Daily Archives

February 16, 2020

عارف وزیر د پي ټي اېم دوه کلن عمر کې ۱۳ میاشتې زنداني وو

عارف وزیر د پښتون ژغورنې غورځنګ په دوه کلن عمر کې څه د پاسه یو کال په زندان کې تېر کړي. ۳۵ کلن وزير په تېرو دوو کلونو کې د غورځنګ د مظاهرو او غونډو پر مهال شپږ واره زنداني شوی او د خيبرپښتونخوا د بنو، ټانک، هريپور، واڼه او ډېره اسماعيل خان…

وزیر پاکستان ته: که افغانستان سره دې ټولې تجارتي لارې خلاصې نه کړې، د پنجاب پولې در تړم

د پښتون ژغورنې غورځنګ د رهبرۍ غړي علي وزیر د پاکستان حکومت ته خبرداری ورکړی، که يې له پښتونخوا سره د افغانستان ټولې سوداګریزې لارې خلاصې نه کړې، له پښتونخوا، بلوچستان او کوټې سره به د پنجاب ټولې سوداګریزې پولې او لارې وتړي. علي وزیر نن د…

سورخولۍ د کوچنیانو له پاره لنډه کیسه

یو وخت یوه و ړه، خوږه، ښکلې جلۍ وه، دا به چې هر چا لیده، ورباندې ډیره ګرانیده، خو تر هر چا زیاته په خپلې نیاګرانه وه، نیایې تل په دې فکر کې وه چې، خپلې لمسۍ ته یو څه ډالۍ کړي. یو ځل يې یوه سره اوبدل شوې خولۍ ورته ډالۍ کړه، چې دسر سره يې…

د اسامه د وژلو په پایله کې

لمړی څپرکی ،اسامه اوباما : میراث او پاتي شوني د پاکستان د ګړنګ تر غاړه له کتابه څخه د احمد رشید لیکنه: د اسامه د وژلو په پایله کې ، په پاکستان کې د دغي پیښي سیاسي اغیز ډیر ویرونکی وو ، د کلنو د پاره هر پاکستانی مشر دا خبره ردوله چې ګواکی…

افراسیاب خټک: طالبان د افغان هویت محوه کولو لپاره رامنځته شوي

د کوزې پښتونخوا سیاستوال او لیکوال افراسیاب خټک په اسلام اباد کې د سیمې د امنیت د تحلیل په یوې غونډه کې د پاکستان له لوري په افغانستان کې د نیابتي جګړې او پروژه یي جنګونو د تشریح په جریان کې د مجاهدینو او طالبانو ورته والی بیان کړ. خټک په…

د کندهار دهلې بند کاسه په بېساري ډول تېره شپه ډکه شوې

د کندهار ولایت دهلې ستر بند کاسه تېره شپه ډکه شوې او اوبه یې له پارچاوۍ اوښتي دي. ځایي خلک وایي، د کندهار ارغنداب کې د دهلې بند کاسه له دېرشو کلونو وروسته په لومړي ځل سلواغې میاشت کې ډکه او پارچاوېږي. ددې بند د کاسې په ډکېدو سره به پوره…

علي وزیر: د پاکستان منفي تبلیغات د پښتون ژغورنې اراده نشي ماتولی

د پښتون ژغورنې غورځنګ نن په ډېره اسماعیل خان کې لویه غونډه لري، خو دغه غونډه داسې مهال جوړېږي چې د دې غورځنګ مشر په ټولو لګېدلو تورونو کې سپین ختلی او تمه وه چې له غونډې سره یو ځای شي، خو ښکاري لا هم د پاکستاني پوځیانو له لوري د دې غونډې پر…

په فراه کې په ۳۰۰ جریبه ځمکه د عنابو بڼونه جوړیږي

د افغانستان د کرنې وزارت په پام کې لري چې په فراه کې د عنابو سل بڼونه جوړکړي. د کرنې او مالدارې وزارت ویاند اکبر رستمي وايي د کرنې وزارت په دغه ولایت کې د ۱۰۰ باغونو د جوړولو لپاره ۱۶ زره نیالګي په بڼوالو ویشلي دي. رستمي وایي دغه باغونه د…

ضعیف: افغانشموله سوله هېواد ته ثبات راوستلی شي

د طالبانو د واکمنۍ پر مهال پاکستان کې د افغانستان سفیر عبدالسلام ضعیف ویلي، انحصاري حرکات او فکرونه په افغانستان کې نتیجه نه ورکوي. هغه پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، سرتاسري او هېواد ته ثبات راوړونکې سوله باید په بشپړ ډول افغانشموله وي. د هغه…

زه ستا ګناهګار یم

له کلا خړ دېوالونه چاپیر و، د شاخوا په څېر دننه کلا کې هم ډول، ډول میوو ونې ولاړې وې پخلنځي ته څېرمه د لښتي په غاړه ګروپ رڼا  ته نجلۍ ترکاري مینځله، چې مور یې له کړکۍ سره رابهر کړ، ډوډۍ ژر راوړه نیمه شپه دې کړه، ورکه سې او ګروپ هم در سره…