د کونړ خټین تاج محل / ولي الله ملکزی

0 2,607

دلته نه ګورګاني شاه جهان قدمونه ایښي او نه د هغه ایرانۍ ارجمند بانو خپلې زلفې ګومنځ کړي.  دلته نه د مغلو جنډه رپیږي او نه د ممتاز د پایزیبو شرنګا شته. دلته نه دنګې منارې شته او نه د سپينو مرمرو کټارې. دلته نه د شرابو ویالې او فوارې شته او نه د سپینو کوترو ډمامې.

 دلته نه شیش محل شته او نه د میو کړنګیدلي جامونه. نه وینزې شته او نه دغلمانو قطارونه. نه اورنګ شته او نه یی ترنګ. نه بازار شته او نه مزار. نه د آسونو طبیلې شته او نه د فیلانو کتارونه.

د شاه جهان تاج محل خو د مینې، عشق او وفا سمبول دی، خو د کونړ هره جونګړه او سوزیدلی کور بیا د ولولې، مقاومت او سوز بیلګه ده. هره کوډله یی د خټو تاج محل دی. دلته ککرۍ دل شوې او ګام په ګام حماسې زیږیدلې دي. دلته د هر کس او ناکس ارادې تس نس او د شګو په سراب بدلې شوېدی.

دلته په کونړ کې د شینوارو، ماموندو او سالارزو باتورانو د مقدوني سکندر پښې ور ماتې کړي، د ګوجرو، مومندو او مشواڼو غازیانو د پیرنګي ورمیږ ورهلي او د مسودو، ودیرو او ګوربزو شاهینانو د روس ارتینه بوره او ملا یی ورله ماته کړی او په ګډه یی د هر بلوا ګر مور، د خپل بچي قبر ته ژړولی ده.

لکه د نورو هیوادالو په څیر، کونړیانو د تل لپاره، د خپل ناموس، پت او هویت پخاطر د هر زورور په سترګو کې سترګې اچولي او پخپل راتګ یی پښیمانه او ستومانه کړیدی.

 د یثرب او طیبې د لښکرو سالار چې کله د خلیل په سپینه ږیره او د ذبیح په تنکیو لاسونو جوړه کعبه فتح کړه، نو د لات، منات او عزی پیروانو ته یی بښنه وکړه. د لالهندې هاجرې په نازولو پښو د ګزمه شوې صفا او مروی په غونډۍ اعلان وشو چې: انتم الطلقاء – تاسو ټول آزاد یاست ــ د قریشو د ستر بت هبل دوړې او ګردونه د حجاز اسمان ته پورته شول، د بلالي آذان انګازو د مکې غرونه ولړزول، د توحید ناره اوچته او شرک او  وثنیت د تل لپاره د عربي ټاپو وزمې څخه کډه په سر او تری تم شو.

او  رحمة للعالمین خپل امت ته د رحم، ایثار او ګذشت امر و کړ. د ویني حرمت خوندي او د انساني ژوند عصمت ته درناوی وشو.  د ماشوم، سپین ږیرې او حیوان د نه وژلو او نبات د نه پریکولو حکم صادر شو او په بل ځای کی یی دا هم وفرمایل: ( تاسو د مظلوم له دعا څخه وډاریږۍ، ځکه د هغه او الله تر منځ پرده نه وي).

نو دلته په کونړ کی خو نه سومنات شته او نه د بګوان بندګان.  بیا څرنګه کیدای شي چې د توحید لاره ویان دی د کونړ په موحدو خلکو ناتار جوړ کړي او د هغوئ خټین تاج محلونه دی په کنډرو بدل کړي؟ دا ولی پدی سوړ ژمې کې د خلکو کورونه سوځول کیږي؟ مال او متاع یی غنمیت شمیرل کیږي؟ ماشومان یی د میندو په غیږو او ځانګو ګانو کې ژړول کیږي! پاک لمنې تور سرې یی بی کوره او د پګړۍ، د سترخوان، ژبې او د قلم د خاوندانو سرونه غوڅ او یا هم په بمونو الوزول کیږي؟

نو اوس پوښتنه داده چی،  آیا جنت ته تللې لاره، یواځی د ډیورند د لیکې د همدې سپیرو غرونو، ګړنګونو او ناوونو نه تیریږي؟ او آیا له دوزخه د بچ کیدو لپاره همدا په ډیورند پراته ولسونه مباح الدم او وژل، رټل او شړل یی اجر او ثواب دي؟

ترسم نرسی به کعبه ای اعرابی ـــ کین ره که تو میروی به ترکستان است

 

 

Leave A Reply

Your email address will not be published.