د تبعیض مصیبت/اسدالله غضنفر

0 459

یو وخت به توکم پالونکو او له ښځو سره تبعیض کوونکو استدلال کاوه چې ځینې قومونه تر ځینو نورو او نارینه تر ښځو هوښیار او لایق دي. دوی به مثالونه ورکول چې په تاریخ کې د یوې تکړه ښځې په مقابل کې سل تکړه نارینه وینو، یا د پلاني قوم د نوابغو په نسبت په یو بل قام کې د نوابغو شمېر سل برابره زیات دی.

 د تبعیض مبلغانو به ویل چې بیوزلي قامونه او هغوی چې د تاریخ او تمدن په جوړولو کې یې ډېره برخه نشته، په ذهني لحاظ تر هغو انسانانو وروسته پاتې دي چې د تاریخ او تمدن په جوړولو کې یې زیاته برخه اخیستې ده.

 د دوی له دغو نظریو سره نه یوازې د اخلاقي فلسفې او بشري حقونو مدافعانو مخالفت وکړ بلکې ساینس هم ثابته کړه چې د نارینه او ښځې یا مثلا د تورپوستکي او سپين پوستکي په ذهني سویه کې فرق نشته او دا یوازې اجتماعي، اقتصادي او تاریخي شرایط دي چې ځینې یې تر ځینو نورو په ښه دریځ کې راوستي دي.

 په اوسني عربستان یا اوسني ایران کې د پوهنتونونو تر نارینه محصلانو د ښځینه محصلانو شمېر زیات دی. مانا دا چې کله ښځو ته هم د نارینه وو غوندې تعلیمي امکانات برابر شول نو تر نارینه وو شاته پاتې نه شوې او دا خبره ثابته شوه چې که یې پخوا د تاریخ په جوړولو کې برخه محدوده وه وجه یې دا نه وه چې د ښځې او نارینه په انسانیت کې فرق و، بلکې وجه یې دا وه په امکاناتو کې یې فرق و.

نو کله چې ټول انسانان یو شان دي، ولې پکې تبعیض وکړو؟ تبعیض کول په حقیقت کې له انسانیت سره د مخالفت یو ډول دی او اخلاقي جرم یې ګڼلای شو. دا له انسان څخه د وجدان او خپل انساني شان تقاضا ده چې د بشر په منځ کې مساوات ومني او تبعیض وغندي.

د تبعیض په نتیجه کې په ټولنو کې عقدې او بدبینۍ پیدا کېږي چې نتیجه یې بې برکتي، تخریب او جګړه ده. تاریخ ثابته کړې ده چې خلک بیوزلي زغمي خو بې عدالتي نه زغمي.

 هغه کسان چې په یوه ټولنه کې ځان محروم احساسوي،په مختلفو طریقو ورانی کوي او ټولنه له پښو غورځوي. که میړه له ښځې سره تبعیضي چلند وکړي، ښځه به د کور په جوړولو کې بې پروا شي. که د یوه هېواد له یوه قام سره تبعیضي چلند کېږي، هغه

مظلوم قام به په مختلفو طریقو، په پټه او ښکاره د هغه هېواد د اجتماعي او سیاسي نظام د نسکورولو کوښښ وکړي.

دا د ټولنې په تاوان ده چې خپل مختلف ګروپونه له ځانه وشړي او د محرومیت احساس ورکړي. دغسې ټولنه ځان تباه کوي او خپل قبر په خپل لاس کیني.

مورخ او محقق مبارک علي په خپله یوه مقاله کې چې ( د کمزورو وسله ) نومېږي، لیکي: « هر وخت چې په ټولنه كې بې عدالتي او استثمار وي، په مقابل كې يې د ټولنې د استثمار شويو او كمزورو كسانو عكس العمل هم وي.

 دغه مقاومت كله پټ او په پټه خوله وي خو كله بيا ښكاره او خشن شي. مورخانو په دې اړه چې عامو خلكو د خپلو سركوبګرو په خلاف خپل سېك و وس څنګه كارولى دى، خبرې كړې دي.

 عوام چې پوه شوي چې د پاڅون او مقابلې وس يې نه شته نو د عقل په حكم يې د پټې خولې مقاومت ته مخه كړې ده او داسې تاكتيكونه يې كارولي چې باداران يې ورته هك حيران پاتې شوي او په ځاى يې كښېنولي دي.

مثلا د غلامۍ او فيوډالۍ په نظامونو كې چې له بزګرانو او غلامانو سره د خپلو بادارانو د ګواښلو وس نه و ، نو غلامانو او بزګرانو د غلا كولو، ملكيت ته اور اچولو يا تاوان رسولو ، ځان ساده اړولو، د وسايلو ماتولو ، دروغ ويلو او د ورسپارل شوي كار په بشپړولو كې د ځنډ كولو په څېر د اوږدمهال خورا اغېزمن ميتودونه خپل كړي وو.

د مقاومت دغه ميتودونه ښيي چې كمزوري کسان څنګه ممكن زورور وغولوي ، چل ورسره وكړي، چالاكي ورسره وكړي او تېر يې باسي. دغه مثالونه دا هم راښيي چې د زور او فشار له ميتودونو سره سره، بنيادم د تسلمېدو نه دى او د خپلو تاكتيكونو د بدلولو را بدلولو له لارې د خپلې بقا جګړه روانه ساتي.»

منظور دا چې کمزوري کسان هم د تخریب لپاره کافي زور موندلای شي او هغوی چې د ټولنې له بې وسه ګروپونو سره له تبعیض کولو وېره نه لري، اشتباه کوي.

یوه ټولنه هغه وخت د ترقي، نیمکرغي او ثبات په لور ګړندي ګامونه اخیستلای شي چې تر وسه وسه پورې ډېر وګړي پکې ځانونه محروم شوي او څنډې ته پورې وهل شوي احساس نه کړي.

 زموږ په ټولنه کې د نیکمرغۍ او سوکالۍ په لور یون ځکه ټکنی دی چې نیم نفوس یعنې ښځې له تبعیض سره مخ دي او ګڼو نورو قشرونو، مثلا ډمانو، جولاګانو، ترکاڼانو او نورو ته مو جنجالونه جوړ کړي دي. قومي او تنظیمي تبعیضونه لا یو بل جنجال دی.

د جهاد په کلونو کې مې په پېښور کې د یوه صادق دوست خبره هیڅ وخت نه هېرېږي. ده راته ویلي وو: څوک چې زموږ په تنظیم کې نه وي، یا بې لارې یا کم عقل راته ښکاري.

Leave A Reply

Your email address will not be published.