Daily Archives

April 2, 2020

د کابل غمیزی سیکهـ ورونو خویندو ته

نن تا وژنی زه غلی ، سبا ماوژنی ته غلی افسوس دي ای افغانه په ګناه یی ته هم غلیپرون یی د یو ورور سر له تنی ځینی جدا کړو ممبر چپه خوله ناست وه مسلمانه ته هم غلی هر څه واضح ښکاره دي کله پند به تری اخلو خور کنډه ،لور یتیمه ،مور…

یوه میاشت په مسلسل ډول په ۱۱ کلنه ماشومه جنسی تیری کوونکی د جومات امام ونیول شو

د یولس کلنې ماشومې سره تر یوې میاشتې جنسی تیری کوونکی د جومات مُلا امام تیره ورځ د پاکستان د راولپنډئ پولیسو یې د نیولو خبر ورکړ. د مولوي خلیل الرحمن په نوم د پیرودهائ د یو جومات امام یې نیولی کوم چې د یوې میاشتې راهیسې یې په پرله پسې ډول…

روغتیا وزارت: د هرات او بلخ روغتیا ریاستونه پیسې لري؛ خو برنامه نه لري

د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار ویلي، هرات او بلخ ولایت ته په کافي اندازه پیسې رسېدلي دي؛ خو د یادو ولایتونو د عامې روغتیا ریاستونه د پیسو د مصرف په چل نه پوهېږي او برنامه نه لري. د هغه په خبره، د هرات د عامې روغتیا ریاست ته يې ۹۰…

په هرات کې پولیسو ۱۲۹ کیلوګرامه نشه یی توکي نیولي دي

په هرات کې پولیس وایي د هرات ـ اسلام کلا د لویې لارې پولیسو ۱۲۹ کیلوګرامه کرستال نشه یی توکي نیولي دي. پولیس وایي په دې تړاو شپږ تنه هم نیول شوي دي. چارواکی وایي په تېر لمریزکال کې ۳۸۰ عملیاتو کې ۲۹۴۲۸ کیلو ګرامه نشه یی توکي په هرات کې…

د نیمروز والي هم په کرونا اخته شوی

ویل کیږي د نیمروز والي سید ولي سلطان هم د کرونا په ناروغۍ اخته شوی دی. د عامې روغتیا وزارت ځینې سرچینې دا خبر تاییدوي او وایي د سید ولي سلطان د کرونا تست مثبت ثابت شوی دی. دا په افغانستان کې د دولتي چارواکو د کرونا لومړنۍ پېښه بلل کیږي.…

طالبانو له امریکا سره تر توافق وروسته، پر افغان ځواکونو ۳۷۳ بریدونه کړي

وسله والو طالبانو قطر کې د روان میلادي کال د فبرورۍ میاشتې په ۲۹ مه نېټه له امریکا د سولې د هوکړې له لاسلیک وروسته، پر افغان ځواکونو ۳۷۳ واړه او لوی بریدونه ترسره کړي دي، چې اکثریت يې د افغان سرتېرو لخوا په شا تمبول شوي. امنیتي سرچینو د…

د هرات د عالمانو شورا یو غړی په کرونا اخته شوی

د هرات د عالمانو شورا یوغړی په کرونا اخته شوی دی.  په هرات کې د عالمانو شورا غړي او د هرات ښار د ویس قرني جومات ملا امام میر عبدالبصیر صدیقي وایي په هرات کې د کرونا ناروغۍ د درملنې په روغتون کې بستردی. د هرات د عامې روغتیا ریاست وایي د دغه…

پرلپسې د ویښتانو رنګول په مېرمنو کې د سینې سرطان لامل کېږي

د یوې نوې څېړنې پایلې ښیي چې په دوامداره ډول د ویښتانو رنګولو لپاره له رنګ څخه استفاده، په دې دلیل چې کیمیاوي مواد لري، د سرطان لامل ګرځي. د امریکا متحدو ایالتونو د روغتیا ملي انسټېټوټ راپور ورکړی چې د دې بنسټ پوهانو د ۴۷ زره ښځو روغتیایي…

هیله -لنډه کيسه

پري د ملا د آذان نه د مخه پاڅېدلې او له اوداسه وروسته لا تر اوسه په جای نماز ناسته وه. دعا یې وکړه او له کړکۍ يې بهر وکتل، اوس نو روڼ سهار و. شنه آسمان د بامیان ولایت د امیر بند وریاد کړ چې تېر اوړی هلته تللې وه او ماسپښين مهال د بند په…