دعوت خپرونه – DawatMedia24 http://www.dawatmedia24.com Wed, 10 Apr 2019 22:15:29 +0000 en-US hourly 1 https://wordpress.org/?v=5.4 http://www.dawatmedia24.com/wp-content/uploads/2020/03/cropped-logo-dm-3-32x32.png دعوت خپرونه – DawatMedia24 http://www.dawatmedia24.com 32 32 د دعوت د ۳۰ مې کلیزې په ویاړ (۲۳۶) ګڼه  له چاپه راووته http://www.dawatmedia24.com/%d8%af%d8%b9%d9%88%d8%aa-%d8%ae%d9%be%d8%b1%d9%88%d9%86%d9%87/%d8%af-%d8%af%d8%b9%d9%88%d8%aa-%d8%ae%d9%be%d8%b1%d9%88%d9%86%db%90-%d9%86%d9%88%db%90-%d9%be%d8%b1%d9%84%d9%87-%d9%be%d8%b3%db%90-%db%b2%db%b3%db%b6-%da%ab%da%bc%d9%87-%d9%84%d9%87-%da%86/ http://www.dawatmedia24.com/%d8%af%d8%b9%d9%88%d8%aa-%d8%ae%d9%be%d8%b1%d9%88%d9%86%d9%87/%d8%af-%d8%af%d8%b9%d9%88%d8%aa-%d8%ae%d9%be%d8%b1%d9%88%d9%86%db%90-%d9%86%d9%88%db%90-%d9%be%d8%b1%d9%84%d9%87-%d9%be%d8%b3%db%90-%db%b2%db%b3%db%b6-%da%ab%da%bc%d9%87-%d9%84%d9%87-%da%86/#respond Wed, 10 Apr 2019 21:58:34 +0000 http://www.dawatmedia24.com/?p=106691 دعوت پوره ۳۰ کاله کیږي د ناروې هېواد څخه خپریږي او دا ځل د خپلې ۳۰مې کلیزې په ویاړ  (پرله پسې ۲۳۶) ګڼه د چاپ په ګاڼه ښکلې کړه. د دعوت دا ګڼه ټوله په رنګه ډول په ښکلي کاغذ چاپ شوې ده او لاندې لیکنې، مرکې، ادبي برخه او د ۳۰مې کلیزې په ویاړ […]]]>

دعوت پوره ۳۰ کاله کیږي د ناروې هېواد څخه خپریږي او دا ځل د خپلې ۳۰مې کلیزې په ویاړ  (پرله پسې ۲۳۶) ګڼه د چاپ په ګاڼه ښکلې کړه.

د دعوت دا ګڼه ټوله په رنګه ډول په ښکلي کاغذ چاپ شوې ده او لاندې لیکنې، مرکې، ادبي برخه او د ۳۰مې کلیزې په ویاړ د مینه والو او لوستونکو نظرونه او انګلیسي برخه چې ۱۱ وروستي مخونه په بر کې نیسي او پښتون خوځښت ته ځانګړې شوې ده.

  • ۱مخ: په دې ګڼه کې سریزه د (د دعوت خپرونې دیرشمه کلیزه مو مبارک) تر عنوان لاندې لیکل شوې ده.
  • ۲ مخ: د دعوت مېډیا هیله او غوښتنه
  • ۲مخ: دعوت مېډیا ستاسو او ستاسو له پاره
  • اغلې فرزانه کوچۍ د دعوت مېډیا سره په مرکه کې: د ټولومظلومو افغانانو او په ځانګړي ډول کوچیانو له پاره به تل په مینه او ویاړ خدمت کوم. (۳ مخ تر ۵ مخنونو پورې).
  • جمعیت ګوند او زما کرکه ـ صالح خان مومند
  • په پاکستان کې د انصاف او برابرۍ له پاره د یوه پښتون غږ (منظور احمد پښتین ۶ او ۷مخونه)
  • د انارشۍ سیاسي اصطلاح ـ عظم الدین علیمي .
  • د پښتون ژغورنې غورځنګ او ښځې ـ ګلالۍ احد.
  • د بخمل او ململ سیاست ـ ولي الله ملکزی.
  • فروغ فرخزاد، ګناهکاره میرمن ـ ل: الیف شافاک، ژ. عزت الله شینواری
  • زمری، ګیدړ او خر
  • بمناسبت ۳۰ مین سال نشراتی دعوت میدیا، بمدیرت محمد طارق بزګر ـ کاندید اکادمیسن سیستانی
  • د منزل په لور د (دعوت) دیرشکلن مزل ـ ولې الله ملکزی
  • دعوت سره زما اړیکې ـ استاد عمر پاڅون
  • ريښتینی شخصیت دعوت دیرش کلن کړ ـ محمد نقیب تره خیل
  • دعوت د هیچا او هیڅ قدرت تر تاثیر لاندی ندی تللی ـ استاد کاظم بیمار ننګرهاری
  • ښاغلی محمد طارق بزګر چې زه پیژنم ـ قدرت الله هېوادپال
  • یوه افغانه ښاپیرۍ په کییف کې (نوی کتاب)
  • د وریښمو کاروان: د دعوت د دې ګنې شاعره حوره سپېحلې د شاعرې لنډه پیزندنه او شعر څو نمونې یې
  • د انترنت مضراو خطرناک عوارض! ـ عبدالرشید رشاد
  • د حافظې د پیاوړتیا اسانه لارـ ژباړه: اسدالله خان امرخیل
  • د خیټې د کوچني کولو له پاره څلور جادویي تګلارې ـ ژباړه عطامحمد میاخیل
  • ولې انسان د زړه پر ناروغۍ اخته کیږي ـ ژ: حمیداله حمیدي
  • خوږه مه خورۍ او لاندې ګټې تر لاسه کړۍ ـ سرور ستانکزی
  • که غواړۍ چې پوست مو پاک پاتې شي ـ شکرالله صافی
  • زړښت او نښې نښانې ـ حمیدالله حمیدي
  • او نور ډیر په زړه پورې مطالب

انګلیسي مطالب:

  • Journalist, social and human right activist and a leading female figure within the Pashtun Tahafuz Movment (PTM), Saana Ijaz’s interview with the editor of Dawat M.Tariq Bazger.
  • The Military Says Pashtuns  Are Traitors. We just Want Our Rights: By: Mazoor Ahmad Pashteen.
  • As I Look On. Poem by Khoshl Khan Khattak
  • PTM and Women: By: Gulalai Ahad. USA
  • Dawat Media Issues a National request
  • The Pashtun’s Year of Living Dangerouslly. By: Abubakar Siddique

د دعوت میډیا پښتو او دری ویبپاڼه:

www.dawatmedia24.com

دعوت میډیا۲۴ پر فیسبوک: www.facebook.com/dawatmedia24/

د دعوت میډیا پښتو ویبپاڼه:

www.afghansabawoon.com

د افغان سباوون د بریښنالیک: afghansabawoon.com@yahoo.com

افغان سباوون پر فیسبوک : www.facebook.com/AfghanSabawoon

د دعوت میډیا انګلیسي ویبپاڼه:

www.dawatmedia.com

دعوت میډیا پر فیسبوک: www.facebook.com/DawatMedia

د افغان سباوون ټلویزیون ویبپاڼه:

www.astv24.com

خپلې هر ډول لیکنې او خبرونه د دعوت رسنیز مرکز په ټولو ویبپاڼو کې د خپریدو له پاره په لاندې ایمیلونو راولیږۍ:

dawatafghanmedia@gmail.com

dawatmedia@yahoo.com

dawatmedia@gmail.com

د دعوت میډیا پوستي ادرس:

Dawat Media

V/ M. Tariq Bazger

Voldgt. 37A

2000 Lillestrøm

Norway

Tel. +47-63844385

Mobile. +47- 90856195

درنښت

دعوت میډیا

د دعوت د همدې ګڼېpdf پی ډي ایف dawat vol. 236- 2018 last 1 بڼه له همدې ځایه ترلاسه کړۍ

]]> http://www.dawatmedia24.com/%d8%af%d8%b9%d9%88%d8%aa-%d8%ae%d9%be%d8%b1%d9%88%d9%86%d9%87/%d8%af-%d8%af%d8%b9%d9%88%d8%aa-%d8%ae%d9%be%d8%b1%d9%88%d9%86%db%90-%d9%86%d9%88%db%90-%d9%be%d8%b1%d9%84%d9%87-%d9%be%d8%b3%db%90-%db%b2%db%b3%db%b6-%da%ab%da%bc%d9%87-%d9%84%d9%87-%da%86/feed/ 0 دعوت خپرونې نهه ویشتمي کالیزې په ویاړ / سراج الحق ببرک زی ځدراڼ http://www.dawatmedia24.com/%d8%af%d8%b9%d9%88%d8%aa-%d8%ae%d9%be%d8%b1%d9%88%d9%86%d9%87/%d8%af%d8%b9%d9%88%d8%aa-%d8%ae%d9%be%d8%b1%d9%88%d9%86%db%90-%d9%86%d9%87%d9%87-%d9%88%db%8c%d8%b4%d8%aa%d9%85%d9%8a-%da%a9%d8%a7%d9%84%db%8c%d8%b2%db%90-%d9%be%d9%87-%d9%88%db%8c%d8%a7%da%93/ http://www.dawatmedia24.com/%d8%af%d8%b9%d9%88%d8%aa-%d8%ae%d9%be%d8%b1%d9%88%d9%86%d9%87/%d8%af%d8%b9%d9%88%d8%aa-%d8%ae%d9%be%d8%b1%d9%88%d9%86%db%90-%d9%86%d9%87%d9%87-%d9%88%db%8c%d8%b4%d8%aa%d9%85%d9%8a-%da%a9%d8%a7%d9%84%db%8c%d8%b2%db%90-%d9%be%d9%87-%d9%88%db%8c%d8%a7%da%93/#respond Wed, 28 Feb 2018 05:39:45 +0000 http://www.dawatmedia24.com/?p=90028    دعوت د خپلواکو رسنیو مرکز او  د د عوت میډیا څلرویشت ویبپاڼې مسئوول مدیر یوه وړه ارزونه ډله ییزې رسنۍ زموږ د ورځني ژوند د لارې مل ګرځیدلي دي. ډله ییزې رسنۍ زموږ په ورځني ژوند کې ستر واک ترلاسه کړي دی. موږ هره ورځ د راډیو، ټلویزیون، اخبار، ملفون، لیپ ټاپ او د […]]]>

 

 دعوت د خپلواکو رسنیو مرکز او  د د عوت میډیا څلرویشت ویبپاڼې مسئوول مدیر یوه وړه ارزونه

ډله ییزې رسنۍ زموږ د ورځني ژوند د لارې مل ګرځیدلي دي. ډله ییزې رسنۍ زموږ په ورځني ژوند کې ستر واک ترلاسه کړي دی. موږ هره ورځ د راډیو، ټلویزیون، اخبار، ملفون، لیپ ټاپ او د انټرنیټ نړۍله لارې د رسنیو تر اغیزلاندې یو. ډله ییزه رسنۍ په ټولنه کې د مالوماتي او اطلاعاتي خبري سر چینې په څېر خپل رول لوبوي. رسنۍ د انسانانو په سیاسي اند جوړونه کې خورا مهم اغېزمن رول لري. سیاست پر رسنۍ او رسنۍ پر سیاست باندې نېغ په نېغه اغېز لري. سیاست او رسنۍ پر یو بل باندې په دوه اړخیزه توګه اتکأ لري.

ژورنالیست ته په هره ټولنه کې ستر واک او مسئوولیت ور په برخه کړل شوي دی. لیکوال او رسنوال د ولس غږ او سترګې دي. د خبریال یا ژورنالیست په اړه پوښتنه دا ده، چې خبریال د خپلي ژورنالستیکې دندې په تر سره کولو کې څه رنګه خپلي موخې تعقیبوي، څومره پاک انساني نیت او څه ډول ملي احساس لري.

په دې کې هیڅ شک وشوپیان نشته چې د دعوت خپلواکه رسنیزه مرکز د افغانستان څخه د باندې د ټولو ملي افغان کډوالو لیکوالو، قلموالو، رسنوالو، کولتوري ودي ټولنو او اکادېمیکو بنسټونو او همدارنګه د اکاډېمیکو روڼ اندو، سیاسي شنونکو، کارپوهانو او افغان لوړ پوړې دولتي چارواکو تر منځ د سیاست، اقتصاد، روغتیا، شعر و ادب، کولتور او ژبنۍ ډګر کې د کره مالوماتو، اطلاعاتو، د سیاسي فکرونو تر منځ اړیکې، د تاریخي پېښو، تجربو، د ازمیښتو اندونو راکړه ورکړه په برخه کې یو ستر پلټ فورم او یو ویاړمن مرکزي رول لوبوي.

د دعوت خپرونې محتویاتو او منځپانګې په ستره لمن کې تل د انسانیت، افغانیت، اسلامیت انساني کرامت، د افغانانو ملي دودونه، ارزښتونه، د افغانستان خپلواکۍ، ملي حاکمیت، ملې ګټو، د بیان ازادۍ او داسې نورو ټولمنلې کوډکسونو ته جدي پام کېږي. د دعوت هره ګڼه د افغانستان ملې ګټو په چوکاټ کې دې ټولمنلې ارزښتنو او نورمونو ته ځان مسئوول احساس کړي او یا ورسره مسوولانه چلند کړي دی. دعوت خپرونې د هر ډول کرکې، تعصب، تبعیض او پاروونکي لیکنو څخه ځان لرې ساتلي دی. د د عوت په اخبار کې هر افغان ته چې د ملي فکر خاوند وي، له کرکې، تبعیض او تعصب څخه پاک وي، د افغانستان ملي ګټو، ملي اسلامي ارزښتونو او ارمانو ته ژمن وي، نه یوازې ځاې شته دی، بلکې هغه ته پر لوړ کچ د لوستلو ډیر څه لري.

د عوت میډیا څلرویشت ویبپاڼه

اټکل له پېنځه سووکلونو راهیسې اخبار په نړۍ کې شتون لري، د وخت په تیریدو سره د اخبارونو په فورم، بڼه او شونتیاو کې په پر لپسې توګه بدلونونه راغلي دي.

د نړۍ ډله ییزو رسنیو نوې پرمختګونو ته په کتو سره داسې بریښې چې په نږدې راتلونکي کې به چاپي رسنۍ په ځانګړي توګه چاپي اخبارونه د خپل ژورنالیستکي کیفیت سره سره له منځه ولاړل شي. له بل پلوه د مولتې میډیا یا ډله ییزو رسنیو شونتیاوې چې د انټرنیت له لارې په بریښنایي ډېجیټل بڼه خپریږي، د ژورنالیزم کیفیت ته نوې چانسو

نه ور په برخه کړي.

تر اوسه په مالوماتې او اطلاعاتي رسنیو کې اخبارونه تر ټولو کره او د اعتبار وړ مالوماتوسر چینې ګڼلي کیږي.اخبارونه له ډیر پخواڅخه خلکو ته د لارښوونې او د اعتبار وړ خبرې سر چینې

 

ګڼلي شوي دي.

د یوه اخبار یا مهالنې ځانګړي راز په دې کې نغښتي دی، کله چې اخبار کوم مالومات یا ټولنیز ارزښتونه خلکو ته وړاندې کوي، لوستونکې هڅه کوي په دغه ټولنیزو ارزښتونو کې د خپلوي یو ګډ احساس ومومي. له دې سره د اخبار لوستونکی په راتلونکې کې د ټولنې د لوړې پرګڼې یا ممتاز قشر سره په فکري ډګر کې ځان ګډ محسوسوي.

د دعوت میډیا ویبپاڼه بېلابېل په زړه پورې سیاسي او ټولنیز علمي مالومات خپروي. دا ویبپاڼه اوس په سلګونو، زرګونو لوستونکي او کتونکي لري. افغانان هره ورځ په دې ویبپاڼه کې د سیاسي او ټولنیزو مسایلو تر څنګ خپل ملي او کولتوري ارزښتونه لټوي.

د دعوت مهالني سره زما پېژندګلوي

کله چې په ۱۹۸۸ کال کې د دعوت اخبار په خپرونو پيل وکړو. د هیواد په دننه او بهر کې د چاپيدونکو آزادو خپرونوکچه ځښته ډیره ټیټه وه. د دعوت اخبار د ناروې په هیوادکې خپرونې پيل کړي وې. زه هغمهال یو کال مخکې تر دې نیټې د خپل ګران هیواد له پلازمېنې کابل څخه پیښور ته او بیا المان ته تازه کډوال شوي وم، په لومړي ځل یو دوست زما ما ته د دعوت اخبار یوه ګڼه په پوسته کې راولیږله. په لیک کې داسي هم لیکلي و، کله چې تا دا اخبار ولوست بیا بیرته راولیږه او یا یو بل افغان ته يي د لوستلو لپاره ورکړه. د المان د کډوالۍ په لومړیو کلونو کې زما سره د اخبار د ګډون پیسې هم نه وې. اټکل درې یا څلور کاله ورسته مي د دعوت په اخبار کې ګډون وکړو او بیا مي خپله قلمي همکاري هم ورسره پيل کړه.

زما په اند، دعوت خپله منځپانګه، محتویات او کاري کیفیت زموږ ملي او اسلامي ارزښتونو سره سم سمبال کړي دي. دعوت هر افغان د افغانستان ملي ګټو، اسلامي، افغاني کولتوري، ملي ټرمینالوجیکي ارزښتونو، ملي او سیاسي سېمبولونو ته دعوتوي. د دعوت مهالنۍ علمي څېړنیزه لیکنې، تاریخي ادبې مضامین، د افغان لوړ پوړې سیاسي چارواکو اندونه، د مخورو افغان شخصیتونو، د نظر خاوندانو خبرې اترې، مرکې، د اقتصاد، روغتیا او چاپیریال په هکله هر اړخیزه مالومات، په ځانګړي ټوګه د افغانانو د لسیزو ناورینونو او خونړې جګړې د حللارې چارې لټوي. د لر او بر افغان ولس د یووالې څخه ملاتړ کوي. د افغاني ټولنې بقا او ارتقا په برخه کې مثبت رول لوبوي. نړیوالو منلي شوي معیارونه او ارزښتونه ته پام کوي. د دعوت اخبار افغان ځوانانو او مشرانو ته د هیواد پالنې او د هیوادنۍ مینې یوه بله ډیوه ګرځیدلې ده. دعوت ډیرې علمي، سیاسي، تحقیقاتي، څېړنیزه او تحلیلي لیکنې خپروي، د بیان او د آزاد فکر ژمندويي کوي، د افغانانو عامه پوهاوي، ملي روحیې او سیاسي وېښ شعور د پنځیولو او جګیولو هڅې کوي. په ټولیزه ټوګه دې ټکو ته په کتو سره د دعوت خپلواکه رسنیو مرکز د افغانستان په دننه او بهر کې افغانان ملي یووالي، تلپاتي سولې او ملي امن نظم ته را بولې. د دعوت مهالنۍ زما ځکه خوښیږي چې یوه بې پرې او ناپییلې خپرونه ده او د هیڅ یو سیاسي ګوند او هیڅ یوې ډلې تپلې ته پروپاګند او تبلیغات نه کوي. دعوت ملي ورورولۍ، سولې او ملي پخلاینه لپاره نه ستړي کیدونکي هلې ځلې کوي.

ډیره د خوښې خبره ده، چې دعوت خپرونې خپل ۲۹ کلونه د افغان کډوالو په چوپړ کې تیر کړي دي. د دعوت خپرونې اروپا، امریکا، اسیا، افریقا او استرالیا پوري خپلو مینوالو ته رسیږي.

د دعوت مهالنۍ او د عوت میډیا ۲۴ ویبپاڼې مسوول مدیر کاري فعالیت ته له لرې یوه لنډه کتنه

بزګر صیب زموږ په شان کور، کار، خپل خپلوان، دوستان، میلمه پالنه، د خوښې او خپګان سره مل ژوند لري. بزګر صیب د خپل ورځني نورمال ژوند کارو بار ستونزو سربیره ښایې په اټکلي او اوسط ډول د دعوت اخبار د لیکلو، ډیزاینولو، چمتوکولو، چاپلو او د پوستي له لارې لیږلوته لږ تر لږه په ورځ کې د دریو نه تر څلور ساعتونو پورې کار کړي وي. که موږ دغه اټکلي څلور ساعت کار د ۲۹ کلونو په ورځو کې ضرب کړو. موږ ته پته لګیږي، چې بزګر صیب د دعوت اخبار چلولو ته د خپل خوږ ژوند څو زره ساعته وړیا کار کړي دی.

د دعوت اخبارکې مو دا هم لوستلي، چې بزګر صیب د افغانستان د سیاسي مسایلو د څېړلو، د افغان غمیزې او جګړې د حل لارې چارې لټولو په موخه ډیرو هیوادونو ته د سیاسي کارپوهانو سره د خبرواترو او مرکو لپاره په زرګونه کیلو متره لرې سفرونه کړی دي.

زما په اند، د دعوت په خپرونه باندې د نیوکو مستحق یواځې هغه څوک کیداې شی، چې دی د کډوالۍ په شرایطو کې د رسنوالۍ دنده لا نوره ښه او بهتره ترسره کولي شي. د دعوت مهالني ډیزاین او تخنیکي چارې همدرانګه د څرنګوالي په برخه کې ښایې د ځینو په سترګو کې کمزور تیاوې شتون ولري. دا باید په یاد ولرو،چې اوس د دعوت مسئوول مدیر نور یو بې تجربي او غیر مسلکي سړی نه ګڼل کیږي.

زه هیلمن یم، د دعوت معتبره رسنۍ خپل فعالیت په دوامداره توګه وساتي او په ټولو افغانانو په ټینګار سره غږ کوم، چې د دعوت خپرونه زما او ستا مادي او معنوي مرستو ته ځښته ډیره اړتیا لري.

د دعوت د معتبري مهالنۍ د فعالیت، پایښت او بڼې په اړه یو وړانډیز

د دعوت خپرونې مسئوولین که د وخت له غوښتنو سره سم لږ د نوې نړیوال ډیجیټل ډله ییزو رسنیو پرمختګونو او نوښتونو ته پام وکړي، ښه به دا وي چې د خپلي خپرونې بڼه یوې چاپي مجلې ته واړوي. دغه نوې میاشتنۍمجله باید په هره دوه یا دریو میاشتو کې په یوه ښکلي ډیزاین کې چاپ کړل شي. په دې نوې معتبره مجله کې سیاسي، فلسفي، اقتصادي، روغتیايي، چاپریال ساتني، ټولنیز ادبې، سپورتي او کولتوري مضامین د مسلکې کارپوهانو له خوا نوي په زړه پوري مالوماتې لیکنې څېړنې او ارزونې خپرې شي. د دعوت مجله باید ځان ته خپل لیکوال ومومي، څو د هرې مسلکې څانګې په اړه د خپلو مسلکې کارپوهانو څخه غوښتنه وکړي، د یوې ځانګړي موضوع په اړه نوې علمي لیکنې وکړي او د دې لیکنو امتیاز یواځې او یواځې د همدې مجلې سره محفوظ وساتل شي. مجله باید په ډیر ښکلي ډیزاین او رنګه انځورونو کې خپره شي. مجلې ته په پیل کې یوه ارزانه بیه وټاکل شي، دغه نوې مجله باید د افغانستان او د نړۍ په ګوډ ګوډ کې د افغانانو په کولتوري مرکزونو کې وپلورل شي. دا مجله باید د نړۍ معتبرو مجلو په شان لکه الماني مجله ډیر شپیګل، امریکايي مجله ټایمز او د جیوپولیټیک مجلې ته ورته وده وکړي.

د دعوت خپرونې نوویشتمي کالیزې په ویاړ

زه د یو لو ستونکي په ټوګه د دعوت ۲۹ کلن کولتوري هاندې هڅې، نوښتونه او بریاوې لوړې ارزوم او د زړه له کومي يې ستایم. حالاتو ته په کتو سره فعالیت ډیر مثبت او عالي ارزوم، د امتیاز څښتن او درنو چلوونکو ته د دې خپرونې د ۲۹  مي کالیزې د رارسیدو په ویاړ مبارکې وایم.

زما په اند د چاپي رسنیو څېړنیزخبریال بزګر صیب اوسپنیزه اراده او هڅې د ستایلو وړ ځکه دي، چې په کډوالۍکې یې دغه رسنیزه بنسټ په خپل وس او توان سره په سمه او بریالي توګه مدیریت کړي او تر ډیره بریده د ژورنالیزم اصول مراعت کړي دي.

ښاغلي بزګر ته د ویاړ او خوښې ځای دې چې دعوت مهالنۍ وکولای شول د ډیرو اقتصادي ستونزو او لږو مالي مرستو سره سره د افغانانو د ګډوالې په اوږده تاریخ کې د خپل بې پرېوالې تګلارې پر بنسټ د یو ملي تاریخي وياړمن اخبار نوم خپل کړي.

دعوت د خپلو قلمي همکاران پر مټ د افغانستان په دننه او بهرکې د اعتبار وړ یو پیاوړي آزاد ملي رسنیزه ځواک ګرځیدلي دی. د دعوت مخاطبین د هیواد ملي روڼ اندې یا د افغاني ټولنې لوړ پوړي پرګڼې دي.

دعوت لوی افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور ګڼي، ځکه یې د ملي افغانانو په منځ کې ښه نوم ګټلي دی.

دا لیکنه د دعوت پرله پسې ګڼه ۲۳۴-۲۳۵ کې خپره شوې ده

]]>
http://www.dawatmedia24.com/%d8%af%d8%b9%d9%88%d8%aa-%d8%ae%d9%be%d8%b1%d9%88%d9%86%d9%87/%d8%af%d8%b9%d9%88%d8%aa-%d8%ae%d9%be%d8%b1%d9%88%d9%86%db%90-%d9%86%d9%87%d9%87-%d9%88%db%8c%d8%b4%d8%aa%d9%85%d9%8a-%da%a9%d8%a7%d9%84%db%8c%d8%b2%db%90-%d9%be%d9%87-%d9%88%db%8c%d8%a7%da%93/feed/ 0
دعوت د افغانانو د ملی روحیی او ستراتیژیکو روابطو کی لوی رول لوبولی دی http://www.dawatmedia24.com/%d8%af%d8%b9%d9%88%d8%aa-%d8%ae%d9%be%d8%b1%d9%88%d9%86%d9%87/%d8%af%d8%b9%d9%88%d8%aa-%d8%af-%d8%a7%d9%81%d8%ba%d8%a7%d9%86%d8%a7%d9%86%d9%88-%d8%af-%d9%85%d9%84%db%8c-%d8%b1%d9%88%d8%ad%db%8c%db%8c-%d8%a7%d9%88-%d8%b3%d8%aa%d8%b1%d8%a7%d8%aa%db%8c%da%98%db%8c/ http://www.dawatmedia24.com/%d8%af%d8%b9%d9%88%d8%aa-%d8%ae%d9%be%d8%b1%d9%88%d9%86%d9%87/%d8%af%d8%b9%d9%88%d8%aa-%d8%af-%d8%a7%d9%81%d8%ba%d8%a7%d9%86%d8%a7%d9%86%d9%88-%d8%af-%d9%85%d9%84%db%8c-%d8%b1%d9%88%d8%ad%db%8c%db%8c-%d8%a7%d9%88-%d8%b3%d8%aa%d8%b1%d8%a7%d8%aa%db%8c%da%98%db%8c/#respond Mon, 26 Feb 2018 05:00:36 +0000 http://www.dawatmedia24.com/?p=90031 فهیم نظیمی ما د ښاغلی بزګر صاحب سره ډیر کلنونه پخوا په یوه میلمستیا کی په لندن کی ولیدل او په تصادفی توګه اشنا شوم او له همغې ورځې د دعوت ویبپاڼی او مجلی دعوت سره هم اشنا شوم. د هماغه وخت راهسی د ښاغلی بزګر صاحب ورځپاڼه زما د هیلو، نظریاتو د خپرولو، وطنوالو […]]]>

فهیم نظیمی

ما د ښاغلی بزګر صاحب سره ډیر کلنونه پخوا په یوه میلمستیا کی په لندن کی ولیدل او په تصادفی توګه اشنا شوم او له همغې ورځې د دعوت ویبپاڼی او مجلی دعوت سره هم اشنا شوم. د هماغه وخت راهسی د ښاغلی بزګر صاحب ورځپاڼه زما د هیلو، نظریاتو د خپرولو، وطنوالو او نړیوالو سره د ارتباط ستره منبع او وسیله ګرځیدلی ده. د ده مسلکی پوهه او هاند او زیار د دی باعث وګرځیدل چی نوموړې ورځپاڼه چاپی او رسانه یی خپرونی وکړي او ډیر زیات مینه وال پیدا کړي.

د دعوت د خپلواکو رسنیو مرکز د افغانانو د ملی روحیی او ستراتیژیکو روابطو په ټینګولو او نړی والو ته د افغانستان د حقیقت او واقعیتونو په رسولو کی لوی رول لوبولی دی. پوره ۲۹ کاله کیږي چی ښاغلی محمد طارق بزګر صاحب او د ده ټیم شپه او ورځ په پوره ایماندارۍ او مسلکی مهارت او لیاقت کار او زیار ایستلی او لوی مطبوعاتی او ژورنالیستیکي خدمات یې په پښتو او انګلیسی ژبه وړاندی کړي دي، چی خورا زیات د قدر او ستایلو وړ دی. د ده دا ټولی لاسته راوړنی په ډیرو کمو اقتصادی امکاناتو تر سره شوی او لا هم روانی دي. دعوت ورځپاڼه او مجله ، انترنیتی سایت او فیسبوکی خپرونی اوس جهانی شهرت موندلی او خورا ډیر مینه وال لری. زه فهیم نظیمی د ښاغلی بزګر صاحب د زیار، هاند، لیاقت او مسلکی پوهی او د وطنپالنی د عالی روحیی په درلودلو له کبله و ده ته د زړه له کومی مبارکی وایم. او ویاړم چی ښاغلی بزګر صاحب او د ده ټیم دا ټول صفات په تیرو څو لسیزو کی د عمل په دګر کی افغانانو او نړی والو ته ثابت کړي دي . د لوی خدایه ورته د لا بریاوو هیله کوم.    

 

   فهیم نظیمی

دا لیکنه د دعوت پرله پسې ۲۳۴-۲۳۵ ګڼو کې خبره شوې ده

]]>
http://www.dawatmedia24.com/%d8%af%d8%b9%d9%88%d8%aa-%d8%ae%d9%be%d8%b1%d9%88%d9%86%d9%87/%d8%af%d8%b9%d9%88%d8%aa-%d8%af-%d8%a7%d9%81%d8%ba%d8%a7%d9%86%d8%a7%d9%86%d9%88-%d8%af-%d9%85%d9%84%db%8c-%d8%b1%d9%88%d8%ad%db%8c%db%8c-%d8%a7%d9%88-%d8%b3%d8%aa%d8%b1%d8%a7%d8%aa%db%8c%da%98%db%8c/feed/ 0
د (دعوت) ښکلې مجله او ښکلې پاڼه / عبدالغفار جُبیر http://www.dawatmedia24.com/%d8%af%d8%b9%d9%88%d8%aa-%d8%ae%d9%be%d8%b1%d9%88%d9%86%d9%87/%d8%af-%d8%af%d8%b9%d9%88%d8%aa-%da%9a%da%a9%d9%84%db%90-%d9%85%d8%ac%d9%84%d9%87-%d8%a7%d9%88-%da%9a%da%a9%d9%84%db%90-%d9%be%d8%a7%da%bc%d9%87-%d8%b9%d8%a8%d8%af%d8%a7%d9%84%d8%ba%d9%81%d8%a7/ http://www.dawatmedia24.com/%d8%af%d8%b9%d9%88%d8%aa-%d8%ae%d9%be%d8%b1%d9%88%d9%86%d9%87/%d8%af-%d8%af%d8%b9%d9%88%d8%aa-%da%9a%da%a9%d9%84%db%90-%d9%85%d8%ac%d9%84%d9%87-%d8%a7%d9%88-%da%9a%da%a9%d9%84%db%90-%d9%be%d8%a7%da%bc%d9%87-%d8%b9%d8%a8%d8%af%d8%a7%d9%84%d8%ba%d9%81%d8%a7/#respond Sun, 25 Feb 2018 05:27:47 +0000 http://www.dawatmedia24.com/?p=90025  د (دعوت) مجلي او ویب پاڼې مؤسس ښاغلی مشر ورور محمد طارق بزګر صاحب هغه څوک دئ چي د لومړي ځل لپاره یې زما لومړی آثر ( ما ولي اسلام قبول کړ؟) د ده په هڅو او مالي لګښت سره په ۲۰۱۰ میلادي کال کي چاپ شو، که زه په لنډو کې درته ولیکم: ((ښاغلي […]]]>

 د (دعوت) مجلي او ویب پاڼې مؤسس ښاغلی مشر ورور محمد طارق بزګر صاحب هغه څوک دئ چي د لومړي ځل لپاره یې زما لومړی آثر ( ما ولي اسلام قبول کړ؟) د ده په هڅو او مالي لګښت سره په ۲۰۱۰ میلادي کال کي چاپ شو، که زه په لنډو کې درته ولیکم: ((ښاغلي بزګر صاحب زه لیکوال کړم.)) . ما له نن څخه ۸ یا ۹ کاله مخکي دعوت ویب پاڼې ته لیکنې لېږلې، چې کله به مي یوه لیکنه ولېږله، د دوهمې لیکنې لپاره به بزګر صاحب تشویق راکړ، او وبه یې هڅولم چي بله لیکنه او ژباړه وکړم، زما دوهم اثر (اسلام او نوي ساینسي څېړنې ۱ ټوک) هم د ده په کوښښ په سویډن کي تکړه ورور ښاغلي ملګزي صاحب چاپ کړ، او بزګر صاحب ته دې الله جل جلاله په دنیا او آخرت کي پوره عوضونه ورکړي. (امین)

د ښاغلي محمد طارق بزګر  صاحب ښکلې ویب پانه چي مخکي د (دعوت) په نامه او بیا (افغان سباوون) شوه، ډېره یوه هر اړخیزه او معلوماتي ویب پاڼه ده، موږ تر هر څخه مخکي همدغه ښکلې پاڼه اقلا په ورځ کي څو څو ځلي ګورو، دا ځکه چي داسې لیکنې پکښې شتون لري، چي په نورو ویب پاڼو کي نشته او بې بېلګې دي، اسلام، سیاست، ساینس، سپورت، تاریخ ، د نړۍ هیښونکي او هر ډول لیکنې، کتابونه اوویډیو ګانې پکښې شتون لري. د افغانانو د درد احساس، د سولې پیغام، د نېکمرغۍ ولولې، د سکون ټکور، د پرمختګ لارې چارې او داسې نور اړین توکي پکښې پراته دي، نه یواځي د هغو افغانانو ولولې او احساسات منعکسوي چی په لویدیځ کي اوسیږي بلکې د ګران هیواد افغانستان ورځنۍ تودې پیښې او ناخوالې هم پکښې رانغښتې دي، چي همدا د دې ښکلې پاڼې یوه ځانګړتیا ده. د بزګر صاحب په دې نړیواله پاڼه کې علاوه له دې څخه چي افغاني او اسلامي لیکنې خپریږي بلکې ازادې لیکنې هم سته، چي کېدای سي همدغه لیکنې په ډېرو ویب پاڼو کي شتون ونلري، چي مطلب مي دا دئ چي بزګر صاحب خپله یو تکړه نړیوال ژورنالست دی، نو تر ډېرې اندازې پورې د ژورنالیزم د اصولو مطابق د بیان ازادي یې هم پلې کړېده

دعوت خپرونه:  موږ زښته ډېرې مجلې لوستې او یا یې هم لولو، هم خارجي مجلې او هم داخلي مجلې، خو د (دعوت) مجله یوه بې مثله ، معلوماتي او هر اړخیزه مجله ده، بزګر صاحب موږ د (دعوت) مجلې هره ګڼه را لیږي، کله د لیکوالانو، ادیبانو، پوهانو اوعلماء داسې ګڼه ګوڼه جوړه سي چي بیا موږ دغه مجله فوتو کاپي کړو او بیا یې تر ملګرو او دوستانو پورې رسوو، چې له دې ښکلې مجلې څخه موږ هر څه لکه: سیاست، افغانپوهنه، ادبیات، تاریخ، ساینس او نور…. رازده کړيدي. که زه په دا هر څه په یوه جمله کي را ونغاړم نو زه ویلای سم ((د دعوت مجله او ویب پاڼه یو نړیوال دائرة المعارف دی.)) الله جل جلاله دي و بزګر صاحب ته اوږد عمر ورکړي چي همدا ملی ویاړ تل له ځانه سره ولري، او همدا ملي خدمت ستر عبادت وګڼي.

عبدالغفار جُبیر

دا لیکنه د  دعوت مجلې په پرله پسې ۲۳۴-۲۳۵ ګڼو کې خپره شوې ده

]]>
http://www.dawatmedia24.com/%d8%af%d8%b9%d9%88%d8%aa-%d8%ae%d9%be%d8%b1%d9%88%d9%86%d9%87/%d8%af-%d8%af%d8%b9%d9%88%d8%aa-%da%9a%da%a9%d9%84%db%90-%d9%85%d8%ac%d9%84%d9%87-%d8%a7%d9%88-%da%9a%da%a9%d9%84%db%90-%d9%be%d8%a7%da%bc%d9%87-%d8%b9%d8%a8%d8%af%d8%a7%d9%84%d8%ba%d9%81%d8%a7/feed/ 0
بمناسبت  ۲۹ مین سال نشراتی دعوت میدیا بمدیریت محمد طارق بزګر / کاندید اکادمیسین سیستانی http://www.dawatmedia24.com/%d8%af%d8%b9%d9%88%d8%aa-%d8%ae%d9%be%d8%b1%d9%88%d9%86%d9%87/%d8%a8%d9%85%d9%86%d8%a7%d8%b3%d8%a8%d8%aa-%db%b2%db%b9-%d9%85%db%8c%d9%86-%d8%b3%d8%a7%d9%84-%d9%86%d8%b4%d8%b1%d8%a7%d8%aa%db%8c-%d8%af%d8%b9%d9%88%d8%aa-%d9%85%db%8c%d8%af%db%8c%d8%a7-%d8%a8/ http://www.dawatmedia24.com/%d8%af%d8%b9%d9%88%d8%aa-%d8%ae%d9%be%d8%b1%d9%88%d9%86%d9%87/%d8%a8%d9%85%d9%86%d8%a7%d8%b3%d8%a8%d8%aa-%db%b2%db%b9-%d9%85%db%8c%d9%86-%d8%b3%d8%a7%d9%84-%d9%86%d8%b4%d8%b1%d8%a7%d8%aa%db%8c-%d8%af%d8%b9%d9%88%d8%aa-%d9%85%db%8c%d8%af%db%8c%d8%a7-%d8%a8/#respond Tue, 20 Feb 2018 05:42:51 +0000 http://www.dawatmedia24.com/?p=89994 محمد طارق بزگر، یکی از نخبه گان فرهنگی و اطلاعات جمعی در خارج از افغانستان است که قریب سی سال از بهترین ایام عمر خود را1988) -2017)، در راه  تنویر افکار و اذهان هموطنان خود با نشرمجله دعوت وسایت دعوت میدیا، صرف کرده است. ۳۰ سال کار مطبوعاتی و آگاهی رسانی بلا توقف وبدون مزد،  […]]]>

محمد طارق بزگر، یکی از نخبه گان فرهنگی و اطلاعات جمعی در خارج از افغانستان است که قریب سی سال از بهترین ایام عمر خود را1988) -2017)، در راه  تنویر افکار و اذهان هموطنان خود با نشرمجله دعوت وسایت دعوت میدیا، صرف کرده است. ۳۰ سال کار مطبوعاتی و آگاهی رسانی بلا توقف وبدون مزد،  در توان هیچکدام از ما خوانندگان و همکاران قلمی آقای بزگر نیست.

آقای بزگر، چرا این همه وقت و انرژی و توان جسمی ومادی و معنوی خود را در این راه صرف کرده است؟ آیا علت این همه سعی وتلاش او بخاطر کسب مقام و جاه دولتی بوده است؟ نه خیر. من فکر میکنم که علتش همانا عشق بیکران بکشورش افغانستان و مردم و زبان و فرهنگش بوده و است. عشق و محبتی را که من در وجود این شخصیت خوش برخورد و مؤدب و صبور و بردبار نسبت به افغانستان درک کرده ام، کمتر از عشق و علاقه ای نیست که اعلیحضرت امان الله خان برای تعالی و ترقی کشور خود داشت.      

دانشمندان جامعه شناسی در مورد عوامل پدید آورندۀ شخصیت انسان میگویند : «شخصیت ساختهٔ وراثت و محیط زیست او است.» یعنی  انسان با خصوصیات ژنتیکی خاصی به دنیا می‌آید، و پس از آن سر و کارش با محیط اجتماعی اطراف او است. محیط اطراف، عبارت از خانواده، همسایگان یا اهل روستا، کودکستان و مکتب، و بالاخره جامعه است که نقش مهمی در شکل دهی شخصیت انسان دارد.

انسان از محیطی که در آن بزرگ شده است، خواهی نخواهی تاثیر می پذیرد، اگر از اطرافیان خود محبت دیده باشد، با دیگران با محبت رفتار میکند واگر خشونت دیده باشد، طبعاً خشن بار می آید وبا دیگران از درِ خشونت پیش خواهد آمد. اما ذکاوت و خلاقیت و ابتکار از وراثت انسان سرچشمه میگیرد. به همین جهت است که انسانهای یک جامعه، همه دارای عین قابلیت و استعداد و خلاقیت نیستند وهر کدام شان، دارای مختصات و ویژه گی های منحصر به خود اند که با همان ویژه گیها از یک دیگر متمایز میگردند.

تا زمانی که انسان، در عرصه زندگی و کار از خود مهارت و لیاقتی تبارز نداده باشد، نمیتوان در موردش، نظری مشخصی ارائه کرد. فقط در روند کار و در پراتیک زندگی است که ظرفیت انسان و توانائی هایش متبارز میگردد و دیگران را تحت تاثیر خود قرار میدهد  و حسن نظر یا سوء نظر اطرافیان را نسبت به خود برمی انگیزاند.

مثلاً: انسانها با تبارز قابلیت های خاصی درعرصه های سیاسی، نظامی، اجتماعی، فرهنگی، فلسفی، یا هنری از خود آثاری (چون: کتاب، مقاله، رساله، یا یک اثرهنری از قبیل: آهنگ های موسیقی، مجسمه یا تابلوی نقاشی) برجای میگذارند و بخاطر آفریده های خویش، در جامعه متبارز میگردند و صاحب نام و شهرتی میگردند. شناختن چنین آدمهایی کاری مشکل نیست و میتوان از روی آثار شان، به طرز تفکر و ایده ها و نیات و پیام شان  پی برد و آنان را برای نسل های جوان حال و آیندۀ جامعه معرفی نمود. جوانان نیزعلاقمند اند تا از کرکتر و کارنامه آدمهای موفق، برجسته و خلاق  تاسی بجویند و شخصیت خود را تکامل ببخشند. طبعاً این احساس آنها را بسوی تلاش برای طی کردن پله های ترقی و تعالی و کسب درجات علمی بالاتر و زندگی آبرومند و فارغ از کژی و نادرستی تشویق میکند.

آنهای که در ابراز لیاقت، خلاقیت، درایت، کسب علم و فضیلت، راستی ودرستی و وطندوستی از آزمون زمان موفقانه عبورکرده باشند، نخبه گانی استند که مایۀ افتخار و سرمشق دیگران میگردند و همواره الگوی راستی و درستی و انسان دوستی پنداشته می شوند. اما انسانهای که فاقد استعداد و ذکاوت وخلاقیت و لیاقت استند، معمولاً به ریا کاری وتملق و چاپلوسی و دروغ متوسل میشوند، و معلومدار افراد زبون، اپرچونست و ابن الوقتی اند که بخاطر حفظ یا کسب منافع شخصی، سر و گردن خم میکنند و برای جلب توجه ارباب قدرت حاضراند تن به هر پستی بدهند.

هریکی از ما در زندگی روزمره خود، با هردو گروه انسانهای خوب و آدمهای بد و پلید روبرو شده ایم. از آدمهای نیکوکار و نکونام، به نیکی یاد میکنیم و از انسانهای فاسد و استفاده جو و دروغگو  اظهار نفرت و انزجار میکنیم.

از بحث بدور نرویم، بحث بر سر محمد طارق بزگر، یکی از شخصیت های فرهنگی افغانستان مقیم کشور ناروی است. بزگر فرزند دره های سرسبز و کوهساران پوشیده از جنگلات طبیعی و درختان کاج و نشتر ولایت کنر است. کُـنر یکی از ولایات دور افتاده در شمال شرق سلسه کوه های هندوکش واقع شده و دارای مناظر طبیعی زیبا و دره های پرجاذبه ودلکش است. در این دره ها، رودهای سرمست و پرآب با آبشارهای زیبا و دل انگیزاز میان سنگلاخها جریان دارد که مایه حیات انسان و حیوان و نبات منطقه است.

محمد طارق بزګر  و سیستانی در ناروی ۲۰۰۷

جناب بزگر، دریک چنین فضای ازاد و خوش آب و هوا، در یک خانواده منور و تحصیل کرده و صاحب قلم پشتون با قابلیت و استعداد خلاقیت  و سرشار از حب وطن دوستی بدنیا آمد، و از عطوفت والدین و برادران و خواهران خود، محبت وصفا و صمیمیت دید و راستی و صداقت شنید و بتدریج بزرگ و بزرگتر شد تا به مکتب رفت و از معلم و استادش نیز درس آزادگی و صداقت و محبت به وطن را همانگونه که در خانواده شنیده بود، به تکرار شنید و آموخت. بزگر وقتی قدم بسن جوانی گذاشت و نزدیک بود صنف یازدهم لیسۀ نادریه کابل را تمام کند و بقیه پله های تحصیل را در وطنش طی کند، ولی متاسفانه  که تجاوز اتحاد شوروی برکشورش، او را از آغوش مادر وطن به دور ساخت. او درسال ۱۹۸۰ مثل هزاران تن دیگر راه مهاجرت در پیش گرفت  واز کابل به پیشاور رفت. در آنجا دروسش را ادامه داد و در رشته علوم سیاسی و اسلام از اسلامیه کالج و پوهنتون پشاور لیسانس گرفت و درحالی که 21 یا 22 سال عمر داشت، به کشور ناروی پناهنده شد.

بزگر، درسال ۱۹۸۸ در کشور ناروی بحیث یک مهاجر افغان از حمایت های اجتماعی و فرهنگی کشور ناوری برخوردار گردید، و در رشته کمپیوتر و میدیا و کمونیکیشن (مطبوعات و ارتباطات) به تحصیل خود پرداخت. بزګر در رشته ژورنالیزم دارای تحصیلات عالي  و تجربه زیات بوده و نیز در عرصه ژورنالیزم انترنتی نیز تحصیلات هالی از های سکول بودو  در شمال ناروې دارد و برای سالیان درازی  در تلویزیون دولتی ناروې NRK کار کرد و نیز  از طریق فاصله دور (انلاین) از انګلستان رشته ژورنالیزم را بیشتر تقویت کرده است. آقای بزگر در پهلوی درس و تحصیل خود در ناروی، در صدد برآمد تا به مردم افغانستان از یک طریق سالم خدمتی انجام دهد. چون علاوه برذوق و علاقه به مطبوعات ورسانه های جمعی، خود را با دانش وتیوری این رشته از علوم انسانی مجهز کرده بود، در دسمبرسال ۱۹۸۸دست به نشر یک مجله ماهانه بنام دعوت زد.  بزگرخود گفته است که کار نشراتی مجله دعوت را در اوج مشکلات، با امکانات اندکی از طریق نوشتن با دست خود آغاز کرد و پس از نشر مجله، خود را مجبور دید تا آن را برای هموطنان نزدیک خود ابتدا در کشورهای ناروی، سویدن و دنمارک توزیع نماید و مصارف پستی را هم از جیب خود بپردازد. بتدریح علاقمندان دعوت در کشورهای دیگر اروپائی و امریکایی بیشتر میشوند و او خود را مکلف می بیند تا دعوت را که حاوی اطلاعات و آگاهی ضروری سیاسی و اجتماعی و ادبی بود، به بیش از پنجاه وپنج کشور اروپائی و آسیائی و امریکائی برای افغانان برساند.

 با رواج انترنت و میدیای برقی، درنیمه دوم دهه ۹۰ قرن بیستم، آقای بزگر کار بروز رسانی سایت دعوت میدیا را به زبان های پشتو و دری و انگلیسی و نارویژی باصداقت وطن پرستانه به مردم افغانستان ارائه کرده است.

آقای بزگر بدون وابستگی به سازمان سیاسی خاصی، با دیدگاه فراخ هرگونه نظریات مخالف و موافق را مجال  نشر و امکان تبارز میدهد، به همین لحاظ او مورد احترام همه افغانان و بخصوص همکاران قلمی و مطبوعاتی خود قرار دارد و با خلق خوش و کرکتر عالی ای که از تربیت خانوادگی خود به ارث برده است، همه را گرویده شخصیت متین وبا وقار خود ساخته است.

اینک از خدمات فرهنگی او به حیث مدیرمسئول دعوت میدیا ۲۹ سال میگذرد. او دراین مدت بطور خستگی ناپذیری در راه بیداری و تنویر اذهان و شعور جوانان کشور، نقش روشنگرانه خود را منحیث یک افغان وطندوست و خدمتگزار افغانستان به نحو خیلی تحسین برانگیز انجام داده و میدهد.

این همه پشت کار و صرف وقت و انرژی، بدون تردید، ناشی ازعشق عمیق او نسبت به مردم کشور و آگاهی دادن به مردمی است که خودش از میان انها بیرون آمده است. از این جهت جناب بزگر صاحب دین بزرگی برگردن ما افغانها دارد. بنابرین من این خدمات معنوی وبا ارزش اقای بزگر را قابل تقدیر و ستایش میدانم و برای سرفرازی این شخصیت برازنده و یکی از فرهنگیان نخبه کشور عمر طولانی و توفیق مزید از خدا آرزو میکنم .

]]> http://www.dawatmedia24.com/%d8%af%d8%b9%d9%88%d8%aa-%d8%ae%d9%be%d8%b1%d9%88%d9%86%d9%87/%d8%a8%d9%85%d9%86%d8%a7%d8%b3%d8%a8%d8%aa-%db%b2%db%b9-%d9%85%db%8c%d9%86-%d8%b3%d8%a7%d9%84-%d9%86%d8%b4%d8%b1%d8%a7%d8%aa%db%8c-%d8%af%d8%b9%d9%88%d8%aa-%d9%85%db%8c%d8%af%db%8c%d8%a7-%d8%a8/feed/ 0 ٢٩ کاله دعوت وشو، خو زمونږ د وېښتابه کار څنگه شو؟ / محمدآصف ننگ http://www.dawatmedia24.com/%d8%af%d8%b9%d9%88%d8%aa-%d8%ae%d9%be%d8%b1%d9%88%d9%86%d9%87/%d9%a2%d9%a9-%da%a9%d8%a7%d9%84%d9%87-%d8%af%d8%b9%d9%88%d8%aa-%d9%88%d8%b4%d9%88%d8%8c-%d8%ae%d9%88-%d8%b2%d9%85%d9%88%d9%86%da%96-%d8%af-%d9%88%db%90%da%9a%d8%aa%d8%a7%d8%a8%d9%87-%da%a9%d8%a7%d8%b1/ http://www.dawatmedia24.com/%d8%af%d8%b9%d9%88%d8%aa-%d8%ae%d9%be%d8%b1%d9%88%d9%86%d9%87/%d9%a2%d9%a9-%da%a9%d8%a7%d9%84%d9%87-%d8%af%d8%b9%d9%88%d8%aa-%d9%88%d8%b4%d9%88%d8%8c-%d8%ae%d9%88-%d8%b2%d9%85%d9%88%d9%86%da%96-%d8%af-%d9%88%db%90%da%9a%d8%aa%d8%a7%d8%a8%d9%87-%da%a9%d8%a7%d8%b1/#respond Mon, 19 Feb 2018 05:58:33 +0000 http://www.dawatmedia24.com/?p=90016   محمد آصف ننگ د کاروان د تحقيقاتو د مرکز رئيس،  ١٣٩٦ د تلې مياشت، کابل ٢٩ کاله يعني د يو نسل عمر، دومره ډېر کلونه د دعوت ورځپانې دعوتي او د وېښتابه او د اذهانو د تنوير ماموريت ترسره شو، د خپلې مطبوعاتي تجربې له مخې، چې د وطن مياشتنې مجلې او بيا د […]]]>

 

محمد آصف ننگ

د کاروان د تحقيقاتو د مرکز رئيس،

 ١٣٩٦ د تلې مياشت، کابل

٢٩ کاله يعني د يو نسل عمر، دومره ډېر کلونه د دعوت ورځپانې دعوتي او د وېښتابه او د اذهانو د تنوير ماموريت ترسره شو، د خپلې مطبوعاتي تجربې له مخې، چې د وطن مياشتنې مجلې او بيا د اقتصاد مياشتنې مجلې د مدير مسوول په حيث مسووليت درلود، راته معلوميږي چې د ټولنې د بيدارولو او پوهولو کار څومره ستونزې لري.

دغسې دروند، له مسووليت او زحمت ډک مزل، چې ښاغلې محمدطارق بزگر او ټيم يې پوره ٢٩ کاله طى کړى واقعاً له عظمت ډک دى او سخت د قدردانۍ وړ ده.

په همدې دعا چې خداى پاک دې د دې غښتلې شخصيت قلم او پيام پياوړى لري او هم دې خداى پاک پر دې ملت رحم وکړې چې د غفلت له خوبه راوېښ شي او د نړۍ د ترقۍ او پرمختگ له کاروان سره دې دوى هم سيال شي.

دعوت خپرندوى مرحلې:

 که ٢٩ کلن تسلسل ته وکتل شي، زه يې په څو مرحلو کې څېړلې شم:

(١) په افغانستان کې د انقلابي احساساتو مرحله، دا هغه مرحله وه چې د رغونې او تحمل پيامونه پکې کم چليدل، دا داسې مرحله وه چې د انکشاف، ترقۍ او پرمختگ او د نظام جوړونې په هکله بحث کول، ډير اوريدونکې او خريداران نه درلودل، خو دعوت پدې کلونو کې هم ډېر ښکلې مباحث درلودل، دعوت پدې مرحله کې يو روڼ آندۍ قشر وروزه او هغه قشر د نن ورځې په کار و بار کې ډېر ښکلې او مثبت نقش ايفا کوي، دعوت پدې کلونو کې د انقلابونو پيامونه کم او د وطن او وطن پالنې پيامونه ډېر نشر کړل.

(٢) بله مرحله د طالبانو مرحله وه، دا کلونه هم سخت ول، داسې کلونه وو چې پکې بيا هم د وطن او وطنپالنې سودا ورکه شوې وه، فکري اختناق ته ورته مرحله وه، د ليکوالانو قلم نه چليده، محدوديتونه هم پريمانه و، پدې کلونو کې دعوت له وطن ليرې و خو مخاطبين يې په ايران، پاکستان او غربي هيوادونو کې تر ټولو ډېر و، دعوت پدې کلونو کې د وطنپالنې تر څنگ، خپله بې طرفي حفظ کړه، او د وطن د نجات او فلاح لپاره يې ښې ډېرې مقالې خپرې کړې.

(٣) تر سپتمبر (٩) وروسته مرحله، دا زمونږ په تاريخ کې د بدلون او تحول تر ټولو عمده مرحله ده، پدې مرحله کې د افراط تر حده د ديموکراسۍ شعارونه وغږول شول، پدې مرحله کې دوه درې پدېدې د بحث وړ دي، اول دا چې رسنۍ غږيزې او چاپي ډېرې شوې، بيا يو څو کاله وروسته پسې بصري رسنۍ او تلويزونونه ډېر شول، پدې رسنيزه وسايلو کې خو شوقي او تفريحې برنامې ډېرې دي، خو د خردمندۍ، بيدارۍ، تعقل، تربيت او هدفمنده ماموريت ته د ولس د توجيه کولو او بسيج کولو پيامونه پکې ډېر کم خپاره کيږي.

پدې حاضر دور کې خواله رسنۍ، تويتر، فيسبوک او… هم پرې اضافه شول، چې د پيامونو د مديريت او سانسور سلسله يې ختمه کړه، بې بندوباري يې وزيږوله، د حق او باطل، د سهې او غلط او د گټور او مضر پيام او خطاب تفکيک يې مشکل کړ.

بل دا چې پدې مرحله کې د چاپيزو رسنيو، يا پرنټ ميډيا، نقش ډېر کمزورى شو، د خبر د نشر سرعت زيات شو او هر څه په ډيجټل بڼه واوښتل.

پدې حاضر دور کې دعوت او بزگر دواړه ښه چليدلې، د تيرو ١٦ کلونو تسلسل مې په چابکه توگه وکتو، واقعاً ډېر عالې پيامونه خپاره شوي، د اعتداله پر کرښې تگ شوى، ابله بازاري او اپلت پيامونه او مقالې قطعاً ندې نشر شوي، پدې مرحله د دعوت په مطالبو او مقالو کې د سولې غوښتونکې، چاپيريال او محيط زيست، معادن، منابع، اقتصاد، سياسي اصلاحات، وده او انکشاف، پوهنه، زراعت او هر ډول تنوع څخه ډک نشرات شوي دي، د بزگر صاحب په اړوند رسنيو کې د هنر برخه هم ښکلې اثار لري، د محلې نايابه موسيقۍ کليپونه، تصويري هنر، جالب عکسونه او…

د دې ټولو معنا دا چې دعوت د عصر په ژبه ښه پوهيږي، اعتدال او معقوليت ښه ساتلې شي او د وخت له تقاضاوو سره سم مزل کولى شي.

سپارښتنې:

سپارښتنې مې هم مختصره دې، ويپ پاڼې کې دې د پښتو کتابونه ور اضافه شي، په خاصه توگه هغه کتابونه چې ژباړې ته ضرورت لري. د امريکا او اروپايي سياست او اقتصادي ودې په هکله ډېر ښکلې آثار چاپ شوي، که ژباړه يې ترسره شي او بيا علاقمندانو ته کېښودل شي، نو د سياسي بصيرت په برخه کې به مهم نقش ولوبوي.

بل دا چې که دعوت د مهالنۍ يا فصلي مجلې په حيث په عصري او رنگه بڼه چاپ شي، نو د چاپې رسنيو صنعت او د مطالعې کلتور به ادامه پيدا کړي. ډیر خلک انترنيت ته لاسرسی نلري، او يو زيات شمير خلک په پوهنتونونو، انستيتوتونو او مکتبونو او مدرسو کې دي، دوى بايد له پامه ونه غورځول شي، ځوانان ځکه مهم دي چې خداى مکړه بيا د افراطي افکارو ښکار نشي، انقلابونه له همدې څو پوهنتونونو را شروع شول او څلويښت کاله يې دوام وموند، وطن يې هم ړنگ کړ او دوه ميليون وگړې پکې شهيدان شول. ځکه نو تاکيد کوم چې مجله دې هم خپره شي.

زه شخصاً د دعوت هغه مزمن لوستونکى او مينه وال يم، چې له دعوت مې ډېر څه زده کړې، ځکه نو دغه خپرندوى بنياد حق لري چې امتنان يې وکړم، له چلونکي ټيم، مشرتابه او د ليکوال غړو له ډلې څخه يې…

رڼا مو لا ځلانده اوسه او خداى پاک دې د دې سپېڅلېو زحمتونو بدله په دنيا او آخرت کې درکړې.

دا لیکنه د دعوت مجلې په ۲۳۴-۲۳۵ ګڼو کې خپره شوې ده

]]>
http://www.dawatmedia24.com/%d8%af%d8%b9%d9%88%d8%aa-%d8%ae%d9%be%d8%b1%d9%88%d9%86%d9%87/%d9%a2%d9%a9-%da%a9%d8%a7%d9%84%d9%87-%d8%af%d8%b9%d9%88%d8%aa-%d9%88%d8%b4%d9%88%d8%8c-%d8%ae%d9%88-%d8%b2%d9%85%d9%88%d9%86%da%96-%d8%af-%d9%88%db%90%da%9a%d8%aa%d8%a7%d8%a8%d9%87-%da%a9%d8%a7%d8%b1/feed/ 0
د دعوت ۲۹م پسرلی / قریب الرحمن سعید http://www.dawatmedia24.com/%d8%af%d8%b9%d9%88%d8%aa-%d8%ae%d9%be%d8%b1%d9%88%d9%86%d9%87/%d8%af-%d8%af%d8%b9%d9%88%d8%aa-%db%b2%db%b9%d9%85-%d9%be%d8%b3%d8%b1%d9%84%db%8c-%d9%82%d8%b1%db%8c%d8%a8-%d8%a7%d9%84%d8%b1%d8%ad%d9%85%d9%86-%d8%b3%d8%b9%db%8c%d8%af/ http://www.dawatmedia24.com/%d8%af%d8%b9%d9%88%d8%aa-%d8%ae%d9%be%d8%b1%d9%88%d9%86%d9%87/%d8%af-%d8%af%d8%b9%d9%88%d8%aa-%db%b2%db%b9%d9%85-%d9%be%d8%b3%d8%b1%d9%84%db%8c-%d9%82%d8%b1%db%8c%d8%a8-%d8%a7%d9%84%d8%b1%d8%ad%d9%85%d9%86-%d8%b3%d8%b9%db%8c%d8%af/#respond Sun, 18 Feb 2018 05:47:41 +0000 http://www.dawatmedia24.com/?p=90013 د هیواد په سخت پیچلیي، د ناورینو او نانندریو ډک تاریخ کي، نژدی ۲۹ کله مخته د نومبر په میاشت کي ، ددعوت تر نامه لاندي، محترم  طارق بزګر، د خپلو او د خپلو مینوالو د احساساتو د بیانولو، څرګندولو، او د هیواد د سیاسي او ټولنیزو حالاتو څخه د عامو ولسي وګړو د خبرولو […]]]>

د هیواد په سخت پیچلیي، د ناورینو او نانندریو ډک تاریخ کي، نژدی ۲۹ کله مخته د نومبر په میاشت کي ، ددعوت تر نامه لاندي، محترم  طارق بزګر، د خپلو او د خپلو مینوالو د احساساتو د بیانولو، څرګندولو، او د هیواد د سیاسي او ټولنیزو حالاتو څخه د عامو ولسي وګړو د خبرولو په خاطر، د فقر او بي وطنۍ په فضا کي، د ناروي د هارایډ څخه، میاشتنۍ خپرونه پیل کړه. دا په داسي حال کی چي نه هغه وخت کمپيوټرونو ته دومره وده ورکړل شوي وه او نه د اوس په څیر د لیږد رالیږد اسانتیاوو شتون  درلود او نه دغه ډول نور کمپیوتري او یا تیلیفوني سهولتونه شتون درلود. یواځنی وسایل چی تري ګټه اخیستل کیده د فکس ماشین او یا هم د پوستي خط وه. د فکس د ماشین سهولت هم ډیر کم  میسر و.

 زما یاد دي چي محترم بزګر صیب به د خپلو ورځنیو کاري مصروفیتونو ترڅنګ د شپي تر ناوخته پوري په پوسته کي راغلي لیکونه، شعرونه او مضمونونه پخپله تصحیح او ټایپ کول او بیا به یی په خپله میاشتنۍ خپرونه  کي د خپریدو له پاره اماده کول. هغه وخت دغه څیړنیزه سیاسي ټوله به لمړۍ  چاپ او بیا به  ټولو مینه والو ته د پوستی له لاري  ور لیږل کیده، چي پوستي مصارف به یی هم پخپله  د دعوت د بنسټ ایښوونکي او مسؤل مدیر له اړخه ور کول کیدل. کم  مثال به تر سترګو شي چي د دعوت مینوالو به ورسره د دي  اقتصادي بار په پورته کولو کی لاس کړی وي ، خو د دعوت  مسؤل خپل ولس او دولس منوري طبقي  ته د خپلی سیاسي ټولی (دعوت)  ورلیږل دخپل ځان لپاره یو چلینج ګڼلی و په دي خاطر یی د خپلي هغه پانګی  څخه،  چي د خپلو مټو په زور  یی ګټله، ډیره برخه ددعوت په  چاپ او بیا د دي سیاسي  او ټولنیزی ټولي په پوستي  مصارفو  لږوله .

۲۹ کاله مخته  هیواد د یوي  توری تیاری سره مخ و، دهیواد په سیاسي او ټولنیزه فضا وحشت او دهشت حاکم و. په سلګونه زره انسانان د وخت د بیرحمه حاکمانو د تیریو له لاسه د خاورو  خوراک ګرزیدلي وو،  ولس مو په مختلفو ګاونډیو او اروپایی هیوادو کي د مهاجر په نامه  پاشل شوی و. میندی بوري شوي وی، ناوي کونډی شوي وي او کوچنیان یتیمان شوي وو او په پردیو هیوادو کی د اجنبي انسانانو لاسو ته ناست وو. او هر چا چي څنګه یی زړه غوښتل همغسي لوبی  یی پري کولي .

د هیواد دننه په مطبوعاتو سانسور و، ان تر دي چي د بهرنیو رادیوګانو خبرونه اوریدل هم  مرګوني جرم ګرزیدلي و. ولس د خپل هیواد په اړه د هیڅ نه خبر نه و، نه د انټرنیټ سهولت شتون درلود اونه  د سپوږمکیو استانیتاوي میسري وی ترڅو ولس تري د خپل هیواد دسیاسي او ټولنیزو حالاتو  په اړه کره معلومات تر لاسه کړي. په داسي کرغیړنو او د نانندریو نه ډکو حالاتو کي د دعوت میاشتنۍ د ولس د یو شمیر منورینو له پاره د رڼا او مشال حیثیت درلود. هغوي کولي شول  چي ددي لاري خپل نظریات د ولس د نورو پرګنیو سره شریک  کړي، او د دعوت مسؤل او بنسټ ایښوونکي هم د ټولو تهدیدونو او ګواښونو سره سره بیا هم په خپل هوډ او عزم  کلک ولاړ و، هغه خپله دغه میاشتنۍ د ټولو اقتصادي او ټولنیزو ستونزمنو شرایطو سره یو ځای فعاله و ساتله، ان تر دي چي په انټرنیټي دوران کی یی ددعوت ترنامه لاندي پاڼه هم پرانیسته  چی د هیواد د ملي ژبو (پښتو او دري) نه علاوه یی په انګلیسي او ناروژی ژبو هم خپروني پیل کړی. دعوت هم په انټرنیټي جال کي او هم په چاپي برخه  کي په دغه  ستره تاریخي اوږده  موده کي د هیواد د مطبوعاتو د یوه ځلانده ستوري په څیر وځلید، په خپرونو کي یی ورځ تر بلي دعلمیت او د انسانیت او حق په لور دبللو وړتیا نوره هم  زیاته شوه  او ډیر ژر یی د انټرنیټي خپرونو له لاري په نړیواله توګه د هیوادوالو تنده  ورماته کړه .

دعوت د خپل تأسیس نه  را وروسته په دي اوږده موده کي ډیر ستر او تاریخي ګامونه اخیستی، د هیواد د ملي ګټو او شتمنیو یی دفاع کړی، د وطن او هیواد پالنۍ روحیه یی غښتلی کړي، او ولس یی د پردیو او پردیپالو، د استعمار او استحمار، اشغال او نیواک  په مقابل کی د یوه واحد دریځ  په لور رابللی. تر هغي چي ما د دعوت خپرونی لوستي اویا مي یی انټر نیټي  لیکني تعقیب کړي په هیڅ  یوه کي یی هم  د هیواد سره د میني او د خپلو ملي ارزښتونو او مقدسي خاوري ددفاع نه اخوا د نورو قومونو تر منځ د تعصب نښي نه دي څرګندی شوي، بلکه په یوه  متحد  پلیټ فارم د ولس د راټولیدو دروند مسؤلیت یی  په غاړه اخیستي او تر اوسه پوري دغه دروند مسؤلیت په  غاړه لري.

زه د دعوت  بنسټ ایښوونکي مسؤل مدیر، محترم  محمد طارق بزګر ته د دغي ملي خپروني د ۲۹مي کلیزي په مناسبت د زړه له کومی مبارکی وایم او د الله تعالي نه ورته په دي اړه د لا زیات توفیق  غوښتونکي یم .

په درنښت

قریب الرحمن سعید  

 

دا لیکنه د دعوت پرله پسې ګڼو ۲۳۴-۲۳۵ کې خپره شوې ده

]]>
http://www.dawatmedia24.com/%d8%af%d8%b9%d9%88%d8%aa-%d8%ae%d9%be%d8%b1%d9%88%d9%86%d9%87/%d8%af-%d8%af%d8%b9%d9%88%d8%aa-%db%b2%db%b9%d9%85-%d9%be%d8%b3%d8%b1%d9%84%db%8c-%d9%82%d8%b1%db%8c%d8%a8-%d8%a7%d9%84%d8%b1%d8%ad%d9%85%d9%86-%d8%b3%d8%b9%db%8c%d8%af/feed/ 0
دعوت ډیرو هغو پیغلو او ځوانانو لپاره چې خپل هیواد نلری د یوې لارښود په حیث خپل رول لوبولی دی http://www.dawatmedia24.com/%d8%af%d8%b9%d9%88%d8%aa-%d8%ae%d9%be%d8%b1%d9%88%d9%86%d9%87/%d8%af%d8%b9%d9%88%d8%aa-%d8%af-%da%89%db%8c%d8%b1%d9%88-%d9%87%d8%ba%d9%88-%d9%be%db%8c%d8%ba%d9%84%d9%88-%d8%a7%d9%88-%da%81%d9%88%d8%a7%d9%86%d8%a7%d9%86%d9%88-%d9%84%d9%be%d8%a7%d8%b1%d9%87-%da%86/ http://www.dawatmedia24.com/%d8%af%d8%b9%d9%88%d8%aa-%d8%ae%d9%be%d8%b1%d9%88%d9%86%d9%87/%d8%af%d8%b9%d9%88%d8%aa-%d8%af-%da%89%db%8c%d8%b1%d9%88-%d9%87%d8%ba%d9%88-%d9%be%db%8c%d8%ba%d9%84%d9%88-%d8%a7%d9%88-%da%81%d9%88%d8%a7%d9%86%d8%a7%d9%86%d9%88-%d9%84%d9%be%d8%a7%d8%b1%d9%87-%da%86/#respond Sat, 17 Feb 2018 05:29:05 +0000 http://www.dawatmedia24.com/?p=90009 انسانان د خپلو معلوماتو پر بنیاد د خپل ژوند لارې ټاکي او د خپلو معلوماتو په رڼا کښې خپل ژوند تیروي. ویښ انسانان، قومونه، ولسونه، او ملتونه تل کوښښ کوي چې معلومات یي د حقایقو پر بنسټ ولاړ وي. همدغه وجه ده چې دوی تل کامیابه، سرلوړي، پر خپلو ځانونو معتقد او خپلواکه ژوند کوي. […]]]>

انسانان د خپلو معلوماتو پر بنیاد د خپل ژوند لارې ټاکي او د خپلو معلوماتو په رڼا کښې خپل ژوند تیروي. ویښ انسانان، قومونه، ولسونه، او ملتونه تل کوښښ کوي چې معلومات یي د حقایقو پر بنسټ ولاړ وي. همدغه وجه ده چې دوی تل کامیابه، سرلوړي، پر خپلو ځانونو معتقد او خپلواکه ژوند کوي.

که په تیرو وختونو رڼا واچوو او مختلف ولسونه یو له بل سره پرتله کړو نو په ډیره اساني سره به ووینو چې هغه ولسونه چې د غلطو معلوماتو ښکار شوي دي نو یا خو یي نوم او نښان ورک شوی دی او یا د تباهي ښکار شوي او د ذلت او د بل واکی په تورو شپو کښې د محتاجی ژوند تیروي.

که چیرې مونږ د افغانستان دې تیرو څو لسیزو ته یوه کتنه وکړو نو پدې به پوه شو چه هغه غلط معلومات چه زمونږ تر غوږونو تر ننه پورې رارسیږي ترینه تر څومره د پردیو ګټو دپاره استفاده شوې ده او څومره زمونږ د تباهی او بربادی سبب ګرځیدلی دی.

د دغو ټولو حقایقو په نظر کې نیولو سره باید ووایو او دا ومنو چې معلومات او رسنی زمونږ د ژوند او مرګ سره تړلي دي. دا باید ومنو چې سپیڅلي ژورنالستان همیشه د خپلو پرګنو او ملتونو ګټې له خپل ژوند څخه برترې ګڼي او خپل ژوند د خپل ملت په ژوند کښې ویني. نو ځکه په ډیرو ځایونو او حالاتو کښې دغه سپیڅلي انسانان د ظالمانو، وحشتګرو او د بې ضمیره انسانانو د توطئو ښکار شوي، په زندانونو کښې غورځول شوي او ډیرو خپل ژوند له لاسه ورکړي.

ښاغلي محمد طارق بزګر هم یو له هغو سپیڅلو ژورنالستانو څخه دی چه خپل ټول عمر یي د خپل جنګ ځپلي ولس ته قرباني کړی دی او د خپل ملت اواز یي په هر ځای، هر وخت او هر حالت کې ژوندی ساتلی دی.

دعوت دا یوازی نه چې یوه خپلواکه خپرونه ده بلکه د ډیرو هغو پیغلو او ځوانانو لپاره چې خپل هیواد نلری د یوې لارښودې په حیث خپل رول لوبولی  دی.

کله چې زه د لسو کالو په عمر کې له خپل ټاټوبی افغانستان نه له خپلې کورنۍ سره وشړل شوم او بیا وروسته د اروپا او امریکا ښارونو کې سرګردانه او له خپل ټاټوبې او ولس ځخه نا خبره ګرځیدم نوهمدغه دعوت او د دعوت پر څیر نورې ملي خپرونې وې چه ما ته او زما پر څیر میلیونونو نورو ځوانانو ته یي د خپل هیواد کیسې کولې او زمونږ زړونه یي له خپل ټاټوبي سره پیوندول.

نن د دعوت او د نورو ملي خپرونو له برکته مونږ یواځې دا نه چې د خپل هیواد له حالاتو خبریږو بلکه د دغه معلوماتو په رڼا کې د خپل هیواد او خلکو د سوکالی له پاره هلې ځلې کوو.

شاهي سعادت

 

دا لیکنه د دعوت مجلې پرله پسې ۲۳۴-۲۳۵ ګڼو کې خپره شوې ده

]]>
http://www.dawatmedia24.com/%d8%af%d8%b9%d9%88%d8%aa-%d8%ae%d9%be%d8%b1%d9%88%d9%86%d9%87/%d8%af%d8%b9%d9%88%d8%aa-%d8%af-%da%89%db%8c%d8%b1%d9%88-%d9%87%d8%ba%d9%88-%d9%be%db%8c%d8%ba%d9%84%d9%88-%d8%a7%d9%88-%da%81%d9%88%d8%a7%d9%86%d8%a7%d9%86%d9%88-%d9%84%d9%be%d8%a7%d8%b1%d9%87-%da%86/feed/ 0
زه او دعوت، 23 کاله د مخه! /سردارولي پښتون زوی http://www.dawatmedia24.com/%d8%af%d8%b9%d9%88%d8%aa-%d8%ae%d9%be%d8%b1%d9%88%d9%86%d9%87/%d8%b2%d9%87-%d8%a7%d9%88-%d8%af%d8%b9%d9%88%d8%aa%d8%8c-23-%da%a9%d8%a7%d9%84%d9%87-%d8%af-%d9%85%d8%ae%d9%87-%d8%b3%d8%b1%d8%af%d8%a7%d8%b1%d9%88%d9%84%d9%8a-%d9%be%da%9a%d8%aa%d9%88%d9%86-%d8%b2/ http://www.dawatmedia24.com/%d8%af%d8%b9%d9%88%d8%aa-%d8%ae%d9%be%d8%b1%d9%88%d9%86%d9%87/%d8%b2%d9%87-%d8%a7%d9%88-%d8%af%d8%b9%d9%88%d8%aa%d8%8c-23-%da%a9%d8%a7%d9%84%d9%87-%d8%af-%d9%85%d8%ae%d9%87-%d8%b3%d8%b1%d8%af%d8%a7%d8%b1%d9%88%d9%84%d9%8a-%d9%be%da%9a%d8%aa%d9%88%d9%86-%d8%b2/#respond Fri, 16 Feb 2018 05:17:11 +0000 http://www.dawatmedia24.com/?p=90004 ما هم د نورو لالهاندو افغانانو په څېر؛ سترګي د کډوالۍ پر مهال په پردي وطن کي روڼي کړې. ستونزي، بې وطني پرديتوب او نور ډول-ډول ذهني شکنجې د هري ورځي مهال وېش وو. ۱۹۹۴ع کال زما د پاره ځکه خوښ کال دئ چي زه په لومړي ځل په اول نمرګۍ سره دريم ټولګۍ ته […]]]>

ما هم د نورو لالهاندو افغانانو په څېر؛ سترګي د کډوالۍ پر مهال په پردي وطن کي روڼي کړې. ستونزي، بې وطني پرديتوب او نور ډول-ډول ذهني شکنجې د هري ورځي مهال وېش وو.

۱۹۹۴ع کال زما د پاره ځکه خوښ کال دئ چي زه په لومړي ځل په اول نمرګۍ سره دريم ټولګۍ ته بريالی سوم، او په ټوله ښوونځی کي به فاتحانه او مغرور ګرځېدم!.

دا ابتدايه ښوونځی د بلوڅستان [ پاکستان ] د پښين اولسوالۍ سرانانو نومي کمپ کي وه/ده، چي اوس د جمالدين افغان ليسې يا ۱۵نمبر ښوونځی په نامه يادېږي.

دا چي ددې تعليمي نصاب چلښت تر اوسه پوري د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره کوي، نو به ئې څارونکي تل د همدې ادارې وه، يوه ورځ يو څارونکی له يوه بهرني سره ملګری ټولګۍ ته راغلل او زموږ ښوونکی ته ئې د بهرني تر مخ د يو زده کوونکي څخه د پوښتني غوښتنه وکړه. ښوونکي ماته د دوديز سبک له مخه د پښتو کتاب د يوې پاڼي د متن ويلو وويل؛ چي بايد په لوړ ږغ وي. ما هم هغه پاڼه په خوند وويل، بهرني فکر وکړ چي ده لکه چي همدا څو پاڼي ياد کړي؛ په لاس کي ورسره مجله ماته راکړه او په ژباړن ئې راته وويل چي له دې مجلې څه ووايه، ما چي د مجلې پر تندي لومړۍ کرښه وويل، ټولو ته ئې خوند ورکړ، کرښه کي ليکل سوي:

“د دعوت خپلو درنو لوستونکو ته د خپل څلورم نشراتي کال مبارکي وايي”.نوري پاڼو کي هم پوښتنه وسوه خو هره پاڼه چي به ئې وښوول، لکه بلبل داسي به وږغېدم.

وروسته څو نور ټولګيوال هم وپوښتل سوه، خو په مجله څوک نه جګېده. بهرني کس له وتو سره هغه مجله ماته د انعام په ډول راکړه چي تر ښوونکي پوري د ټولو خولې اوبه ورته کولې.

ښوونځی، کلي او کور کي اوازه وه چي سردارولي ته ئې انعام کي [کتاب] ورکړی، هغه هم يوه بهرني! ځکه مو کتاب باله چي هغه وخت کي موږ مجله او کتاب نسوای سره بېلولای.

دا مجله د [دعوت] درنه مجله وه چي وروسته نو دې مجلې راته د ملي هنداري ارزښت لاره او تل به مي په کور کي په خورا سينګار ډول ساتل، کلونه تېر سوه، يوه ښوونکي مي راته وويل چي هغه ستا سره مجله د څو ورځو د پاره راکړه، مجله مي په ورين تندی ورکړه، خو مجله مي بيا ونه مونده او ښوونکي به راته وويل چي زه به بيا بله درته راوړم، اټکل تر اوسه پوري غواړم له هغه ښوونکي خپل روا حق وغواړم خو ښوونکي مي لس کاله وړاندي ومړ او زما د ژوند دا غوښتنه د تل د پاره رد سوه!

دا لیکنه د دعوت ۲۳۴-۲۳۵ ګڼو کې خپور شوی دی

]]>
http://www.dawatmedia24.com/%d8%af%d8%b9%d9%88%d8%aa-%d8%ae%d9%be%d8%b1%d9%88%d9%86%d9%87/%d8%b2%d9%87-%d8%a7%d9%88-%d8%af%d8%b9%d9%88%d8%aa%d8%8c-23-%da%a9%d8%a7%d9%84%d9%87-%d8%af-%d9%85%d8%ae%d9%87-%d8%b3%d8%b1%d8%af%d8%a7%d8%b1%d9%88%d9%84%d9%8a-%d9%be%da%9a%d8%aa%d9%88%d9%86-%d8%b2/feed/ 0
دعوت هيڅکله د چا د تاثير لاندي نه دى تللى او نه به ولاړ شي /استاد کاظم بيمار ننګرهارى http://www.dawatmedia24.com/%d8%ba%d9%88%d8%b1%d9%87-%d8%b4%d9%88%db%90-%d9%84%db%8c%da%a9%d9%86%db%90/%d8%af%d8%b9%d9%88%d8%aa-%d9%87%d9%8a%da%85%da%a9%d9%84%d9%87-%d8%af-%da%86%d8%a7-%d8%af-%d8%aa%d8%a7%d8%ab%d9%8a%d8%b1-%d9%84%d8%a7%d9%86%d8%af%d9%8a-%d9%86%d9%87-%d8%af%d9%89-%d8%aa%d9%84%d9%84/ http://www.dawatmedia24.com/%d8%ba%d9%88%d8%b1%d9%87-%d8%b4%d9%88%db%90-%d9%84%db%8c%da%a9%d9%86%db%90/%d8%af%d8%b9%d9%88%d8%aa-%d9%87%d9%8a%da%85%da%a9%d9%84%d9%87-%d8%af-%da%86%d8%a7-%d8%af-%d8%aa%d8%a7%d8%ab%d9%8a%d8%b1-%d9%84%d8%a7%d9%86%d8%af%d9%8a-%d9%86%d9%87-%d8%af%d9%89-%d8%aa%d9%84%d9%84/#respond Thu, 15 Feb 2018 05:06:14 +0000 http://www.dawatmedia24.com/?p=90001 د دعوت جريده د خپل تاسيس له ورځې څخه بيا تر نن  ورځې پوري د ګران هيواد افغانستان د آزادۍ، سوکالۍ، خپلواکۍ او آبادۍ لپاره ډيرې هلې ځلې کړيدي او کوي يې. دعوت هر مشر او کشر رابللى دى، او د هر نظر خاوند پسې په ملکونو گرځيد لي، او د هغوى افکا ريي راټول […]]]>

د دعوت جريده د خپل تاسيس له ورځې څخه بيا تر نن  ورځې پوري د ګران هيواد افغانستان د آزادۍ، سوکالۍ، خپلواکۍ او آبادۍ لپاره ډيرې هلې ځلې کړيدي او کوي يې. دعوت هر مشر او کشر رابللى دى، او د هر نظر خاوند پسې په ملکونو گرځيد لي، او د هغوى افکا ريي راټول او بې له تشبثه يې نشر کړيدي. د دعوت وظيفه د هيواد خدمت ته بلنه ده او دغه بلنه تر څو چې دعوت وجود ولري دوام لري. دعوت په خپلو خپرونو وياړي، ځکه چې د دې مرامونه او اهداف معلوم دي، او هغه د افغانستان د دښمنانو د تو طئو رسوا کول او له منځه وړل دي.

دعوت هيڅکله د چا د تاثير لاندي نه دى تللى او نه به ولاړ شي. دعوت د ظلم او استبداد په مقابل کې قيام کړيدى او په دغه لار کې بې له ويرې مخ په وړاندي روان دى.

دعوت کورنی او بهرني دښمنان رسوا کړيدي او هيچا ته يي لغزش، لرزش او کرنش نه دى کړى، هر څه يې چې ليدلې هغه يې رسوا کړيدي. دا وزينه جريده د هيڅ فاسد حاکم او جنګسالار څخه نه ده ډار شوې او د هغوي ظالمانه اعمال يي په ميړانه او مردانګۍ رسوا کړيدي.

دعوت د روسي سور استعمار په مقابل کې په ميړانه وجنګيد او د خپل ملت په راويښولو کې یې پراخه ونډه اخيستي ده، او تر هغه وخته وجنګيد تر څو چې سور استعمار په شا تګ ته مجبور شو.

دعوت د ګاونډیو هيوادونو لاس وهنې غندلې، او په تيره بيا د ايران اخوندي نظا م ته يې په هيواد کې د لاس  وهنو او د بندونو او انهارو په هکله سخت اخطا رونه ورکړيدي، همدارنګه، هم يې د پاکستان پنجابې حکومت  ته د ډيورند د کرښي په  شا وخوا د اغزن سيم په ارتباط د پښتنو د حق خود ارديت موضوع په کلکه ذکر کړيده. دعوت د پښتونستان د مسئلي د حل کلک ملاتړ او  د فخر أفغان باچا خان  د مشي او پاليسۍ سخت پلوى دى.

په ګران هېواد افغانستان کې د خويندو او ميندو د حقوقو په هکله يې هم کلکه مبارزه کړيده، او يو وار بيا يې وطنوالو ته دا ثابته کړيده چې دعوت به هميشه د عدالت پلوي وي او په دغه لار کې به خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

په هيواد کې هميشه د ملې مبارزينو پلوي کړيده او د نيشليزم او وطن پرستۍ غږ يې او حرکت يې ژوندى ساتلى دى. او هر کله يې چې باروا او بې عدالتي ليدلى ده هغه يي رسوا کړيده.

دا ټول د دعوت د مسئول چلوونکى ابتکار او منډې ترړي دي چې دعوت لا هماغسي ځوان او د خپلو هيوادوالو خدمت ته چمتو ولاړ دى.

په هکله یې د هيواد تکړه شاعر ګل پاچا الفت صاحب داسي وايي:

سرګردان وي په جهان هعه مړونه – چې د خپل وطن غمونه يي په سر شي

دعوت نه سور استعمار خوښوه او نه غربې استعما ر خوښوي ، د دواړو په مقابل کې په مبارزه بوخت دى. ده ته د خپل ټاټوبې  ملې منافع تر هر څه زيات ارزښت لري، نو ځکه پري مونږ وياړو.

دا لیکنه د دعوت پرله پسې ۲۳۴-۲۳۵ ګڼو کې خبره شوې ده

 

]]>
http://www.dawatmedia24.com/%d8%ba%d9%88%d8%b1%d9%87-%d8%b4%d9%88%db%90-%d9%84%db%8c%da%a9%d9%86%db%90/%d8%af%d8%b9%d9%88%d8%aa-%d9%87%d9%8a%da%85%da%a9%d9%84%d9%87-%d8%af-%da%86%d8%a7-%d8%af-%d8%aa%d8%a7%d8%ab%d9%8a%d8%b1-%d9%84%d8%a7%d9%86%d8%af%d9%8a-%d9%86%d9%87-%d8%af%d9%89-%d8%aa%d9%84%d9%84/feed/ 0