“له زمانې سره یو ځای”

سليمان لايق

0 56

تښتي شپې او ورځې زېږي نوې زمانې
ځغلي زما له خولې ورسره سمې ترانې
لېږم له هر گام سره لښکر د ارمانونو
ساتمه راتلونکو ته د رزم نشانې
لوبم لکه باد د سباوون د یار په زلفو
غواړم ماتولو د ځنځیر ته بهانې
هر آواز چې جگ شو د مردانو له مرۍ نه
رېږدي یې له زوره زړې شوې بتخانې
راشئ چې د میو دریابونه را روان کړو
نوي یاران نه مستوي دغه میخانې
ځغلم د زمان له قافلو سره په مخه
و دې کړي رقیب څه یې چې خوښه وي کانې
سر که رانه پرې شو ما بخشلی دی په جنگ کې
نه کړي سربازان له دښمنانونه مانې
لري کړه صیاده دا عبث دامونه لومې
زه یرغلې باز یم روږدی نه یم په دانې
هرې زلزلې سره په غرونو د وطن کې
زما د زړه له اوره پورته کېږي زبانې
مه یې ویروه (لایق) د سر په سودا نه دی
هسې خداېږو غواړي سربازۍ ته بهانې

Comments
Loading...