غریب شهزاده – فولکلوریکه کیسه

0 372
ژباړن : عطا محمد میاخېل
   یو پاچا درې زامن لرل. یوه ورځ پاچا خپل زامن را وغوښتل او ورته وې ویل : زامنو ! زه غواړم یوه موضوع له تاسو سره شریکه کړم. زامنو یې په درناوي وویل : پلاره امر وکړه ! پاچا وویل : زامنو ! تاسو ته بهتره معلومه ده، چې زه سپین ږیر شوی یم، ژر یا وروسته له دې دنیا څخه تلونکی یم. تاسو ته زما نصیحت دادی، کله چې زه مړ شوم، نو تاسوبه په وار سره یوه ـــ یوه شپه زما قبر ته راځئ او تر سهاره به هلته پاتې کېږئ .    زامنو یې د خپل پلار په وړاندې د هغه نصیحت د زړه له کومې ومانه او ډاډ یې ورکړ، چې د هغه دا غوښتنه به حتماً پر ځای کوي . له ورځو یوه ورځ پاچا ناروغ شو او له څو ورځو ناروغۍ وروسته بالاخره له دې نړۍ سره یې د تل له پاره مخه ښه وکړه . زامنو یې وروسته له دې چې خپل پلار یې خاوروته وسپاره او د هغه د فاتحې مراسم یې پرځای کړل، په ډېره غوسه کورته راغلل. کله چې شپه شوه. دوه وروڼه په دې هیله وو، چې مشر ورور به یې لومړۍ شپه د پلار قبر ته ورځي او هلته به تر سهاره پاتې کېږي، مګر مشر ورور دویم ورور ته وویل : ورور جانه ! زه ډېر ناروغه یم . نن شپه ته پر قبر تېره کړه . دویم ورور هم یو څه بانه کړل او وې ویل : زه هم نه شم تللی. بالاخره کوچنی ورور اړ شو، چې د وروڼو پرځای درې شپې د پلار پر قبر تېرې کړي .
  لومړۍ او دویمه شپه پرته له کومې پېښې تېره شوه، مګر درېیمه شپه کله چې هغه د خپل پلار پر قبر ناست و، په ناڅاپي ډول هوا تیاره شوه او وروسته له دې د تالاندې او برېښنا شدید غږونه یې تر غوږو شول . په دې وخت کې یو وېرونکی غږ یې واورېده، چې ویل یې : د آدم زاد بوی، د آدم زاد بوی، د آدم زاد بوی. د پاچا زوی د دې غږ په اورېدو ډېر وډار شو او ژر یې ځان د خپل پلار د قبر تر شاه پټ کړ، ګوري چې یو دېو د ده خواته را نیږدې کېږي، د پاچا زوی خپل جرآت له لاسه ور نه کړ، پټ ـــ پټ راغی، ټوپ یې کړ او دېو یې د شاه له وېښتانو ونیوه او هغه یې د خپلو پښو لاندې ټیټ کړ، د پاچا زوی له ځان سره وویل: یوازینی شی، چې دېو تسلیمولی شي، هغه له وېښتانو نیول دي . دېو چیغې کړې او وې ویل : د حضرت سلیمان (ع) پر غمي دې زما قسم وي، چې زه به له تاسره نېکي کووم او تاته به زیان نه رسوم، ما خوشې کړه .
  هلک دېو خوشې کړ او دېو هم خپل شپږ تاره وېښتان را وشکول، د پاچا زوی ته یې ورکړل او ورته وې ویل : هر کله چې له کومې ستونزې سره مخامخ کېدې، نو له دې وېښتانو څخه یو یې وسوزوه، ژر تر ژره زه پیدا کېږم او له تاسره به مرسته کووم. دېو د دې خبرې په کولو د هلک له سترګو پناه شو .
  د ویلو وړده، چې د پاچا دوه نور زامن ډېر بېکاره او ټنبل ول، هغوې په ډېره کمه موده کې د دولت هرڅه له بربادۍ سره مخ کړل، نو خلکو هغوی له پاچاهۍ څخه لرې او له هېواد څخه یې بهر کړل او د هغوی پرځای یې یو بل کس د خپل پاچا په حیث وټاکه. وروڼو یې خپل هېواد پرېښود او بل ځای ته لاړل، له یوه اوږده سفر وروسته، په داسې حال کې، چې ستړي و ستومانه ول یوه بل ښار ته ورسېدل، خپلې خېمې یې ودرولې او ویده شول .
  په دې ښار کې یوه پاچا ژوند کاوه، چې درې  ښایسته لورګانې یې لرلې. دې نجونو اعلان وکړ، چې له هغه چا سره به واده کوي، کوم چې د دوی شرطونه پوره کړي . شرط دا وو چې هغه ځوان کولای شي، چې د پاچا له یوې لور سره واده وکړي، کوم چې په آس باندې  سپور وي او خپل آس سرچپه د یوه برج په څلوېښت پوړیو ور وخېژوي او د برج پر سر چې کومه طبله ایښې، هغه دې وډنګوي، وروسته دې په خپل آس سپور بېرته را ښکته او بېرته دې خپلې ماڼۍ ته راشي، له دې وروسته به د پاچا له لورګانو څخه یوه یې له هغه سره واده وکړي. د لومړي پاچا درې زامن، چې تازه دې ښار ته راغلي ول، د پاچا د لورګانو له له دې اعلان څخه خبر شول، دوه مشرانو وروڼو خپلې ښکلې جامې واغوستې او په خپلو آسونو سپاره شول، تر څو په دې لوبه کې ګډون وکړي، کله چې د لوبې ځای ته ورسېدل، په هغه ځای کې یې واورېدل، چې د دې ملک پاچا اعلان کړی: د لوبې هر ګډونوال، چې بایلونکی شو، نو په دار به وځړول شي؛ هغو دوه وروڼو لیدل، چې د لوبې ګډونوال له لسو نه تر پنځلسو پوړیو څخه زیات نه شي تلی، بېرته را ګرځي او له بدې پایلې سره مخ کېږي.   هغوی دغه راز د ډېرو ځوانانو جسدونه ولیدل، چې په دار ځړول شوي وو، نو جرآت یې ونه کړه، چې په لوبه کې ګډون وکړي. یوه ورځ کوچني ورور یې خپلو مشرانو وروڼو ته وویل ، چې هغه غواړي په دې سیالۍ کې ګډون وکړي، مګر وروڼو یې ور پورې وخندل او هغه یې مسخره کړ. هغوی ورته وویل : تر هر څه مخکې، ته سمې جامې نه لرې، دویم داچې ته آس نه لرې، نو څه ډول کولای شې، چې په دې سیالۍ کې ګډون وکړې؟ له دې وروسته هغوی له کوره ووتل او خپل کوچنی ورور یې په کور کې یوازې پرېښوده. له دې وروسته، چې کوچني شهزاده خپل کار پای ته ورساوه او خواړه هم پاخه شوي وو، هغه د دېو یو وېښته را واخیست او هغه یې وسوزاوه، نو دفعتاً یو ښایسته آس، چې ښکلې جامې پرې بار وې په وړاندې یې را ښکاره شو، آس شهزاده ته نیږدې ودرېده، هغه جامې را واخیستې، وایې غوستې، خپل وېښتان یې ږمنځ کړل، پر آس سپور او د سیالۍ د ډګر په لوري روان شو .
  کله چې هغه ، هغه ځای ته ورسېده، نو خلکو فکر وکړ، چې له بل ښاره شهزاده راغلی دی . هغوی ورته لاره خلاصه کړه، هغه مخامخ خپل آس د پوړیو په لور بوته او د پوړیو تر پایه پورته شو، طبله یې وډنګوله ، بېرته را کوز شو او لاړه . وروڼو یې هغه ونه پېژانده .  کوچنی شهزاده کورته راغی خپلې جامې یې بدلې کړي، هغه یې  پر آس واچولې او له کومې لارې چې آس راغلی و، بېرته یې په همغه لاره ولېږه . مخکې تر دې چې وروڼه یې را ورسېږي خپلې زړې جامې یې واغوستې او له اور سره نیږې کېناست .
   کله چې هغوی یې تر څنګ کېناستل، نو کوچني ورور یې ترې وپوښتل : نن سیالۍ چا وګټله ؟ هغوی ځواب ورکړ : پوښتنه مه کوه، یو شهزاده راغی د سترګو په رپ سره د برج په ټولو پوړیو ور وخوت، طبله یې وډنګوله او بېرته را ښکته شو .
  کوچني شهزاده وویل : کاشکې زه هم له تاسو سره تللی وای .
  وروڼو یې یو ځل بیا پورې وخندل او مسخره یې کړ. په دویمه ورځ دواړو وروڼو بیا پرته له دې، چې کوچنی ورور له ځانه سره بوځي د لوبې محفل ته ورغلل، کوچنی شهزاده یو بل وېښته وسوزاوه او دفعتاً یو سور آس سره له یوه جوړه ښکلو نصواري جامو، چې پرې پرتې وې په وړاندې یې ښکاره شو، هغه جامې واغوستې او مخامخ د سیالۍ د میدان په لوري لاړه .
  دا ځل بیا هم، هغه چې د خپل آس شاه یې چې د پوړیو په لور وه پر برج ور وخوت، طبله یې وډنګوله او بېرته په بریالیتوب سره را کوز شو او لاړه. بیا هم  مخکې تر دې چې وروڼه یې را ورسېږي، په بیړه کور ته راغی، خپلې نوې جامې یې د آس پر زین کېښودې او یو ځل بیا چې آس له کومه ځایه راغلی وو بېرته همغه ځای ته ولېږه. کله چې وروڼه یې کورته راغلل او هغه په داسې حال کې، چې زړې جامې یې پرتن وې، هغوی ته په انتظار ناست و هغوی ډېر خواشیني ول او له ځان سره یې ویل، چې نن یو بل شهزاده سیالۍ وګټله . کوچني ورور بیا عذر او زار وکړې او ورته وې ویل :  یوازې یو ځل ما د مسابقې  میدان ته له ځانه سره بوځئ. کېدای شي دا سیالۍ زه وګټم. وروڼو یې په ځواب کې وویل : دا نو څنګه امکان لري، چې ته سیالۍ وګټې، په داسې حال کې، څو ورځې کېږي، چې موږ هلته ځو، مګر سیالۍ ته د نیږدې کېدو جرآت نه لرو .
درېیمه ورځ هم وروڼو یې پرته له دې، چې خپل کوچنی ورور له ځانه سره بوځي د سیالۍ ډګر ته لاړل. ځوان او غریب شهزاده درېیم وېښته را واخیست او وې سوزاوه. بیا هم یو نصواري آس چې یوه جوړه نصواري جامې یې پر زین یې ایښې وې په وړاندې یې حاضر شو، بیا هم د تېرو ورځو په څېر، هغه پر آس کېناست او د سیالۍ ډګر ته لاړه . داځل هغه په ډېر شان و شوکت خپلو وروڼو ته، چې په یوه ګوښه کې ولاړ ول ورغی او ټوله کیسه یې هغوی ته وکړه، وروڼه یې له هغه کاره ډېر شرمنده او خجالت شول، کوم چې د خپل کوچني ورور په حق کې یې ترسره کړی وو، هغوی له خپل ورور څخه بښنه وغوښته او ژمنه یې ورسره وکړه، چې له دې وروسته به له هغه سره ښه رویه کوي . ډېر ژر په ښار کې دا آوازه خپره شوه، چې ډېر ژر به د پاچا درې لور ګانې له هغو درې وروڼو سره، کوم چې د برج ختلو په سیالۍ کې بریالي شوي واده وکړي، درې واړه وروڼه د پاچا ماڼۍ ته ورغلل، پاچا د دوی ډېر ښه استقبال وکړ او هر ورور د پاچا له یوې لور سره واده وکړ. هر یوه ځانته یوه ماڼۍ جوړه .
Comments
Loading...