(د ژوند روغتیایي لارې) کتاب چاپ شو!

0 364

ډاکټر محمد ابراهیم شینواری:-
موږ په شپه او ورځ کې دریمه برخه په خوب تیروو. په ویښه بیا ډول ډول فعالیتونه کوو. د خوب او ویښې د هر فعالیت لپاره روغتیایي لارې شته. موږ باید د ژوند روغتیايي لارې خپلې کړو تر څو روغ، نیکمرغه او فعال پاتې شو. زما په نوي کتاب کې د اوه برخو په هکله روغتیايي لارې ښودل شویدي. او له یوه ډاکتره نیولې تر عادي کلیوال پورې او له نوي زیږیدلي ماشوم څخه تر زوړ عمر پورې ټولو ته پیغامونه لري، د داسې لارو پیغامونه چې عملي کول یې اسان او بې لګښته، خو ګټه یېستره او تر تصور اوچته ده. اوه برخې په لاندې ډول دي:
1) خوراک، څښاک او تنفس
2) فزیکي فعالیتونه
3) دماغي فعالیتونه
4) ټولنیز فعالیتونه
5) پوره او ارام خوب
6) دعا او عبادت یا روحاني فعالیتونه
7) ځانګړي محافظتي تدابیر، او
8) د دې ټولو برخو تر منځ د توازن ساتل
کتاب ما ځکه لیکلی چې موضوعات یې ما خپل ځان او اولادونو ته ګټور تشخیص کړی و. دا چې هر افغان راته د ځان او کورنۍ یې راته د خپلې کورنۍ په شان باارزښته ده، نو ومې غوښتل چې له ټولو سره شریک شي. ټولو ورونو او خویندو ته سپارښت کوم چې دا کتاب ضرور په کور کې ولري، په دوامدار ډول یې له کورنۍ سره په ګډه ولولي او سپارښتنې یې د ژوند په ټوله دوره کې عملي کړي.
الله تعالی دې کتاب تاسو او موږ ته ګټور کړي او له یوه بل سره دې د خیر په کارونو کې د مرستې وس راکړي.

www.dawatmedia.com

Leave A Reply

Your email address will not be published.