د ډاکټرنبی مصداق پرکتاب (افغانستان، سیاسی کمزوری او بهرنۍ مداخله) باندی یوه ځلنده نظر/ کاندید اکادمیسین سیستانی

0 744

کاندید اکادمیسین سیستانی                                                                         ۱۲/ ۱۰/ ۲۰۱۴

 

د ډاکټرنبی مصداق پرکتاب

(افغانستان، سیاسی کمزوری او بهرنۍ مداخله)

باندی یوه ځلنده نظر

 

په دی ورستیوکی د افغانستان نامتو ژورنالست اونوښتگر لیکوال ښاغلی ډاکتر نبی مصداقله خوا ، یو په زړه پوری سیاسی تحقیقی- تحلیلی کتاب د”افغانستان،سیاسی کمزوری او بهرنۍ مداخله” تر عنوان لاندی  له چاپه راوتلی دی . ددې کتاب ګران مؤلف  یو ټوک ماته  څومیاشتی دمخه د مطالعې اولوستلو دپاره رالیږلی وو، خو متاسفانه زه د خپلی دفرهنګی د بوختیا په خاطرونکړای شول چی تر دی دمخه دا کتاب وګورم او یوڅه ورباندی ولیکم . زه دلته  دمؤلف له دې پیرزوینی څخه مننه کوم او دکتاب دخپریدو لامله ورته مبارکی وایم .

کتاب په (۶۳۰) مخونوکې (۸ مخونه دمطالبوفهرست، ۱۵مخونه دمنابعو فهرست،۶صفحی نقشی اوجدولونه،۲صفحی دپروفیسوررالف ګریلو،ډکترفاروق اعظم او ډاکتر اکبر ایس.احمدبن خلدون، دامریکی دپوهنتون داسلامی څیړنو رییس کوچنئ تذکرات ) په ښه قطع او صحافت،په کندهارکی دعلامه رښادخپرندویه ټولنې لخوا په دوه زره ټوکه په ۲۰۱۱میلادی کال کې چاپ سوی دی.

دکتاب په کتلو معلومیږی چی، دا کتاب په اصل کی  په انګریزی ژبه لیکل سوی دی، خو د افغانانو دنوی نسل د ضرورت پراساس،دکندهار پیژندل سوی لیکوال او مترجم ښاغلی داکټر نثار احمدصمد لخوا په روانه او خوږه کندهاری پښتو باندی  ژباړه  او چاپ سوی دی.

زه ښاغلی ډاکترمصداق له نږدې څخه نه پیژنم، خو تر هغه ځایه چی  د ده د نوم اونطاقی سره بلد یم، دی دهغه وخت راهیسی چی شوروی اتحاد پرافغانستان باندی تیرۍ وکړ، د ده نوم او ږغ  د بی بی سی د رادیوله لاری ټولو افغانانوته یو آشنا نوم دی  او په ۱۹۸۰او ۱۹۹۰ لسیزو کی هره شپه موږ ،او دافغانستان خلګ د ده دخولې څځه خبرونه اوسیاسی تبصرې اوریدل او دخپل چاپیریال د وضعی څځه خبریدل. ښاغلی مصداق څه کم ۲۰ کاله د بی بی سی نطاق،خبریال ،تهیه کونکی او دبی بی سی د پښتوسرویس مسؤول په توګه کار وکړ. ښاغلی نبی مصدق خپل عالی تحصیلات تر ډاکتری پوری په  انګلستان کی مخ ته بیولی دی. دی په ۲۰۰۱ کی د انګلستان څخه امریکی ته تللی او تر اوسه په امریکا کی ژوند کوی. ده په امریکا کی خپل دغه ګټور او مهم کتاب لیکلی او خپورکړی دی . البته چی ښاغلی داکټرمصداق نورکارونه هم د پښتو او پښتنو دپاره کړی یا ئی تر لاس لاندی لری، لکه: دپښټو – انګریزی ډیکشنیری چی څوکاله کیړی چی ورباندی کار کوی.

پروفیسوررالف ګریلو،دسیسیکس پوهنتون داجتماعی انسانی پوهنځی متقاعد پروفیسور د ده په هکله داسی وایی: «نبی مصداق څواړخیزه مهارتونه لری: دیوبشرپیژندونکی په حیث ده دمعاصره افغانی ټولنه څیړلې او بیا یې دیو ژورنالست په توګه دبی بی سی په خارجی سرویس کی ډیرکلونه کارکړئ چی په دی وظیفه کی یی د افغانستان د اکثریت سروالو سیاست پوهانو سره کتلی او مرکی کړي دی.  ده د دغو لیاقتونو سره د افغانی تاریخ څخه دخپلی ژوری پوهی له ګډولو څځه داسی جذابه څیړنه رامنڅ ته کړی، چی هغه اساسی ستونزی را بهر کوی، چی ګڼ افغانی واکمنان د یو مشروع او مرکزی افغان دولت د ایجاد په خاطر ورسره مخامخ ول، یعنی هغه مشکلات چی نبی مصداق هم ښودلی، حتی دافغانستان د ننئ ورڅی مشران هم  ورسره لاس او ګریوان دی.»

هو، دپروفیسوررالف ګریلو،پورتنی خبری د ډاکټرنبی مصداق په هکله ښه مصداق او سند ګنلای سو. د ده کتاب(افغانستان)، د دونیمو پیړیو په موده کی دافغانستان دټولنیز- سیاسیمشکلات ،بهرنی مداخلی او دافغانانو د استقلال غوښتنی  تلاښونو را برسېره کوی.

دا کتاب دافغانستان دمرکزی حکومت او قومونو ترمینځ روابط ، پخلایني اواجتماعی او سیاسیټکرونه توضیح کوی. قومونه دافغانستان داوسنی دولت بنسټیزه تهداو جوړ وی ،ځکه نو دا دحیرانتیا ځای نه دی، چی د قومونو او دولت تر مینځ چی لومړی غواړی خپل محلی او ځانیاستقلال وساتی، او دوهم بیا دهغه تابعیت اواطاعت غواړی، پرله پسی ښورښتونه او بغاوتونه وینو. لیکوال همدا راز د تیرو دو نیمو پیړیو پرمهال دبهرنیو  تیریو او تجاوزونو

منفی اثرات هم څیړلی دی. داکتاب د هغوکسانو لپاره ډیر ضروری دی چی  د افغانستان، دمنځنی ختیځ دسیاست او تاریخ د څیړنو سره مینه لری، او هم دهرچا د لوستني لپاره  چی غواړی د دي ستراتیژیکی موقعیت لرونکی هیواد په ارتباط نورهم  پوه شی،اړین دۍ.

داکټر مصداق، د دی کتاب دلیکلو دپاره ډیر زیارایستلی او ډیرماخذونه لیدلی او ډیری مصاحبي دافغانی سیاستوالو سره یی ترسره کړی دی.دی خپل هدف د دی کتاب له لیکلوڅخه داسی بیانوی : «د دی کتاب دلیکني څخه ما دوه هدفه درلودل: لمړی، دا چی دافغانستان واقعیتونه په ټوله امانت داری د انتروپولوجي(بشرشناسی)، سوسیالوجی(ټولنپیژندنی) او سیاسی تاریخ دعصری تیورویو او څیړنو په رڼا کی وڅیړم. دوهم داچی زموږ لیکوالانو لپاره د کتاب د لیکلو په اوصولو کی خدمت مصدر وګرځم. نن د کتاب لیکل د یوه خاص قوم او ژبی لپاره نه دی او کیدای شی چی دهغه کتاب نورو ژبو ترجمه شی. نو هغه کتاب چی په اکاډمیکو اصولو نه وی لیکل شوی، جدی نه تلقی کیږی او نورو استفادی ته به ونه رسیږی.

داکټرمصداق زیاتوی چی : زه له هیڅ قوم او ډلی سره شخصی عداوت او کوم مشکل نه لرم. هر لیکوال باید ټولنیز واقعیتونه په نظرکی ونیسی او په امانت داری سره هغه وڅیړی که څه هم د واقعیت ویل به د ځینو نه خوښیږی، خو واقعیتونه په لڼډه موده کی را برسیره کیدونکی دي. ما خپل تحصیلات په انګلستان کی بشپړکړی دی او دمحصلینو تنده راته معلومه ده. ځکه می هم دکتاب عنوانونه داسی ترتیب کړی چی په آسانی سره دیوی موضوع ټولی برخی پکی ذکرشوی دی. ممکن دهمدی له امله د کتاب انګلیسی ټوک د زرو نه ډیرو پوهنتونو او علمی مرکزونو په انګلستان او امریکا کی چی دا کتاب پکی چاپ شوی، اخیستی وی.»(۲۵مخ)

داکترمصداق خپل کتاب ،هغو وطنوالو ته ډالۍ کوی چی د ګران افغانستان دآزادۍ او خپلواکی لپاره، له خپل خواږه ژوند نه تیرشوی دي.(ص ۶مخ)

دکتاب مترجم ښاغلی داکټر نثاراحمدصمد، دا کتاب یو آفاقی (جهانی)اثر بللی او لیکی چی: دا کتاب دافغانستان تاریخ، سیاسی پرمختیاوو، اساسی نیمګړتیاوو، بهرنیو مداخلو او بالاخره افغان مقاومت عینی لوستنه څیړی،په ډیره عالمانه توګه تحلیل او شنل سوی دي. ښاغلی داکټرمصداق لوستونکو ته هغه افغانستان په مخ کی ایږ دی لکه څنګه چی دۍ . که د کتاب بیلابیل فصلونه په غور ولولو،نو به وګورو چی لوستنه یی د درو خورا عمده مقاصدو لپاره اړینه او لازمی ده یعنی:

الف/ دافغانستان اوسیمی په ارتباط د تحقیق په خاطر،

ب / دافغانستان د هر اړخیز را پیژندلو په خاطر،

ج / په علمی او اکادمیکو مرکزونو کی دافغانستان دستراتیژیکی دریځ اهمیت ښودلوپه خاطر.

ښاغلی لیکوال(افغانستان) او دهغه سیاسی کمزوری او بهرنۍ لاسوهني دخوږو او ترخو حقایقو په څیړلو سره نړیوالو او افغانانو ته د یو اکادمیک او آفاقی مآخذ په توګه لورولی دۍ.(۲۷مخ)

باید ورزیات کړم چی د دی کتاب دلوستلو څخه په ډاګه کیږی چی ښاغلی لیکوال، دموضوعاتو د تشریح کولو په وخت کی  دقومی تعصباتو او ژبنی  تبعیضاتو څخه ځان لیری ساتلی دی. او دا کار د ښاغلی لیکوال او د دی کتاب یو لوی امتیاز دی چی د مختلفو اقوامو د تشخیص اوداجتماعی موقف په روښانه کولو کی خپله بیطرفی ساتلی ده. په دی دلیل سړی ویلی شی چی دا کتاب دهر ډول تعصب او تبعیض څخه پاک دی.له دی کبله زه ښاغلی لیکوال ډاکټرصاحب مصداق ته  کور ودانی اومبارکی وایم .

کتاب له څو یادښتونو او پیلامی څخه وروسته، د یوه مفصلی سریزی سره شروع کیږی او پدی سریزه کی دپښتنو ټولی قبیلوی  خصوصیات ، دود او دستور تشریح سوی دی. خوپه همدی سریزه کی ښاغلی لیکوال دالفنستن پرکتاب(دکابل سلطنت بیان) باندی چی په هغه کی دافغانی دود اودستور(پښتونولئ) اوجامعه شناسی ترډیره حده څیړل شوی دی، نیوکه کوی او لیکی چی :دالفنستن(کابول= کابل) څولسیزی دپوهانو لپاره ترټولو منلی او تر ټولو زیات دلوستلو وړ کتاب پیژندل سوی دۍ.اولاف کیرو، چی سرحدکي دبرتانیی سیاسی نماینده په حیث ښه ډیرکلونه د پښتنو په منځ کی تیرکړی دی. د(کابول سلطنت = کابل سلطنت) نومی کتاب داسی ارزوي:

«هغه دسرحد دڅيری اوکړه وړه یوجامع ترین اوتر ټولو خواخوږی او قدرکونکی دۍ. دغه سړی هرسیمه سمه او هره قبیله پخپل سم ځای کی ښودلي ، ده خپله څرګندونه په صحیح اوقناعت بخش ډول سره ښودلی ده ….پاچا، مخور،سوداګر یا کسب ګر،ملا یا کروندګر ټول ده ته هغسی کسان دي،چی دستاینی وړ دی. دا چی دهغوی غلطی په خندا سره د معافی اومینی وړ بولی».(۵۷مخ)

وروسته مؤلف زیاتوی: « زماپه نظردالفنستن کتاب دهرزمان دهغو ناکراریو په باره کی مفصل تشریحات نه لری،چی عادی خلکو ویلی او ترننه هم دهغوی په یاد دي، او په هغه باره کی خبری کوی،لکه : دصفوی پارسیانو رانسکورول،دغلجیانو دواک اختتام، د درانی سلطنت او واکمنۍ پیل او بالاخره د۱۷۰۹ او ۱۷۴۷ کلونو دکلیدی لویوجرګو په هکله مفصلی مباحثی. خوکه بیا هم د درانیانو په وړاندی دغلجیانو او یا هم برعکس کومه ذره غبرګون موجود وي،نوما هغه ضرور اقتباس کړی دئ. هغه دخپل دوهم کتاب په اووم فصل کی د نورو قبیلوی ډلو په هکله هم بیان لری،خو د ده اصلی هدف دا وو، چی دپښتنو یومشرح راپور تهیه کړی.»( هغه مخ)

لیکوال دخپلی مقدمی په ترڅ کی یوبل خورا مهم کتاب ، خپلو لوستونکوته معرفی کوی او هغه «دسواټ پټان»کتاب دی.چی  فریدریک بارت په ۱۹۵۹ کی لیکلی دئ. دغه اثر د خانانو او ملایانو دسیالو خواوو په سیستم کی دقدرت د زیاتیدونکی لوبی په ذریعه دسوات غوندی یوی پښتني ټولنی دتشریح لپاره یوطرز العمل منځته راوړی دئ. دخانانو څخه دننګي اساس همغه قبایلی پله ور(پیروان) او کرونده ګر دي او ملایان هم دخپلو مذهبی،قبایلی او قبایلی پیروانو ملا تړ ورسره لری. لیکوال لیکی چی: دسواټ په هکله دبارت قضاوت د ده پخپل هیواد ناروی کی  د ده له څیړنی اغیزمن کیږی،چی هلته دی نوموړی جامعه دهغی دمخکښو دفعالیتونو په واسطه تشریح کوی. بارت په سواټ کی څه کم یوکال تیرکړی  او د ده(دسواټ پټان)څیړنه تر ډیره حده د نورو بشرپیژندونکو لکه اکبر احمد،طلال اسد او براین سټریټ له خوا توضیح سوی ده.»(۶۱مخ)

مؤلف د قبیلی او د دولت روابط داسی توضیح کوی:«قبیله پر وینه ُ کلتور او نسبت کړه سوو عواملو باندی زور اچوی، حال داچی دولت بیاغیر شخصی دی او قرارداد پرمخ بیونه، اولاسته راوړني پیژنی.قبایلی نمونه دټولنیز پلوه غیرمتجانسه، متساوی الحقوقه او بیله بیله وي، خو دولت بیا غیرمتجانس، متساوی الحقوق او دمراتبو سلسله وی. قبیله د فرد په اصل و نسب کي وی خو دولت بیا له ده څخه بهر وي.»(۶۶مخ)

مؤلف د “راب هیګر له قوله لیکی چی :« د قبیلی اودولت څخه ماسوا د قبیلی او امپراتوری ترمنځ اړیکی پرضد او نقیض قیاسونو باندی ولاړ دي. امپراتوری د قبایلی مشرتابه دستګاه په واسطه دقبایلو یووالی غواړی ترڅو داسی سلسله مراتب ایجاد کړی،چی دغیر مستقیم واک لپاره لازمی وی او هم دهغه امپراتوری مشروع مفکوره پرمخ بوزی .خوبیا هم دقبایلو دبیلتون یا اشتقاق څخه پر قبیلی باندی دخپل کنترول دساتنی دیوی وسیلی په توګه استفاده کوی.... قبیله او امپراتوری دجوړښت له مخی یو دبل بشپړونکی دي. کټ مټ لکه قبیله او دولت چی د رغښت له مخی غیرمنطبق دي.»(۶۷مخ)

دکتاب په  لمړی برخه کی چی «دولت دجوړښت په حال کی» عنوان لری، لیکوال د پولادی امیرعبدالرحمن خان په سیاسی تګلاره کی تم کیږی او لیکی چی :عبدالرحمن خان دخپلو وړاندنیو پرخلاف خپل زمان او دشاهی کهول نور غړی په ولایاتو کی دوالیانو په توګه نه ټاکل. دا تګلاره په اوږده موده کی بریمنه وه، لکه څنګه چی د ده ترمړینی وروسته د تخت لپاره منډی ترړی نه وی.دشاهی کورنی غړی په کابل کی ساتل کیدل، څینی وختونه یی د حکومتی څانګو څارنه کوله او هم به یی چاته سلا مشوری ورکولی. پاچا دوه مهم مشورتی هیئتونه لرل،یعنی عالی شورا چی دمعاصری کابینی مترادفه وه. او بل هم لویه جرګه وه چی د ده په تعبیر پارلمان وو.(142مخ)

لیکوال دیوبل تاریخپوه ګریګوریان له قوله زیاتوی چی :

«امیر پخپلو اعلامیوکی پرخپلو اتباعو د(افغان) هویت ټینګارکاوه.» (143مخ)

دامیرعبدالرحمن خان هڅی دتجدد(عصری کولو) په غرض دهغه څه لپاره ډیره ښه توجیه کیدای سی چی فرانسویان یی(ملی کول) بولی، یعنی دیوی ملی اډاڼی دچوکات جوړول لکه پوځ، سړکونه،کانونه، اطلاعاتی اواداری شبکې. امیر په روسیه کی دخپلی دتجربی څخه دمادی پرمختګ سره مینه لرله او غوښته یی چی داسی زیربنا‌ ایجاد کړی چی عصریت او تجدد ته ځای ورکړی او نور پرمختګ پسی ګړندی کړی. امیر خپله هیله د افغانستان دعصری کولو په منظورپخپل خاطراتو کتاب کی داسی بیانوی: «زه هیله او دعا کوم، چی که زه پخپل ژوندکی د اورګاړی دپټلیو دجوړول، دتلګراف اوبخار دماشینونو د راوړلو، دمعدنونو د کارولو، دبانکونو دخلاصولو، دبانکنوټونو د رایستلو دنړی له هری برخی څخه دګرځدویانو او پانګه والو د رابللو، په افغانستان کی دپوهنتونونو او نورو تعلیمی څانګو د را ایستلو په سترارمان کی کامیاب نه سم، نو زما زامن او اخلاف به زما د زړه دا ارمانونه راپوره کړی، او افغانستان به هغسی کړی لکه زه چی یی ارمان جن یم» (۱۴۷مخ)

مؤلف د ډیورند کرښی ته هم اشاره کوی او لیکی چی: ددیورند خط دپښتونستان دضمیمه کولو په اړه دافغانستان او دپاکستان ترمنځ دشخړی داساس په توګه راغلی دی.عبدالرحمن خان پخپل ژوندلیک کی په وار وارو سره وایی : چی ده هیڅکله نه وه ګنلی،چی کومه پښتنی سیمه دی په همیشنی توګه برتانویانو ته ورپریښودل سی. آن پخپله سرمورډیورند دهندخارجه سکرټر چی همدا کرښه یی وایستله، دالحاق پیش بینی نه وه کړی.«ډیورند… دا تکل نه درلود چی دهند حکومتی پولی مخته ورټپل وهی، بلکی هغه یی صرف د سیاسی کنترول په خاطر ورپوری وهلی .» (۱۴۶مخ)

لیکوال پخپل لسم ملپاڼه د دیورند دکرښی  دټړونلیک او دپښتونستان پرموضوع باندی مفصل او مستند دلایل وړاندی کوی.(۵۸۴ مخ)

په یوبل ځای کې د«امیرامان الله خان سترسمون پال» ترعنوان لاندی ،زما دپاره دتوجه وړ خبره داوه چی لیکونکی د۱۴۸مخ  په ( پاورقی) کی د روسانو له قوله دامیرحبیب الله خان قاتل مصطفی صغیر دبرتانوی ایجنت په نامه معرفی کوی، اواضافه کوی چی دا هغه تعبیر وو،چی افغانی حکومت هم ومانه،صغیر بالاخره په ترکیه کی ونیول سو او داتاترک په امراعدام سو. (۱۴۸ مخ) خو مؤلف د دی ادعا منبع او ماخذ نه رامعرفی کوی. داخبره ځکه نوی خبره ده چی غبار دامیر حبیب الله قاتل «شجاع الدوله خان غوربندی» معرفی کوی، او فرهنگ د برتانوی هنددنماینده له خولی «سردار احمدشاه خان» د محمد ظاهرشاه خُسر معرفی کوی او بالاخره داکتر وطنمل «ارباب نظام الدین خان کامه وال» معرفی کوی. له دی ټولو مختلفو نظرونو څخه داڅرګندیږی چی د امیر حبیب الله خان قاتل تراوسه په دقیقه توګه ندی معلوم.

ښاغلی مصداق د دی برخی په نتیجه کی وایی چی: د دی فصل څیړنه پردریو موضوع ګانومتمرکزه وه، چی هغه د دولت نازکی، دهغه عصری کول او پرهغه باندی دبهرنیو قوتونو داغیزی ښندل دی. دتخت پرسر ډغری او دپاچهانو له خوا دخپلودریځ،نو دساتلو هلی ځلی دلومړنی حقدار دقاعدی اویا هم دبلی موافقی وړ طریقی دنشته والی له امله وی.کیدای سی دغه سیال قوتونه دپلارګنئ سلسلی د ټوټه ییز سیستم جوانب وګنو.خو بیاهم د دی ګډوډی وضعی دبدلون لپاره دپولادی امیر او دهغه دمابعدو له خوا څه بریمنی هڅی سوی دی. په ۱۸۸۰ لسیزه کی دا احساس را پیدا سو چی دولت دټوټه ییز څخه یوموټی حالت ته ور پورته کیږی، او په دی بهیر کی یو هیوادنی دولت څینی جوړیونکی دی. افغانی حکومتونه د۱۸۸۰ لسیزی راهیسی زیار کښلی، چی مرکزی کنټرول پیاوړی کړی او هم ولس دلوی جرګی او یا هم پارلمان په ذریعه که څه هم اختیارات به یی لږول، دهیواد په چاروکی ورشامل کړی.دسړکونو،ښونی روزنی او ټولنیزو رسنیو په پراختیا سره حکومتونو هڅه کړی، چی افغانی کلتور او هویت ښه ټینګ کړی. (۱۶۶- ۱۶۷مخونه)

د دی کتاب په یوه برخه کی ویل کیږی:

په اصل کی دافغانستان څلورو وتلو پاچهانو هریوه لکه احمدشاه درانی(۱۷۴۷- ۱۷۷۳م)چی دقومونو سلطنت یی په امپراتوری سره بدل کړ، دوست محمدخان(۱۸۳۳-۱۸۶۳)چی شاهی کهول یی دسدوزو څخه بارکزو ته واړاوه او هیواد یی په نوم یوموټی کړ، عبدالرحمن خان(۱۸۸۰- ۱۹۰۱) چی په ښکاره توګه یی پرمرکزی واک باندی دقبایلو منګولی محدودکړی او امان الله خان(۱۹۱۹- ۱۹۲۹) چی دټولنیزو- سیاسی او سپماییزو پراخو سمونونو هڅی یی وکړی، هر یوه په خپله خپله طریقه سره زیارایستلی چی یوه تل پاته مرکزی واک ایجاد کړی. دوی هر یوه قبایلی واقعیت هم منلی او هڅه یی کړی چی دهغه سره په روغه ګډ ژوند وکړی. … دافغانستان تیره دوه نیم سوه کلن تاریخ ښیی چی …کله چی د دولت کمزوری احساس سوی نو قبایلوخپلی غوښتنی تری کړی دی، او بالعکس کله چی د قبایلوترمنځ توپیر اونفاق پیښ سوی نو واکمنواو حکومتونو خپل شرایط تحمیل کړی دی. ځکه نودولت او قبایلو دواړو زموږ په معاصرتاریخ کی ځانونه د دی بهیر دحالت سره ښه عیار کړی دی.(۴77مخ)

په دی کتاب کی څوارلس ملپاڼه(ضمیمه) هم لیدل کیږی چی زماپّه نظر لمړی ملپانه یوه مهمه  ملپانه ده. په دې ملپانه کی دافغانستان دتاریخ په باره هغه کتابونه چی په نونسم اوشلم پیړیو کی د اروپایی او امریکایی لیکوالو او تاریخ پوهانو له خوا لیکلی سوی دی،معرفی سوی دی. زه د اکار دهغه څیړونکو اوافغانی لیکوالو دپاره چی د افغانستان د سیاسی -اجتماعی او اقتصادی اوضاع سره علاقه لری،او غواړی کوم څه ولیکی ډیرمهم رهنما ګنم. داملپانه دیوی مهمی لیکنی پسی راغلی ده چی عنوان یی دی:( دامریکا او افغانستان دسپتمبر یولسمه ) او د ۴۹۰مخ څخه تر۵۴۷ مخونوپوری رسیږی. تر دی وروسته دوهمه ملپاڼه (د پښټوڼولی څانګې) ترعنوان لاندی یوه په زړه پوری مقاله ده چی لوستل یی خورا دلچسپه او ګټوره ده. اوبالاخره  لسمه ملپاڼه د پښتونستان مسئله او د دیورند خط د قرارداد دامضا کولولاملونو باندی ژور تحقیق ترسره سوی ده.

په لڼډ ډول ویلای سم چی دا کتاب، له هره پلوه یو علمی – تحقیقی او تحلیلی اثر دی ، چی د داسی کتاب ځای زموږ په کتابخانو کی تش وو. نو افغان ځوانانو او بهرنئ څیړونکو ته یو ډیر ګټور اثر دی. زه ټولو  افغانانوته د دی کتاب مطالعه سپارښتنه کوم او هم ګران لیکونکی ډاکټرصاحب مصداق ته خپل ژورتبریکات وړاندی کوم.

پای

Leave A Reply

Your email address will not be published.