په امریکا کې هم د زیږونونو پر مهال د مېرمنو په مړینه کې زیاتوالی راغلی دی

0 502

د زېږونونو پر مهال د مېرمنو په مړینه کې افغانستان د لست په سر کې ځای لري، چې له امله یې په هر نیم ساعت کې یوه مېرمن مري، خو سږ په امریکا کې هم د تېرو شلو کلونو په پرتله د زېږونونو پر مهال د مېرمنو په مړینه کې زیاتوالی راغلی دی.
د یوې تازه څېړنې په ترڅ کې معلومه شوې چې د تېرو شلو کلونو په پرتله سږ د زېږونونو پرمهال د مېرمنو په مړینه کې ۴۰ سلنه زیاتوالی لیدل کېږي.
د روغتیا د نړیوال سازمان له لوري په تازه خپاره شوي راپور کې ویل شوي، چې په امریکا کې دغه شمېره جدي ګواښ دی او اوس لیدل کېږي چې ډېری پرمختللي هېوادونه هم ددې پدیدې ښکار دي.
معلومات په ډاګه کوي چې په ۱۹۹۰ ز کال کې په امریکا کې له هرو ۱۰۰،۰۰۰ زېږونونو څخه یې ۱۲ مېرمنې تلف کېدې، خو دا شمېره په ۲۰۱۳ ز کال کې د همدغه شمېر په اندازه کې ۲۸ مېرمنو ته لوړه شوې ده.
په مجموعي ډول بیا دغه شمېره په ټولو پرمختللو هېوادونو کې د ۱۰۰،۰۰۰ زېږونونو پر مهال ۲۱۰ تلف کېدونکې مېرمنې دي، چې بېساری زیاتوالی پکې لیدل کېږي. ددې شمېر د زیاتوالي عمده دلیل نه پاملرنه او غلط درمل خوړل دي، چې مېرمنې یې د حاملګۍ په وخت کاروي.

mother and baby

Leave A Reply

Your email address will not be published.