افغان اتلان د دوشنبې په ورځ د انګلستان په وړاندې لوبېږي

0 39

په پام کې ده افغان اتلان له سکاټلنډ، ایرلنډ او پاکستان وروسته د راتلونکې دوشنبې په ورځ د انګلستان کرېکټ ملي لوبډلې په وړاندې ډګر ته ښکته شي.
دا یو ورځنۍ نړیواله لوبه د انګلستان په لندن ښار کې کېږي او موخه یې هم نړیوال جام ته چمتووالی ښودل شوی دی.
افغان کرېکټ ملي لوبډلې تر دې وړاندې له سکاټلنډ، ایرلنډ او پاکستان کرېکټ ملي لوبډلو سره هم تمریناتي لوبې لرلې.
ټاکل شوې نړیوال جام د روانې میلادي میاشتې په ۳۰مه نېټه پیل شي او افغان اتلان به په‌کې خپله لومړنۍ لوبه د جون میاشتې په لومړۍ نېټه د اسټرالیا پر خلاف وکړي.

Comments
Loading...