Browsing Tag

ولي الله ملکزی

د ټیکري میرمن او د هګۍ هلک / ولي الله ملکزی

کله چې ایټالوي استعمار د لیبیا د دښتو زمری او د ولسي پاڅون سالار، عمر المختار د ۱۹۳۱کال په سپټمبر کې د اعدام په دړه ودرولو نو الوتکو ته قومنده ورکړل شوه چې ټيټې الوتنې وکړي. موخه داوه چې د المختار وروستۍ خبرې د هغو لسګونو زرو پلویانو غوږونو…

هیله / ولي الله ملکزی

هیله ژوند دی، هڅه ده او باور دی. هیله عشق دی، ساز دی، نغمه ده او تراڼه ده. هیله نیک شګون‌ دی، فال دی، اسره ده او سکون دی. هیله د ژوند،‌ ژوند کولو او ژوند بښلو ښکلی هنر دی. هیله د ځلا او رڼا داسی بڅرکی دی چې لمړی په زړه کې د ډاډ یو کوچنی…

سیاسي اخلاق /  ولي الله ملکزی

اخلاق، له پنځو ټکو جوړه دا کمکۍ کلمه، د کوه طور په څیر درنده او د شمشاد له دنګې څوکې، هسکه ده. ځای یی د زړونو په تل کې دی،‌ خو خوشبوي یی د مشکو او سرو ګلابو په څیر، په هر کور، ګور، ګودر، منبر، محراب، سټیج، لوژ او مورچل کې محسوسیږي. اخلاق د…

لاسوهنه / ولي الله ملکزی

 یو پر بل برلاسی، غلبه،‌ عجله، هوس، ځان ښودنه، د مقابل لوري کم راوستل، خپله خبره میره او د بل بابیزه ګڼل او د نورو په چارو کې لاسوهنه، د انساني فطرت یوه داسی نا اشنا غریزه ده چې له آدمه تر دی دمه ځموږ په وینه کې ځغلي راځغلي. کله چې موږ د…

رهبران وهي په بډه ؟! /ولي الله ملکزی

نن اتمه ورځ ده چې د امریکا په ټولو مهمو رسنیو کې د ویرجنیا ایالت  ګورنر،‌ ډاکټر رالف نارتم  نوم دومره ښکته پورته کیږي‌ لکه په ګرده نړۍ کې چې د ویلو او لیکلو لپاره نه کوم خبر شته او نه ناغیړه. په ۱۹۸۴ کال کې چې هغه لا د طب محصل وو‌ پخپل کلني…

هو، ژوند ښکلی دی ‫!! / ولي الله ملکزی

ژوند هڅه ده،‌ مینه ده او بدلون دی. ژوند احساس دی، ژمنه ده او رغون دی.  ژوند د فرصتونو، ازمیښتونو او غورزو پرزو ډ‌ګر دی. ژوند د هغه مزل نوم دی چې د پیدایښت له لمړۍ کړیکې سره پیل او د سلګۍ تر وروستۍ شیبې پوری د منزل په لټون پسې روان دی.  ژوند…

د ټولنیزو رسنیو ډولونه او خواږه ترخه/ ولي الله ملکزی

په ۱۷۰۲م کال کې په جرمني کې د اړیکې په نوم د لمړنۍ ورځپاڼې خپرول، په ۱۹۰۶ کې په امریکا کې په منظم ډول د راډیویي خپرونو پیل او په ۱۹۲۸ کې د تور او سپین او بیا په ۱۹۵۴ کال کې د ټلویزیون د پردې رنګه کیدل، په ورستیو دری سوو کلونو کې د ډیرو…

د جدي شپږمه، د شیشکو او بلاګانو مور / ولي الله ملکزی

د کرملین ماڼۍ چې په روسي ژبه کې د مزبوتې او برجه ورې کلا معنی لري‌، له تیرو پنځه نیمو پیړیو راهیسی لمړی د تزاري قیصرانو، بیا د لینن په مشرۍ د بلشویکانو او اوس د ولادیمیر پوټین د بی سیاله واکمنۍ سمبول ګڼل کیږي. دغه لرغونې او تاریخي ماڼۍ

مونږ مناظرې کوو او هغوئ د مریخ نندارې / ولي الله ملکزی

بیګاه شپه مې په یوټیوب کې یوه ډیره ناشنا ویډیو ولیدله. یو وړوکې غوندی ګومبزي تالار وو چې المارۍ یی له ډبلو ډبلو کتابونو او مخطوطاتو ډکې وې. پرمځکه یی شنې سطرنجۍ غوړیدلې او ګرد چاپیره نصواري رنګي بخملي توشکونه او تکیه ګانې ایښودل شوې وې.…

د رحمت او انسانیت معراج / ولي الله ملکزی

د حضرت محمد صلی االله علیه وسلم د میلاد د یوزرو څلورسوه درې نویمې مبارکې کلیزې په یاد او ویاړ. پداسی حال کې چې د عربي ټاپو وزمې په ختیز کې د فارس او په شمال کې د روم دوو سترو امپراطوریو وزر غوړولی وو او په لویدیز کې د حبشو ټولواک واکمن وو،…