سینما او هنر – DawatMedia24 https://www.dawatmedia24.com Sun, 26 Jul 2020 12:21:35 +0000 en hourly 1 https://wordpress.org/?v=5.4.2 https://www.dawatmedia24.com/wp-content/uploads/2020/03/cropped-logo-dm-3-32x32.png سینما او هنر – DawatMedia24 https://www.dawatmedia24.com 32 32 د سوشانت سېنګ د ژوند وروستی فلم نن خپرېږي https://www.dawatmedia24.com/%d8%b3%db%8c%d9%86%d9%85%d8%a7-%d8%a7%d9%88-%d9%81%d9%84%d9%85/%d8%af-%d8%b3%d9%88%d8%b4%d8%a7%d9%86%d8%aa-%d8%b3%db%90%d9%86%da%ab-%d8%af-%da%98%d9%88%d9%86%d8%af-%d9%88%d8%b1%d9%88%d8%b3%d8%aa%db%8c-%d9%81%d9%84%d9%85-%d9%86%d9%86-%d8%ae%d9%be%d8%b1%db%90%da%96/ https://www.dawatmedia24.com/%d8%b3%db%8c%d9%86%d9%85%d8%a7-%d8%a7%d9%88-%d9%81%d9%84%d9%85/%d8%af-%d8%b3%d9%88%d8%b4%d8%a7%d9%86%d8%aa-%d8%b3%db%90%d9%86%da%ab-%d8%af-%da%98%d9%88%d9%86%d8%af-%d9%88%d8%b1%d9%88%d8%b3%d8%aa%db%8c-%d9%81%d9%84%d9%85-%d9%86%d9%86-%d8%ae%d9%be%d8%b1%db%90%da%96/#respond Sun, 26 Jul 2020 12:21:35 +0000 http://www.dawatmedia24.com/?p=121830 تر ځانوژنې وروسته د هندي سينما د ځوان او مشهور لوبغاړي سوشانت سېنګ وروستی فلم نن ماښام خپرېږي. د هغه تر ځانوژنې وروسته پر ټويټر د هغه فلمونه او سندرې تر پخوا څو چنده وکتل شوی. لوی لامل يې د هغه په ژوند او فلمي کرکټر ځان پوهول و. د هندي سينما مينه وال وايي، […]]]>

تر ځانوژنې وروسته د هندي سينما د ځوان او مشهور لوبغاړي سوشانت سېنګ وروستی فلم نن ماښام خپرېږي.

د هغه تر ځانوژنې وروسته پر ټويټر د هغه فلمونه او سندرې تر پخوا څو چنده وکتل شوی. لوی لامل يې د هغه په ژوند او فلمي کرکټر ځان پوهول و.

د هندي سينما مينه وال وايي، (دِل بېچاره) فلم اوس يو عادي نه، بلکې ځانګړی هغه دی نو له همدې وجې يې مينه وال د خپرېدو شېبې شمېري.

(دِل بېچاره) فلم کيسه په مينه راڅرخي او د ځانګړي رول لوبولو له وجې په کې د هغه کردار ډېر مشهور دی.

د کرونا له وجې د فلم کتو لپاره په هند کې په سینماګانو بنديز لا هم پر ځای دې، خو د سوشانت فلم به په انلاين ډول خپرېږي.

سوشانت سېنګ نږدې يوه مياشت وړاندې پخپل کور کې ځانوژنه وکړه او لا يې هم د مرګ اصلي لامل نه دی روښانه، خو ډيپرېشن او په هندي سينما کې بې عدالتۍ يې ډېرو عوامل په ګوته کړل.

]]>
https://www.dawatmedia24.com/%d8%b3%db%8c%d9%86%d9%85%d8%a7-%d8%a7%d9%88-%d9%81%d9%84%d9%85/%d8%af-%d8%b3%d9%88%d8%b4%d8%a7%d9%86%d8%aa-%d8%b3%db%90%d9%86%da%ab-%d8%af-%da%98%d9%88%d9%86%d8%af-%d9%88%d8%b1%d9%88%d8%b3%d8%aa%db%8c-%d9%81%d9%84%d9%85-%d9%86%d9%86-%d8%ae%d9%be%d8%b1%db%90%da%96/feed/ 0
د استاد محمد عمر د څلویښتم تلین په مناسبت https://www.dawatmedia24.com/%d8%b3%db%8c%d9%86%d9%85%d8%a7-%d8%a7%d9%88-%d9%81%d9%84%d9%85/%d8%af-%d8%a7%d8%b3%d8%aa%d8%a7%d8%af-%d9%85%d8%ad%d9%85%d8%af-%d8%b9%d9%85%d8%b1-%d8%af-%da%85%d9%84%d9%88%db%8c%da%9a%d8%aa%d9%85-%d8%aa%d9%84%db%8c%d9%86-%d9%be%d9%87-%d9%85%d9%86%d8%a7%d8%b3%d8%a8/ https://www.dawatmedia24.com/%d8%b3%db%8c%d9%86%d9%85%d8%a7-%d8%a7%d9%88-%d9%81%d9%84%d9%85/%d8%af-%d8%a7%d8%b3%d8%aa%d8%a7%d8%af-%d9%85%d8%ad%d9%85%d8%af-%d8%b9%d9%85%d8%b1-%d8%af-%da%85%d9%84%d9%88%db%8c%da%9a%d8%aa%d9%85-%d8%aa%d9%84%db%8c%d9%86-%d9%be%d9%87-%d9%85%d9%86%d8%a7%d8%b3%d8%a8/#respond Tue, 09 Jun 2020 01:04:11 +0000 http://www.dawatmedia24.com/?p=119788 رباب د افغانی موسیقی یوه پخوانۍ آله ده چې خوږ غږ لری، خو زده کول یې ډیرې خوارۍ او مشق او تمرین غواړي. په تیره بیا له رباب سره پښتانه ډیره آشنایی لری، د پښتو زیاترو کلاسیک ادبیاتو کی  رباب یادونه  شوې ده.  څومره چې د رباب غږول د لوړ استعداد غوښتونکی دی، جوړول یې […]]]>

رباب د افغانی موسیقی یوه پخوانۍ آله ده چې خوږ غږ لری، خو زده کول یې ډیرې خوارۍ او مشق او تمرین غواړي. په تیره بیا له رباب سره پښتانه ډیره آشنایی لری، د پښتو زیاترو کلاسیک ادبیاتو کی  رباب یادونه  شوې ده.  څومره چې د رباب غږول د لوړ استعداد غوښتونکی دی، جوړول یې هم یو هنر دی. رباب له ځانګړی لرګي څخه جوړیږی، چی د هغه  چمتو کول باید څو پړاوونو څخه تیر شي، ضرورت دی. رباب په کابل او پېښوراو لاهور کې ډیر جوړیږی.  په زړه پورې ده چی یو امریکایی هنرمند هڅه کړی ده چې  له افغانی  رباب څخه په تقلید دساز اله جوړه کړی، چی څه ناڅه رباب سره ورته والی لري.  تر دې هم په زړه پورې  دا ده چی دامریکا یو پوهنتون یو افغان رباب غږوونکی امریکی ته ورغوښتی و چی هلته د رباب تدریس و کړی، دغه د رباب غږولونامتو استاد؛  محمد عمرخان نومید، خو هغه وروسته تر شپږو میاشتو خپل هیواد پسې خپه شو اوبیرته کابل ته راغی. استاد محمد غمر څوک و؟

  استاد محمد عمر رباب غږوونکی د کابل د خراباتیانو څخه یوه نامتو او خلکو ته ګرانه څیره ده، هغه د محمد ابراهیم زوی و چې په ۱۲۸۴ ل. کال  یې د کابل د زاړه ښار د باغبان کوڅې په سیمه کې نړۍ ته سترګې پرانیتسی دی. پلار یې د خپل مهال نامتو رباب غږوونکی او د طبلې استاد و، نو ځکه یې زوی محمد عمر له هماغه کوچنیوالي څخه، له هغه مهاله چې لا نه کلن و، تر روزنې لاندې ونیو، وروسته بیا محمد عمر د خپل تره زوی محمد ایوب سره نوره زده کړه وکړه او یو وخت یې د سندرو ویلو هیله پیدا کړه، نو ځکه له آقا محمد( د استاد موسی قاسمي پلار) سره شاګرد شو، بیا له استاد قاسم سره شاګرد شو او سندرې یې ویلې چې ډیرو خلکو وپیژاند. کله چې په ۱۳۲۰ ل. کال کې کابل راډیو جوړه شوه، نو له دغې راډیو سره یې کار پیل کړ. په لومړیو وختونو کې یې سندرې ویلې، وروسته یې د رباب په غږولو پیل وکړ، او د ژوند تر پایه یې  له بیلابیلو سندرغاړو سره رباب غږولی دی. د نومړی د رباب ځانګړی کسیتونه اوثبت شوې فیتې  د رایدو افغانستان په ارشیف کی شته. له دې امله چې  د راډیو افغانستان د فعالیت په لومړیو کلونو کې( له نن څخه ۶۵-۷۰ کاله مخکې) د غږ د ثبت او ضبط وسایل نه و موجود، نو ځکه او س د استاد محمد عمرکومه سندره په واک کې نشته،  خو له هغه وروسته چی د ضبط او ثبت وسایل ایجاد شول، درباب ډیر خوږی نغمی یی هم راډیو او هم تلویزیون کې لرو. محمد عمر خان وروسته تر څه مودې سندرې ویل پریښودل، یواځې رباب غږولو ته یې دوام ورکړ. په دې هنر کې یې پوره مهارت وموند او درباب د پاچا لقب یې ترلاسه کړ. هم یې یواځې رباب غږاو او هم یې د راډیو په ارکستر کې له هنري ډلې سره رباب غږاو. او په دې تو ګه  د محمد عمر ربابي نوم ټولو وپیژاند. په ۱۳۲۸ ل. کال کې د ساز او آواز یو شمیر نامتو استادان لکه استاد قاسم، استاد غلام حسین، استاد معراج الدین، استاد نبي ګل او استاد چاچه محمود وروسته تر یوې کره ارزونې څخه استاد محمد عمر ته د استادۍ د لقب وړاندیز وکړ چې لوړو مقاماتو ومانه او منظورشو.

  استاد محمد عمر د رباب غږولو ترڅنګ، ګڼ شمیر شاګردان هم وروزل، په سندرو ویلو کې دده په شاګردانو کې یو یې نامتو هنر مند امیر محمد و ، خو د رباب غږولو په برخه کې یې نور په سلګونو تنه روزلي دي، استاد محمد عمر نه یواځې دا چې په افغانستان کې خپلو هیواد والو ته رباب ورزده کړ، بلکې یو شمیر بهرنیانو ته یې هم دغه هنر ور وښود لکه د تاجکستان د دوشنبې یو شمیر هنرمندان او د امریکا د واشنګټن یو شمیر هنرمندان. د رباب پاچا (استاد محمد عمر) بهر ته هم یو شمیر سفرونه کړي دي: اته ځله شوروي اتحاد ته تللی وو، شپږ ځله ایران ته، څلور ځله هندوستان ته، یوځل پاکستان ته، یو ځل یوګوسلاویا ته، یو ځل چین ته او یو ځل د امریکې متحده ایالاتو ته تللی و چې په دغو ټولو سفرونو کې یې خپل هنر ډیر ښه ځلولې . نوموړی یو شمیر جایزې او مډالونه هم ترلاسه کړي وو. درې مطبوعاتی جایزې او یو د سرو زرو مډال یې ګټلی دی. په خواشینۍ سره باید وویل شي چې د ده د ډیرو زیاتو پارچو څخه  اوس د راډیو- تلویزیون په آرشف کې یواځې شل نغمې شته او نورې په واک کې نه لرو.

   ارواښاد استاد محمد عمر د ۱۳۵۹ل. کال د جوزا(غبرګولي) په ۲۱ مه نیټه وفات شو اوپه هغه سبا یې د جنازې لمونځ ادا او د شهدای صالحین په هدیره کې، چې د هغه وخت ګڼ شمیر رسمی چارواکی او د خرابات د ګذر ډیر زیات خلک او د رادیو تلویزیون یو شمیر هنرمندان جنازی ته ورغلی وو،  په درنښت سره خاورو ته وسپارل شوه.

]]>
https://www.dawatmedia24.com/%d8%b3%db%8c%d9%86%d9%85%d8%a7-%d8%a7%d9%88-%d9%81%d9%84%d9%85/%d8%af-%d8%a7%d8%b3%d8%aa%d8%a7%d8%af-%d9%85%d8%ad%d9%85%d8%af-%d8%b9%d9%85%d8%b1-%d8%af-%da%85%d9%84%d9%88%db%8c%da%9a%d8%aa%d9%85-%d8%aa%d9%84%db%8c%d9%86-%d9%be%d9%87-%d9%85%d9%86%d8%a7%d8%b3%d8%a8/feed/ 0
د بالیوډ نامتو ستوری عرفان خان د ۵۳ کلنو په عمر مړ شو https://www.dawatmedia24.com/%d8%b3%db%8c%d9%86%d9%85%d8%a7-%d8%a7%d9%88-%d9%81%d9%84%d9%85/%d8%af-%d8%a8%d8%a7%d9%84%db%8c%d9%88%da%89-%d9%86%d8%a7%d9%85%d8%aa%d9%88-%d8%b3%d8%aa%d9%88%d8%b1%db%8c-%d8%b9%d8%b1%d9%81%d8%a7%d9%86-%d8%ae%d8%a7%d9%86-%d8%af-%db%b5%db%b3-%da%a9%d9%84%d9%86%d9%88/ https://www.dawatmedia24.com/%d8%b3%db%8c%d9%86%d9%85%d8%a7-%d8%a7%d9%88-%d9%81%d9%84%d9%85/%d8%af-%d8%a8%d8%a7%d9%84%db%8c%d9%88%da%89-%d9%86%d8%a7%d9%85%d8%aa%d9%88-%d8%b3%d8%aa%d9%88%d8%b1%db%8c-%d8%b9%d8%b1%d9%81%d8%a7%d9%86-%d8%ae%d8%a7%d9%86-%d8%af-%db%b5%db%b3-%da%a9%d9%84%d9%86%d9%88/#respond Wed, 29 Apr 2020 18:03:12 +0000 http://www.dawatmedia24.com/?p=118022 د بالیوډ سېنما نامتو ستوری عرفان خان پرون سه شنبه اپریل ۲۹ د کولمو د عفونت د ناروغۍ له امله د ممبی ښار په یوه روغتون کې ساه ورکړه. ګارډین ورځپاڼې ویلي چې د ۲۰۱۸ کال په مارچ میاشتې کې رسنیو اعلان وکړ چې خان په کولمو کې تومور لري. له هغه وروسته عرفان خان […]]]>

د بالیوډ سېنما نامتو ستوری عرفان خان پرون سه شنبه اپریل ۲۹ د کولمو د عفونت د ناروغۍ له امله د ممبی ښار په یوه روغتون کې ساه ورکړه.

ګارډین ورځپاڼې ویلي چې د ۲۰۱۸ کال په مارچ میاشتې کې رسنیو اعلان وکړ چې خان په کولمو کې تومور لري.

له هغه وروسته عرفان خان خپله درملنه وکړه او په خپل وروستي فلم (Angrizi Medium) یې کار پیل. هغه فلم چې خپرېدل یې په هند کې د کروناویروس د خورېدو له امله ځنډېلي دي.

عرفان خان لږ تر لږه په ۸۰ فلمونو او تلویزیوني ډرامو کې لوبېدلی دی. هغه د بالیوډ تر څنګ په غربي سینماوو کې هم ښه فلمونو کط کار کړی دی.

د اوسکار جایزې ګټونکی (Life of Pie) د عرفان خان تر ټولو نامتو فلم بلل کیږي.

دغه فلم کې د عرفان خان ښه ځلېدل چې په ۲۰۱۲ زېږدیز کال کې جوړ شوی په شرق او غرب کې د دغه اداکار مینه وال ډېر کړل.

خان په ۱۹۶۶ کال کې د هند په جیپور کې په یوې متوسطې کورنۍ کې زېږیدلې و. د هغه پلار ټېرونه خرڅول.

له هغه وروسته چې عرفان خان ونه کړای شول د کرکټ یو تکړه لوبغاړی شي نو سینما ته یې مخه کړه.

خان د ډرامې ښوونځی پیل کړ او په خپل هنري ژوند کې یې کوښښ وکړ چې په لویو سینمايي نقشونو کې ادارکاري وکړي.

pashtovoa.com

]]>
https://www.dawatmedia24.com/%d8%b3%db%8c%d9%86%d9%85%d8%a7-%d8%a7%d9%88-%d9%81%d9%84%d9%85/%d8%af-%d8%a8%d8%a7%d9%84%db%8c%d9%88%da%89-%d9%86%d8%a7%d9%85%d8%aa%d9%88-%d8%b3%d8%aa%d9%88%d8%b1%db%8c-%d8%b9%d8%b1%d9%81%d8%a7%d9%86-%d8%ae%d8%a7%d9%86-%d8%af-%db%b5%db%b3-%da%a9%d9%84%d9%86%d9%88/feed/ 0
این ټو ده وایلډ فلم ته کتنه https://www.dawatmedia24.com/%d8%b3%db%8c%d9%86%d9%85%d8%a7-%d8%a7%d9%88-%d9%81%d9%84%d9%85/%d8%a7%db%8c%d9%86-%d9%bc%d9%88-%d8%af%d9%87-%d9%88%d8%a7%db%8c%d9%84%da%89-%d9%81%d9%84%d9%85-%d8%aa%d9%87-%da%a9%d8%aa%d9%86%d9%87/ https://www.dawatmedia24.com/%d8%b3%db%8c%d9%86%d9%85%d8%a7-%d8%a7%d9%88-%d9%81%d9%84%d9%85/%d8%a7%db%8c%d9%86-%d9%bc%d9%88-%d8%af%d9%87-%d9%88%d8%a7%db%8c%d9%84%da%89-%d9%81%d9%84%d9%85-%d8%aa%d9%87-%da%a9%d8%aa%d9%86%d9%87/#respond Sat, 04 Apr 2020 18:58:42 +0000 http://www.dawatmedia24.com/?p=117185 د (Into the Wild) فلم د فلسفي- ډرام ژانر یو شهکار دی. پوهیږم ځینو خلکو ته نه، بلکې ډیرو کسانو ته شاید دا فیلم ستومانوونکی وي په ځانګړي ډول هغو کسانو ته چې د ژوند معنا، راز، فلسفه، نېکمرغي او دې ته ورته- خبرې ورته چټیات ښکاري. خو هغه کسان چې د ژوند تل او […]]]>

د (Into the Wild) فلم د فلسفي- ډرام ژانر یو شهکار دی. پوهیږم ځینو خلکو ته نه، بلکې ډیرو کسانو ته شاید دا فیلم ستومانوونکی وي په ځانګړي ډول هغو کسانو ته چې د ژوند معنا، راز، فلسفه، نېکمرغي او دې ته ورته- خبرې ورته چټیات ښکاري. خو هغه کسان چې د ژوند تل او جوهر ته یې لږ څه پام کیږي د دې فلیم سوژه له بل هر چا زیاته درک کولی شي.

د فلم کیسه دلته نه درسره شریکوم، ځکه د فیلم په کیسې مخکې له مخکې خبریدل د فلم جذابیت او کشش لږ څه کموي؛ ماته خو یې بیخي ختموي.

خو دومره وایم چې ریښتیا هم ځینې وخت سړی د معنا په لټه دومره سرګردانه او لالهانده کیږي چې غواړي په بیابان ورسم شي او دا ټول تمدن، تهذیب، ښار مدنیت او نورو بلابترو ته شا کړي او ځانته چیرته ګوښه ځای پناه واخلي.

خو دا فلم یوازې فانتیزیک فلم یا د چا د ذهن د تخیل له ځواکه راتوږل شوی داستان نه دی چې غیرواقعي او تشې خیالي پیښې دې پکې انځور شوې وي، بلکې د یوه ځوان د ژوند ریښتینې کیسه ده او په ریښتیا ولاړ(based on true story)  فلم دی. او همدا ځانګړنه یې ده چې د دې فلم ارزښت خورا لوړ کړی دی. سر مو نه درخوږوم، خو د دې فیلم وروستۍ هغه لیکې چې دا ځوان یې له مرګ نه مخکې د یوه کتاب په لمنلیک کې لیکي او وروسته د اوښکو څو څاڅکي ټک! ټک! په همدې کاغذ باندې ترې توییږي، واقعاً د ژوند ټوله فلسفه پکې بیانوي.

دا وروستي توري دا دي( happiness is only real when shared) په تحت الفظي شکل د دې جملې معنا دا ده چې «خوښي یوازې هغه وخت حقیقي وي چې شریکه شي»، یعنې نیکمرغي انفرادي نه وي، بلکې له نورو سره په تعامل کې رامنځ ته کیږي، اړیکې او تړاوونه هغه ځمکې دي چې خوښي پکې زرغونیږي.

دا د کوم فیلسوف د فلسفې له څو ساعته تحلیل څخه وروسته د بحث د نتیجې جمله نه ده. بلکې د یو څو دیرش کلن ځوان له ښاري ژونده د تیښتې، د کورنۍ، ملګرو، مال او دولت، عشق و عشرت، ښه او بد، د ټولو پریښودلو او په معنا او یا د ده په خپله خبره د مطلقې آزادۍ(absolute freedom) د لاس ته راوړلو په لټه کې د جنون او حتی د مرګ په بیه د تمام درس خلاصه ده، چې په همدې یوه جمله کې یې رانغاړلې وه.

که د فلمونو شوقیان یاست خو ښه تر ښه او که شوقیان یې هم نه یاست دا فلم درسره وګورئ، د ژوند ډیر ژور تل او مفهوم ته به مو متوجه کړي او یو څه به ترې زده کړئ.

“رفیق خاورین”

]]>
https://www.dawatmedia24.com/%d8%b3%db%8c%d9%86%d9%85%d8%a7-%d8%a7%d9%88-%d9%81%d9%84%d9%85/%d8%a7%db%8c%d9%86-%d9%bc%d9%88-%d8%af%d9%87-%d9%88%d8%a7%db%8c%d9%84%da%89-%d9%81%d9%84%d9%85-%d8%aa%d9%87-%da%a9%d8%aa%d9%86%d9%87/feed/ 0
دهېواد  دنامتو ممثل  او هنري څېرې؛ ارواښاد محمد آصف « جلالي» ژوندلیک https://www.dawatmedia24.com/%d8%b3%db%8c%d9%86%d9%85%d8%a7-%d8%a7%d9%88-%d9%81%d9%84%d9%85/%d8%af%d9%87%db%90%d9%88%d8%a7%d8%af-%d8%af%d9%86%d8%a7%d9%85%d8%aa%d9%88-%d9%85%d9%85%d8%ab%d9%84-%d8%a7%d9%88-%d9%87%d9%86%d8%b1%d9%8a-%da%85%db%90%d8%b1%db%90%d8%9b-%d8%a7%d8%b1%d9%88/ https://www.dawatmedia24.com/%d8%b3%db%8c%d9%86%d9%85%d8%a7-%d8%a7%d9%88-%d9%81%d9%84%d9%85/%d8%af%d9%87%db%90%d9%88%d8%a7%d8%af-%d8%af%d9%86%d8%a7%d9%85%d8%aa%d9%88-%d9%85%d9%85%d8%ab%d9%84-%d8%a7%d9%88-%d9%87%d9%86%d8%b1%d9%8a-%da%85%db%90%d8%b1%db%90%d8%9b-%d8%a7%d8%b1%d9%88/#respond Sun, 26 Jan 2020 11:24:02 +0000 http://www.dawatmedia24.com/?p=115138 ارواښاد محمدآصف جلالي په (١٣٤۶ هـ . ل)  کال دلوګرولایت دمحمدآغې ولسوالۍ د دهنو په کلي کې دې نړۍ ته سترګې وغړولې، آصف جلالي تر منځني ښوونځي  پورې  زده کړې په خپله سیمه (دهنو کلي) کې سرته ورسولې او نورې ثانوي زده کړې يې کله چې له خپلې کورنۍ سره دجګړو له کبله  کابل ته […]]]>

ارواښاد محمدآصف جلالي په (١٣٤۶ هـ . ل)  کال دلوګرولایت دمحمدآغې ولسوالۍ د دهنو په کلي کې دې نړۍ ته سترګې وغړولې، آصف جلالي تر منځني ښوونځي  پورې  زده کړې په خپله سیمه (دهنو کلي) کې سرته ورسولې او نورې ثانوي زده کړې يې کله چې له خپلې کورنۍ سره دجګړو له کبله  کابل ته وکوچیده، نو پاتې زده کړې يې هملته بشپړې کړې .

آصف جلالي لوړې زده کړې دکابل په تخنیکم کې یو ټولګی  ولوست  او داقتصاد دکمزورۍ له امله  يې ونشوای کړای چې پاتې  زده کړې بشپړې کړي، نوموړي دخپلې کورنۍ اقتصادي اړتیاوې په پوره کولو دباروړونکي موټر چلوونکی او له همدې لارې  به یې خپل  اقتصادي ژوند پرمخ بیول  او روزګار يې پرې جوړه ؤ.

آصف جلالي دطالبانو د واکمنۍ په دوران کې له بیوزلۍ اوفقر سره مخ شو او په  برکي برک ولسوالۍ کې له خپل ماما سره دتیږو ایستلو په کان کې بوخت او تیږې به يې خرڅولې .

کله چې د طالبانو نظام  راوپرځیدل،  آصف جلالي دراډیو افغانستان د هنر او ادبیاتو په اداره کې دممثل په توګه دنده پیل کړه، همدارنګه د بلبل او میرک په نوم فلمونوکې هم پراخه ونډه درلوده اوله هغې وروسته په طلوع ټلویزیون کې  د خنده بازار تفریحي پروګرام  تکړه، هنروال او داور په توګه دپروګرام چلوونکو له ډلې څخه شمیرل کیده. نوموړي په یاد تفریحي او طنزي پروګرام کې د ډیرو هېوادوالو په شونډو مسکاوې  خورې کړې وې، چې له همدې امله  يې ډیر مینوال په ځان راجلب کړي ؤ.

جلالي په غیر رسمي ډول څو نورو  رسنیو سره هم د خپل هنر په کارولو ډیری فعالیتونه ترسره کړي دي. همـداراز پــه افـغـان ســوداګــریــزو اعـلانــونــو کــې

د بازارموندنې لپاره ځان کله کله خلکو ته ښکاره کاوه، چې دغه اعلانونه  دسوداګرو دتوکو په پیر او پلور کې هم مثبت رول یادولای شو .

آصف جلالي چې په کاکا آصف  هم مشهور ؤ، په خورشید خصوصي ټلویزیون د شبخند تفریحي پروګرام کې ستره ونډه درلوده، چې دهېواد هنري او فرهنګي ستورو  ته به بلنه ورکول کیده  نو جلالي به ورسره ګپ اوشپ ، همدارنګه ټوکې ـ ټکالې به يې کولې، چې نوموړي به  دهنري او تفریحي پروګرامونو په وړاندې کولو او طنز  ویلوسره  په هېواد کې  ورځ تربلې د ده  مینوال زیاتیدل .

ارواښاد جلالي د۱۳۹۸ هـ . ل کال دمرغومې په ۱۱مه د۵۲ کلونو په عمر کابل کې د زړه دحملې له کبله ومړ او له دې فانۍ نړۍ سره يې مخه ښه وکړه .

دارواښاد جلالي جنازه دکابل ښار په عیدګا جومات کې اداء شوه، چې د  جنازې په مراسمو کې فرهنګي او دده مینوالو ګډون کړي ؤ،له نوموړي شپږ اولادونه پاتې شول چې څلور يې هلکان او دوه يې نجوني دي .

دجلالي نه شتون دهېواد دسینمايي ستورو په  ډګرکې لویه ضایعه ده، چې دهېوادوالو هغه مسکاوې  چې د دوی پر شونډو راتلې نور به دجلالي طنزي  هنر نه وي، خو بیا هم ډیري هنري ستورې شته، چې دجلالي ځای ناستې واوسي .

اروايې ښاده  جنت يې ځای!

]]> https://www.dawatmedia24.com/%d8%b3%db%8c%d9%86%d9%85%d8%a7-%d8%a7%d9%88-%d9%81%d9%84%d9%85/%d8%af%d9%87%db%90%d9%88%d8%a7%d8%af-%d8%af%d9%86%d8%a7%d9%85%d8%aa%d9%88-%d9%85%d9%85%d8%ab%d9%84-%d8%a7%d9%88-%d9%87%d9%86%d8%b1%d9%8a-%da%85%db%90%d8%b1%db%90%d8%9b-%d8%a7%d8%b1%d9%88/feed/ 0 افغان وتلی کومیډین اصف جلالي ومړ https://www.dawatmedia24.com/%d8%b3%db%8c%d9%86%d9%85%d8%a7-%d8%a7%d9%88-%d9%81%d9%84%d9%85/%d8%a7%d9%81%d8%ba%d8%a7%d9%86-%d9%88%d8%aa%d9%84%db%8c-%da%a9%d9%88%d9%85%db%8c%da%89%db%8c%d9%86-%d8%a7%d8%b5%d9%81-%d8%ac%d9%84%d8%a7%d9%84%d9%8a-%d9%88%d9%85%da%93/ https://www.dawatmedia24.com/%d8%b3%db%8c%d9%86%d9%85%d8%a7-%d8%a7%d9%88-%d9%81%d9%84%d9%85/%d8%a7%d9%81%d8%ba%d8%a7%d9%86-%d9%88%d8%aa%d9%84%db%8c-%da%a9%d9%88%d9%85%db%8c%da%89%db%8c%d9%86-%d8%a7%d8%b5%d9%81-%d8%ac%d9%84%d8%a7%d9%84%d9%8a-%d9%88%d9%85%da%93/#respond Wed, 01 Jan 2020 12:51:59 +0000 http://www.dawatmedia24.com/?p=114567 د افغان فلم ریاست تایید کړه چې د افغانستان نامتو کومیډین او ممثل محمد اصف جلالي نن چهار شنبه (د جنورۍ ۱) د کابل په یوه روغتون کې ومړ. د افغان فلم مشرې صحرا کریمي امریکا غږ ته وویل ښاغلی جلالي د زړه سکتې له امله سا وکړه. د افغانستان جمهوري ریاست د اصف جلالي […]]]>

د افغان فلم ریاست تایید کړه چې د افغانستان نامتو کومیډین او ممثل محمد اصف جلالي نن چهار شنبه (د جنورۍ ۱) د کابل په یوه روغتون کې ومړ.

د افغان فلم مشرې صحرا کریمي امریکا غږ ته وویل ښاغلی جلالي د زړه سکتې له امله سا وکړه.

د افغانستان جمهوري ریاست د اصف جلالي مړینې په اړه د تسلیت پیغام خپور کړی.

په دې پیغام د ولسمشر غني له قوله راغلي: ” محمد اصف جلالي په تمثیلي پارچو سره د خلکو پر شونډو موسکا راوسته او د ټولنې په جوړښت کې یې زیار باسه.”

 

بسم الله الرحمن الرحیم

نحمده و نصلی علی رسوله الکریم
پیام تسلیت و همدردی رئیس جمهوری اسلامی افغانستان

با تأثر فراوان اطلاع یافتم که محمد آصف جلالی یکتن از سینماگران و ممثلین موفق کشور در اثر بيمارى قلبی، داعی اجل را لبیک گفت و به دارالبقا شتافت.
انا لله و انا الیه راجعون
روان شاد محمد آصف جلالی با اجرای پارچه های تمثیلی و بازی در نقش های کمیدی در رسانه های کشور، خنده بر لبان مردم می آورد و در اصلاح جامعه از این طریق تلاش می ورزید.
مراتب تسلیت و همدردی خود را به خانواده و دوستان مرحومی و جامعۀ هنری افغانستان ابراز می کنم و برای متوفی از بارگاه خداوند متعال بهشت برین و به بازمانده گانش صبر جمیل استدعا میدارم.

آمین یا رب العالمین
محمد اشرف غنی رئیس جمهوری اسلامی افغانستان

 

افغان فلم او د افغانستان د سینما ځینې لوبغاړي د اصف جلالي مړینه لویه ضایعه بولي.

صحرا کریمي وايي: “په داسې یوې ټولنې کې چې ستونزې ډېرې دي د داسې یو کرکټر مړینه چې د خلکو په شونډو موسکا راولي، دا یوه لویه ضایعه ده.”

د جلالي مړینه په تولنیزو رسنیو کې هم د خلکو پراخ غبرګونونه پارولي دي.

  • اصف جلالي څوک و؟

د افغانستان د سینما لوبغاړی نبي تنها امریکا غږ ته وویل چې اصف جلالي د لوګر ولایت اصلي اوسېدونکی و او ۵۲ کاله عمر یې درلوده.

ښاغلی تنها د اصف جلالي سینمايي فعالیت په اړه وايي : “جلالي د لومړي ځل لپاره په ۲۰۰۸ کال کې د افغانستان ملي راډیو ټلویزیون کې زما سره یو ځای د بلبل په فلم کې یو نقش ولوبوه.”

د تنها په وینا له هغه وروسته اصف جلالي د میرک په فلم کې کار وکړ او دغې رسنۍ کې یې د نږدې دوه کاله کار وروسته د افغانستان خصوصي رسنیو په طنزي خپرونو کې کار وکړ.

اصف جلالي د افغانستان د بیلابیلو سیمو په لهجو طنزونه ویل.

 

pashtovoa.com

]]>
https://www.dawatmedia24.com/%d8%b3%db%8c%d9%86%d9%85%d8%a7-%d8%a7%d9%88-%d9%81%d9%84%d9%85/%d8%a7%d9%81%d8%ba%d8%a7%d9%86-%d9%88%d8%aa%d9%84%db%8c-%da%a9%d9%88%d9%85%db%8c%da%89%db%8c%d9%86-%d8%a7%d8%b5%d9%81-%d8%ac%d9%84%d8%a7%d9%84%d9%8a-%d9%88%d9%85%da%93/feed/ 0
کرینه بیا راډيو ته راځي https://www.dawatmedia24.com/%d8%b3%db%8c%d9%86%d9%85%d8%a7-%d8%a7%d9%88-%d9%81%d9%84%d9%85/%da%a9%d8%b1%db%8c%d9%86%d9%87-%d8%a8%db%8c%d8%a7-%d8%b1%d8%a7%da%89%d9%8a%d9%88-%d8%aa%d9%87-%d8%b1%d8%a7%da%81%d9%8a/ https://www.dawatmedia24.com/%d8%b3%db%8c%d9%86%d9%85%d8%a7-%d8%a7%d9%88-%d9%81%d9%84%d9%85/%da%a9%d8%b1%db%8c%d9%86%d9%87-%d8%a8%db%8c%d8%a7-%d8%b1%d8%a7%da%89%d9%8a%d9%88-%d8%aa%d9%87-%d8%b1%d8%a7%da%81%d9%8a/#respond Sun, 22 Dec 2019 13:39:16 +0000 http://www.dawatmedia24.com/?p=114010 د بالیووډ تکړه اداکارې کرینه کپور د هند په یوه راډیو کې خپل کوربه‌توب د «ښځې څه غواړي» خپرونې دویم پړاو پیل کړ. کرينې چې د «عش» راډیو دغې خپرونې په اول وخت کې یې د ښځو په اړه بحثونه کول، اوس غواړي هغه کسان مېلمانه کړي چې د ښځو په ناسمو دودونو او نورو […]]]>

د بالیووډ تکړه اداکارې کرینه کپور د هند په یوه راډیو کې خپل کوربه‌توب د «ښځې څه غواړي» خپرونې دویم پړاو پیل کړ.
کرينې چې د «عش» راډیو دغې خپرونې په اول وخت کې یې د ښځو په اړه بحثونه کول، اوس غواړي هغه کسان مېلمانه کړي چې د ښځو په ناسمو دودونو او نورو مهمو ستونزو خبرې اترې وکړي.
د ټایمزاف‌انډیا په حواله، کرینه کپور به دغې خپرونې ته نه یوازې تکړه ښځې ور بولي، بلکې داسې نارینه به هم مېلمانه کوي چې په دې برخه کې یې قربانۍ ورکړې وي. بله نوې دا ده چې کرينه به له دا وار په ډېرو ګرمو احساساتو دغه خپرونه پيل کړي.
د انډیا‌ټوډې د راپور له مخې، لومړی به په دې خپرونه کې له خپل خاوند سره خبرې کوي، ځکه سیف علي خان له دغې خپرونې سره پر ټلیفون ویلي وو چې د زوی تر پیدا کېدو وروسته به هغه خپله مېرمن څنګه خوشاله ساتي.
همداراز کرینې په ځواب کې ورته ویلي وو، سیفه! تا خو په راډيو کې دا پوښتنه وکړه، زه به خامخا ځواب درکوم چې يو مېړه څنګه له خپلې مېرمنې سره کومک وکړي. د اولاد زېږول دا مانا چې ښځه خورا زیات کارونه کوي؛ نو که ته ورسره مرسته وکړې، بیا نو خامخا خوشالېږي.
د دې خپرونې مينه‌وال به دا ځل دغه ژوندۍ مرکۍ له راډيو، بغير په يوټوب کې هم ويني.

]]>
https://www.dawatmedia24.com/%d8%b3%db%8c%d9%86%d9%85%d8%a7-%d8%a7%d9%88-%d9%81%d9%84%d9%85/%da%a9%d8%b1%db%8c%d9%86%d9%87-%d8%a8%db%8c%d8%a7-%d8%b1%d8%a7%da%89%d9%8a%d9%88-%d8%aa%d9%87-%d8%b1%d8%a7%da%81%d9%8a/feed/ 0
سلمان خان؛ هيڅوک خرابه معامله نه خوښوي https://www.dawatmedia24.com/%d8%b3%db%8c%d9%86%d9%85%d8%a7-%d8%a7%d9%88-%d9%81%d9%84%d9%85/%d8%b3%d9%84%d9%85%d8%a7%d9%86-%d8%ae%d8%a7%d9%86%d8%9b-%d9%87%d9%8a%da%85%d9%88%da%a9-%d8%ae%d8%b1%d8%a7%d8%a8%d9%87-%d9%85%d8%b9%d8%a7%d9%85%d9%84%d9%87-%d9%86%d9%87-%d8%ae%d9%88%da%9a%d9%88%d9%8a/ https://www.dawatmedia24.com/%d8%b3%db%8c%d9%86%d9%85%d8%a7-%d8%a7%d9%88-%d9%81%d9%84%d9%85/%d8%b3%d9%84%d9%85%d8%a7%d9%86-%d8%ae%d8%a7%d9%86%d8%9b-%d9%87%d9%8a%da%85%d9%88%da%a9-%d8%ae%d8%b1%d8%a7%d8%a8%d9%87-%d9%85%d8%b9%d8%a7%d9%85%d9%84%d9%87-%d9%86%d9%87-%d8%ae%d9%88%da%9a%d9%88%d9%8a/#respond Thu, 19 Dec 2019 09:36:13 +0000 http://www.dawatmedia24.com/?p=113885 د بالیووډ ستوری سلمان خان وايي چې کېدای شي په فسټیوال کې تر یوه ډېر فلمونه خپاره شي. د راپور له مخې، سلمان خان لا وړاندې ویلي چې په اختر کې د هغه فلم «رادې» خپرېږي، حال دا چې د اکشی کومار فلم «لکشمي بم» به په راتلونکي لوی اختر کې نندارې ته وړاندې شي. […]]]>

د بالیووډ ستوری سلمان خان وايي چې کېدای شي په فسټیوال کې تر یوه ډېر فلمونه خپاره شي. د راپور له مخې، سلمان خان لا وړاندې ویلي چې په اختر کې د هغه فلم «رادې» خپرېږي، حال دا چې د اکشی کومار فلم «لکشمي بم» به په راتلونکي لوی اختر کې نندارې ته وړاندې شي.
دا په داسې حال کې ده چې کله سلمان خان په دې اړه وپوښتل شو؛ نو هغه خورا ساده غوندي وویل چې هر فسټیوال د ټولو لپاره وي، د همدې لپاره هر څوک کولای شي خپل فلم نندارې ته وړاندې کړي.
هغه وايي، په دې اړه خو ټول پوهېږي چې که کوم فسټیوال ته ورور جان راځي، بیا نو بل چا ته ځای نه پاتې کېږي. د نوموړي په وینا، مخکې تر دې چې د سترو اداکارانو فلمونه سره ټکر وکړي، باید مخنیوی یې وشي، ځکه هیڅوک ناسمې معاملې ته زړه نه ښه کوي.

]]>
https://www.dawatmedia24.com/%d8%b3%db%8c%d9%86%d9%85%d8%a7-%d8%a7%d9%88-%d9%81%d9%84%d9%85/%d8%b3%d9%84%d9%85%d8%a7%d9%86-%d8%ae%d8%a7%d9%86%d8%9b-%d9%87%d9%8a%da%85%d9%88%da%a9-%d8%ae%d8%b1%d8%a7%d8%a8%d9%87-%d9%85%d8%b9%d8%a7%d9%85%d9%84%d9%87-%d9%86%d9%87-%d8%ae%d9%88%da%9a%d9%88%d9%8a/feed/ 0
د امتیابهـ بچن واده څنګه او چېرته وشو؟ https://www.dawatmedia24.com/%d8%b3%db%8c%d9%86%d9%85%d8%a7-%d8%a7%d9%88-%d9%81%d9%84%d9%85/%d8%af-%d8%a7%d9%85%d8%aa%db%8c%d8%a7%d8%a8%d9%87%d9%80-%d8%a8%da%86%d9%86-%d9%88%d8%a7%d8%af%d9%87-%da%85%d9%86%da%ab%d9%87-%d8%a7%d9%88-%da%86%db%90%d8%b1%d8%aa%d9%87-%d9%88%d8%b4%d9%88%d8%9f/ https://www.dawatmedia24.com/%d8%b3%db%8c%d9%86%d9%85%d8%a7-%d8%a7%d9%88-%d9%81%d9%84%d9%85/%d8%af-%d8%a7%d9%85%d8%aa%db%8c%d8%a7%d8%a8%d9%87%d9%80-%d8%a8%da%86%d9%86-%d9%88%d8%a7%d8%af%d9%87-%da%85%d9%86%da%ab%d9%87-%d8%a7%d9%88-%da%86%db%90%d8%b1%d8%aa%d9%87-%d9%88%d8%b4%d9%88%d8%9f/#respond Tue, 17 Dec 2019 10:45:15 +0000 http://www.dawatmedia24.com/?p=111221 د هندي سېنما تر ټولو مشهور ستوری امیتابهـ بچن څو لسیزې وړاندې واده کړی و، خو تر اوسه یې د خپل واده په اړه ډېرې کیسې نه وې کړې. خو نن تاسې ته د هغه د واده په اړه مالومات درکوو چې په څه ډول یې واده وکړ او چېرته یې د خپل واده مراسم ونمانځل؟په […]]]>

د هندي سېنما تر ټولو مشهور ستوری امیتابهـ بچن څو لسیزې وړاندې واده کړی و، خو تر اوسه یې د خپل واده په اړه ډېرې کیسې نه وې کړې. 
خو نن تاسې ته د هغه د واده په اړه مالومات درکوو چې په څه ډول یې واده وکړ او چېرته یې د خپل واده مراسم ونمانځل؟
په هندي رسنیو کې د خپرو شویو مالوماتو له مخې، امتیابهـ بچن له نننه ۴۶ کاله وړاندې واده وکړ او بچن په لومړي ځل د خپل واده په اړه له رسنیو سره مالومات شریک کړي. 
هغه وايي، په پام کې وه له خپلې مېرمنې جایا بچن سره د یوه فلم د انځور اخيستنې لپاره بهر ته سفر وکړي څو فلم یې ډېر زیات خلک خوښ کړي.
دواړو هڅه کوله چې د فلم د جوړولو لپاره زر تر زره لندن ته سفر وکړي، خو کله چې یې پلار خبر شو، امتیابهـ بچن ته يې شرط کېښود چې له سفر وړاندې باید واده وکړي، خو هغه ورسره نه منله.
بچن لیکي، پلار یې بالاخره مجبور کړ چې لندن ته له سفر وړاندې له جایا بچن سره چې د یوه فلم په تکل لندن ته په سفر تلل په مينګل سیمه کې په یوه کرایه کور کې واده یې وکړ او بیا د سفر موزې پر پښو کړې.

]]>
https://www.dawatmedia24.com/%d8%b3%db%8c%d9%86%d9%85%d8%a7-%d8%a7%d9%88-%d9%81%d9%84%d9%85/%d8%af-%d8%a7%d9%85%d8%aa%db%8c%d8%a7%d8%a8%d9%87%d9%80-%d8%a8%da%86%d9%86-%d9%88%d8%a7%d8%af%d9%87-%da%85%d9%86%da%ab%d9%87-%d8%a7%d9%88-%da%86%db%90%d8%b1%d8%aa%d9%87-%d9%88%d8%b4%d9%88%d8%9f/feed/ 0
د پاني پت فلم، د خلکو توقعات او ستر غبرګونونه https://www.dawatmedia24.com/%d8%b3%db%8c%d9%86%d9%85%d8%a7-%d8%a7%d9%88-%d9%81%d9%84%d9%85/%d8%af-%d9%be%d8%a7%d9%86%d9%8a-%d9%be%d8%aa-%d9%81%d9%84%d9%85%d8%8c-%d8%af-%d8%ae%d9%84%da%a9%d9%88-%d8%aa%d9%88%d9%82%d8%b9%d8%a7%d8%aa-%d8%a7%d9%88-%d8%b3%d8%aa%d8%b1-%d8%ba%d8%a8%d8%b1%da%ab/ https://www.dawatmedia24.com/%d8%b3%db%8c%d9%86%d9%85%d8%a7-%d8%a7%d9%88-%d9%81%d9%84%d9%85/%d8%af-%d9%be%d8%a7%d9%86%d9%8a-%d9%be%d8%aa-%d9%81%d9%84%d9%85%d8%8c-%d8%af-%d8%ae%d9%84%da%a9%d9%88-%d8%aa%d9%88%d9%82%d8%b9%d8%a7%d8%aa-%d8%a7%d9%88-%d8%b3%d8%aa%d8%b1-%d8%ba%d8%a8%d8%b1%da%ab/#respond Tue, 10 Dec 2019 11:21:44 +0000 http://www.dawatmedia24.com/?p=113697 د پانې پت په نوم نوی فلم چې د ډیسامبرمیاشتي پر ۶مه نېټه به د سینما پر پرده خپریږی  د افغان او مرهټه پوځونوتر منځ درېیمه تاریخي جګړه یې پکښی تصویر کړیده، لا له وړاندي یې د ګڼو افغانانو اندیښنې او غبرګونونه ځکه راپارولي دي چې د یو مرهټه توکمي فلمي ډایرکټر او بالیووډ  سینما […]]]>

د پانې پت په نوم نوی فلم چې د ډیسامبرمیاشتي پر ۶مه نېټه به د سینما پر پرده خپریږی  د افغان او مرهټه پوځونوتر منځ درېیمه تاریخي جګړه یې پکښی تصویر کړیده، لا له وړاندي یې د ګڼو افغانانو اندیښنې او غبرګونونه ځکه راپارولي دي چې د یو مرهټه توکمي فلمي ډایرکټر او بالیووډ  سینما څخه  چې د مرهټیانو په ګڼمیشته ښار ممبیې کې موقعیت لري، د هندوستان او مرهټیانو د ګټو پر خلاف د فلم جوړولو تمه نشي کیدلای.

په خپل نفع باندي د تاریخی واقعیتونو تحریف او خپل بایللی جنګ ته د ګټلو رنګ ورکول د ملت جوړوني د پالیسی جوړونکو او مفکرینو یو وظیفه هم ده تر څو د خپلو خلکو مورال، ولوله او برم وستایې.

تر دا مهاله دا اندیښنې پر خواله رسنیو دادي چې کیداي شي د احمد شاه بابا شخصیت ته سپکاوی شوی وي، رول یې منفي او کمزوری لوبول شوي وي، یا یې دا جنګ  د تاریخي واقعیت پر خلاف د مرهټیانو په ګټه تمام کړی وي. د دواړو لوریو د پوځونو ارقام او ورته برخو کې ګڼې انديښنې لا له وړاندي‌ موجودي‌ دي او په رسمي او غیر رسمي توګه شریک شویدي.

ځینو دا هم د پیغور په توګه را اخیستي چې هندوستان هر کال په سلګونو تحصیلي بورسونه افغانستان ته ورکوي پداسي حال کې چې د بورسونو ورکړه تر ډيره د کلتوري تبادلې او اغیز درلودلو په موخه کاریږي او په نړی کې ډیر داسي بورسونه شته چې د هر هیواد وګړي یې د معیارونو او شرایطو دپوره کولو په نتیجه کې ترلاسه کولی شي.

دلته دا موضوعات رانغاړل شویدي چې د نوموړي فلم په هکله وړاندویني او تر وخت دمخه درک څه دی؟ د هندي هنرمندانو څخه څه توقع کیدلای شي؟ هغوی څنګه دا توقعات برآورده کولی شي؟ همدارنګه افغان ملت ددې او ورته پیښو څخه د یو فرصت په توګه د ښه راتلونکي لپاره څنګه الهام اخیستلی شي؟

تاریخ څه راکولی شي او موږ اوس له پخوا سره څه توپير لرو؟

  1. دا کیسه تر ډیره پر تاریخ راڅرخي چې موږ یې د شاوخوا ۵۰۰۰ کلونو درلودلو دعوه لرو لیکن که موږ فقط د همدې تاریخ په ویاړلو باندي بسنه کوو او هغه مو لکه قرآن کریم په پوښونو کې ایښی دی، تر داسي تاریخ درلودلو یې نه درلودل په ګټه دی ځکه:

د امریکا لویه وچه په ۱۵مه پیړی کې کرستوف کولمب کشف کړل. نه د مصر هرمونه لري، نه د زرګونو کلونو د تاریخ دعوي لیکن کله چې د نړی د لوړ اقتصاد او زبر ځواک خبره کیږي نو مانا یې امریکا ده او چې کله امریکا یادیږي نو مانا یې فقط د امریکا متحده ایالات دي او همدا د سبا ورځي ستر تاریخ جوړوي.

  • عربی متحده امارات، قطر او داسی نور هیوادونه زموږ او ستاسی د سترګو په وړاندي جوړ سول او نن ښه اقتصاد، زیربنا، حکومتداري او نړیوال اعتبار لري.
  1. په اصل کې تاریخ هغه دی چې په خپل اوج کې وي او اتلولی هغه ده چې په کمو او یا نه امکاناتو باندي د نه باور وړ متوقعه نتیجه ترلاسه کړل شي. د سبا ورځي تاریخ هغه ملتونه جوړوي چې پرون یې هیڅ نه درلودل او نن هر څه لري. که زموږ کمی دا وي چې د پانې پت په څیر فلم جوړولو لپاره په نړیوال اعتبار سمباله سینمایې زیربنا نلرو نو دا هم باید له پامه و نه غورخول شي چې د احمد شاه بابا په هکله هم تر ټولو معتبر تاریخ چې لیکلو ته یې د ډیرو امکاناتو اړتیا نه وه، هم یو هندو سیک ګنډها سینګ لیکلی دی.
  2. موږ پر یوه لویشت پوله او پټې خپل وروڼه او تربرونه سره وژنو لیکن د احمد شاه بابا راګټلي ملکونه خو هلته پریږده، خپلي ځیني پلرنی تاریخي سیمي مو هم نورو ته پرې ایښي دي. په خپلو کې د پنسیلی کرښو له امله په حوزو، ولایتونو او ولسوالیو ویشل شوي یو او تر ډیره ملت پالنه هم د همدي کرښو په چوکاټ کې پالو. تر دي خو لا بده داده چې یو لوی اکثریت یې لا د ډیورنډ پولي بره غاړه سیمي او خلکو په هکله بی تفاوته هم یو او هغه خلک  اصلاْ د ځان نه بولو.
  3. د مرهټانو ښار ممبیی د هندوستان لمړی درجه لوی تجارتی ښار او د نړی د ۱۰ لویو تجارتی مرکزونو له جملي څخه دی لیکن احمدشاهي کندهار د افغانستان په کچه هم خپل مقام د دوهم لوی ښار په حیث هم و نشو ساتلی.
  4. پر احمدشاه بابا په ۱۷۴۷م کې د عمر په ۲۵ کلنۍ کې د ټولو قومونو له لوري د خپل پوځي او سیاسی استعداد له امله د مشرتوب هوکړه وشول لیکن نن ورځ ډير ځوانان د لوړ تحصیل او تجربي سربیره د ماشومانو په قطار کې حسابل کیږي او د یو پروسي یا کار مشرتوب وردغاړي کول او هغه هم بیا د قومونو د مشرانو له لوري یو نادوده کار ښکاري.
  5. مرهټیان د پاني پت تر جګړي وروسته تار په تار شول لیکن ۱۰ کاله وروسته بیرته سره راټول او په اقتدار شول. موږ د قدرت د اوج څخه د نزول پر لور حرکت وکړ او تر صفري نقطي هم د منفی خواته کښته را روان او لا روان یو.
  6. هغوی پر اوسني حالت قناعت نلري او د نړی د اوله درجه ملکونو سره د سیال کیدلو ډغري وهي او موږ پر داغه حالت او تر دي بدتر حالت ته په ورتللو لا هم قناعت لرو او په هکله یې بی تفاوته یو.
  7. په نورو هیوادونو کې د ازادی ګټلو او ملک مؤسسینو په نوم ډیر لوی ایالتونه، جایزي، مډالونه، نړیوال ډګرونه نومول شوي او عکسونه یې په رسمي ادارو کې لګیدلي وي لیکن په افغانستان کې پدي وروستیو کې فقط د کندهار ولایتي هوایې ډګر د احمدشاه بابا په نوم ونومول شو. د جورج واشګنټن په نوم د متحده ایالتونو یو لوی ایالت او همدارنګه پایتخت نومول شویدي.
  8. د پاني پت ګټونکی غازي ملت نن د انسانسوزه جنګ په اور کې سوځي، د فرخنده سوز او شهید پرور ملت د ادبیاتو فرهنګ پکښي رایج کیږي او نړی ته یې د خیرات لاسونه غځولي. د توري د لاسونو څخه یې د سوال کچکولونه او د تیر تاریخ څخه یې بی کتیبي قبرونه.
  9. هندوستان د نړی هغه سیمه ده چې سوونه کلونه پکښي د اصل او نسب یا کاسټ سیستم پکښي د ډیرو استعدادونو د رشد مخه نیولي وه او لا تر اوسه هم په کلیوالي سیمو کې دا مسله د پوره اعتبار وړ ده لیکن افغانانو اوس د قومي او قومي فرعي (ښاخونو) برتری او بهتری تر عناوینو لاندي د مقابلي په میدان کې د خپل قاتل، غل، خاین او قاچاقبر و دفاع ته لیڅي را بډوهلي چې په تدریج سره به د نړی د لمړنیو پيړیو په لور مسیر طی کوي او د کاسټ په سیسټم مبتلا کیږي.

له هندي هنرمندانو څه توقع کیدلای شي؟ 

  1. د هندي هنرمندانو څخه حد اقل ددې توقع کیدلای شي چې دداسي یو هنر څخه استفاده وکړي چې خپله ماته تر بریا په خپل خیر او ښیګڼې وګڼي هغه ماته چې تر بریا یې ارزښت او حکمت لوړ وي څنګه تصویر کیدلای شي؟
    • کله چې د افغاني رسم خلاف کږه غاړه توره ووهې او انساني عاطفه، وجدان او منطق ټوله تحریک کړي.
    • ډیر تسلیم شوي پوځیان او بیګناه ښاریان وږي، بی کوره او بی ځایه شي.
    • د جنګ خروښ تر بیګناه عامو خلکو او معبد ځایونو وخیژي.
    • د مذهبی او توکمیز توپیر له امله د خلکو ژوند، دارایې او هر څه لوټ شي
    • اکثریت د اقلیت پر وړاندي وجنګیږي او ظلم و ستم وشي.
  1. د هندي هنرمندانو څخه حد اقل دا توقع کیدلا شي چې هغه څه چي د مرهټیانو د ماتي سبب شویدي پداسي یو طریقه توجیه کړي چې منطقي اساس، نظامي منطق او تاریخي مخینه ولري
  1. فلم کیدای شي پر دومره ستر تاریخی واقعیت سترګي نه وي پټي کړي چې د پانې پت دریم جنګ به پکښی افغانانو بایللی او مرهټانو ګټلی وي او یا به خدای مکړه د احمد شاه بابا سپکاوی پکښي شوی وي، که څه هم دا د فلم کار دی هر څه پکښی کیدلای شي.
  1. موږ افغانان هم دې ته ورته کیسي لرو. موږ نه یو منکر چې مقدوني سکندر، چنګیز، ګوډ تیمور او ورته نورو زموږ سیمی ندي نیولي لیکن د هغوی ظلم، ناروا، بربریت او وراني مو یې د نوم یادولو سره سمدستي په ذهن کې راځي.
  1. موږ په دې هم کله کله ځانته قناعت ورکوو چې بهرنیو زموږ سیمي تل تر جنګ، ځنډ او قربانی وروسته نیولي دي او یا هم د هغوی پرمختللی اسلحي او امکانات، د متفاوتو جنګي تخنیکونو کارول او پوځی طاقت د هغوی د بریا راز ګڼو. مرهیټیان هم له ورته فرضیاتو او حالاتو څخه مستثنا ندي او زموږ تاریخ هم دا لیکي چې څو ځله دافغانانو لخوا پر هندوستان حمله سویده.
  1. د پوځ او امکاناتو تفاوت  برابر او یا هم د تاریخي واقعیت خلاف د مرهټیانو د فوځم تعداد کم وښودل شي.
  1. د ماتي پړه پر یو لړ غیرمترقبه حالاتو او پیښو باندي ورواچول شي او یا د داخلي ستونزو او تربګنیو لاملونه د ماتي باعث شي.
  1. په یو تعداد هندي تاریخونو کې د پوځ تر شا د ۲۰۰ زره هندي زیارت کوونکو یادونه هم کیږي چې د مرهټه پوځونو سره مل وه. دا چاره د اصلي پوځ تعداد کم ښکاره کوي او د هغوی وژل د جنګ له اصولو څخه خلاف بلل کیږي.
  1. یو لویه مرموزه او باریکه نقطه دا کیدای سي چې نړی ته هغه څه وړاندي کړې چې زموږ د اوسني حالت سره ډیر شباهت ولري. دا کار ځکه دوی ته اسانه دی چې موږ ته ستونزمنه ده چې ثابته کړو چې موږ په ۱۸مه پیړی کې تر ۲۱مې پيړی مهذب او ارزښتونو ته پابند ملت و. که د سینما پردي ته ناست تماشه چیان دا وګوري چې موږ نن ورځ له خپلو افغانانو سره چې د کلي، دین، ارزښت او وطن شراکت ورسره لرو څه کوو، نو بیله ځنډه به باور وکړي چې هماغه وخت مو د هندوانو سره چې په دا هرڅه کې مو سره توپیر و، تر دي زیات رحم ندی کړی.
  1. مرهټان د سیکانو او نورو شاوخوا میشتو قبیلو سره هم له وخته ستونزي لري او کیدای سي د ماتي پړه د یو پردی یرغل په مقابل کې د هغوی د نه همکاری له امله د یو ملي خیانت په توګه وړاندي کړي.

افغانان باید څه وکړي؟ 

  1. زموږ ځیني لوی حرکتونه او خوځښتونه د یو تصادف له مخي رامنځته شویدي ولي په مجموع کي داخبره سمه نده. تصادف په لغوي مانا کې د ټکر په نوم دی او ډير کم به وي چې یو ټکر، شخړه او یا لانجه به د انسان په خیر تمامه شي. دا هم باید له پامه و نه باسو چې ښه رهبران او مدیران ستونزي او تصادفات د فرصتونو په توګه له ځان سره اخلي. نوموړی فلم، د امریکا ولسمشر ټرمپ څو تحریکوونکي ټویټونه او ورته مسایل باید د همداسي فرصتونو په توګه واخیستل شي تر څو په لاندي او ورته نورو برخو کې د یو منظم پلان له مخي راپاڅیږو او مخته ولاړ شو.
  2. د لوی افغانستان ټولمنلی ذهنیت د یو علمي-عملي ستراتیژی له لاري ایجاد او نهادینه کړو.
  3. خپل ټول احزاب، مدني نهادونه، رسنی او قامونه داسی یو مسیر ته سوق کړو چې د قومي او ژبني تنوع او توپيرونو څخه مو لکه د غربي هیوادونو په څیر مثبته استفاده وکړو او په مټ یې هغه ټول عوامل له منځه یوسو چې له امله یې دا غلط باور پیاوړی کیږي چې ګواکي موږ یو مهذب ملت نه یو او نه هم پخوا پاته شوي یو.
  4. تر هغه وړاندي او په تیره بیا د احمدشاه بابا څخه راوروسته په ټولو افتخاراتو کې ټوله قومونه او حتی قومي فرعي ښاخونه شامل کړو.
  5. خپل تاریخ وڅیړو، و یې لیکو، په نورو ژبو یې وژباړو، تصویر یې کړو او تر نورو یې ورسوو.
  6. هغه ټوله زیربنا او سیستم رامنځته کړو چې د نظام او حکومت بقا مو تضمین کړي او هیڅ بیګانه دا په خیال کې هم تصویر نشي کړلای چې دا ملت کې داسي درځونه شته چې خدای مکړه مات، ټوټه او وویشل شي.
  7. هیچا ته د یاغیتوب، باغیتوب، ناغیړی، ملي خیانت او د ولس یرغمال کولو بهانه او فرصت ورنکول شي او د مشترکو ارزښتونو په رڼا کې ټوله داسی کار وکړو او د دنیا د سیالو ملتونو سره ځان سیال کړو.
  8. تر ټولو مهمه دا چې خپل ټولنه له هغو ناوړه اعمالو وساتو چې له امله یې زموږ تیر تاریخ او شالید هم ورسره په منفی ډول اغیزمن کیږي.
  9. د سبا ورځي خطر او بیره په واقعبینانه توګه خپل ملت ته ترسیم کړو او د ملي یووالي، ګډ کار او ریښتیني خدمت مثمره نتیجه چې د ټولو سیمو او قومونو ته یې مساویانه، عادلانه او متوازنه ګټه ورسیږي معرفي کړو.
  10. د امریکا د متحده ایالاتو او ناټو غړو ملکونو خپلو ملتونو ته قناعت ورکړیدی چې د ټکس څخه راټولیدونکي پیسي یې د تروریزم پر ضد جکړي لپاره مصرف کړي. د دومره پیاوړو ملتونو قانع کول فقط د هغه خطرناک او بیرونکی (یروونکې)  حالت تصویر دی چې د تروریزم پر ضد د جګړي نه کولو له امله به واقعیت پیدا کړي. ډیر وخت داسي هم کیږي چې ملتونو ته د یووالي ساتلو، انسجام او همفکره کولو په موخه یو غیرواقعي بیره او خطر انځور کیږي او د هغه خطر د مخنیوي په لاره کې د مبارزي میوه لرونکي نتایج هم ورته پیشبیني کیږي. له بده مرغه چې افغانستان د فقر، بیوزلی او فساد یو خطرناکې مرحلي ته ور روان دی او لا تر اوسه دا خطرونه نه چا سم درک، تحلیل، ترسیم او تصویر کړيدي او نه هم د ملت سره دا بیره راپیدا شویده. کاشکي موږ په درواغو د خپلي خطرناکي سبا کاذبه بیره خپرولی لیکن اوس د یو کاذبي سبا لپاره د خوشباوری په داسي حد کې یو چې باور لرو د هیڅ نه کولو په بدل کې به هرڅه سم شي. دا بیځایه خوشباوري باید د یو منطقي چوکاټ له لاري په باور بدله شي.

په درناوي

انجنیر محمد  شریف علیزی

]]>
https://www.dawatmedia24.com/%d8%b3%db%8c%d9%86%d9%85%d8%a7-%d8%a7%d9%88-%d9%81%d9%84%d9%85/%d8%af-%d9%be%d8%a7%d9%86%d9%8a-%d9%be%d8%aa-%d9%81%d9%84%d9%85%d8%8c-%d8%af-%d8%ae%d9%84%da%a9%d9%88-%d8%aa%d9%88%d9%82%d8%b9%d8%a7%d8%aa-%d8%a7%d9%88-%d8%b3%d8%aa%d8%b1-%d8%ba%d8%a8%d8%b1%da%ab/feed/ 0