افراطیت، زیان او مخنیوی یې/ګلاب شاه ګلاب

 

د نورو ټولنیزو ښکاروندو په شان افراطیت هم ښایي بیلابیل تعریفونه ولري او هرڅوک په خپل اند او انګیرنه د هغه په اړه اخیسته ولري، خو د ژوند تجربې او مطالعې پر بنسټ د افراطیت په اړه زما اخیسته اونګېرنه داده چې: «د بدلون له پاره د افرادو او ډلو په فکر او عمل کې شدت، نه زغم او زورزیاتی ته افراطیت ویل کېږي چې د ټولنیز ژوند بېلابېلو برخو کې راڅرګندېدی شي.»

افراطیت په بېلابېلو قالبونو کې تعریفېدی شي، ښایي د قوم پالنې، دیني او دین ضد ایدیولوژي، فلسفي افکارو، طبقاتي دریځ، سیمه ییزې، ژبنې لوړتیا غوښتنې او توکمپالنې په بڼه راڅرګند شي. په دې مانا چې یو کس یا یوه ډله خپل قوم، ژبه، توکم، سیمه، دین، مذهب  فلسفه، ایدیولوژي یا بله ګروهه دومره په حقه، سپیڅلې او لوړه وګڼي چې ورته هیڅ بله هغه نه سیاله، نه په حقه او نه هم د زغم وي او چمتو وي د خپل لوريله پاره د بل او هم خپله وینه تویه کړي او په دې لار کې هر ډول کړنه روا او پرځای وګڼي.

د افراطیت ستونزه او زیان په دې کې دی چې افراطي کس یا افراطي ډله هر څه په مطلق ښه اوبد، دوست او دوښمن، تور او سپین، خپل او پردي، حق او ناحق ویشي درېیمه او منځنۍ لار یا حالت نه مني.

د بېلګې په توګه د نازیانو له نظره د جرمني توکم د نړۍ ترټولو غوره او لوړ توکم دی او نور توکمونه تر هغه ټیټ دي نو ځکه خو باید د جرمني واکمني ومني له دې پرته باید له منځه یووړل شي، همدا انګېرنه او فکر او د دویمې نړیوالې جګړې لامل شو چې په پایله کې یې له پنځوس میلیونه زیات انسانان ووژل شول. دغه راز، د کمونیستانو له نظره یوازې د دوی ایدیولوژي سمه، علمي او په حقه ده، بل هر ډول فکر ارتجاعي، ناسم، بورژوازي او ولس دوښمنه دی او باید نابود شي. د همدغه فکر پر بنسټ په پخواني شوروي اتحاد کې ۵۰ او په چین کې ۷۰ میلیونه انسانان  ووژل.

دغه راز، لرې نه به افغانستان کې کیڼو او ښي افراطیونو هېواد په داسې ناورین واړولو چې تر ننه له بې ګنا افغانانو قرباني اخلي. کیڼو افراطیونو د پاکو جامو اغوستلو او لمونځ کولو ددوی له اند جرم انسانان له خاورو لاندې کړل او ښي افراطیونو د ږیرې خرېیلو، د ښوونکي دندې درلودلو او ښوونځیو ته تلو د دوی له انده کفر له امله انسانان له غره راورغړول او یا یې په نورو بڼو له منځه یووړل.

له بده مرغه د افراطیت ستر او مهم مرکزونه هم پخوا او هم اوس اکاډمیک مرکزونه، د لوړو او نیمه لوړو زده کړو موسسې وې او دي.  

همدا اوس د کابل بوهنتون په ګډون د هېواد ډېر پوهنتونونه د افراطیت پر مرکزونو او روزنځایونو بدل شوي دي.

د څېړنو له مخې د لوړو زده کړو موسسو کې د افراطیت خورېدو او پیاوړتیا لاملونه د ځینو استادانو افراطي لیدلوری، د رسمي او نارسمي افراطي ډلو فعالیت، په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو له حضوره د تبلیغاتي وسلې په توګه د ځینو رسمي او نارسمي افراطي ډلو ګټنه په تېره هغه وخت چې د دغو ځواکونو په عملیاتو کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واوړي، بې وزلي، ټولنیزه او اقتصادي نابرابري، د اعتدال خوښو کسانو تیت او پرک والی او اعتدال خوښو سیاسي سازمانونو نشتوالی یا کمزورتیا، د ښاري او کلیوالي کلتور او دود ترمنځ ټکر، د افراطي ډلو فعالیت او ان بهرنیو استخباراتي شبکو لمسون او ملاتړ ښودل شوي دي.

داسې مالومات هم ترلاسه شوي چې افراطي رسمي او ناقانونه ډلې په پوهنتونونو کې تر ډېره احساساتي او شرخوښي ځوانان چې ټول نه بلکې ډېر یې له کلیوالي او لرې پرتو سیمو راغلي جلب او د لارې مل ګرځوي. دغه ځوانان چې له یو څه ناڅه تړلي او دودپاله چاپېریاله په یو ځلي پرانیسي او نااشنا چاپېریال کې ځان ویني، نوي چاپېریال ته منفي غبرګون ښیي په تېره چې دغه ځوانان له بې وزله او محرومو کورنیو راوتلي وي. دغو کسانو ته نجونو لوڅ مخ ګرځېدل، له هلکانو سره په یو ټولګي کې زده کړه په تېره چې د ځینو نجونو جامې ورته له دود او کلتور لرې یا د دوی په اند غیرشرعي وبرېښي یا له پردیو هلکانو سره د نجونو خبرې ویني او اوري نو بیا دغه حالت ته غبرګون ان که قهرجن هم وي خپل فرض ګڼي په تېره چې دا کړنې یې د ځینو ټولګيوالواو ان استادانو له هرکلي سره مخ شي، په ځانګړې توګه هغو تولګیوالو او استادانو چې د قانوني یا ناقانونه افراطي ډلو غړیتوب لري او ددغه ډول کسانو ښکار ته لا واردمخه څارو او په کمین کې ناست وي.

د محصلینو لیلی افراطي ډلو جلب وجذب له پاره ښه او خوندي ځایونه دي، دا ځکه چې هلته محصلین له یو بل سره د ناستې ولاړې او خبرو اترو له پاره ډېر وخت لري.  

قانوني او ناقانونه افراطي ډلې د دیني او مذهبي ورځو په مناسبتونو نمانځنې لکه میلاد النبي، عاشورا یا نورو په پلمه د نامالومو سرچینو، سوداګرو او پانګوالو په مالي مرسته او یا خپله له استادانو، محصلینو او خلکو پر راټولې شوې چاندې د قران کریم ختمونه او غونډې جوړوي چې له هغو د عبادت پرځای د افراطي فکر خورولو له پاره ګټه اخلي.

د افراطیت بې اغیزې یا کمزوري کولو په موخه اړینه ده چې:

په پوهنتونو کې دې یو ځانګړی جوړښت رامنځته چې په منظمه توګه محصلینو په تېره نویو محصلینو د مدني ارزښتونو، زغم او یو بل منلو، جنسیتي برابري او دمکراتیکو ارزښتونو په اړه منظم او د کلتوري او فرهنګي پروګزامونو، غونډو او سیمینارونو له لارې مالومات ورکړي.
د محصلینو داسې کلتوري، ټولنیز او هنري سازمانونه او بنسټونه جوړ او پیاوړي شي چې د افراطي ګروپونو فعالیتونو سره توله برابره کړي البته دا په دې مانا نه ده چې د محصلینو ترمنځ د فکري او فزیکي ټکرونو زمینه برابره نه کړي.
په لیلیو کې مدني فعالیتونو او ان استخباراتي فعالیت ته جدي پام خورا اړین دی ځکه پخوانیو تجربو ښودلې چې ښي او کیڼو افراطیونو په پخوا کې ډېر جلب او جذب په لیلیو کې کړی دی.
له هغه ځایه چې قانوني او ناقانونه افراطي ډلې په سازماني بڼه فعالیت کوي یانې د یادو ډلو سازمانونه محصلین جلب او جذبوي چې له تردید پرته سازماني فعالیت د ځانګړو او تیت پرک کسانو او ډلو په پرتله اغیزمن دی نو ځکه خو نه یوازې رسمي بنسټونه بلکې اعتدال پلوي سیاسي ګوندونه هم باید په پوهنتونو کې فعال او خپلې منځ لارې، دمکراتیکې او مدني کړنلارې محصلینو ته ورسويمحصلین جلب او جذب کړي او له دې لارې د افراطي کړنلارو یکه تازي مخه ونیول شي.
ان که شونې وي په خپله دولت د محصلینو مدني، دمکراتیک او دموکراتیک بنسټونه جوړ، پیاوړي او جدي ملاتړ یې وکړي.  

         

 

Categories: Uncategorized