Daily Archives

April 5, 2020

د نړۍ لس تاوده هېوادنه

اقلیمي بدلون اوس‌مهال یوه نړیواله موضع ده. د ځمکې کنگلونه هر کال ویلې کېږي او هر کال نړۍ نوره هم گرمېږي. اوس په هغو هېوادونو کې هم د گرمۍ نښې لیدل کېږي، چې څو کاله مخکې یې گرمي نه پېژندله. د ځمکې کُره د اوبو او هوا له نظره جلا ځانگړنې لري.…

چين د کوویډـ۱۹ ويروس د مخنيوي او وقايې لپاره څه کړي؟

ټولو ته مالومه ده، چې چين د کووېډ - ۱۹ ويروس د وقايې او کنټرول په برخه کې نه يوازې د خپل ځان، بلکې د نړيوالې ټولنې لپاره هم اغېزمنې چارې ترسره کړې دي. کووېډ - ۱۹ ويروساوس پر ګردې نړۍ لمن غوړولې ده. د روغتيا نړيوال سازمان WHO د اپريل په…

په تخار کې په کرونا مړ شوي ښایي سلګونه کسان پرې اخته کړي وي

په تخار کې په کرونا ناروغۍ د مړه شوي شخص د جنازې او خښولو مراسم  په ډله ییزه توګه ترسره شوي دي. په دغه ولایت کې سیمه ییزې سرچینې وایي دا ناروغ د تېرې جمعې په ورځ مړ شوی و او کورنۍ او ډاکټران په دې نه پوهیدل چې د هغه ناروغي کرونا وه نو ځکه…

امریکا: د طالبانو ادعا بې بنسټه ده او دا ډله باید تاوتریخوالی کم کړي

په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو ویاند وایي د طالبانو او امریکا له هوکړې د امریکا د سرغړونې په اړه د طالبانو ادعا بې اساسه ده او امریکایي ځواکونه دغې هوکړې ته ژمن دي. د دغه ځواکونو ویاند کول سني لګیت په ټویټر لیکلې دوی دغه هوکړې ته ژمن…

په بدخشان کې د کرونا یوه شکمن ناروغ ومړ

د بدخشان دعامې روغتیا ریاست وایي د کرونا په ناروغۍ دا شکمن ناروغ ۴۱ کلن و او څلور ورځې وړاندې یې د معاینې سمپل کابل ته لیږل شوی دی. د بدخشان د عامې روغتیا رییس ډاکټر نور خاوري وایي تراوسه له کابل څخه د دغه ناروغ د معاینې پایله نه ده راغلې…

اتمر: ټاکنې پای ته رسېدلې باید د هغو کسانو پرېکړه ومنو چې موږ ټاکلي وو

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست حنیف اتمر نن د دغه وزارت د سرپرست او نوماند په توګه معرفي شو. هغه وویل: نور انتخابات پای ته رسېدلي، د هغوی کسانو پرېکړه باید ومنو چې موږ ټاکلي وو او له یوه قانوني بهیر باید ملاتړ وکړو.د…

جوماتونو ته د تلو او جماعت لمونځونو په اړه د افغانستان دیني عالمانو فتوا صادره کړه

کرونا ویروس سره مبارزې لپاره د افغانستان د دیني عالمانو کمیسیون جوماتونو ته د تلو او د جمعې او جماعت لمونځونو په هکله فتوا ورکړه.دغو عالمانو نن یکشنبې په کابل کې د کرونا ویروس مخنیوي لپاره یوه فتوا صادره کړه.په فتوا کې هغه ټولې…

په افغانستان کې خلک د امریکا چلند مایوس کړي

ځینې افغان څارونکي او عام وګړي وايي، امریکا له افغانستان سره د مستعمرو په زاړه دود چلند کوي. دوی اکثریت یې انديښنه لري، چې امریکا د افغانستان د استقلالیت منطق ته په خپلو کړنو زیان رسوي او ښايي دا لاره خورا غټې ستونزې راولاړې کړي. په تازه…

د ځمکې په کره کي د کرونا اته ډوله ويروسونه په حرکت کې دي

په حاضر وخت کې د ځمکې په کره کې د کرونا اته ډوله ويروسونو د ګرځيدو په حال کې دي. کارپوهان وايي چې د کرونا ويروس د نورو تنفسي ناروغيو د ويروسونو په مقايسه ډير سست حرکت کوي.حاضردمه په ټوله نړۍ کې د کرونا ويروس ۸…

په هېواد کې په کرونا د اخته کسانو شمېر ۳۳۷ ته ورسېد

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي په هېواد کې په کرونا د اخته ناروغانو شمېر ۳۳۷ ته رسیدلی دی. د عامې روغتیا وزارت وایي په هېواد کې د کرونا ۲۸ نوې پېښې ثبت شوې دي. د دغه وزارت ویاند وحیدالله مایار  وایي په تیرو څلورویشت ساعتونو کې په…