Daily Archives

February 9, 2020

ولسمشر: د سیمي د هېوادونو لومړیتوبونه باید همغږي شي

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ښاري نړېوالې مجمع لسمې ناستې ته د وینا پر مهال د سیمې د هېوادونو پر لومړیتوبونو او همغږۍ ټینګار وکړ. هغه وویل  د ښاري پراختیا او د هېوادونو ترمنځ په دې برخه کې د همکارۍ په برخه کې جدي بدلونونو ته اړتیا ده.  …

د افغانستان او سریلانکا ترمنځ مستقیم پروازونه پيلېږي

د مالیې وزارت سرپرست همایون قیومي د سریلانکار له ولسمشر ګوتابیا راجکاپکشا سره کتنه کې د افغانستان او سریلانکا ترمنځ د مستقیمو پروازونو د پیل وړاندیز کړی دی. قیومي ویلي، دا کار به د سریلانکار او افغانستان اړیکې لا پخې کړي. بلخوا د سریلانکا…

پاکستان د ګړنګ په غاړه له کتابه څخه

احمد رشید د پاکستان تکړه لیکوال ،(د پاکستان د ګړنګ تر غاړه) کتاب کې چې د کتاب نوم یواځي د پاکستان استخباراتو دپاره یو ټکان ورکونکی پیغام لري ، په شپږم څپرکي کی، د افغانستان د طالبانو سره خبري ،تر عنوان لاندی لیکي : پاکستان لا هم ډیری…

داغلي زړونه

  تــورې وريځې طــوفانونه غــم لــړلـي مــاښامـونــه    بيا اسمان ولې  په قهر دی بد حالت دی بد روزګار دی   د اسمان لمنې سرې دي درد اوغم شیبه، شیبې دي   دي غمجن، مهلک  وختونه نــــا اميد داغــــلي زړونه   ځوانيمرګــه مو هستي ده…

د محمد محقق زوی، باقر محقق په خپل کور کې په ډزو له خپل ورور له خوا ووژل شو

د محقق سکرټر سکندري وویل محمد باقر محقق د خپل یو بل ورور له خوا چې رواني ستونزه یې لرله، وژل شوی دی. باقر محقق تیره شپه د خپل ورور حسین محقق له خوا د خوب په حالت کې په سر ویشتل شوی دی. سرچینې وویل برید کوونکی چې رواني حالت یې ښه نه دی په…

امریکایي چارواکو ومنله چې په ننګرهار کې په یوه نښته کې یې دوه سرتیري وژل شوي

په ننګرهار کې د افغان او بهرنیو سرتېرو ترمنځ نښته کې دوه امریکايي سرتیري وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي. په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ویاند سوني لګیت وايي  دغه پېښه تېره ورځ د ننګرهار ولایت په شېرزادو ولسوالۍ کې شوې ده. لګیت په دغه…

خوست کې افغان ـ ترک لېسه فعالېږي

د خوست والي محمد حلیم فدايي وايي، دغه ولایت کې به ډېر ژر افغان ـ ترک لېسه خپل فعالیت پیل کړي. فدايي خوست ولایت کې د افغان ـ ترک لېسې د فعالېدو په تړاو، افغانستان کې د ترکیې د پوهنې بنسټ له مشر شاکر وایووت سره خبرې کړې دي، چې اصولو کې سره…

جنګلاوه

همدا څو کاله پخوا به دې که د پښتو ناول په هکله خبرې کولې یوازې یو څو نومونه به دې مخې ته راغلل او خبرې به ژر لنډې شوې. د وخت په تېريدو په پښتو ژبه ناول لیکنه ګړندې شوه. اوس که هره میاشت نه وي، په دوه یا درې میاشتو کې د تازه چاپ شوي ناول خبر…

ښځې او د پلارسالارۍ جنسیتي هژموني

د ښځینه لیدلوري پر بنسټ، پلارسالاري د نارینه‌و هغه سلطه او منگولې دي چې په ټوله ټولنه کې د ښځو پر وړاندې د خپل واک، لوړتیا او حاکمیت ریښې پرې ساتي. زموږ په نر-محوره ټولنه کې چې باور لرو ښځې نیمايي برخه ده نارینه د خپلو سیاسي او نفو‌ذي…