا خوړلې ده. هغه سر تر پایه راته وکتلې، ښه یې چاڼ کړم او له لږ ځنډ وروسته یې راته غلی غوندې وویلې پرستامول یې خوړلي دي.

ما ویل اوه خدایه دا پرستامول څومره قوي دوا ده، دا خو یې سم لېونی کړی دی.
په هماغه وخت کې مې وویل چې نور په پرستامول په ژبه هم کښېنږدم.

www.dawatmedia.com

Leave A Reply

Your email address will not be published.