زموږ رسنۍ،  خپلې که پردۍ؟ / خوشال خلیل

0 430

په هر ډول نظامونو او رژیمونو کې حکومتي چارواکي او تصمیم نیوونکي د خپل نظام او حکومتونو د بقا لپاره، دې ته  اړ دي چې پوه شي خلک یې له  پریکړو او کارونو سره څومره مخالف او څومره موافق دي. همدارنګه علاقه لري د خلکو غوښتنې او تقاضاوې کمې کړي او زیات نه زیات خلک له ځانه راضي وساتي. د خلکو د رضایت د معلومولو او د هغوی د اساسي ستونزو د پيژندلو لپاره دیکتاتوري نظامونو کې دربار ته نږدې کسانو او جاسوسي دستګاه باندې اتکا کېږي، هغوی پاچا یا ولسمشر د عامه افکارو نه خبروي. ډېر کله دغه درباري کسان لوړو پوړو مقاماتو ته له ویرې یا د غوړه مالي په خاطر رښتیا خبره نه کوي او درواغ ورته وايي، هماغه وي چې خلک ناراضه وي، خو حکومتي چارواکي یې په ځان نه راوړي او اخر د ناخوښۍ دا څپه دومره لویه شي لکه عربي هېوادونو کې چې خلک د خپلو نظامونو په ضد راپورته شول او هغه وخت کې بیا اوبه له ورخه تېرې وي.

خو برعکس په ولسواکو او ډیموکراټیکو ټولنو کې بیا رسنۍ د حکومت او خلکو ترمنځ د ارتباط نقش لوبوي. دلته حکومتونه د رسنیو رپوټونه ګوري، تحلیلوي یې او بیا ورنه معلوموي چې د خلکو اساسي غوښتنې څه دي او له حکومته د رضایت کچه په کوم حد کې ده. حکومت هم د رسنیو رپوټونه جدي نیسي او ژر اقدام کوي. ولسواکو ټولنو کې رسنۍ د خلکو او حکومت ترمنځ د ارتباط کانالونه دي. خو شرط یې دا دی چې دا رسنۍ باید ملي وي او مالي سرچینې يې وطني او خپلې وي. خو له بده مرغه افغانستان کې چې د بیان په آزادۍ کې ورته لوی کریډټ ورکول کېږي، دلته مو دغه د ارتباط  کانالونه خپل نه دي، دا کانالونه راته پردیو جوړ کړي، راډیو، ورځپاڼې او تلویزونونه تقریبا ټول په بهرنیو پیسو چلیږي او دوی هغه څه خپروي چې تمویلوونکي ورسره علاقه لري، دوی ته زموږ د خلکو درد، رنځ او له نظامه رضایت یا مخالفت مهم نه دی، دوی ته د خپل ډونر خبره مهمه ده، نو چې داسې ده،  بیا زموږ ټولنه کې د حکومت او خلکو ترمنځ د ارتباط ريښتني کانالونه نشته. تېرو دیارلسو کالو راهیسې زموږ حکومت هم په دې خبره پوه و، ځکه خو به یې د رسنیو هیڅ خبر او سیاسي بحث جدي نه نیولو، پوهیدل چې دوی د خلکو ستونزه نه بیانوي بلکې خپله اجنډا پر مخ وړي. د کرزي صاحب په حکومت کې خبره تر دې را ورسیده چې هر چا حق درلود پر حکومت نیوکه وکړي، خو حکومت هم ځانته حق ورکولو چې هیڅ یې وانه وري او غوږ هم پرې ونه ګروي.

 په دې منځ کې ځیني ريښتني رپوټونه او کومه یوه نیمه رسنۍ چې به د خلکو اصلي درد بیانوو، هغې ته هم چارواکو  ارزښت نه ورکاوو. که به یې ارزښت هم ورکړ، ددې په ځای چې رسنۍ کې یادې شوې ستونزې ته یې رسیدګي کړې وای،  د پیسو یوه خلطه به یې ورکړه او غلې به یې کړه چې بیا داسې څه خپاره نه کړي. دا سلسله  تر دا نوي حکومت پورې راوغځیده او هماغه کېسه روانه ده، خو فرق دا دی چې تر اوسه داسې نښه نښانه نه ده لیدل شوې چې نوي حکومت دې رسنیو ته پیسې ورکړي وي،  علت یې ښايي دا وي چې حکومت سره پیسې نشته کنه دوی هم ښايي هماغه کار وکړي، خو بل باور دا دی چې نه؛ نوی ولسمشر قطعا چاته مفتو کې پیسې نه ورکوي، نو ځکه رسنیو خوله پسې خلاصه کړې ده. خبره چې هر څه وي، خو یوه خبره څرګنده ده چې موږ دلته د حکومت او خلکو ترمنځ د ارتباط خپلواک او ملي کانالونه نه لرو. څه چې شته هغه هم د نورو په پیسو چلیږي او د هغوی سندرې زمزمه کوي، نو بیا دغه ډول رسنۍ نه ډیموکراسۍ سره مرسته کوي او د خلکو د ستونزو رابرسیره کولو سره، بیا خو ښه داده چې سم محدودیت پرې وضعه شي، بیا که هرڅه کېږي لږ تر لږه خو به خلک  له رواني پلوه یو څه ارامه وي، دوی خو هره ورځ په یوې نوې بڼې خلک په تشویش کې اچوي.۰ زه خپله د بیان د آزادۍ د یو مدافع په توګه ددغه ډول رسنیو د محدودولو طرف دار یم.

Leave A Reply

Your email address will not be published.