د غازي امان الله خان د يوې تاريخي خاطرې په لمن كې -كيسه/ خالق رشید

0 733

د زمري د۲۸، د هغې ورځې په وياړ چې په آزادۍ پيل شوه او په غلامۍ ودريده

د غازي امان الله خان د يوې تاريخي خاطرې په لمن كېكيسه

خالق رشید

لكه د پخوا په شان نن هم سهار وختي پورته شو. د هغه عادت و، چې سهار بهكله وختي له خوبه پورته شو، د سالون په برنډه كې به يې تر ډېرو په سپورتباندې ځان بوختاوه.

دوې ورځې كيدې چې د چا خبره چرت يې برابر نه و، ځكه هغه بله ورځ چې د روم د ښار په مركزي برخه كې هغې ميلمستيا ته تللى و، هلته يې د دوو وزيرانود ميرمنو دغه خبرې اوريدلې وې:

_ دغه ښاغلى چې زموږ په خوا كې ولاړ دى پيژنې؟

_ نه ، دا ښاغلى څوك دی ؟ ميرمن يې هم خورا ښكلي مالوميږي …

_ دا افغان واكمن امان الله دىهغه يې ميرمن ده، د هغې نوم شريا) ثريا (دى

_ ومې پيژاند دا خورا لوى انسان دى، افغانستان همدغه لوى انسان لهانګريزانو خپلواك كړ، هو همدغه لوى انسان خوافسوس چې اوس يې هلتهپه هغه خپلواك وطن كې ځاى نشتهاوس دلته مساپر دى او پرديس

دې خوا ته ده دا ګردې خبرې يوه يوه  واوريدې … ملكې ثرياهم واوريدې … خو د ده پهذهن كې دغې خبرې چې:

_ افسوس چې اوس يې هلته په هغه خپلواك وطن كې ځاى نشته، يو بل شان اوچت خوځورونكى انځور ويوست، له ډېره درده ده هم دوه ځلې دغه خبره له ځان سره په درد او سوزتكرار كړه:

_ هو، افسوس، چې اوس يې هلته په هغه خپلواك وطن كې ځاى نشته، نشتههو،افسوسافسوس

نور يې د روم د ښار د هغې ښكلې شپې ښكلا، سازونه او ښكلو د نڅاوو د نازونو نرم او نازك شرنګهار نه كتى شو او نه هم اوريداى، ځكه يې ملكې ته سترګې ور واړولې، پهخپلو خپلو كتو كې يې يوه او بل ته حيران حيران وكتل، ملكه تر ده په زړه زړوره وه،سمدلاسه يې ورته وويل:

_ اگه پشت ايي گپا بگرديم ازی گپا زياد ميشنويم …خې چاره چيس ؟

ده بياهم د دغو خبرو ټول دروندوالى د صبراو زغم پراوږو ورواچاوه، ځان يې د څوشيبوله پاره آرام ونيو، هرڅه يې ليدل، سازونه، ښكلاوې، د نازكو نڅاګرو سره او سپين …

خو ده دا ننداره يوازې په رڼو سترګو ليده او بس، د زړه پر سر يې هم هغه يوه خبره وه اود هغې انګازه:

_ افسوس چې اوس يې هلته په هغه خپلواك وطن كې ځاى … همدغې خبرې يې په رښتياهم چرت ورخراب كړى و.

په دغه ورځ هم چې كله له سپورت كولو وزګار شو، مخامخ هغې كوټې ته ورننووت، چېهغه به ده

)وطن(  بلله، هو، وطن!  ځكه ده په دغه خونه كې وطني شيان، انځورونه، كتابونه، د وطن خواږه او ترخه يادګارونه ايښي وو.

كله به چې دى دغې كوټې ته ورننووت، نو ساعتونه ساعتونه به يې په هغې كې د خپلو تېرو شپو ورځو خاطرې او منظرې كتې او په هغه كې به داسې چې تا به وې، نوې يېليدلې او موندلې دي، ډوب و. په هغو كې به يې وطن، د وطن په سپينو واورو پټ غرونه،كابل او ښكلی كندهار او په هغه كې به يې ) كندهارۍ اروا(  چې د پاچاهۍ وروستۍخاطرې يې د هغې د ننګ په سترګو كې هره شيبه برمونه او پرتمونه وې تر سترګو سترګو كيده …

اعلحضرت په دغه ورځ تر ډېرو پورې په خپله خونه ياني وطن كې ناست و. نن يې هلتهتر نورو ورځو زيات ځنډ وكړ، هلته هم چرت وړى و، هلته بياهم د روم د وزيرانو د ميرمنو خبرې اترې او د هغو شرنګا يې په نري نري ښځينه غږ كې ترغوږو شوې وه …

_ افسوس چې اوس يې هلته په هغه خپلواك وطن كې ځاى

ده همدغه سوچ ترهمدغه ځايه بدرګه كړى و، چې خدمتګار ور ورپرانيست:

_ اعلحضرته! د انتطار په خونه كې يو ايرانى ليكوال غواړي تاسې وګوري … سوچ يېهمداسې په نمايي كې پاتې شو.

څو شيبې يې په مړاوو او ستومانه سترګو كې خدمتګار ته وكتل، بيايې ورته وويل :

_ بي بي ته دې غږ وكه …شيبه لانه وه تيره، چې ملكه راننوته، هغې ته يې هم ستړيستړې وكتل، خو هغه ورته

موسكۍ شوه:

_ راځه چې كوم ايرانى ليكوال راغلى، غواړي له تاسره وګوري …

اعلحضرت په داسې حال كې چې د تګ تلوسې راوهڅاوه، دا خبره يې هم ترخوله راووته :

_ ايرانيان عجب خلك دي، دا څووم ايرانى دى، چې دلته راځي، نه پوهيږم، چې دوى په ماكې څه ليدلي دي؟

ملكې د اعلحضرت د كتنې له پاره تيارى ونيو، خړه دريشي يې ظاهرآ په بدن كې بده نهښكاريده، دواړه د سالون او انتظار خونې په لور ور روان شول. خدمتګار ور پرانيست اودوى دميلمستون په لويه خونه ورننوتل.

اعلحضرت او ملكې له ليكوال سره په لاس روغبړ وكړ، په خپلو ځايونو كې په عادي توګهكيناستل، خو ايران ليكوال چې ځان يې  )نامدار ( وروپيژند لاپه خپل ځاى ولاړ و،اعلحضرت هيله وكړه :

_ مهرباني وكړئ كينۍ خوشاله يم چې تاسې وينم.

احمد نامدار خپلې خبرې پيل كړې، هغه په فارسي خبرې كولي، د دوى له پاره په هغهرنګين روم كې دا هم يو ښه تسل و، چې چا به له دوى سره د دوى په ژبو خبرې كولې. ددوى په ژبو په ښكلې پښتو او دري … هو ښې پرې لګيدې، خوږې پرې لګيدې، ځكه يې دخبرو په وخت كې هم زيات وخت مخامخ لوري ته وركاوه.

احمد اعلحضرت په ۱۳۰۷ كال كې په ايران كې ليدلى و، خو اوس هماغه چا اوهماغه پرتمته مخامخ ناست و اوهغه ته يې په ځير ځير كتل، په سترګو كې يې د ده هماغه دبدبه، هماغهله پرتمه ډكه افغاني څيره، د خپلواكۍ هنګامه او د نړۍ د يوه ستر او ظالم ځواك په مقابلكې د ده پاريدنه سره اوښتل او را اوښتل، باور يې نه كيده، چې ګواكي اوس د هغې لويېڅيرې اوهغه لوى پرتم په وړاندې ناست دى …

په سالون كې آرامه آرامي وه، هلته په مخامخ كنج كې يو ګلدان ښكاريده، چې يوه زيړګل يېد كتونكي پاملرنه په خورا بې پروايئ سره په خپله خوا وكښله. له لرې داسې ښكاريده، چېګواكې هغه يو مصنوعي ګل دى، په دې چې په دغه شيبه كې دومره د پاملرنې وړ راښكوننه درلود. خو د ليكوال سترګې د همدغه مخامخ ګل په دنيا كې ډوبې شوې وې، چې خپلېخبرې يې پيل كړې:

_ اعلحضرته!  زما هغه ورځ كله هم له ياده نه وځي، چې ته ايران ته راغلى وې، ستاهمهغې لويې او زموږ د خلكو هغې مينې چې له تا سره يې تراوسه پورې لري، زه وهڅولم،چې په دغه ښكلي روم كې ځان ستا په

درګاه درپيښ كړم.  هو، ماته هماغه ورځ راياديږي او لكه د هماغې ورځې په شان ته اوسهم ماته يو لوى انسان او د آزادۍ يو لوى پرتم ښكاريږې …

امان الله خان آرام ناست و، د ده خبرې يې اوريدې، سريې كرار كرار ورته خوځاوه، داسېښكاريده، چې د دغو خبرو په ترڅ كې هم دى اوس دلته نه و. همدا وجه وه، چې كله كله خوبه ملكې د ده پرځاى ليكوال ته  كتل او د ده پرځاى به يې هغه ته ځواب وركاوه.

دوى لاغږيدل، لايې هم خبرې روانې وې، چې خدمتګار چاى راوړ، پياله د هر چا مخې تهكيښودل شوه، لايې يو يوغړپ هم نه وترې كړی، چې ليكوال له اعلحضرته د ژوند پهځانګړو پوښتنو پيل وكړ:

_اعلحضرته ! ميلمستون موهم ډيرښكلى نه دى؟

_ اعلحضرت )په موسكا(

_ څه ما او يا زما خلكو خو ما ته نه دى جوړ كړى، نه دې دي اوريدلي، چې:

) در بيابان كفش كهنه نعمت است. (

نامدار ورته موسكى شو، داسې چې ګواكې د اعلحضرت د خبرې په وړاندې يې نور څه د ويلونه درلودل. زر يې بله پوښتنه ترې وكړه:

_ ولې ستړى معلوميږې، كيداى شي، ستا د ژوند په دغه راز باندې پوه شم ؟

_ ولې نه، هو، ستړى يم، په اروپا كې اوږدمدتې استوګنې خورا ستړى كړى يم …

_ د ختيځ زياتره لويان په لويديځ كې ژوند د آرامئ او نيكمرغئ پيل بولي، تاسې ولې ناخوښ ياست ؟

_ د زړګي سره، هغوى چې داسې فكر كوي، هغوى يا ناپوه دي او يا دا چې د ځان په باره كې فكر نه شي كولاى. زه رښتيا درته وايم، زه نه يوازې دا چې دلته خوښ نه يم، بلكې همدا ژوند مې دلته خورا زيات ځوروي، هو روحآ …

احمد درنګ شيبه آرام و. داسې ښكاريده، چې تابه ويل د اعلحضرت د خبرې په باره كېفكر كوي، خو داسې نه وه، زر يې بيا پوښتنه ترې وكړه:

_ ستاسې په نظر د دې لامل څه دى، چې تاسې دومره نارام شوي ياست، اوس خو كار تركار تېر دى او اوبه هم تر ورخ تيرې …

امان الله خان سوړ اوسيلى وكيښ، په نرمه ژبه يې خپله خبره ورته راغبرګه كړه:

_ وطن ډير ګران وي، زه نه پوهيږم، چې كوم سحر په منځ كې دى او كوم ځواك دى،چې د وطن خاوره كه څه چې زياته خواره وي او يا ډېره لرې، هم وي، انسان بياهم خپللوري ته وركاږي …زه فكركوم، چې چېرې انساني روح په انساني بدن كې ځاى نيسي،دغه روح په خپله نه غواړي، چې هغه ځاى اوهغه سيمه چې دا له كالبد سره هم غاړهكيږي، له ياده وباسي …

په ليكوال د اعلحضرت دغې خبرې له ورايه خپل ژوراغيزوښانده، ځكه يې په څو شيبوكې څو څو ځلې ده او ملكي ثريا ته سترګې ور واړولې او راواړولې، يوازې به يې اعلحضرت ته په بېواكه توګه ترخوله راووتل:

_ ته ډېر لوى انسان يې او په رښتياهم اوچت انساني صفات لرې …

د اعلحضرت په سترګو كې د اوښكوغوټۍ لاهم پورته او كښته كيدې، د چاى پياله يې پهآرامئ سره پورته كړه، خولې ته يې نژدې كړه، چې يوځل يې ناببره بيرته پرميز كيښوده او خبروته يې ځان جوړ كړ:

_ وطن ، وطن دى، زه چې كله له وطنه راووتم، زما فكر ته يوه پښتو لنډۍ راغله، هغهمې د زړه د تسل په خاطر په هماغه مهال د زړه له كومي ټولو ته وويله، چې:

د خداى پامان دې وي وطنه      كه زيړى ګل شوم مخ به نه دراړومه

فكركوم، چې هغه مې دزړه له كومي ويلې

وه، اوس دا دى د هرې ورځې په تيريدو سره په دغه ښكلي روم كې زه زيړى ګل كيږم، قسمت د ښكلي روم په زړه كې د اوږدو مياشتو او كالو له پاره ديره كړم. زه اوس هم كلهكله دوستانوته وايم، چې:

زه په افغانستان كې پنډيتوب په ايټاليا، هو، په دغه ښكلي ايټاليا كې ترپاچاهي اوچت بولم

اعلحضرت خپله پياله خپلې خولې ته داسې چې اوښكې يې په سترګو كې لاهمداسې سرګردانې سرګردانې كيدې ورپورته كړه، لايې هم زړه ډك و، لايې د پرديسۍ ژوند پرديس دردونه په خوله وو، چې ليكوال يې هم دومره خواشينى كړى و، چې نه پوهيده د دغه ستر انسان د دردمن زړه او لوى پرتم په وړاندې څه چاره وكړي؟ او څه ورته ووايي،په څه شان يې تسل وكړي ؟ هیڅ !

د روم په ښكلي ښار كې ورځ په نيمايې ور اوښتې وه، چې د اعلحضرت او ملكې خوږې خو دردمنې خبرې هم پاى ته ورسېدې.

ليكوال وغوښتل، چې ترې ولاړ شي، هغه يې تر دروازې پورې د خداى پامانۍ په خاطر بدرګه كړ:

بدرګه …كله يې چې خداى پامانى سره كاوه، د اعلحضرت وروستۍ خبره ليكوال ته دا وه:

_ سلام مې وايه !

ليكوال سره له دې چې ورته موسكى شو ژړا ورغله:

_اعلحضرته، پرچا ؟

او اعلحضرت په غيږ كې كلك ونيو، په نيولي آوازكې يې ورته وويل:

_ پرهغوى چې ژوند لري، پرهغوى چې هېواد لري، پرهغوى چې مينه لري او پرهغوىچې خپلواكي يې د غلامى په وړاندي وينه او مينه وي …

اعلحضرت ليكوال په ډكو سترګو په خداى وسپاره، د رنګ شيبې يې په هغه پسې كتل او دهغه لنډ قدمونه يې له هغه سره د مينې په نامه يو يو څاره او په هغه پسې يې كتل…

لايې له سترګو پناه شوى نه و، چې له جيبه يې دسمال راويوست اوهغه يې سترګوته ونيو… ! ؟__

Leave A Reply

Your email address will not be published.