د کانډوليزا رايس د خاطرو کتاب

ګل رحمن رحماني

0 229

 د امريکا د بهرنيو چارو پخوانۍ وزيرې کانډوليزا رايس د خپلو يادښتونو په نوي خپاره شوي کتاب “له دې لوړ افتخار نشته” کې، چې يوه زياته برخه يې د منځني ختيځ حالاتو او په ځانګړي ډول په بهرنيو چارو وزارت کې د دې دندې په مهال حالاتو باندې بحثونو او ځينو حقيقتونو ته ځانګړې شوې، ددې يادونه کړې، چې په ٢٠٠٨ زېږديزکال کې يې داسرائيلو او فلسطينيانو ترمنځ دسولې تړون نهايي اورسمي کړى و.

     نوموړي چې د جورج ډبليو بوش د ولسمشرۍ په مهال د بهرنيو چارو وزارت مسوليت وردغاړې و، تر وسه وسه يې هڅه کوله ، چې دخپلو دېپلوماتيکو هڅو په لړ کې زيات وخت د اسرائيلو دوخت د لومړي وزير اېهود اولمرت او د فلسطين د خپلواکې ادارې د مشرمحمود عباس د سياسي نظرياتو نږدې کولو ته ځانګړى کړي.

     ميرمن رايس په دغه موده کې په ځلونو ځلونو د امريکا او اسرائيلو ترمنځ سفرونه وکړل، فلسطين ته لاړه ، په خپل کتاب کې وايي، چې د دې منډو ترړو په ترڅ کې لومړى وزير اېهودالمرت دې ته حاضر شو، چې په ٢٠٠٨ کال کې د سولې او خبرو لپاره غاړه کېږدي، خو له بده مرغه چې زيات غفلت يې وکړ او فکر يې نه کاوه ، چې يوه ورځ به د دې په څوکۍ داسې څوک راځي چې دا خبرې به ورته هېڅ ارزښت ونه لري.

 دې د خپلو يادښتونو او خاطرو په کتاب کې همدا راز ليکلي چې : اېهود المرت د دې د بيا بيا ورتګ په پايله کې دې ته حاضر شو، چې په راتلونکې لېدنه کې له محمود عباس سره وګوري او خپل ارضي وړانديزونه ورته مخامخ څرګند کړي .

   رايس وايي چې المرت په خپله وعده وفا وکړه او په راتلونکې ليدنه کې ، چې د فلسطين د خپلواکې ادارې له مشر محمود عباس سره يې اورشليم په ښار کې د المرت په کور کې ترسره شوه ،همغه وړانديزونه چې ماته يې کړي و ، محمود عباس ته وړاندې کړل.

د دې په ليکنه ، چې المرت په دغه حساسه ليدنه کې خپله د محمود عباس په وړاندې ورسره راوړې نقشې وغوړولې او هغه ته يې په خپلو ګوتو د ځينو کرښو له کښلو وروسته په ډاکه کړه ، چې حاضر دى د باخترى تړانګې ٩٤ سلنه بېرته فلسطين ته ورکړي او د دې ترڅنګ حاضر دى،  چې شپږ سلنه نوره پاتې خاوره هم د ځمکو د تبديلۍ په لړ کې د اسرا‌ئيلو په شمال او سويل کې هم فلسطين ته وسپاري .

   مېرمن رايس وايي ، چې د المرت دغه نرمښت د دې له پاره ترهغه وړاندې هر اسرا‌ئيلي مشر په پرتله د دې لپاره د تعجب وړ و، دا په خپل کتاب کې ليکي، چې اېهود المرت ښاغلي عباس ته ومنله،  چې لوديځ اورشيلم به د اسرائيلو پلازمېنه او ختيځ به د بيت المقدس په نامه د فلسطين د خپلواکه هېواد پلازمېنه وي او اورشېلم ښاروال به هم هلته د مېشتو يهودو ياعربو له سلو څخه د رايو په اکثريت ټاکل کېږي .

   دا ليکې چې مافکر کاوه چې د (دوه ملتونه ، دوه هېوادونه ) کړنلاره ډېره سره نږدې شوې، خو ځينو انديښنو يې دغه هيلې پوره کېدو ته پرېنښودې، هغه ځکه چې محمود عباس د المرت د ټينګار سره سره دې ته حاضر نه شو چې د المرت دا سخاوتمندانه پرېکړه ومني ، المرت چې په همدې غونډه کې يې له عباس څخه د تړون لاسليکولو تمه درلوده، د هغه له منفي ځواب او رد سره مخ شو .

   دا وايي، هغه مهال چې د المرت د حکومت وروستۍ اونۍ وې، ولسمشر جورج بوش يو ځل بيا په محمود عباس ټينګار وکړ، چې دغه وړانديزونه ومني خو نور امريکا درک کړې وه، چې د دوى دغه وړانديزونه نور فلسطينيانو ته کوم ارزښت نه لري .
تر دې وروسته لومړى وزير اېهود المرت د هغو مالي تورونو په اساس چې د ده د لومړي وزارت له څوکۍ دوولس کاله وړاندې مودې سره يې تړاوو درلود او د اسرا‌ئيلو په رسنيو کې بې له کوم لاسوند نه راپورته شول ، د ده حکومت ته د پاى ټکى کېښود او يواځې درې کاله وروسته يې محاکمه پيل شوه.

    مېرمن رايس د خپلو خاطرو په کتاب کې ډېر په ياس او ناهيلۍ سره ويلي دي چې: (اوس چې ٢٠١١ کال دى او زه خپلې دغه خاطرې ليکم وينم چې موږ د اسرائيلو او فلسطين ترمنځ له خبر څومره شاته راغلي يو او دا امکان موڅومره له لاسه ورکړى .)

د کاندوليزا رايس دغه کتاب چې په ٧٣٤ مخونو کې چاپ شوى، د فلسطين _اسرائيلو ترمنځ د خبرو د لوړو ژورو تر څنګ په  ډېک چينې هم له ګڼو نېوکو نه ډک دى.

هغې ډېک چينې ته د ( افراطي سياستوال ) نوم اخيستي او دى يې هغه کس بللى چې له زړه نه يې په ښه ډول د امريکا جمهوري رياست ته خدمت نه دى کړى.

   دې د وخت له ولسمشر جورج بوش سره خپلو شخصي ستونزو او اختلافاتو ته هم اشاره کړې، چې يوه تر ټولو جنجالي موضوع يې د ٢٠٠٦ کال هغه پېښه ياده کړې ، کله ولسمشر بوش عراق ته د لازياتو سرتېرو په استولو ټينګار کاوه، خو د دې غوښتنه دا وه چې دعراق په ښارونو کې مېشت سرتېري دې له ښارونو نورو سېمو ته راويستل شي .

    ياد کتاب تر ډېره د منځني ختيځ او اسيايي هېوادونو په اړه د امريکا له ډېرو پټو او ښکاره پلانونو پرده پورته کوي او اغلې راييس د بهرنيو چارو د وزيرې په حيث ځينې هغه پټو ماموريتونو ته اشاره کوي، چې دې ته ورسپارل شوي و او يوه مهمه موخه يې د پخوا په څېر له اسراييلو څخه امريکا کلک ملاتړ او د فلسطين ګوښه کول وو .

پاى

Leave A Reply

Your email address will not be published.