کره کتنه-د دارالامان لیاقت

حفیط الله یاد

0 48

لکه څنګه چي پوهان د ناول په اړه وايي؛ چي ناول په اصل کې د انسان د خيالاتو، چاپېريال، تجربو او د مشاهدو په رڼا کښې هغه فکشن (Fiction) دی چي انسان ورته د يوې تصوراتي (Imaginary) قصې جامې اغوندي او د نړۍ نورو وګړو ته يې وړاندي کوي. لکه څنګه چي د ناول ټکی د لاتيني ژبي د (Novellus) له کليمي څخه اخیستل شوی دی چي مانا يې “نوی يا تازه” ده هم دغسي دا ژانر د اتلسمي صدۍ يو ډېر نوی او مقبول ژانر ګڼل کيږي چي پکښې د نړۍ نورو ژبو ډېر زيات او معياري کار وکړ خو له بده مرغه پښتو ژبه په دې ژانر کښې هغسې ګړندۍ او بريالۍ نه شوه چي څو بېلا بېل علتونه لري. په دې موقع به يو ځل بيا د استاد نور محمد تره کي و ارواح ته د عقيدت پښتانۀ ګلونه وړاندي کړم چي پښتانۀ يې د خپلو ناولونو په سوب و دې نوي ژانر ته تشويق کړل چې د پښتو ادب دا څانګه هم غوټۍ وسپړي او د پښتو ژبي خورې زلفي په هم دې ګلونو لا نوري سينګار شي. او اوس د خدای په فضل پښتو ژبه د بلها ګټورو او معياري ناولونو فنپارې لري.

اوس راځو د ډاکټر لياقت تابان ناول “دارالامان” ته. دا ناول په کال ۲۰۱۷ کښې د ملګري ليکوال کوټي له خوا چاپ شو او ۲۰۳ مخونه لري. سريزي پرې عصمت الله زهير او فېصل فاران ليکلي دي. انتساب يې د څلورو پياوړو پښتنو ښځو په نامه شوی ده هره يوه لکه زيتون بانو، پروين ملال، کبرا مظهري او حسينه ګل.

ډاکټر صاحب که په پښتنه سيمه کښې زيات خلګ پېژني نو د شناخت سوب يې يونليکونه او د طب ميدان ګرځېدلي دي. خو نن به د هغه ناول نګار ډاکټر لياقت پر تخليقي لياقت خبره کوو چي دا وګړی د ناول په ډګر کښې څومره يون لري او څومره خولې يې توی کړي دي. د روان کال د جولايي په مياشت کښې د وخت دا احسان راباندي وشو چي يو ناول ” دارالامان ” مي نه يوازي تر لاسه کړ بلکې د ياد ناول د لوستلو خوند، درد، کرب، احساس خندا او ژړا مي هم په برخه شوه. هغه ځکه چي دا تخليق په خپل ذات کې د يوه ژور درد له نطفې زېږېدلی عيال دی لکه هغه رحمان بابا چي وايي؛

دا دستور دی چي له درده زګېروی خيژي

کني څۀ وو د رحـــــــمان له شاعـــــرۍ ؟

دا ناول په اصل کښې د پښتني سيمي د هغو کړاوونو عکاسي ده چي په بټۍ يې زموږ پښتنې خوېندي هره ورځ خپل ژوند، زړۀ، احساس، مينه، ماغزه او ارمانونه پخوي. هغه احساسات چي زموږ په ټولني کښې موږ تر اوسه پوري صرف اورېدلي دي مګر د نرينه وو په حیث مو حس نه کړ. هغه ځکه چي پښتانۀ وايي ځمکه هغه سوځي چي اور ورباندي بل وي يا هغه د پروفېسر راز صاحب شعر چي؛

تاته ځکه زما د غـــم اندازه نه سي

تا د خدای مينه ليدلې نه ده خدايه

خو له دې سره سره د ناول کمال دا دی چي د يوه ساتکي لپاره زه يې د جنسياتو له قېد څخه ازاد کړم او په سينه کښې يې انسان زړۀ او په سر کښې يې د بشري حساس ماغزه را و کرل‌. نو تر ډېره حده دا ويلای شم چي تر يو حده مي هغه ( space)  ته ځان و رسولی چيري چي يو ښځينه احساس قرار لري. دا ناول هغه ټول وحشتونه څرګندوي چي زموږ پښتنې خوېندي او مندي د حالاتو د جبر په تارونو د سر په وېښتانو را ځړوي. په دې ناول کښې هغه ټولو ارمانونو ته د عقيدت ګلونه وړاندي شوي دي کوم ارمانونه چي هره پېغله هره ورځ د خپل زړګي په ګورستان کښې ښخوي. دا ناول هغه چيغه ده چي د يوې پيغلي له مرۍ هغه وخت وځي چي يا په بدۍ کښې ورکړل شي يا پر يوه سپين ږيري باندي خرڅه شي او يا هم د خپلي ميني د اظهار له ويري له کوره لري چیرته د يوه خان يا ملک په کور کښې خپل وېښته سپين کړي. زما په فکر دا ارمان به اوس هم ارمان وي چي کاش که داسي يو کتاب يوې ښځي ليکلی وو ځکه نرينه چي هر څومره حساسه شي هغه شکم ته ځان نه شي رسولای څه چي يو انسان خپله ګالي او خپله تجربه يې لری. خو که يو څوک ډېر زيات د ښځي و احساس او ارواپوهنې ته رسېدلی دی، زه فکر نه کوم دومره به و رسي لکه څومره چي دا ناول رسېدلی دی.

د ناول کردارونه په ډېر ساده او مروجه نومونه يادول شوي دي او تر پايه ډېر روان او متحرک پاته شوي دي. چي هر کردار يه په خپل وار او په خپل ځای د دې ټولني د تپلو دودونو عکاسي کوي. ډېر په هنر سيمه یايزه لهجه کاروي چي پکښې پر ځای ځای يې د پښتو متلونه خبره لا کره او زړۀ چاودونکې وي. دا ناول د هغه دارالامان د سترګو ليدلی روداد دی چي ورته هره ورځ د هغو پښتنو پېغلو ګذر وي چي پرې د دې نړۍ پراخه غېږه تنګه شوې وي. دا ناول د هغه متل ډېره واضیح او ښکاره شرح ده چي شمله ور پښتانه يې په ويلو نه ستړي کيږي چي؛ ” ښځه يا د بدۍ ده يا د نېستۍ ”

په ناول کښې د ناول د ملاتير (پلاټ) ډېر په هنر خيال ساتل شوی دی. د ناول بلها وړې وړې قصې د وړو وړو سيندونو په شان د مرکزي خيال يا فکر و سمندر ته داسي ځان و سپاري چي بيا يې بېلول بيخي امکان نه لري. ټولي وړې وړې پيښي راځي راځي او د ناول په مرکزي خيال کښې ځان ويلي کړي او يو لوی ناسور ترې جوړ شي. هغه ناسور چي موږ هره ورځ د خپلو سترګو په وړاندي تماشه کوو او تش تماشه. د ناول په ژانر کښې تر ټولو ارزښت ناکه څيز دا دی چي د هغه مرکزي خيال ته زيان و نه رسي.

د ناول بل لوی خاصيت دا دی چي دا د نورو ناولونو په څېر فقط تر خياله پوري محدود نه دی بلکې په دې ناول کښې په ډېر هنر ځای په ځای د نړۍ بېلابېل ساينسي مالومات، اعداد او تناسبات راوړل شوي دي. د طب په اړه ګټور مالومات راوړل شوي دي چي ځای په ځای يې درمل هم ښودل شوی دی چي سوب يې زما په فکر د ډاکټر صاحب د مفيدي ژوند څانګه يا منسب دی. دا هر څه د کردارونو په مکالمو کښې په ډېر په محسوس انداز ښودل شودي او هر لوستونکی يې بيخي په غير محسوس انداز کښې خپلي حافظې ته سپاري.

له هر پښتون بالعموم او هري پښتنې بابخصوص دا خواست دی چي دا ناول دي حتمن و لولي تر څو د قام هر وګړی له دې درد او کربه خبر شي او بيا په اشتماعي توګه د دې د مخ نوي لپاره خپله جزوي ونډه واچوي.

په پای کښې به ډاکټر صاحب ته دومره و وايو چي لوی خدای دي قلم تل همدغسي ځوان او باحسه باسېواده لره چي تل ترې داسي ملغلري څاڅي. ياده دي وي چي د پښتو ژبي په ګلدانۍ کښې ډاکټر صاحب يو نوی ګلاب ( ناول ؛ د سينګار هټۍ ) کښېښود تر څو يه خوشبو لا فضا خوشبو داره کړي‌ او ډاکټر صاحب ته د زړۀ له کومي تبريکي وايم.

Leave A Reply

Your email address will not be published.