Daily Archives

February 11, 2020

د ننګرهار په دور بابا ولسوالۍ کې یو شمېر کورنۍ په سمڅو کې ژوند کوي

دغو کورنیو چې شمېر یې لسګونو ته رسیږي په غرو کې ځانونو ته کورونه جوړکړي دي. دا سمڅې په یوه وړه دښته کې په یوه غره کې جوړې شوې. تر ۵۰۰ کورنیو پورې په دغو سمڅو کې ژوند کوي. دا سیمه د موسی مېنه نومېږي. ځینې سمڅې یې ورونه لري او نورې دروازې…

غني پامپیو ته: د سولې راتلونکي ګامونه به د افغان حکومت له لوري مدیریت شي

ولسمشر محمد اشرف غني د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر مایک پامپیو سره د ټلفوني خبرو پر مهال هغه ته خطاب کې ویلي، د سولې بهیر په اړه راتلونکي ګامونه به د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت له لوري مدیریت او رهبري شي. له ارګه خپره شوې خبرپاڼه کې…

پاکستان، تېرو ۱۶ کلونو کې ۷۰ زره پښتانه وژلي دي

پاکستان تېرو ۱۶ کلونو کې د امریکا په مرسته شویو پیسو، شاوخوا ۷۰ زره پښتانه وژلي دي. د پښتون سټوډنس بنسټ رییس امتیاز وزیر ویلي، پاکستان تېر شپاړس کاله د امریکا په مرسته شویو پیسو، له بېلا بېلو لارو او پلمو، ۷۰ زره پښتانه ووژل. امتیاز وزیر…

نیمګړې څېرې

انساني ټولنه له مختلفو څېرو او بېلابېلو فکرونو جوړه ده، معلومه خبره ده، چې هر انسان ځانګړی اند لري، چې د یاد اند په  شتون کې بیا د خپل ژوند تګلاره ټاکي. خو په نننۍ معاصره نړۍ کې ځیني انسانان تر نورو ډېر خواږه، ځیرک او مینناک وي او ځیني یې…

د مجروح ځانځاني ښامار ته یو سیاسي نظر

دا لیکنه په ۱۷ مارچ ۲۰۱۷ په دعوت میډیا ۲۴ کې خپره شوې چې نن یو ځل بیا چې د ارواښاد شهید استاد بهاوالدین مجروح شهادت له ۳۲ تلین سره برابره ، خپریږي د دعوت اداره څه موده کېږي چي زما زوړ یار او دوست ګران ملا جان (عبدالهادي عطايي) امریکا…

پاکستان د ستونزو یوه اوږده سلسله لري :احمد رشید

د پاکستان تکړه ژور نالیست احمد رشید په خپل کتاب کې پاکستان د ګړنک تر غاړه چې د نوم نه یې ډیری خبری واضح کیږي ،او د پاکستان ملکي حکومت او اسخباراتی یا پوځي حکومت ته هم ټکان ورکوي ،په دوهم څپرکی پاکستان په بحران کې په ۳۸ پاڼه کې لیکي :پاکستان…

د وینو سیلابونه

     دا بــل شـوي سـره اورونه      دا ړنګ شوي چې کورونه                                  دا وران شــوي ګـــودرونه      دا ټــول څـېـرې ګـریوانونه                                                                   دې وطن کې د چـا جنګ دی؟…

ناټو په افغانستان کې د سولې پر ټینګښت او روان وضعیت خبرې کوي

د ناټو سازمان غړي هیوادونه به په افغانستان خبرې وکړي. دا ناسته به سبا او بل  سبا د بلجیم په بروکسل کې جوړه شي چې د ناټو د غړو هیوادونو سربېره د دغه سازمان د شریکو هیوادونو د دفاع وزیران به هم په کې ګډون ولري. دوی به په افغانستان کې د سولې…

په چین کې په کرونا ویروس د مړو شویو شمېر ۱۰۱۶ تنو ته ورسېد

د چین چارواکو ویلي، د کرونا ویروس له کبله د مړو شویو کسانو شمېر ۱۰۱۶  کسانو ته پورته شوی. د چین د روغتیا ملي کمېسیون وویل چې یوازې پرون د دغه ویروس له کبله له ۸۰۰ ډېر کسان مړه شوي دي. په چین او ۲۴ نورو هېوادونو کې تراوسه د کرونا ویروس…

د فهیم د پوهنتون په دروازه کې ځانمرګي برید پنځه کسان ووژل

دا ځانمرګی برید نن سهار ۶:۵۰ د کابل د پنځمې حوزې د مارشال فهیم د پوځي پوهنتون په دروازه کې وشوه. د ملي دفاع وزارت وايي په دغه برید کې څلورو د ملي اردو منسوبینو او یو ملکي وګړي ژوند له لاسه ورکړی او پنځه پوځیان او یو ملکي وګړی ټپیان شوي دي.…