پښتو فعل / لیکوال: اربازخان ساپی

 

فعل (کړ) د وینا د یوه عمده جز په توګه په یوه زمانه کې د یو کار په کولو یا د یوې پېښې پر پېښېدو دلالت کوي، یا په بل عبارت فعل هغه خپلواک مورفیم  ته   ویل کیږي چې د یو زمانې په چوکاټ کې د یو څه پېښېدنه څرګندوي؛ لکه: ګورم ، ومې لیدل ، و به ګورم ، احمد خط لیکي ، احمد به کور ته لاړ شي …

فعل پراخ مفهوم لري او بېلابېل موضوعات په بر کې نیسي. څرنګه چې یو  فعل په یوه زمانه کې د یو کار په کولو دلالت کوي ، په ټاکلي شخص او زمان پورې اړه لري ، فعل ځانګړي رېښې لري ، څرنګه چې فعل بې له زمانې څخه نه شي څرګندېدای نو د ډاکټر مجاور احمد زیار په اند ورته زماني لغت هم ویل شوی دی. همدارنګه فعل د وینا مهم او عمده جز تشکیلوي چې له فعل څخه پرته جمله نیمګړې بلل کیږي، او کله هم فعل په یوازې توګه یوه جمله جوړوي.

په عمومي توګه فعل په پښتو کې د دریو اړخونو له مخې ګردانیږي چې په لاندې ډول دي .

۱ـ د شخص له مخې: په پښتو ژبه کې فعل اشخاص څرګندوي ، دغه څرګندونې د تصریفې روستاړو په واسطه کیږي چې په رېښې پورې نښلي او لومړی ، دویم او درېيم شخص چط متکلم ، مخاطب او غایب هم ورته ویل کیږي، څرګندوي ؛ لکه : زه خورم ، ته خورې ، دوی خوري …

۲- د عدد له مخې: چې شخص د مفرد او جمعې په لحاظ ټاکي ، د مفرد او جمعې لپاره هماغه تصریفي روستاړي دي چې مونږ پرې د جمعې تفکیک کولی شو ؛ لکه : زه کتاب لولم ، مونږ کتاب لولو …

۳- د جنس له مخې : چې شخص نرینه وي یا ښځينه څرګندوي يې ، جنس په پښتو ژبه کې یوازې د دویمې رېښې په ګردان کې څرګندېدای شي یعنې جنس په تېره زمانه کې هغه هم د درېيم شخص په مورد کې څرګندېږي نه د لومړي او دویم شخص په مورد کې ؛ لکه :

مفرد                           جمع

درېم شخص  تېره زمانه :        دی پاڅېده                     دوی پاڅېدل

دا پاڅېدله                      دوی پاڅېدلې

د فعل صیغه :

په پښتو ژبه کې فعل د دوو صیغو لرونکی دی ، معلوم او مجهول . د فعل صیغه هغه وخت معلومه بلل کیږي چې د جملې فاعل معلوم وي ؛ لکه : احمد راغی ، محمود خط ولیکه . مجهول فعل چې فاعل يې څرکند او معلوم نه وي ؛ لکه : ډوډۍ وخوړل شوه ، خط ولیکل شو.

د فعل وجه:

فعل د استعمال او معنویت له مخې ځانګړې شکلونه لري ، په دې لحاظ فعل د بیان طرز او بڼې له پلوه په لاندې ډولونو وېشل کېږي:

۱: خبري وجه: چې د یو فعل د اجرا خبر مونږ ته را کوي ؛ لکه: احمد خط لیکي ، ازموینه را نږدې شوه ، احمد راغی او نور …..

۲: شرطي وجه: چې یو کار د شرط  په حالت کې بیانوي ؛ لکه : که زیار وباسې پایله به یې ښه وي.

۳: امکاني وجه:  چې د یو کار د کېدو یا نه کېدو امکان څرګندوي او د شول او کېدل  مرستیال فعلونو په مرسته تر سره کېږي؛ لکه: ما ولوستلی شو ، تا وویلی شو … او داسې نور

۴: احتمالي وجه: احتمالي وجه یا صورت د یو کار اجرا د شک او احتمال په حالت کې څرګندوي؛ لکه: ما به ډوډۍ خوړلې وي ، ګوندې راغلی وي ، تا به احمد وهلی وي.

۵: امري وجه: چې د یو کار اجرا د امر او حکم په صورت کې څرګندوي؛ لکه : ما ته ووایه! ، زما قلم راکړه! ، راشه! ، ولاړ شه! ، وخوره! او نور..

۶: مصدري وجه: چې د یو کار کېدل بې له زماني چوکاټ څخه څرګندوي په دې وجه کې فعل د مصدر په توګه راځي؛ لکه : لمونځ کول فرض دي ، لیدل کتل يې سره وشول.

۷: تمنايي وجه: د یو کار اجرا د غوښتنې او هیلي په صورت کې څرکندوي او د (کاشکې) ادات یې په سر کې راځي: لکه: کاشکې ته راغلی وای ، کاشکې مې درس لوستلای وای …

د فعل معنوي اړخ ( لازمي او متعدي ) :

په پښتو ژبه کې فعل د مانا له پلوه پر لازمي او متعدي وېشل کیږي.

ناتېره زمانه

الف- لازمي فعل : هغه فعل ته وايي چې مفعول نه قبلوي او فعل په تېره او ناتېره زمانه کې د جملې د فاعل لپاره تصریف کیږی، یا دا چې فعل په تېره زمانه کې د جملې له فاعل سره مطابقت ښيي چې البته دغه مطابقت په ناتېره زمانه کې د لومړي او دویم شخص په مورد کې د شخص او عدد له پلوه او د درېيم شخص په مورد کې یوازې د شخص له پلوه فعل د فاعل لپاره تصریف کیږي. په تېره زمانه کې لازمي فعل د لومړي او دویم شخص په مورد کې د شخص او عدد له پلوه د جملې د فاعل لپاره تصریف کیږي ، خو د درېيم شخص په مورد کې سربېره پر شخص او عدد د جنس له پلوه هم له فعل سره سمون ښيي. د موضوع د ښې څرګندتیا لپاره لاندې جدولونو ته توجه وکړئ.

 

شخص مفرد جمع
لومړی زه کېنـ + ام موږ کېنـ + و
دویم ته کېنـ + ې تاسې کېنـ + ئ
درېيم دی کېنـ + ي
دا کېنـ + ي
دوی کېنـ + ي
تېره زمانه

 

شخص مفرد جمع
لومړی زه کېنـاستـ + م موږ کېنـ + و
دویم ته کېنـاستـ + ې تاسې کېنـ + ئ
درېيم دی کېنـاستـ + ه/ǝ/
دا کېنـاستـ + له
دوی (مذکر)کېنـاستـ + ل

دوی (مؤنث) کینـاستـ + لې

 

ب- متعدي: متعدي فعل هغه فعل ته وايي چې مفعول قبولوي او فعل په تېره زمانه کې د جملې د مفعول لپاره اوړون مومی ، الته دغه اوړون د شخص ، عدد او جنس له پلوه تر سره کیږي. لاندې مثالونو ته پاملرنه وکړئ.

شخص مفرد جمع
لومړی احمد زه ووهل + ام احمد موږ ووهل + و
دویم احمد ته ووهل + ې احمد تاسې ووهل + ئ
درېيم احمد دی وواهه

احمد دا ووهله

احمد دوی (مذکر) وواهـ + ل

احمد دوی ( مؤنث) ووهـ + لې

یادونه: په پښتو ژبه کې ټول فعلونه که لازمي دي او که متعدي ، په ناتېره زمانه کې د جملې له فاعل سره مطابقت ښيي، خو لازمي فعل په تېره زمانه کې هم د فاعل سره مطابقت ښيي خو متعدي فعل په تېره زمانه کې د مفعول سره مطابقت ښيي.

کومکي فعل ( مرستیال کړ) :   هغه فعلونو ته ویل کېږي چې په ځانګړې توګه د استعمال وړ نه وي ، او د اصلي فعلونو سره په خوا کې راځي. کومکي

 

مصدر یا اسم فعل (کړ نوم):

مصدر عربي کلمه ده چې د راوتو ځای ته وايي، اصطلاحاً مصدر هغه کلمه ده چې د څه کار کېدلو یا د نه کېدلو اظهار ترې کيږي خو چې د زمانې تعلق ورسره نه وي ؛ لکه: خوړل، څښل ، شړل، خندل، ژړل، زبېښل، نڅل او داسې نور… په پښتو ژبه کې مصدر له یو مورفیمیز روستاړي (ل) څخه پېژل کیږي چې هماغه روستاړی د فعل په رېښې پورې نښلې خو شرط يې دا دی چې مورفیم ساده وي او که مورفیم اشتقاقي یا ترکیبي وي نو مصدري روستاړی (ل) له تنې سره نښلي نه له رېښې سره هغه فعلونه چې مصدري روستاړي يې په رېښې پورې نښلي ؛ لکه : موندل، وهل، خوړل، شړل او داسې نور …

پوهاند صدیق الله ريښتين په خپل ګرامر کې نوم د فعلیت او نافعلیت له مخې په دوو ډولونو وېشي غیر فعلي او فعلي ؛ فعلي ډول څخه يې موخه مصدر دی. په دې اړه وايي: « ۲- فعلي: هفه دی چې د فعل او کار نوم وي او خپله معنی پرته له زمانې څخه څرګندوي؛ لکه: وهل، کتل، او نور… . له فعلي نومونو څخه یو شمېر کلمې په قانوني بڼه استخراج او صادرېږي، نو په همدې اساس فعلي نوم د فعل مشتقاتو مصدر دی او اصطلاحاً يې زېږنده مصدر (infinitive) بولي.

مصدر اکثراً د تېر مهال له رېښې څخه جوړېږي لکه خوړل، لیدل، تلل، موندل، وژل، نيول، پېژندل، شړل، زغمل، بایلل، تو داسې نور… چې په دې بېلګو کې (لیدل) د (لید) له رېښې څخه جوړ شوی او تېرمهال یا دویمه ريښه ده چې د اوسمهال ریښه يې ( وین) ده

څرنګه چې مو مخکې وویل د مصدر دنده دا ده چې یو فعل ونوموي یعنې څنګه چې نور شیان او پديدې نوم لري لکه : ونه، ډبره، سړی، هېواد، کندهار، غر او نور… همدا راز فعل هم نوم لري چې مصدر دی. په زیاترو ګرامري اثارو کې دا حق شوې چې مصدر کړنه او پېښېدنه څرګندوي نو د کړنې او پېښېدنې نوم هم دی نه پخپله فعل ځکه چې په زمانې پورې نه اړوندېږي.

هغه فعلونه چې مصدري روستاړې يې تنې پورې نښلي ، یوځای کېدل، پرېوتل، کښیناستل، غورځول، تود تود کېدل، پخلاکېدل، لاس ته راوستل او داسې نور.

په پښتو ژبه کې مصدر د لفظ او اخر په لحاظ درې ډوله دي:

۱ – لام (ل) والا ؛ لکه: بښل، وهل ، ورتلل او نور…

۲ – کول والا؛ لکه : بېړه کول، زغم کول او نور…

۳ – کېدل والا ؛ لکه :پاتې کېدل، ښایسته کېدل او نور…..

یادونه:

ځیني بیا وایي چې په پښتو ژبه کې پنځه مصدري حالته وجود لري ( ل . کول . کېدل . ول او ېدل ) خو دا خبره غلطه ده چې په پښتو ژبه کې مصدري حالات پنځه دي . په اصل کې په پښتو ژبه کې درې مصدري حالته موجود دي چې عبارت دي له : ( ل . کول . کېدل) . خو بیا ( ول او ېدل ) د ( کول او کېدل ) مصدري حالت څخه رغېدنه مومي ، چې د فعلونو په وېش به ورباندې بحث وشي.

 

د فعل ريښه:

ريښه د فعل رښتینی بنسټ او اصل دی . ريښه هغې کلمې ته ویل کیږی چې تاړي ور پورې نښلي او نوې کلمې جوړوي . ريښه سربېره پر فعل د ترکیبي او اشتقاقي نومونو په برخه کې هم د څېړنې وړ ده ؛ لکه: پتمن، سوبمن، دردمن، کورنۍ، کوربه، ارزښتناک، کبرجن، هنرمن، کلیوال، او داسې نور چې ( پت، سوبه، کور، هنر، ارزښت، کبر، او کلی) ريښه او ( من، نۍ، به، او وال) یې تاړي دي، په پښتو کې د فعل ریښه په دوه ډولونو وېشل کیږي.

۱-د اوسمهال ريښه: لکه: ځ، وین، پرانیز، خور، اغوند، څمل او داسې نور…

۲- د تېر مهال ريښه: لکه : لاړ، لید، پرانیست، موند، وېسټ، الوت ، اوښت ، اغوست او داسې نور.

مسقبل فعل کومه جلا ریښه نه لري ، بلکې د ناتېرې زمانې ريښه ورسره شریکه ده ، یا په بل عبارت د ناتېرې زمانې (حال) او مستقبل فعل ریښه یوه ده ؛ خو یوازې له مستقبل فعل سره یو جز یانې /به/ د معاون په حیث زیاتېږي، لکه : زه به وخورم، زه به واغوندم، زه به کښېنم، زه به ولولم او داسې نور.

د پښتو فعلونو وېش د هغو د اصل پر اساس

پښتو فعلونه د مورفولوژیکي جوړښت له مخې په درېيو عمده برخو وېشل کیږي.

لومړۍ ډله فعلونه:

هغه ډله فعلونه چې په ناتېره او تېره زمانه کې فعل یوه ريښه لري ، یانې په ناتېره او تېره  زمانه کې فعل یوه ريښه لري او پر دوو ډلګیو وېشل کیږي.

الف ډلګۍ: په دې ډلګۍ کې هغه فعلونه راځي چې په اوسمهال کې د فاعل او په تېرمهال کې د مفعول لپاره تصریفیږي همداراز د فعل خاتمې په ريښې او مصدر پورې نښلي . دا فعلونه په نحوي لحاظ د متعدی فعلونو په ډله کې راځی، د موضوع د را څرګندتیا لپاره لاندې مثالونو ته ځیر شئ:

تېر مهال

استمراري فعل: شړل

مفرد فاعل مفعول فعل فعلي

خاتمې

 

نرینه

تا زه شړلم ام- lǝm
ما ته شړلې لې- le
ما دی شړه ه-ǝ
 

ښځینه

تا زه شړلم لم-lǝm
ما ته شړلې لې-le
ما دا شړله ه-a
جمع فاعل مفعول فعل فعلي

خاتمې

 

نرینه

تا مونږ شړلو لو-lu
ما تاسې شړلئ لئ-lǝy
ما دوی شړل ل-ǝl
 

ښځینه

تا مونږ شړلو لو-lu
ما تاسې شړلئ لئ-lǝy
ما دوی شړلې لې-le

 

په پورته بېلګه کې وینو چې د فعل ريښه (شړ) او استمراري تېره زمانه ده نو فعل د مفعول لپاره تصریفیږي او د شخص ، عدد او جنس له پلوه يې فعلي خاتمې په بېلابېلو بڼو بدلون مومي چې د متکلم مفرد نرینه مفعول لپاره (ام)، متکلم جمعې مفرد لپاره(و)، مخاطب مفرد نرینه لپاره(ې)، مخاطب جمعې نرینه لپاره(ئ)، د غایب مفرد لپاره (ه) ، او غایب جمعې نرینه لپاره (ال) فعلي خاتمې دي. همداراز د ښځینه مفرد متکلم فعلي خاتمه(ام)، ښځينه جمع متکلم فعلي خاتمه (و)، د ښځينه مفرد مخاطب (ې)، د ښځيڼه جمع مخاطب (ئ) او همداراز د ښځینه مفرد غایب لپاره (ه) او د جمعې لپاره يې (ې) فعلي خاتمه ده.

ددې فعلونو مصدري (اسم فعل) بڼې دادي:

تړل پلټل ګنډل څنډل
پوښتل پلورل اچول استول
لېږل بخښل پالل ټومبل
ټاکل څښل څټل څېړل
رټل زبېښل ژغورل سپارل
ستایل داغل شاربل شړل
ګڼل ښندل شیندل غندل
کرل ګالل لړل لیکل
مینځل وهل منل لوستل
توږل روزل زغمل څیرل
کاږل رېبل لونل کښېنول
راوړل ساتل وړل لېښل
ټوخل وېشل ورېشل ځلل
رپول شپیلل زیاړل مښل
اوبدل سوول داړل تپل
توغل تلل ځپل ګټل
ژوول څرل زمولل پسولل
ګاڼل بولل ملل کښل
خرېيل سکڼل نوږل شنل
غندل ویاړل سوڼل سپڼل
څارل بامل چوپل شپېړل
بلل سپړل لوشل زېږل
مږل نښتل مروړل ګمارل
ترپلل سکولل لمانځل کړل
شمېرل پوښل پوښتل رول
شومل ټګل شپېلل یونل
یرغلل ژوبلل لونل لورل
ودل نتل غږل نغوږل
درملل رېږدل ښکلل جاجل
پيودل شڼل باړل ربلل
لورېيل غړل رغړل نغړل
سهل مروړل کاږل  او داسې نور…

 

پورته راټول شویو فعلونو کې ځینې یې اوس له استعماله غورځېدلي خو په لرغونو متونو کې په بېلابېلو بڼو کې لېدل کيږي او هغه دادي : ( یونل، یرغلل، ژوبلل، لونل، نولل، لورل، ودل، نتل، غږل، نغوږل، درملل، رېږدل، ښکلل(ښکلا ورکول)، جاجل، پيودل، شڼل، باړل، ربلل، لورېيل، غړل، نغړل، سهل او داسې نور.  دا فعلونه په لرغونې متونو کې تر سترګو کیږي، همدا ډول په دویمه او دریمه دوره کې هم لیدل کیږي.

ب ډلګۍ: په دې ډله فعلونو کې لازمي او متعدي فعلونه راځي چې متعدي بڼه يې له لازمي څخه په اوسمهال کې د (ېدل) پر ځای د (ول) روستاړي په راوړلو سره جوړیږي. بېلګه:

 

 

اوسمهال

لازمې بڼه: ژړیدل

متعدي بڼه: ژړول

جمع فاعل فعل فعلي

ختمه

 

نرینه/ښځینه

مونږ ژړوو و
تاسې ژړوئ ئ
دوی ژړوي ي

ريښه: ژړو

مفرد فاعل فعل فعلي

ختمه

 

نرینه/ښځینه

زه ژړوم م
ته ژړوې ې
دی/ دا ژړوي ي

 

 

تېرمهال

لازمي بڼه : ژړېدل

متعدي بڼه: ژړول

مفرد فاعل مفعول فعل فعلي

ختمه

 

نرینه

تا احمد وژړوه ه
ما ته وژړولې ې
تا زه وژوړلم م
 

ښځینه

تا لیلا وژړوله له
ما ته وژړولې ې
تا زه وژړولم م
جمع فاعل مفعول فعل فعلي

ختمه

 

نرینه/

ښځینه

تا هلکان وژړول ل
ما نجونې وژړولې ې
ما تاسې وژړولئ ئ
تا مونږ وژړولو و

 

څزنګه چې فعل متعدي معلومه بڼه لري نو فاعل او مفعول ته اړتیا لري، په اوسمهال کې فعل د فاعل لپاره او تېرمهال کې د مفعول لپاره تصریفیږي او هداراز په دې بېلګه کې وینو چې په تېر او ناتېرمهال کې د فعل ریښه یوه (ژړول) ده ( یوازې د مفرد مذکر غایب لپاره ريښه « ژړو » کیږي، که ژړوله ووایو نو له مؤنث سره به یې توپير و نه شي) او فعلي روستاړي په اوسمهال کې د لومړی او دویم شخص په مورد کې یوازې د شخص له پلوه مطابقت ښيي.

لازمي بڼه: ېدل متعدي بڼه: ول
ډارېدل

شلېدل

غورځېدل

وېرېدل

لګېدل

تښتېدل

ځغلېدل

ځنډېدل

لوړېدل

کڼېدل

ړندېدل

ودېل

درنېدل

سپرېدل

لورېدل

شټېدل

بلېدل

درندېدل

ټالېدل

پړسېدل

بنګېدل

درزېدل

غځېدل

ترپېدل

ځارېدل

برېښېدل

کوپېدل

ټيټېدل

ډوبېدل

لېږدېدل

رېږدېدل

ټنډېدل

زېږېدل

پېنډېدل

رغېدل

شپېلېدل

ځېلېدل

خورېدل

کږېدل

ګرانېدل

شنډېدل

لنډېدل

اوږدېدل

ډارول

شلول

غورځول

وېرول

لګول

تښتول

ځغلول

ځنډول

لوړول

کڼول

ړندول

ودول

درنول

سپرول

لورول

شټول

بلول

درنول

ټالول

پړسول

بنګول

درزول

غځول

ترپول

ځارول

برېښول

کوپول

ټیټول

ډوبول

لېږدول

رېږدول

ټنډول

زېږول

پېنډول

رغول

شپېلول

ځېلول

خورول

کږول

ګرانول

شنډول

لنډول

اوږدول او نور…

په همدې توګه په استمراري تېرمهال کې هم فعل د لومړي او دویم شخص په مورد کې یوازې د شخص او عدد له پلوه او د درېيم شخص په مورد کې سربېره پر شخص او عدد د جنس له پلوه هم مطابقت ښيي.

لازمي بڼه: ېدل متعدي بڼه: ول
لړزېدل

ځړېدل

غوړېدل

رپېدل

ځورېدل

چغېدل

خوځېدل

غږېدل

لمبېدل

لوبېدل

نڅېدل

نړېدل

ژړېدل

خندېدل

بهېدل

پرزېدل

پاڅېدل

سمېدل

لږېدل

تخنېدل

خړېدل

رغړېدل

جوړېدل

غړمبېدل

شړنګېدل

خپرېدل

کړېدل

سوزېدل

شرمېدل

رژېدل

پړېدل

پټېدل

پڅېدل

سستېدل

کړېدل

غټېدل

درېدل

شړېدل

ډنډېدل

ګډېدل

غپېدل

ربړېدل

ژوبلېدل

لړزول

ځړول

غوړول

رپول

ځورول

چغول

خوځول

غږول

لمبول

لوبول

نڅول

نړول

ژړول

خندول

بهول

پرزول

پاڅول

سمول

لږول

تخنول

خړول

رغړول

جوړول

غړمبول

شړنګول

خپرول

کړول

سوزول

شرمول

رژول

پړول

پټول

پڅول

سستول

کړول

غټول

درول

شړول

ډنډول

ګډول

غپول

ربړول

ژوبلول

دويمه ډله فعلونه:

دغه ډله فعلونه چې ريښه یې په ناتېره او تېره زمانه کې خپله بڼه اړوي، دغه ډله فعلونه چې په ناتېره او تېره زمانه کې خپله بڼه اړوي په لاندې ډول دي او په لازمي او متعدي وېشل کیږي.

لازمي فعل اوسمهال ريښه تېرمهال ريښه لازمي فعل اوسمهال ریښه تېرمهال ريښه
الوتل اولز الوت څملاستل څمل څملاست
وتل وځ وت راوړل راوړ راوړ
ختل خېز خت راوستل راول راوست
اوښتل اوړ اوښت سکښتل سکڼ سکښت
رغښتل رغړ رغښت نیول نیس نیو
کښېناستل کښېن کښېناست پېژندل پېژن پېژند
نښتل نښل نښت موندل موم موند
اورېدل اور اورېد غوښتل غواړ غوښت
ښوودل ښی ښود لېدل وین ليد
راتلل راځ راتل خوړل خور خوړ
پرانیستل پرانیز پرانسیت پرېښوول پرېږد پرېښود
ویشتل ول ويشت راوستل راول راوست
لوستل لول لوست نغښتل نغاړل نغښت
کتل وین کت او نور …

 

په دغه ډله فعلونو کې لازمي فعل په تېره او ناتېره زمانه کې د جملې د فاعل لپاره تصریفیږي. خو ددغه ډلې متعدي فعلونه په ناتېره زمانه کې د جملې د فاعل لپاره او په تېره زمانه کې د جملې د مفعول لپاره ګرادنیږي.

بېلګې:

(وتل) په ناتېره زمانه کې……. ريښه = / وځ /
شخص مفرد ريښه فعلي خاتمه جمع ريښه فعلي خاتمه
۱ زه وځ ام موږ وځ و
۲ ته وځ ې تاسې وځ ئ
۳ دی ، دا وځ ي دوی وځ ي
(وتل) په تېره زمانه کې……. ريښه = / وت /
شخص مفرد ريښه فعلي خاتمه جمع ريښه فعلي خاتمه
۱ زه وت ام موږ وت و
۲ ته وت ې تاسې وت ئ
۳ دی ، دا وت ه /ǝ/، له /la/ دوی وت ال/ǝl/ ، لې /le/

 

په پورته مثالونو کې په ناتېره زمانه کې د فعل ریښه /وځ/ او فعلي خاتمې يې په ترتیب سره / ام، و، ې، ئ، ي / په بڼه ظاهر شوې دي، چې فعل د فاعل لپاره د شخص او عدد له پلوه ګردان شوی دی.

خو په تېره زمانه کې د فعل ريښه /وت/ او فعلي خاتمې یې په ترتیب سره / ام، و، ې، ه «ǝ» له، ال ، لې / په بڼه څرګند شي دي، دا ددې مانا لري څرنګه چې فعل لازمي دی د لومړي او دویم شخص په مورد کې فعل د شخص او عدد له پلوه، خو د درېیم شخص په مورد کې د جنس له پلوه هم فعل د فاعل لپاره تصریف شوی دی.

 

درېيمه ډله فعلونه:

درېیمه ډله فعلونه د پښتو فعلونو ستر اکثریت جوړوي دا ډله فعلونه ترکیبي فعلونه دي چې د اوسمهال او تېرمهال ریښې یې له مرستیال فعل(Auxiliary) او یوه نوم، ستاینوم یا قید څخه جوړیږي، یعنې له دوو یا زیاتو توکونو څخه رغيږي او هغه توکي نومونه، ستاینومونه، قیدونه، فعلونه، مرستیال فعلونه، مصدرونه او اسم مصدرونه دي. دا فعلونه د مرکب فعلونو په نوم هم یاد شوی او په پښتو ترکیبونه او اشتقاقونه اثر کې داسې تعریف شوي دي: (( مرکب فعلونه هغه دي چې د امدادي فعلونو او خصوصاً د (کړل او شول) د ګردان او صیغو په مرسته جوړ شوی وي)) چې دلته یې له امدادي فعلونو څخه هدف مرستیال فعلونه دي.

د پښتو ژبې درېیمه ډله فعلونه د آر فعل د پای د توري او مرستیال فعل دواړو د همغږۍ او ناهمغږۍ له مخې په بېلابېلو بڼو اوړي یعنې کومکي فعل یې له نوم، ستاینوم یا قید سره یو ډول همغږي لري او همداراز د فعالیت، مفعلویت، او معلوم او مجهول توب له مخې بېلابېل کومکي فعلونه ورپورې نښلي.

د ترکیبي فعلونو دویم توکی یا مرستیال فعلونه معمولاً ( کېدل، کول، شول ) دي همداراز سربېره پر مرستیال فعلونو، آر فعلونه هم ترکیبي فعلونه جوړوي خو هغه په اسمي برخه کې راځي د ډاکټرې زرغونې رښتین زېور په پښتو نحوه کې فعلي ترکیبونه په لاندې ډولونو وېشل شوي دي :

۱.نوم(اسمي ډله) + فعل = فعلي غونډ (ترکیب)

۲.فعلي نوم + فعل = فعلي غونډ (ترکیب)

۳.قید + فعل = فعلي غونډ (ترکیب)

دلته وینو چې فعلونه په درې کټګوریو کې ترکیبي بڼه لري یعنې یو فعل له نوم، ستاینوم او قید سره فعلي ترکیب جوړوي .

دغه فعلونه پر درېیو ډلو وېشل کېږي.

۱.الف ډلګۍ:

هغه فعلونه چې یو توک یې نوم یا ستاینوم او دویمه برخه یې (یدل، کېدل) مرستیال فعل دی یا په بله وینا لومړی توک یې لغوي عنصر او دویم توک یې مرستیال فعل وي.

دا ډول فعلونه په دوو برخو وېشل کیږي:

الف: په دې ډله کې هغه فعلونه شامل دي چې لومړی توک یې هغه لغوي عنصر (نوم، ستاینوم قید) وي چې په کانسوننټ پای مومي او دویم توک یې د (کېدل – ېدل) مرستیال فعل وي . مرستیال فعل په ترکیبي فعلونو کې ډېر ارزښت لري دې فعلونو ته نيمګړې فعلونه هم وايي د پوهاند صدیق الله رښتین په پښتو ګرامر کې داسې راغلي (( … کومکي فعلونو ته نیمګړي فعلونه هم وايي، ځکه چې له هغو څخه ټولې صيغې نشي جوړېدای.))

اوس مونږ د ترکیبي فعل لومړی او دویم توک ترکیب په اوسمهال مجهوله صیغه کې را اخلو:

اوبه روانیږي ماشوم ژوبلیږي
جامې پاکیږي ګلان ټوکیږي
غل پټېږي ډیوه بلېږي
کتاب چاپېږي ډوډۍ پخېږي
سترګې رڼېږي کومې وچېږي
باران ورېږي څڅواکې څڅېږي
ورځپاڼه خپرېږي مړی ښخېږي

 

پورته څرګنېږي چې د مرستیال فعل (ک) له فعل څخه لوېدلی څخه تر مخه (نوم، ستاینوم، قید) یې په کانسوننټ پای ته رسېدلی دی، او د دوو کانسوننټونو د کلسټر په وجه دویم کانسوننټ له منځه ځي یا دا چې د دوو ناهمغږو تورو څنګ تر څنګ راتګ له کبله یو یې حذفېږي او همداراز ځینې تورې یو په بل کې مدغم او په یوه توري بدلېږي چې دا هم د کلسټر د ماتېدو عملیه سرته رسوي لکه:

۱ سپک + کیږي = سپکېږي
۲ ټوک + کېږي = ټوکېږي
۳ ورک + کېږي = ورکېږي
۴ کلک + کېږي = کلکېږي
۵ پړک + کيږي = پړکېږي
۶ پاک + ګېږي = پاکېږي

 

همداراز پورتنۍ ټولې بېلګې ( نوم/ستاینوم/قید + کېږي) په بېلابېلو یا یو ډول دلایلو سره د (کېږي) برخې (ک) له لاسه ورکوي؛ لکه:   روان + کېږي = روانېږي

دلته (ک) له منځه تللی او (ن له ې) سره همغږی شوی دی.

نو ویلای شو چې هغه ډله ترکیبي فعلونه چې چې لومړی توک يې ( نوم یا ستاینوم ) پر بېواک پای شوی وي، د فعل د دویم عنصر (کمکي فعل) لومړی بېواک غږ په معیاري ډول د فعل له اصل څخه لوېږي .

د دغو فعلونو لېست

خښېدل(کېدل) خوږېدل خپلېدل ټولېدل روانېدل سپکېدل
روښانېدل زیاتېدل ړندېدل ژوبلېدل ويښېدل وچېدل
تښتېدل پاکېدل بندېدل اوږدېدل سپينېدل سړېدل
جوړېدل جګېدل ماتېدل نیمېدل وادنېدل ورانېدل
یادېدل پخېدل تورېدل پراخېدل ډکېدل بېلېدل
چاپېدل خبرېدل لېږدېدل ډېرېدل پټېدل تویېدل
تیارېدل تاوېدل تنګېدل خرابېدل کوزېدل غوړېدل
ژېړېدل پوهېدل ارزانېدل بدلېدل پارېدل اوچتېدل

 

ب: هغه ډلګۍ ده چې لومړی توک یې نوم، ستاینوم یا قید وي او دویم توک یې مرستیال فعل وي په دې ډول چې لومړی توک په واول ختم شوی وي نو د دویم توک کانسوننټ (ک) په خپل خال پاتې کېږي یعنې د (کېدل) مرستیال فعل د (ېدل) په بڼه نه شي راتلای؛ لکه :

لیلا خپه کيږي لیلا ګوښې کېږي
احمد ټپي کېږي غوښتنه کېږي
احمد ته پلمه کېږي لیلا پیاده کېږي
لیلا ډاده کېږي احمد سپین ږيری کېږی
دی خېټو کېږي لیلا ښایسته کېږي

 

دلته وينو چې د مرستیال فعل د (ک) برخه په خبل حالت پاتې کېږي ځکه دمخه یې نوم، ستاینوم یا قید په واول ختم شوی دی ، کوم کلسټر یا بندښت نه پېښوي او واول له کانسوننټ توری سره همغږی کېږي لکه په پورته مثالونو کې مو چې ولېدل.

 

۲. ب ډلګۍ:

هغه ډله ترکیبي فعلونه چې یو توک نوم یا ستاینوم او بل توک یې د /کول/ کومکي فعل په یوځای کولو سره رغېدنه موندلې ده.

دغه ډله فعلونه له نحوي پلوه د متعدي فعلونو په ډله کې راځي او په تېره زمانه کې د فعل دویم عنصر (کومکي فعل) د /کړل/ په بڼه ګردانېږي.

 

دغه ډله ترکیبي فعلونه هم پر دوو ډلو وېشل کېږي:

الف: په دې ډله کې د ترکیبي فعلونو لومړی توک نوم یا ستاینوم او دویم توک یې د (کول) مرستیال فعل دی، ددې فعلونو لومړی توک په کانسوننټ غږ پای ته رسېدلی وي او اوسمهال کې یې د (کول) مرستیال فعل له لومړي توک سره د نه همغږۍ له کبله د مرستیال فعل لومړی کانسوننټ توری له منځه ځي او کلسټر هم ختموي په تېرمهال کې یې د /کړ/ مرستیال فعل سره ترکیب جوړېږي.

 

دغه ډله فعلونه په لاندې ډول دي :

کږول سوړول سپينول ژولول روښانول ړوندول
اوچتول رنګول سمول سپکول روانول ټولول
تویول خپورول خپلول خوږول پخول یادول
ورانول ښخول بېلول زیاتول ارزانول ډکول
پراخول پټول تیارول ډېرول لږول پاکول
ماتول جګول جوړول دمول خرابول تاوانول
تنګول تودول ځایول چاپول آسانول آوارول
نیمول اوږدول بارول بلول بهول تورول
وېښول تاوول تشول خرڅول دردول بشپړول
لنډول لوندول خیشتول موړول ځورول ړنګول
مجبورول خورول تېرول هېرول ټوکول زرغونول
خوړینول چاڼول څڅول ورول ډنډول ګرمول
خندول ژړول پاڅول پړسول روږدول ښکارول
څرګندول بندول بسول ختمول روغول وچول
غټول لویول سوزول رسمول انځورول ښادول
کړول دربول غږول اورول ځارول ټنګول

او نور…

پورتنی ترکیبونه د ( نوم/ستاینوم + مرستیال فعل «کول» ) څخه په لاس راځي.

ددی فعلونو ګردان په لاندې ډول دی :

اوسمهال

فعل: پخول

مفرد فاعل مفعول فعل فعلي

خاتمه

جمع فاعل مفعول فعل فعلي

خاتمه

 

نرینه/

ښځینه

زه ډوډۍ پخوم م  

نرینه/

ښځینه

مونږ ډوډۍ پخوو و
ته ډودۍ پخوې ې تاسې ډوډۍ پخوئ ئ
دی ډوډۍ پخوي ي دوي ډوډۍ پخوي ي
دا ډوډۍ پخوي ي دوی ډوډۍ پخوي ي

 

ب: ددې ډلګۍ ترکیبي فعلونو لومړی توک په واول(خپلواک) توري ختم شوی او د دویم توک د لومړي توري له کانسوننټ تورې سره څه ستونزه نه لري یعنې په تلفظ کې بندښت نه واقع کیږي او له کانسوننټ سره ښه مزج کېدای شي نو ځکه مرستیال فعل په خپل حال پاتې کیږي او بدلون نه مومي . ددې ډلګۍ په اړوند پوهاند خويشکی داسې لیکلي دي: ( هغه ډله ترکیبي فعلونه چې د فعل لغوي عنصر به خپلواک غږ پای شوی وي ، په ناتطره زمانه کې د فعلي مادي (کومکي فعل) لومړی غږ د فعل له اصل څخه هېڅکله نه لوېږي).

بېلګه :                                      تېرمهال

ترکیبي فعل: خپه کول

فاعل مفعول صفت مرستیال فعل فعلي خاتمه
 

مفرد

تا زه خپه کړم م
ما ته خپه کړې ې
تا دی خپه کړ .
تا دا خپه کړه ه
 

جمع

تا مونږ خپه کړو و
ما تاسې خپه کړئ ئ
تا دوی خپه کړل ل
تا دوی خپه کړې ې

 

په دې بېلګه کې وینو چې مرستیال فعل (کړ) له مفعول سره مطابقت ښيي خو په خپله فعل په ټولو حالاتو کې خپل شکل ساتي او څه بدلون په کې نه راځي، زیاتره هغه فعلونه چې په واول ختم شوي وي همدا ډول خپله بڼه ساتي او مرستیال فعل یې ګردانیږي.

ددې ډلګکۍ ځیني ترکیبي فعلونه په لاندې بڼې سره را اخلو:

زېرمه کول تنبه کول پلمه کول ښه کول ښایسته کول شاته کول
وړاندې کول وروسته کول مخ ته کول اخوا کول دېخوا کول ایلاکول
چندي کول جلا کول پخلا کول هوسا کول ډاده کول ساده کول
پیاده کول لاهو کول ساهو کول بېرته کول خپه کول وینا کول
نژدې کول لرې کول یو کول رڼا کول اشنا کول لګیا کول
بېسا کول ترشا کول بریا کول ګوښې کول اوبه کول ټپي کول
غاړه کول معنا کول تیاره کول کوربه کول مېلمه کول    او نور …

۳. ج ډلګۍ:

هغه ډله ترکیبي فعلونه چې د فعل لومړی عنصر یو اصلي فعل او دویم یې یو کومکي فعل /کېدل/ څخه رغېدنه موندلي وي. د کار د اسانتیا لپاره د دغو فعلونو لېست وړاندې کېږي او پاتې دې نه وي چې دغه فعلونه د مجهول فعلونو په ډله کې راځي.

مصدر + مرستیال فعل
خوړل کېدل شړل کېدل
پلټل کېدل وهل کېدل
نوږل کېدل توږل کېدل
بلل کېدل ترپلل کېدل
سهل کېدل ختل کېدل
څښل کېدل ګنډل کېدل
رېبل کېدل رټل کېدل
لیکل کېدل وژل کېدل
پلور کېدل لېږل کېدل
بخښل کېدل څېړل کېدل
زبېښل کېدل پرانیستل کېدل
ژغورل کېدل سپارل کېدل
روزل کېدل شیندل کېدل
غندل کېدل لوستل کېدل
اغوستل کېدل غوښتل کېدل
ټومبل کېدل مینځل کېدل
څښل کېدل څټل کېدل
ټاکل کېدل وړل کېدل
لوشل کېدل موندل کېدل
ګروهل کېدل دروخل کېدل
شنل کېدل راوړل کېدل
بامل کېدل منل کېدل
مروړل کېدل ګالل کېدل
ځلل کېدل زغمل کېدل
ستل کېدل اخښل کېدل
اغږل کېدل اغېږ کېدل
ویاړل کېدل ټوخل کېدل
درملل کېدل لونل کېدل
لېښل کېدل لوشل کېدل
پرېښودل کېدل اېښودل کېدل
کښل کېدل کسل کېدل
داړل کېدل تلل کېدل
مږل کېدل مښل کېدل  او نور …

 

 

 

 

ددې مطلب د ښې څرګندتیا لپاره لاندې بېلګې ته پاملرنه وکړئ.

اوسمهال

ترکیبي فعل: رټل کېدل = رټل + کېدل

مرستیال فعل ريښه : کېږ

مفرد مفعول مصدر مرستیال

فعل

فعلي

خاتمه

جمع مفعول مصدر مرستیال

فعل

فعلي

خاتمه

 

نرینه

زه رټل کېږم م  

نرینه

مونږ رټل کېږو و
ته رټل کېږې ې تاسې رټل کېږئ ئ
دی رټل کېږي ي دوی رټل کېږي ي

 

 

 

 

 

 

 

 

مطلق تېر مهال

د مرستیال فعل ریښه: شو

مفرد مفعول و فعل مرستیال

فعل

فعلي

خاتمه

مفرد مفعول و فعل مرستیال

فعل

فعلي

خاتمه

 

نرینه

زه و رټل شوم م  

ښځینه

زه و رټله شوم م
ته و رټل شوې ې ته و رټله شوې ې
دی و رټل شو و دا و رټله شوه ه – a
جمع مفعول و فعل مرستیال

فعل

فعلي

خاتمه

جمع مفعول و فعل مرستیال

فعل

فعلي

خاتمه

 

نرینه

مونږ و رټل شوو و  

ښځینه

مونږ و رټلې شوو و
تاسې و رټل شوئ ئ تاسې و رټلې شوئ ئ
دوی و رټل شول ل دوی و رټلې شوې ې

 

فعل د زمانې په لحاظ

فعل د زمان په لحاظ په درې برخو وېشل کېږي :

۱: اوسمهال فعل

۲: راتلونکی مهال فعل

۳: تېر مهال

۱: اوسمهال فعل

چې په اوسمهال کې د یو فعل پېښېدنه څرګندوي ، اوسمهال ( حال فعل ) د اوسمهال له رېښې څخه جوړېږي او فاعلي روستاړي یې د فعل رېښې پورې نښلي؛ لکه:

فعل : لوستل

ريښه: لول

نرینه

ښځينه

مفرد جمع
فاعل ريښه روستاړی فاعل ريښه روستاړی
متکلم زه لول م مونږ لول و
مخاطب ته لول ې تاسې لول ئ
غایب دی / دا لول ي دوي لول ي

 

۲: راتلونکی مهال فعل

هغه فعل ته وايي چې په راتلونکي کې د یو کار په پېښېدنه څرګندوي، دلته د فعل ريښه د اوسمهال د فعل له ريښې سره کوم توپير نه لري یوازې تر فعل دمخه د (به) ادات ور زیاتېږې او په همدې سره یې له اوسمهال فعل سره توپيرولی شو .

فعل : لوستل

ريښه: لول

نرینه

ښځينه

مفرد جمع
فاعل ادات ريښه روستاړی فاعل ادات ريښه روستاړی
متکلم زه به ولول م مونږ به ولول و
مخاطب ته به ولول ې تاسې به ولول ئ
غایب دی / دا به ولول ي دوی به ولول ي

 

یادونه: لازمي او متعدي فعلونه په اوسمهال او راتلونکي مهال کې فعل د فاعل لپاره تصریفیږي.

 

 

۳ : تېرمهال فعل

هغه فعل ته وايي چې په تېرمهال کې د یو کار پېښېدنه څرګندوي او لاندې ډولونه لري

الف: مطلق تېرمهال

هغه فعل ته وايي چې په تېره زمانه کې د یو فعل پېښېدنه په مطلق ډول څرګندوي ، مطلق فعل د فعل له دویمې ريښې څخه په دوه ډوله جوړېږي:

۱: د (و) د مختاړي په زیاتولو سره ؛ لکه:

فعل : لوستل
نرینه / ښځينه مفرد جمع
متکلم ما ولوستل مونږ ولوستل
مخاطب تا ولوستل تاسې ولوستل
غایب ده ولوستل دوی ولوستل
دې ولوستل دوي ولوستل

 

۲: د څپې د خج په بدلون سره، که چیرې خج په لومړی راغی نو مطلق تېر مهال ترې جوړيږي ؛ لکه: زه څملاستم،   زه پرېوتم     ، زه کښېناستم

ب: استمراري تېر مهال:

چې د یو کار کېدل یا د پېښې پېښېدل په تېره کې په دوامداره ، استمراري او جاری حالت کې څرګندوي ، استمراي ماضي هم د تېر مهال له رېښې څخه په دوه ډوله ده.

۱: د مطلقیت د (و) په پرې کولو سره ؛ لکه:

فعل : لوستل
نرینه / ښځينه مفرد جمع
متکلم ما لوستل مونږ لوستل
مخاطب تا لوستل تاسې لوستل
غایب ده لوستل دوی لوستل
دې لوستل دوی لوستل

 

۲: د څپې د خج په بدلون سره : کله چې خج د څپې په وروستۍ برخه راشي له مطلقې ماضي نه استمراری ماضي جوړوي؛ لکه :

زه څملاستَم  ،      زه پرې وتَم     ، زه کښېوتَم       ،  زه کښېناستَم

ج: نږدې تېر مهال :

هغه فعل ته وايي چې یو کار په تېرمهال کې لږ ځنډ د مخه بشپړ شوی وي؛ لکه:

فعل :تلل
نرینه / ښځينه مفرد جمع
متکلم زه تللی یم مونږ تللي یو
مخاطب ته تللی وې تاسې تللي يئ
غایب دی تلل دی / دا تللی ده دوی تللي دي / دوی تللې دي

 

عمومي قاعده يې داده:    مفعولي صفت + ( یم، یو، ده،دی،دي،یې،يئ)  مرستیال فعلونه

 

د: لرې تېرمهال

هغه ماضي ته وايي چې یو کار په تېرمهال کې تر ډېر ځنډ دمخه بشپړ شوی وي چې د (ول) په روستاړي سره ښودل کېږي؛ لکه:

فعل :تلل
نرینه / ښځينه مفرد جمع
متکلم زه تللی وم مونږ تللي وو
مخاطب ته تللی يې تاسې تللي وئ
غایب دی تللی و / دا تللې وه دوی تللي وو / دوی تللې وې

 

عمومي قاعده يې داده : مفعولي صفت + مرستیال فعل (ول)

هـ : احتمالي (التزامي) تېر مهال:

هغه فعل ته وايي چې کړنه په پېښېدنه یې مشکوکه او ګوماني وي یعنې په تېره زمانه کې د یو کار پېښېدل په شک او احتمال کې ښيي؛لکه : ما به ویلي وي ، ما به خوړلی وي ، تا لوستلی وي ، ښايي دوی به ځپلي وي

عمومي قاعده :  مفعولي صفت + به + ول

چې ( ګوندې ، ښايي) او داسې نور ادات هم ورسره راتلای شي.

امر فعل:

امر فعل هغه فعل ته وايي چې د یو کار په کولو یا نه کولو امر وکړي او دوه صېغې لري:

الف: مفرده صیغه؛ لکه : وخوره ، راشه ، راځه  او داسې نور

ب: جمع صیغه ؛ لکه : وخورئ ، راشئ ، مه راځئ  او داسې نور

امر فعل په دوو بڼو ترسره کېږي:

الف: مطلقه بڼه : چې د فعل په سر کې د مطلقیت (و) مختاړی زیاتېږي؛ لکه : ولیکه ، ووایه ، ووژنه ، ولیکئ، ووایئ، ووژنئ   او …

ب: استمراي بڼه: چې د فعل په سر کې د مطلقیت (و) مختاړی ترې لوېږي؛ لکه : خوره ، لیکه ، وایه ، وژنئ ، وايئ…

امر فعل د کار د اجرا کولو او نه کولو له مخې په دوه ډوله دي:

امر : وکړه، وخوره ، ولوله، ولیکه، وګنډه، وغږه  او…

نهي: مه لیکه ، مه لوله ، مه ګنډه ، مه غږه  او …

 

 

 

 

 

 

 

 

 

ماخذونه

 

 

 

۱ – خوېشکی، محمد صابر ، پښتو غږپوهنه او وييپوهنه (فونولوژي – مورفولوژي) ، خیبر خپرندویه ټولنه ، لسم چاپ، کابل، ۱۳۹۴ل کال.

۲ – پنزل ، هربرت. د پښتو ګرامر ، ژباړونکی: محمد رحیم الهام، دانش خبرندویه ټولنه، ۱۳۴۰ل کال.

۳ – زیار مجاور احمد، پښتو پښویه، دانش خپرندویه ټولنه، ۱۳۸۴ل/۲۰۰۵ز کال.

۴ – حقپال آریانا، د پښتو فعلونو وېش ، د افغانستان ملي تحریک ،۱۳۹۴ل کال.

۵ – رشتین صدیق الله ، پښتو ګرامر ( ژب ښودنه ) ، خاور خپرندویه ټولنه، کابل.

۶ – میاخېل وفي الله ، پښتو ګرامر، ناچاپ اثر …..

۷ – یمین محمد حسین ، ۱۳۸۲هـ ش، دستور معاصر زبان پارسی دری ( بخش صرف و نحو)، انتشارات میوند ، کتابخانه سبا.

۸- رسول زاده عبالعلي، د پښتو ژبې لنډ ګرامر ، د مولانا سعید افغاني د سولې او تفاهم، نشراتي ارګان، ۲۰۱۴ز کال.

۹– ثابتی نوروز علی، نظام واژک شناسي ابتدائی ( موفولوژي) ، فیض آباد بدخشان، ۲۰۱۱.

۱۰ – فریور نجیب الله، جمله شناسي ، چپتر درسي ، پوهنتون هرات ، پوهنځی تعلیم و تربیه ، دیپار تمنت زبان و ادبیات دری، سال ۱۳۸۷.

۱۱ – شیرزاد محمد اقا او رشیدی جمشید ، پښتو ژبه او ادبیات، کابل دښوونې اوروزنې پوهنتون، ژبو ادبیاتو پوهنځی پوښتو څانګه ، ۱۳۹۰ کال

Categories: ادب,ارباز خان ساپی,ژبه ـ لیکدود,کالمونه