راپور: د چاپیریال ککړوالئ په پرمختیايي نړۍ کې د وژلو مخکښ لامل دئ

0 47

څیړونکئ: الیکسس پترو

ژباړونکئ: محمد عارف رسولي

یوازې تر هغه وروسته چې سنبایو مبنګو د خپلو لسوماشومانو څخه د پنځو مرګ ولید هغه پوه شوه چې مجرم څوک دئ: د هغې دنده وه چې له کارول شوو بټریو څخه به یې په لاسو سرب راایستل. دې سنیګالۍ مور د خپلو تنکیو ماشومانو مړینه ولیده، هغوي ټول له دې وروسته چې دې د زهري موادو د بیا ګټې اخیستو وظیفه پیل کړې وه زیږیدلي وو، په هغوي ناڅاپي ناروغۍ راتلې او ترډېرو سختیو وروسته مخکې له دې چې دوهم کال یې پوره شي مړه کیدل.

په خواشینۍ سره د مبنګو د ماشامانو مړینه کومه نا اشنا خبره نده. د چاپیریال ککړتوب (Pollution) په بیوزلو یا کمو عوایدو لرونکو او د منځنۍ کچې په ملکونو کې ستره ستونزه ده. د ککړوالي او صحت په اړه د نړیوال اتحاد په نامه سازمان د راپور له مخې، د چاپیریال ککړوالئ د بشري مړینو  مخکښ لامل دئ. دا سازمان Global Alliance on Health and Pollution (GAHP) نومیږي چې غړي یې نړیوال بانک، دکولمبیا د پوهنتون د ځمکې انستیتیوت، دملګرو ملتونو زیات سازمانونه او ډېر ملي حکومتونه دي.

ددې راپور له مخې، په ۲۰۱۲ ز کال کې، د چاپیریال ککړتیا – د خاورې، اوبو، او دواړو کور دننه او د کوره بهر د هوا د ککړوالئ په بیوزله هیوادونوکې د ۸.۴ ملیونه انسانانو د مرګ لامل شوی دی. دا ککړوالی د ملیونونو بیوزلو خلکو په پټه خوله وژونکی بلل شوی دی. دا د مړینې شمیره  د هغومړینو له شمیرې څخه چې د ملاریا، ایډز او نري رنځ (توبرکلوز) له کبله په مرکب ډول رامنځته شوي دي دری ځلې زیاته ده. ملاریا ۶ لکه کسان، ایډز ۱.۵ ملیونه کسان او نري رنځ ۹ لکه کسان په ۲۰۱۲ کال کې ووژل.

راپور وایي چې د ابولا د ویروس له امله په افریقا کې ۸ زره کسان مړه شول چې امریکایي قانون جوړونکي یې په خپلو جامو کې ولړزول، او ډېرې ملي اړینې مسئلې یې هیرې کړې.

دنړۍ په کچه، د چاپیریال ککړوالی د ۸.۹ ملیونه انسانانو په وژنه پړ دی – یا په نړیواله کچه د له هر ۷ کسانو څخه د ۱ کس د مړینې لامل دی. خو ۹۴ سلنه د ککړتیا زور د ټیټې کچې عوایدو لرونکو هیوادونو په خلکو ورځي: څوک چې د راپور له مخې ترټولو لږ د چاپیریال د ککړتیا په وړاندې د مقابلې وړتیا لری.

راپور کاږي، د چاپیریال د ککړتیا له امله د مخ پرودې هیوادونو د  ۸.۴ ملیونه وژل شووکسانو ترټولوستر لامل د هوا ککړوالی وو. څلور څلویښت سلنه مړینه دکور د ننه هوا د ککړتیا له کبله وه، لکه د پخلي لپاره دنغري له کبله چې هوا ککړوي، ۳۸ سلنه وژنه د ازادې هوا د ککړوالي له کبله وه چې په هغو کې هغه زرات چې د بریښنا د تولید له فابریکو، د وړو موټرو او لاریوڅخه راپیداکیږي شامل دي. د خاورې او خوراکي توکو ککړتیا د درنو فلزاتو له کبله چې د صنایعو او معدنکارۍ له کبله رامنځته کیږي په ۱۰ سلنه مړینې پړ وو په داسې حال کې د ځایي اوبو سیستم، چې د ښاري ککړو اوبو (Sewage) او د صنعتي فاضله موادو له کبله منځته راځي ۸ سلنه وو. سرطان، مغزي حمله، دزړه او دتنفسي ناروغیو منځته راتلل ځینې هغه وژونکې صحي شرایط دي چې کله انسانان د چاپیریال له ککړتیا سره مخ شي منځته راځي.

د (GAHP) د سازمان موندنې د نړیوال روغتیايي سازمان (World Health Organization) د شمیرو له مخې چې د هوا او اوبو د ککړوالي په هکله وې، او یا خپله دسازمان دخپلو هغو ارزونو په اساس وې چې د زهري، کیمیاوي او صنعتي اضافي موادو په هکله  یې د ټیټې کچې په عوایدو لرونکو هیوادونو کې کړې وې.

د (GAHP) سازمان غړي ویره لري چې د ملګرو ملتونو د دوام لرونکې پرمختیا د موخو (Sustainable Development Goals, (SDGs)، یا د سازمان د پرمختیايي مرستو پلان به د راتلونکو ۱۵ کلونو لپاره و نه توانیږي چې د چاپیریال د ککړتیا سمه غمه وخوري.

فرناندو لوګریس د اروګوای صفیر اود بهرنیو چارو مرستیال وزیر په یوه بیانیه کې وویل: څرنګه چې داموخې یا SDGs به ټاکي چې نړۍ په راتلونکو ۱۵ کلونوکې وکومو ځیزونو ته پام او مالي مرسته وکړي. نو دا خبره چې نړۍ ټولو چاپیریالي ککړتیاوو ته پام وکړي خورا اړینه ده. ستونزه داده چې اوسنۍ پراختیایي موخې (SDGs) یوازې د هوا  ککړوالئ یادوي او نور لکه د کیمیاوي موادو او رنګارنګه فاضله موادو ته پاملرنه نه کوي. پرمختیايي موخې یا (SDGs) به اجندا ټاکي نو باید سمې وې. موږ ته اړینه ده چې د چاپیریال ککړتیا ته پوره پاملرنه وکړو.

راپور وایي چې مالي مرستې اړینې او مهمې دي. په ملیاردونه ډالره نړیوالې مرستې چې د حفظ الصحې، ملاریا، توبرکلوز او ایډز لپاره پکاریږي د پرمختیایي هیوادونو د روغتیا د ښه والي په برخه کې یې زیاته ګټه رسولې ده. د امریکې متحده ایالاتو او نورو شتمنو هیوادونو د ژوند د ترټونکو چاپیریالي ککړتیاوو د سرچينو مخه د قوانینو، مقرراتو او تکنالوجۍ  په مرسته ډب کړې ده او اوس ورته اړتیا ده چې خپله کارپوهنه و نورو د کمو عوایدو لرونکو هیوادونو ته ولیږدوي چې هغوی هم دا کار وکړي.

د GAHP راپور کاږي: مګر ولې باید شتمن ملکونه په پرمختیايي هیوادونو کې د چاپیریالي ککړتیاوو په هکله تشویش ولري؟ ځواب دادی چې د بشریت اقتصاد نړیوال دی او ککړتیاوې هم نړیوالې دي.

ککړه هوا د نوو صنعتي شوو هیوادونو څخه د باد په مرسته ستاسو شتمنو ملکونو ښارونو ته هم مخه کولای شي; له معدنکارۍ او د ډبرو د سکرو له فابریکو څخه سیماب هغو کبانوته چې تاسو يې په دسترخوان ږدئ لاره موندلئ شي; آرسنک او نور زهري مواد به ستاسو په وریجو او نورو غذایي توکو کې هم راښکاره شي. له دې کبله، په پرمختیایي ملکونو کې د چاپیریال د ککړتیا غمه خوړل ممکن نه یوازې د مبنګو د کورنیو د روغتیا ښه اثر وکړي ; دا کار ممکن ستاسو روغتیا هم وساتي.

Comments
Loading...