په اسټرلیا کې تر ځمکې لاندې ښار

0 506

په د اسټرلیا کې د کوپي فیډي په نوم یو ښار تر ځمکې لاندې جوړ شوی دی. پدې ښار کې له ۴۰۰۰ زرو زیات کسان همدلته تر ځمکې لاندې ژوند کوي.
دغه ښار په ۱۹۱۵ ز کال کې هغه وخت جوړ شو چې دلته قیمتي ډبرې وموندل شوې. داچې د همدې چاپیریال هوا ډېره توده ده نو ځکه هرکله چې انسانان طبیعي پېښې نشي بدلولای نو مجبور دي د یوازینۍ حل لارې په توګه ورسره توافق وکړي.
دغه کیسه د همدې ښار له اوسېدونکو سره هم وشوه، ددې ځای خلکو هم غوره وګڼله، څو د لمر له ډېرو شدیدو وړانګو څخه د خلاصون لپاره تر ځمکې لاندې کورونه جوړ کړي، چې کورونه جوړ شول، نو بیا بازار جوړ شو، ښوونځي جوړ شول او روغتیایي مراکز هم پکې پرانستل شول. نن ورځ د ټولو اسانتیاوو لرونکی یو ښار دی.
د ساینسي معلوماتو پښتو پاڼه خبر ورکوي، چې دغه ښار ته د نړۍ له بېلابېلو برخو څخه سیلانیان راځي او همدلته ددې ښار له اوسېدونکو زیورات او قیمتي ډبرې پېري.
ددې ښار د هوا حالت پدې ډول دی چې د کال زیاته برخه یې تود لمر او ګرمه هوا لري، د حرارت لوړه درجه پکې ۴۷ او ټیټه یې ۳۰ درجې ده.
یو څه باید لوستونکي پوه شي، چې اسټرلیا پخوا سوځونکې دښته وه او هغه دښتې چې اوس هم پخپل حال پاتې دي، هماغه پخوانۍ هوا پکې چلېږي.

australia city under

Comments
Loading...