نازو ناول ته کتنه/ نوراحمد نور

0 12

د نازو په لوست مې له نارینه بد وشو
زموږ پښتې قدامت لا هم تر ټولو هغو څېزنو وړاندې دی چې موږ یې تصور کوو. زموږ نر واکي د ټولنې ټول ابعاد سره وېشلي دي. لیکوالان هم ملامت نه دي چې تل یې د دې سکالو لمن نیولې او نه ترې تېرېږي، ځکه چې د زغم وړ نه ده.
زموږ ټولنه لا هم په هغو ګردونو پوښل شوې چې په پوکولو له منځه نه ځي او لا هم د قلم تېرې څوکې ته اړتیا لري، څو اذهانو ته د روښنایي او تیارې توپیر وکړو.
نوی لیکوال که هر څومره کوښښ وکړي خو بیا هم ترې تېروتنې کېږي؛ مګر د مشال یو شهکار پنځولی او د یو ژانر ټول هغه څه چې ورته اړتیا وه تر ډېره مراعت کړي دي.
زه مې تل له ملګرو سره په دې لګیا یم او له نورو مې هم اورېدلي چې وای زموږ ښځو که غیبت نه کولی بې له کومه سواله او ځوابه به جنت ته تللې، ځکه دوی دومره پر لوی بند محکومې شوې چې د نورې نړۍ انسانان ترې عاجز څه چې ترې وېره لري.
بندي ته په محکمه کې عمر ټاکل کېږي، خو موږ دوی بې له کوم څه په کور بندې کړې دي. دا هغه ننګونې دې چې موږ یې لا په تیاره کې ساتلي یو.
دا ټول څه له نازو سره شوي او بیا یې د کلي هوښیاران پرې پرېکړې هم کوي. یو یې یوه ته کېنوي او بل یې بل ته! د خدای پار دی دا به تر کله داسې کېږي.
په ناول کې تر ډېره د خیال په وزرونو الوت کېږي، خو په نازو ناول کې داسې یو څه نغښتې چې له خیاله هم ور هاخوا دي. مطلب مشال په کلي کې ګرځېدلی، په ټولو مجلسونو کې کېناستلی او هر څه یې لیکلي دي.
دا هغه څه دې چې موږ په سترګو لیدلي او اوس هم شته. لیکوال له ملا، ملک، ولسوال او د کلي د نورو هوښیارانو ټولې کړنې او کرادارونه خلکو ته ورښوولي او د هر یوه یې دنده هم معلومه کړې چې نه ملا د ملا کار کړی او نه ملک د ملک.
دا ناول له لومړيو لوستونکی له ځان سره بیایي او په تخلیق کې ښه‌‌والی همدا دی چې لوستونکی ترې ماړېجن نه‌شي.
لیکوال که موږ ته خپل دود راښوولی خو تر یو حده یې تجربه هم راکړه چې دا ماته یو نوښت ښکاري. ما د نورو لیکوالانو ناولونه هم لوستي هغوی دې ژړوي او خندوي خو په دې کې د خندا او ژړا تر څنګ یوه لویه تجربه انسان هم ته ورکوي چې دا د لیکوال تر ټولو لوی کمال دی.
موږ د هر ژانر لپاره اصول او قواعد ټاکلي چې تر ډېره له لیکوال سره مرسته کوي او له کږو لارو یې راګرځوي.
ژبه یې خوندوره، جملې یې لنډې دي، لوستونکي ته ټوله خبره په یو ځل نه کوي او له ځان سره یې بیا یي.
ځني وړې غلطۍ لوی ناورینونه زېږوي. وزیر غلطي وکړه، دی، مور، خور، ښځه او ملګری یې ټول قرباني شول.
له لیکواله په ځینو برخو کې یو څه تلوار شوې. بېلګه: وزیر له ځان سره دا پرېکړه کوي چې د نازو د مرګ اوازه به خپره کړم او د خلکو له خبرو به خلاص شم.
“ځوان برنډې ته وخوت، د دوو کړکیو مخې ته تېر شو، په اخري وره ننوت، بېرته چې راووت، په لاس کې یې سپین ټیکری نیولی و؛ د ښځې تر څنک ودرېد ویې ویل:
په کوچني دهلیز دې پام وي، کلیوالې ښځي مځي څوک را نه‌سي.
ښځې اوښکې وچولې. ځوان انګړ ته کښته شو، موټرسایکل یې تر ښکر ونیو. د دروازې مخې ته د موټر سایکل غور شو غورا لرې ولاړه.
د چمبر پر اخري پخڅه د لمر ژېړې وړانګې پرتې وې، موټر سایکل بېرته په دروازه راننوت. ښځه لا په هماغه ځای ناسته وه. ځوان د برنډې پر ژۍ کېناست، خولۍ یې له سره لرې کړه، وېښتان یې بیرته پورته پکې واړول؛ سترګې یې سرې وې….”
دلته ځوان ولسوالي پورې تللی او هلته یې له ولسوال سره ډېر بحث هم کړی چې خور مې چا مړه کړې او دا یې په وینو ککړ ټیکری دی. زه دا وایم چې لیکوال به دلته یو څه نوره حوصله هم کوله او موټرسایکل به یې دستي نه راګرځاوو، ځکه چې ښځه لا په همغه ځای ناسته وه او دی چې څنکه ووت، بېرته راغی.
د کتاب نوم(نازو) چې اورم د احمدي زرو مې ذهن ته راشي. پیغله، زرو، نازو، ملاله، مینه، سلګۍ او نور داسې نومونه له ناولونو سره اوس بیخې زیات شوي او تلوسه یې هم دومره نه‌شته چې لوستونکی یې ژر ور پورته کړې او د کتاب پاڼې واړوې. زما په اند که لیکوال ورباندې لیږ فکر کړی وای شاید تر دې یې ښه نوم ورته ټاکلی وای، هم به لوستونکي د نوم له اورېدو سره سمدستي ځان نښلوی او د لوستلو لپاره به یې نوره هم تلوسه زیاته شوې وه.
په کتاب کې دننه ډېر څه دې او زموږ فکري خوړ ته ډېر څه ورکولی شي او د سړي دې ته پام کوي چې یا خو د دې کار مخه ونیول شي او یا په خپله له دې کاره لاس اخلي.
لوی ښه‌والی چې ما پکې پیدا کړ، هغه د کرکټرونو میدان ته راګډول وو. هر کرکټر داسې نه و، لکه د اتڼ میدان ته چې په اخري نفر پسې هر سړی ور نښلي او اوږې پکې اړوې؛ بلکې هر کرکټر په خپل ځای غږېدلی او په خپل وخت کې راغلی دی. مطلب زمینه سازي ورته له مخکې شوې وه او بیا یې را ګډ کړی دی.

Comments
Loading...