د هند پر ماتې انوشکا شرما ملامته شوه

0 514

د کرکټ نړیوال جام سیالیو کې د هند تر ماتې وروسته په هندي میډیا بېلابېلې تبصرې کېږي، اما تر ټولو عامه او مشهوره یې داده، چې ټوله ملامتي په انوشکا شرما اچول کېږي.

انوشکا شرما د هندي لوبغاړي ویرات کوهلي ملګرې ده او نوموړې سټیډیم ته د خپل ملګري د تشویق په خاطر ورغلې وه، اما خبره اپوټه وخته.
هندي رسنیو لیکلي، د ماتې پړه باید په هېڅ لوبغاړي ونه غورځول شي، بلکې ټوله ملامته ددې هېواد د سینما وتلې لوبغاړې انوشکا شرما ده.
دوی دلیل راوړي، چې لوبغاړو هڅه کوله توپ د انوشکا شرما لور ته ووهي او پدې سره ځان نور هم مشهور کړي، خو خبره سرچپه شوه او د ډېری لوبغاړو دغه هڅې ناکامې شوې او همدا علت و، چې هندي کرکټ ټیم له سختې ماتې سره مخ شو.
انوشکا شرما تر دې پېښې وروسته وویل، چې کله یې هم هدف داسې نه و، بلکې هغه د خپل انډیوال ویرات کوهلي د تشویق لپاره راغلې وه.
کوهلي هم د توپ نيونې او هم د توپوهنې په برخه کې سست و، چې علت يي د انوشکا شرما موجوديت ښودل شوی دی.
انوشکا ویلي، د ویرات کوهلي په خرابې لوبې شرمېږي او تل هیله لري، چې نوموړی د هند لپاره تر نورو متفاوت ولوبېږي، خو د پنځوس اوریزو سیالیو په روان نړیوال جام کې د هغې دغه هیله له خاورو سره خاورې شوه.

له محور ورځپاڼې په منننه

www.dawatmedia.com

Leave A Reply

Your email address will not be published.