هغه د هېندوانو جګړه څه شوه؟ م اشنا

0 561

اوونۍ، صفره ٦/ ١٤٣٦ هـ

نومبر، ٢٩/ ٢٠١٤ ز

دا دريم افغان مشر دی چې په هېواد مشرانو کې ځانګړی ځای لري. محمود غزنوي او ابدالي بابا په خپلو وختونو کې همداسې ټوله نړۍ حېرانه کړې وه. اوسمهالی افغان مشر په  عېلمي ډګر کې په نړيواله کچه لوی نوم لري. د نړۍ په يو هېوادکې پر دې کچه عېلمي هېواد مشر نه شته. پر کور دننه او بهر ټول شرپسند ورته يو شوي دي. د دغه شر پسندوموخه له مشر سره دوښمني نه ده، دوښمني له افغان غيور ولس سره ده. چې ولې يې کاميابې ټول ټاکنې وکړې او د زور زياتي پر ځای يې د سولې پر لار لومړی پل کېښود. پخواني هېندستانيانو نن ځان ته هېندو پاک واي. افغان مشر نيپال ته پر لاره وو. له هېندوپاکه رامباړه  راپورته شوه!  موږ هېندوپاک دې درېم افغان مشر ته يو کېږي او په افغانستان کې به تر هغه وخته تخريبي کوو تر څو چې دا مشر وي.

دغه خبره  بيا د طلبای پاکستان سټوډنډ غړي حامد کرزي نوره هم ورپسې وغپله. هېندو پاک پر دې توګه د افغان مشر خبرې چې د سارک په ناسته کې يې کولې له ستونزو ډکې کړې. د هېند مشر نريندر له کرزي سره ليدنه وکړه. وروسته يې خبر خپور کړ ما د افغانستان پخواني مشر سره خبرې وکړې. خبرې تر ډېره د چای پر کاروبار څرخېدلې ځکه چې دواړو کومې عېلمي خبرې نه دې زده. کرزی په امريکا کې چاېوالا وو او مودي په هېند کې. مودي له نواز  سره هم وليدل دواړه ګوجران په خپلو کې ښه خوشاله وۀ چې د کرزي په خبرو يې د نښې منځ وويشت. افغان مشر نيپال ته راغی هماغه د کرزي خبرې يې وکړې. عبدالکلام ازاد په ١٩٤٠ ز کې ويلي وۀ که پاکستان د مسلمان په نوم هېواد جوړ شي دا به د مسلمانانو د شرمولو لپاره وي. هېڅ مسلمان به ترې خوندي نه وي. کرزی بېرته لکه د کربوړي پر سوړ ننوت. که بلځل افغان مشر هېند پاک  ته تلو هغه وخت به بيا له سوړي راوځي.واي به هېند او پاکستان په افغانستان کې نيابتي جګړه کوي.

ليندۍ، ٨/ ١٣٩٣ ل

Leave A Reply

Your email address will not be published.