جګړه او چاپیریال/ عارفه عمرلور بشیر

0 687

حضرت محمد (ص ) فرمايي :

که پو هیږﺉ چې سبا قیامت دی، نن یو شین بوټی وکرﺉ .

یانې که انسان له خپله مرګه هم خبر وي چې سبا به مري او ټوله نړۍ به هم ورانیږي ، خو نن باید یو شین بوټی وکري . پدغه حدیث کې  له ورایه څرګندیږي چې  د شنه بوټي کرل  دانسان لپاره څومره اړین او ضروري کار دی. او شنه بوټي ونې او ځنګلونه هغه توکي دي چې په طبیعي ډول هوا او چاپیریال له ککړتیا ساتي ، شنه بوټي ونې او ځنګلونه نه یواځې دا چې د اکسیجن په تولید سره دانسان له روغتیا سره مرسته کوي، بلکه  ددې ترڅنګ  دچاپیریال او په تیر د هوا په پاکوالي کې تر هرڅه ستره ونډه لري .

زرغونې سیمې روانې اوبه ، زرغونه غرونه ، په دښتو کې غوړیدلي غاټول دویالو تر غاړ ولاړ ریدي ، او دکړکیو په غیږو کې ایښي د نرګس ګلان ، داوبو شرهار ، دمرغیو چغار او ددوی له ګډو غږونو نه جوړې نغمې، دونو پر پاڼود لګیدونکې نرمې سیلۍ غږ . او دشنو ورشو ګانو له غیږې راپورته کیدونکی خوږ وږم ، دګل پر وریښمین مخ رڼه پرخه او دشنه اسمان په غیږ کې ځلیدونکي  روښانه ستوري او د اسمان ناوې سپوږمۍ  نه یواځې داچې دسترګو نور ډيروي،  روح ته تازه ګي او خوښي وربخښي، او د انسانانو او طبیعت تر منځ یو تړاو رامنځ ته کوي  بلکې د ټولو انسانانو له ژوند او روغتیا سره مستقیم تړاو لري .

وايي چې د ژوند چاپیریال چې څومره پاک وي او څومره چې طبیعت  پر مځکه خپل زرغون لاس ګرځولی وي، او مځکې ته یې د شنو بوټو زرغون شال وراغوستی وي په هماغه کچه د انسان د شخصیت په روزنه اغیز کوي، د زرغونه طبیعت په غیږ کې رالوی شوي  انسان  کړه وړه او روغتیاي حالت  له هغونه ډیر ټوپیر لري چې د ژوند د ککړ چاپیریال په غیږ کې رالوی شوی وي.

څو مره چې چاپیریال زیانمن کیږي په هماغه کچه یې  پر انسان بد اغیز پریوځي، او دا خپله انسان دی چې د خپل ژوند  شونتیاوې په خپل لاس کمزورې کوي. دا انسان دی چې خپله دخپل ژوند چاپیریال ته د لنډ مهالو ګټو په بدل کې ستونزې پیدا کوي او بیا دا خپله انسان دی چې د ککړ چاپیرال له سببه روغتیایي ستونزو سره لاس او ګریوان وي .

که څه هم چې د چاپیریال د ککړتیا سببونه ډیر دی خو درې عمده عاملین د چاپیریال دزیانمنیدو سبب ګرځي .

۱- بیولوژیکي

  1. فزیکي
  2. ټولنیز لاملونه

فزیکي لاملونه عبارت دي له اوبو خاورې ، تودوخې نور او هوا څخه چې پدغو کې هر ډول ککړتیا او مسمومیت د چاپیریال دزیانمنیدو سبب ګرځي .

جګړه هم دفزیکي لاملونو په کتار کې راځي ،  هر جګړه ایز توکی دچاپیریال دککړتیا سبب ګرځي ، هغه که وړ وي او که ستر .

ان په هواکې وړه تیریدونکې مرمۍ هم دچاپیریال په ککړتیا کې پوره ونډه اخلي . جګړه که سمدلاسه د ډیرو انسانانو ژوند اخلي ، خو په اوږده مهال کې دپاتې انسانانو دژوند لپاره ګواښونه منځ ته راوړي، جګړه ایز توکي که د خاورو لاندې وي که باندې ، چاپیریال ته دوخت په تیریدو سره یو ګواښ دی. د هیرو شیما او ناګاساکي پیښه کلونه وړاندې منځ ته راغلې خو اوس لسګونه کلونه وروسته هم په هغه سیمه کې د هغې پیښې نښې اوچتې ښکاري ، په دغو سیمو کې دنویو زیږیدلو ماشومانو په روغتیا اوس هم په هیرو شیما او ناګا ساکي کي دچاودیدولو اټومي بمونو اغیز شته او د ډیرو ژوند له ګواښ او خطرونو سره مخ کوي . اوس هم پدغو سیمو کې راشنه کیدونکي بوټي  دهغو بمونو واړه زرات له ځان سره لري چې وکړای شي چاپیریال زیانمن او د انسان ژوند له ګواښ سره مخ کړي .

دوهمې نړیوالې جګړې دشلو میلیونو روسانو ژوند واخیست ، او تر دې دمه لا په هغه هیواد کې د نارینو او ښځو شمیره برابرې کچې ته نده رسیدلې .

په وروستیو دیرشو کلونو کې چې په سیمه په تیره په اسیا کې چې کومې جګړې تیرې شوې دي هرې یوې  د چاپیریال په ککړتیا کې خپل بشپړ رول لوبولی دی. د دغو جګړو په پایله کې دافغانستان ، عراق، ایران، کویټ، بوزنیا، کوزو او فلسطین  زرغونې سیمې او زرغونه ځنګلونه ډیری یې له منځه ولاړل، پداسې حال کې چې زرغونې سیمې او ځنګلونه د چاپیریال ساتنې مهم او ارزښتمند توکي دي.

په جګړه کې نه یواځې دا چې وړې او غټې وسلې کارول د چاپیریال د ککړتیا سبب ګرځي، بلکه د الوتکو پرلپسې الوتنې، د سرتیرو دم ساعت ګزمې،  د جګړه ایزو وسایلو  د ګرځیدو واو دبمونو او ماینونود چاودیدو  غږونه او په چاودیدونکو وسایلو کې کاریدونکي کیمیاوي توکي  چاپیریال ککړوي، بلکه له کورونو دخلکو بې ځایه کیدل او د ابادو مځکو شاړ پاتیدل ، ورسره فقر او لوږه حاکمیدل ددې سبب ګرځي چې خلک دخپلو کورنیو دسملاسي ژغورلو لپاره ، طبیعت او چاپیریال زیانمن کړي .

کله کله هم د جګړې له سببه د خلکو تر منځ راپیداشوې ستونزې هم د دې سبب ګرځي چې چاپیریال زیانمن شي. لکه په افغانستان کې د قومي شخړو په سبب د ډیرو کورنیو کورونه، باغونه او مځکې د نورو ملکي وګړو په لاس له منځه ولاړل .

د جګړې پر مهال  جګړه مار دجګړې دګټلو له پاره دټولو هغو لارو نه کار اخلي چې دوی هدف ته رسولی شي ، هغه که درودخانو وچول وي ، هغه که نهرونو بندول وي ،دکرهڼیزو مځکو له منځه وړل وی  او که دلویو لارو پر سر دولاړو ونو ریبل وي چې په افغانستان کې روسانو دځان ساتنې لپاره له همدې چلند نه کار واخیست  چې بیا وروسته خپله افغانانو په وارو وارو دا وړ کړنې تکرار کړې .

د دې ترڅنګ په هر ځای او په هر ګوټ کې دماینونو ښخول نه یواځې دچاودیدو خطر لرې ، بلکه که چیرې تر خاورو لاندې پاتې شي دوخت او کلونو په تیریدو سره دخاورې دزهري کولو ګواښ هم منځ ته راوړي .

د ملګرو ملتونو کار پوهان وایی چې دعراق په خاوره کې ۱۰ میلیونه ماینونه تر خاورو لاندې ناچاودلي پټ دي او دافغانستان په خاوره کې دښخو شو و ماینونو کچه لدې نه هم لوړه ده . که چیرې دا ماینونه وچوي او هر ماین یو انسان ووژني نو لس میلیونه انسانان به په عراق کې ومري او که یو یو حیوان ووژني بیا هم به لس میلیونه  حیوانات مړه شي او که تر خاور لاندې همداسې پاتې شي  نو معلومه نه ده چې ددغو مایینو له وجې دهوا او چاپیریال ککړتیا به دڅومره انسانانو او حیواناتو ژوند واخلي ، او څومره هکتاره کرهڼیزه مځکه به زهرجنه کړي .

د کویت د۶۴۰ نفتي څاه ګانو په سوځیدو نه یواځې داچې د خلیج اوبه په نفتو ولړل شوې او په میلیو نو نو بحري حیوانات مړه شول بلکې دتور اسیدي باران له وجې په لکونو الوتونکي او حیوانات مړه، شول شنې سیمې زیانمنې شوې او ان په عربستان او کویټ کې دتودوخې درجه ۱۴ سانتي ګراد ته راټیټه شوه.

له شګلنو میرو  نه دټانکونو او نورو زغره والو وسیلو  دتیریدو په سبب شګلن توپانونه منځ ته راغلل چې ددې سیمې په حیواناتو یې خپل اغیز پریباسه .

افغانستان نه یواځې داچې داسیا په زړه کې پروت دی دسارک دسیمې یو مهم هیواد هم ګنل کیږي چې پدغه سیمه کې هرډول طبیعي  سیاسي او ټولنیز بدلونونه  دسیمې په نورو هیوادونو خپل اغیز لري .

افغانستان داسې هیواد دی چې له پنځه دیرشو کلونو رايدیخوا دجګړې داور په لمبو کې سوزي او  په تیره په ښارونو کې د سم چاپیریال په نوم څه نه دي پاتې .

هرکال دکابل په ښار کې د چاپیریال دککړتیا له وجې شاوخوا درې زره تنه خپل ژوند له لاسه ورکوي . دافغانستان نږدې ټول ځنګلونه زیانمن شوي دي . دجګړې په اوږدو کې باغونه کرهڼیزې مځکې یا شاړې پاتې شوې دي او یا هم کسدآ سوځول شوې دي چې  ددښمن  دپټیدو ځایونه له منځه ولاړ شي.

اتیایمه لسیزه کې ډیری کلي له سره خراب شوي دي او خلک یې قتل عام شوي . له افغاني ځنګلونو نه اوس هم لرګي دچارتراشو په نوم دپاکستان په لور په قاچاقي توګه وړل کیږي . داوبو بندونه ویجاړ او له خاورو خټو ډک شوي دي .

د افغانستان په جګړه کې شوروي  ځواکونو ، له کیمیا وي ، داعصابو ضد او زیړو ګازونو نه په پراخه کچه ګټه واخیسته .

ددیرشو کلونو په اوږدو کې د افغانستان په هره پوله او پټي ستر او واړه بمونه پریوتل چې پدې ډول یې سوځیدلې مځکې منځ ته راوړې چې اوس ددغو مځکو کرهڼیز خوصوصیات ډیر کمزوري دي .

له هند او نورو سیمو نه راتلونکي مهاجر مرغان نور داوړي دشپو ورځو تیرولو لپاره افغانستان ته د جګړه ایزو توکو دډارونکو غږونو له ډاره نه راځي ، ډیری قیمتي حیوانات ونیول شول او بیا تر پاکستان او عربستان ورسیدل . نهرونه او  رودخانې وچې شوې او په سیندونو کې د چاودیدونکو موادو په مټ دکبانو نیول ددې سبب شول چې دکبانو بچي او هګۍ له منځه ولاړ شي ، او په ډيرو سیندونو کې د کبانو نسلونه ختم شي . ډیری غرني حیوانات یا په جګړو کې مړه شول او یا دجګړو له ډاره وتښتیدل .

جګړې نه یواځې دا چې په افغانستان کې د ډيرو حیواناتو نسلونه له منځه یووړل دجګړې رواني اغیز د دې سبب شو چې ان دانسانانو په قدونو یې اغیز پریباسه اوس دافغانستان په ښارونو کې  نوی نسل د تیر نسل په کچه ځواکمن او دنګ ندی .

په افغانستان کې هره ورځ د چاپیرال دککړتیا په وجه په بیلا بیلو ناروغیو اخته په سلګونو افغانان روغتونونو ته ځي ، او یو شمیر خو یې خپل ژوند له لاسه ورکوي . دکابل ښار شپیته سلنه وګړي له پاکو اوبو نه  دڅښو لپاره ګټه نشي اخیستی .

تر دې مهال په افغانستان کې هیځ دولت دا هڅه نده کړې چې له جګړې نه کومې ستونزې چې چاپیریال ته ورپیښږي  دهغو دلمنځه وړلو لپاره لاس په کار شي .

دا مهال دافغانستان په لویو ښارونو کې دهوا ککړتیا او له هغو نه راپیدا شوې ستونزې ددې ښه بیلګه کیدای شي چې جګړه دچاپیریال څومره ستر دښمن دی .

جګړه هغه ستر ناورین دی چې له پای ته رسیدو وروسته هم په خپلو پاتې شونو دانسانانو ژوند اخلي.

اوسنیو څیړنو ښولې چې پر طبیعت ، دژوند پر چاپیریال او ځنګلونو باند له هر څه نه جګړ ه بد اغیز کوي .

په نورو غړو هیوادونو کې ښايي د چاپیریال ککړتیا لاملونه بیل وي و د هیوادنو صنعتي کیدل ، دوګړو ډیر والی ، دوګړو د ژوند کچه لوړیدل  هم د چاپیریال په ککړوالي کې مرسته کوي .

خو په افغانستان کې د دغو لاملونو تر څنګ د چاپیریال د ککړتیا بل لوی او ملګری لامل هم جګړه ده. چې زه باور لرم دافغانستان د ژوند د چاپیریال دا ککړتیا به ګاونډي هیوادونه هم زیانمن کړای شي .نو د دې لپاره چې دا ستونزه پراخه نشي راځئ چې په ګډه خپل  خوار هیواد کې چې له پنځه دیرشو کلونو راپدیخوا جګړه پکې روانه ده ، د چاپیریال د ککړتیا دمخنیوي لپاره هر یو په خپل کور کې کار وکړو، چې زموږ د کورنۍ غړي او زموږ د هیواد۳۵ میلیونه وګړي ، دیوه بل ناورین چې د چاپیریال ککړتیا نومیږي یو ځل بیا قرباني نشي.

Leave A Reply

Your email address will not be published.