پلاره / پير محمد کاروان

0 436

ځلنده څراغه دنیا ډکه له غباره
بې له تا به پاتې په پېچومو یم په باره
زه به دې امسا یم ته وهه راسره لاره
ما له دعا پرې نه ږدې چې ورک به شمه پلاره
»»»»»
زه خو ستا د نیمو شپو په ویښه دعا پایم
ما د ښاپېرو جامې اغوستې په هوا یم
هر څو که له خپله ځانه ورک او ناپیدا یم
ته چې ایله موسک شې زه به چیغې کړم چې دا یم
یه زما د مینې د سندرو یکه زاره
ما له دعا پرې نه ږدې چې ورک به شمه پلاره
»»»»»»»
ستا په وس به نه وې کنه تا خو اغوستې راته
ښکلې د ګلونو له وږمو جوړې جامې راته
اخ سړوکی سیوری وې د ټکندې غرمې راته
کلي کې به ګل نه ؤ خو تا به را نیوې راته
تکې سرې ګلپاڼې د مچیو له کتاره
ما له دعا پرې نه ږدې چې ورک به شمه پلاره
»»»»»»

تا د ژوندانه د سیپارو توري را وښودل
زه اخیستی شپو، تا د رڼا لوري را وښودل
تا په شمار د ګوتو د آسمان ستوري را وښودل
مړ مه شې جانانه زما ، مړ مه شې بیماره
ما له دعا پرې نه ږدې چې ورک به شمه پلاره
»»»»»»»
تا راته غنم رېبل او زه د ګل په پولو ناست
پښه دې خوږ په دروزو وه ، زه څنګ ته د غاټولو ناست
خوا کې په خندا د بلبلانو سندربولو ناست
ستا خوږو ټپو ته وم خوشحاله بې همځولو ناست
خدای مې دې بې تا نه کړي د مینې ښکلا یاره
ما له دعا پرې نه ږدې چې ورک به شمه پلاره
»»»»»»»
جار زما رنځوره له زګېرویو دې قربان شم
کاش چې شم انار درته ارمان چې دې درمان شم
بیا چې راته روغ شې زه به بیا له سره ځوان شم
پرې مه شې زما د زړه د سوي رباب تاره
ما له دعا پرې نه ږدې چې ورک به شمه پلاره

۹ حمل ۱۳۹۳ کابل

Comments
Loading...