Daily Archives

March 9, 2020

ملګروملتونو، پاکستان او کاناډا ولسمشر غني ته د بریالیتوب مبارکي ویلې

د پاکستان لومړي وزیر، کابل کې د کاناډا سفیر او ملګرو ملتونو ولسمشر غني ته مبارکي ویلې. په کابل کې د ملګرو ملتونو استازولۍ په یوه اعلامیه کې د ولسمشر په توګه د بیا ټاکل کیدو له امله ولسمشرغني ته مبارکي ویلې.  په اعلامیه کې د ولسمشر له ننۍ…

د نوي کرونا ويروس د وقايې او کنترول په برخه کې د چين تجربې

     د روغتيا نړيوال سازمان د مارچ په ۸ مه نېټه خبر ورکړ چې د اروپا د منځنۍ سيمې پر وخت د روانې مياشتې د ۸ مې نېټې د سهار تر لسو بجو پورې له چين څخه بهر په ۱۰۱ هېوادونو کې د نوي کرونا ويروس پر ناروغۍ اخته شوي ناروغان پيدا شوي دي او په…

محمد اشرف غني د افغانستان د منتخب ولسمشر په توګه د وفادارۍ لوړه وکړه

محمد اشرف غني د افغانستان د منتخب ولسمشر په توګه د وفادارۍ لوړه وکړه. د ولسمشر غني د لوړې په مراسمو کې چې په ارګ کې ترسره شوه بهرنیو او کورنیو مېلمنو ګډون کړی و. د ولسمشر غني د لوړې مراسم څو ځلې وځنډیدل.په پام کې وه یوه اونۍ مخکې دا مراسم…

فکري مغالطې

‎زموږ ولس تل په ابهام کې ساتل شوی دی ، ‌‌‌‌‌‌ډېری وخت تور سپين او سپين تور ورته معرفي شوي دي، دوی ته هر وخت خپل صدقت دار شوی او پکې ځړیدلي دي، یو چا د خپلې شخصي ګټې لپاره استثمار کړي دي ځپلي یې دي خو ‌‌‌‌‌‌ډېر وروسته چې پوه شوي دي. بیا یې…

ایټالیا کې د کرونا له امله د مړو شمېر ۳۶۶ ته لوړ شو

ایټالیا کې د کورونا ویروس له امله ۱۳۳ نور کسان مړه شوي دي. په دې سره په دغه هېواد کې د کرونا له امله د مړو شویو شمېر ۳۶۶ کسانو ته ورسېد. په ایټالیا کې د کورونا ناروغانو شمر هم ۲۵ سلنه ډېر شوی او له ۵۸۸۳ څخه ۷۳۷۸ ته پورته شوی دی. ایټالیا…

د جوړجاړي هڅې ناکامې شوې ولسمشر غني لوړه کوي

د ولسمشر محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ د جوړجاړي هڅې ناکامې شوې او ولسمشر غني به له پلان سره سم نن لوړه وکړي. یوه حکومتي سرچینه چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي وایي د جوړجاړي هڅې بریالۍ نه شوې او ولسمشر غنی لوړه کوي. دې سرچینې…

په تورخم کې د محسن داوړ او علي وزیر تود هرکلی وشو

د پښتون ژغورنې غورځنګ دوه مخکښ غړي محسن داوړ او علي وزیر چې د ولسمشر محمد اشرف غني د لوړې په مراسمو کې د ګډون په موخه د تورخم له لارې راغلي وو، په تورخم کې یې تود هرکلی وشو. د دوی مخې ته د ننګرهار ولایت مرستیال او ځینې نورکسان ورغلي وو او…

کابل کې د یوې کورنۍ څلور غړي وژل شوي

نا معلومو وسله والو تیره شپه په کابل کې د یوې کورنۍ څلورغړي وژلي دي. د کابل د امنیې قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز ویلي دغه پيښه تېر ماښام شاوخوا اووه بجې د کابل اتمې حوزې اړوند په (قلعه برقي) سیمه کې شوې ده. فرامرز وایي  له کوره غلا نه ده…

کابل ښار کې کلک امنیتي تدابیر نیول شوي دي

په کابل کې د ولسمشر غني د لوړې مراسمو له پاره کلک امنیتي تدابیرنیول شوي او په کابل کې نن عمومي رخصتي ده. د ارګ په شاوخوا سربېره د ښار په ګڼو سیمو کې امنیتي ځواکونه ګومارل شوي دي. ارګ ته ورغلې ډېرې لارې بندې دي . د کابل ګارنیزیون له خلکو…