ښاغلي سعيد

0 16

ښاغلي سعيد

ښاغلى سراج الدين سعيد د ملا منهاج الدين زوى په خټه شينوارى پښتون په اوسنيو ليکوالو کى د اجتماعى مضامينو پوخ ليکونى دى. په ١٣١٩هق کال د کابل د ښار په ((ده افغانانو)) کى زېږېدلى، ابتدايى تعليم يى له خپله پلاره څخه او نور علمى تحصيلات يې په خصوصى ډول له خصوصى ښوونکو څخه کړى دى. په شرقى علوموکى ښه مطالعه لرى او د نويو غربى علومو له مطالعى څخه هم بى برخى نه دى، په تيره بيا په اجتماعى پوهنه  کى د ښومعلوماتو خاوند دى. په پښتو او پارسی [(دری)] روان قلم  لرى او په عربى، اردو او ترکى ژبو پوهيږى او له انګريزى څخه استفاده کولاى شى. افغانى پوهان ده ته د يو فاضل او پوه پښتون په سترګه  ګورى.

ښاغلى سعيد يو مخى، خوش صحبته او خنده رويه او اشنا پرسته سړى دى؛ مجلس ښه تودولاى شى، د بد نيتى، کينې او حسده سره اۤشنا نه دى. له هغه وخته چه د پښتو نوى نهضت شروع شوى دى، ده د خپل قلم مخه له فارسی څخه پښتو ته راګرزولې ده او په پښتو يى زياتى مقالې ليکلى چه د هيواد په اخبارو او مجلو  کى خپرى شوې دى. ښاغلى سعيد شعر نه وايى خو نثر يى ډير پوخ دى. د پښتو ژبى د نهضت او پرمختګ ټينګ طرفدار دى او په دې لاره کى د ده نظريه داده چه په پښتو کى بايد ښه ښه نثرونه وليکل شى او د پښتنو ليکوالو ترمنځ د ادبى وحدت روحيه ټينګه شى او پښتانه ليکوال زيار وباسى چه د پښتو سوچه او زاړه لغات راژوندى کړى او ترڅو چه خپل پښتنى لغت او محاوره لرى، بايد د پرديو لغاتو او محاورو څخه ځانونه وژغورى.

ښاغلى سعيد د رسمى ماموريتونو دورې هم تېرى کړى دى چه و وروستۍ ماموريت يې په لومړۍ رتبه په دارالتحرير شاهى کى مشاوريت و او اوس دا پوه پښتون په کورکى د ناروغى شپې ورځى تيروى.

1350ل

Comments
Loading...