افغان لوبډلې له ویسټ انډيزه د شل اوریزو لوبو لړۍ وګټله

0 41

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې، له ویسټ انډیز څخه خپله وروستۍ شل اوریزه سیالۍ، د ۲۹ منډو په توپیر وګټله.

د شل اوریزو لوبو د لړۍ لومړۍ لوبه ویسټ انډيز ګټلې وه، دویمه او درېیمه هغه یې افغان لوبډلې وګټله چې په دې توګه یې د اتلولۍ جام خپل کړ.

تر دې وړاندې، له افغانستان څخه د پنځوس اوریزو لوبو لړۍ، ویسټ انډيز ګټلې وه.

افغانستان او ویسټ انډیز به د نوامبر میاشتې په ۲۷ مه نېټه، د ټیسټ لوبې لړۍ پیل کړي.

Comments
Loading...