بایبل پیژندنه له چاپه راووت!

0 444

دا د عبدالغفار جُبیر نهم ښکلی او معلوماتي کتاب دی

((بایبل پیژندنه)) پربایبل (یهودواو عیسایانو پرمقدس کتاب) باندی بې بیلګي کتاب دی، دا کتاب ۲۳۷ مخه دی، په دې کتاب کي د بایبل پرتعریف، کتابونو، لیکوالانو، تحریف، نسخ، فسخ او د تاریخ په اوږدو کي ورباندی رڼا اچولی شوېده، دا کتاب (۱۰۷) ماخذونه لري، دا کتاب به د افغاني ټولنې یوه لویه خلا ډکه کړي، پردې کتاب باندی تکړه لیکوال او څیړونکی ډاکتر نثار احمد صمد- کاناډا او دکتور اکرام الدین الحاج- لیبیا ښکلی او معلوماتي تقریظونه ورباندی کړیدی، دا کتاب د درو کلونو مطالعې محصول دی، د دې کتاب لوستل د هرمسلمان نر او ښځې لپاره اړین دي.

دا کتاب تاسی له (صدیقی کتب خانه کانسی روډ کوټه)، (صدیقی کتب خانه ارګ بازار کندهار) او (صدیقی کتب خانه لښکرګاه هلمند) کی ترلاسه کولای شي.

په مینه

مزمل

Leave A Reply

Your email address will not be published.