هند پاکستان ته سخته ماتې ورکړه

د آسیايي جام د لمړي پړاؤ په پنځمه سیالۍ کې نن د هندوستان لوبډلې پاکستان لوبډلې ته سخته ماتې ورکړه، که څه هم په پرونۍ لوبه کې د هندوستان لوبډله د هانګ کانګ په مقابل کې ښه ونه ځلیدله، خو نن يي د خپل سرسخت رقیب په وړاندې کې ښه لوبه وکړه.

لمړۍ توپ وهنه پاکستانۍ لوبډلې وکړه چې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو یې په ۴۳ اورنو کې يې ۱۶۲ منډې جوړې کړې، د پاکستان په لوبډلې کې ډېرې منډې شعیب ملک ۴۳ او بابر اعظم ۴۷ مندې وکړې.

د هندوستان لوبډلې یاد هدف په ۲۹ اورونو کې د دوه لوبغاړو په سوځیدو پوره کړ او لوبه يې د ۱۲۶ توپونو او ۸ ویکټو درلودولو سربیره په خپل نوم کړه، د هند په لوبډلې کې ډیرې منډې کپټان روهیت شرما ۵۲ او شیکر دایوان ۴۲ منډې ترسره کړې.

سبا ته د آسیايې جام د لمړي پړاؤ شپږمه لوبه د افغانستان او بنګلادیش لوبډلو ترمنځ ترسره کیږي.

Categories: خبرونه,کرکټ

Tags:

خپل نظر ولیکۍ

Your email address will not be published.