Daily Archives

جنوري 16, 2020

جنرال خوشال سعادت ولې له دندې ګوښه شو؟

کله چې یو څوک په خپل کار کې ښه نه وي باید له کاره ګوښه شي، که ښه وي باید تقدیر شي دا یو عمومي اصل دی چې ټوله نړۍ یې تعقیبوي. په افغانستان کې د دې لپاره چې امنیتي وضعیت ښه نه دی نو د امنیتي چارواکو په عزل او ټاکنه کې باید ډير احتیاط وشي.…

يوه امریکایي عسکر په افغانستان کې پر غلا کړو پیسو اعتراف کړی

د امریکا د ځانګړو ځواکونو یوه پخواني عسکر پر دې اعتراف کړی دی چې له څلورو نورو کسانو سره یې دسسیه جوړې کړې وه چې ۲۰۰ زره ډالر غلا کړي چې د حکومت له خوا په افغانستان کې د تروریزم پر ضد جګړې له پاره په پام کې نیول شوې وې. د امریکا متحده…

پښتون ژغورنې غورځنګ؛ هغه سوله‌ییزه هڅه چې “ټول پاکستانیان” له تېري ژغوري

برازیلي فیلسوف پاولو فریرې «د مظلومانو ښوونه او روزنه» کتاب کې لیکلي، تاوتریخوالی د هغه چا له لوري پیلېږي چې څوک تېری او استثمار کوي او د انسانانو په توګه د نورو په پېژندلو کې پاتې راشي، نه د هغه چا له لوري چې ځپل شوی وي، تر استثمار لاندې…

غور کې ۵۰ طالبان افغان ځواکونو ته تسلیم شوي

ملي دفاع وزارت وايي، د غور د ”شهرک“ ولسوالۍ په ”دهنه مرغا“ کلي کې امنیتي ځواکونو عملیات تر سره کړي، چې په ترڅ کې، د ”ملا عبدالقادر“ په رهبرۍ او د ”ملا مصطفی“ د ډلې اړوند،٥٠ تنه طالبان تسلیم شوي دي. له ملي دفاع وزارت خپره شوې خبرپاڼه کې…

سیګار: امریکا د جنګسالارانو ملاتړ کوي

د افغانستان د بیا رغاونې لپاره د امریکا ځانګړې څارونکې اداره یا سیګار وايي، امریکا له مفسدو جنګسالارانو ملاتړ کوي او دا هغه څه دي چې د واشنګټن سټراټيژیکه موخه يې کمزورې کړې ده. د یادې ادارې مشر جان ساپکو ویلي، امریکا له جنسګالارنو ملاتړ…

هملند کې د خُرما سوداګریز بڼونه جوړیږي

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا، هلمند کې د خُرما «کجورو» سوداګریزو بڼونو جوړولو طرحه منظور او په ۱۳۹۹ یم مالي کال کې پلي کیږي. د هلمند د کرنې رییس زلمي الکو وایي، چې ددې طرحې پر اساس په ۱۳۹۹یم مالي کال کې په دې ولایت کې د خُرما…

پاکستان تایید کړه چې طالبانو د تاوتریخوالي کمېدو ته غاړه اېښې

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وايي، طالبانو افغانستان کې د تاوتریخوالي کمېدو ته چمتووالی څرګند کړی دی. قریشي په یو ویډیو پیغام کې څرګنده کړې چې د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي کمېدو اعلان د سولې پروسې برخه کې یو ښه پرمختګ…

د ښوونځي ناکامان مو طب لولي

دوه کاله وړاندې مې په یوه ښوونیز مرکز کې پښتو ژبه تدریسوله چې شاګردان یې ټول دري ژبې وو، او زیاتره هغه کسان وو چې په ورځني ژوند کې مجبور وو چې پښتو ژبه زده کړي. یو ډاکټر صاحب چې په یوه دولتي روغتون کې یې کار کاوه، مګر اوس یې خپله روغتون…

  وال -لنډه کېسه

هغه وخت مې ښه رایادېږی، چې کله به زموږ ولسوالۍ ته نوی حاکم (ولسوال) راته نو هغه به د لوړې واسطې خاوند او یا دا چې د ډېرې سترې کورنۍ غړی اویا به یې له سردارانو سره نږدې اړیکې درلودې.اویا به دغې ولسوالۍ ته  له بډو ورکولو پرته د ولسوال راتګ نا…