په پښتو ادبیاتو کې د ژباړې لومړني څرکونه / لیکوال: اربازخان ساپی

 

په لومړۍ او دوهمه پېړۍ کې د پښتو نخوا غربــــــي خــواوې او د غور مځکې د پښتو ادب د پرمختـــګ او ودې زانګـــو وه او دغــه سوري کورنۍ وه چې له دوی څخه د غـور دشاهنشــاهي مشــهوره کورنۍ پیدا شوه او ډیر مشهور شاهان او فاتحان لکه سلطـان غیاث الدین او معزالدین محمد او نور پکې راووتــل او ددغې کورنــۍ په وخت کې بیا غور د پښتــو شعــر او ادب ټاټوبی و؛ له ټــولو ادبــي څیړنو څخه داسې ښکاري چې د پښتو لومړنی اثـــار هم په دغــــو سیمو پورې اړه لري.

تر امیرکروړ وروسته چې بل ادبي اثر زموږ سره شـته،هغه تـقریباً سل کاله د امیرکروړ تر عصره راهیسته دی او دا ادبــي اثــر هم د غور په جنوبي خوا او هلمند د غاړو هغو ښارو پــورې اړه لــري،  چې په هغو وختو کــي يې رڼ مدنیـــت درلود او اوس وران دی. د پښتو بل شاعر او ادیب چې وروسته موږ ته معلوم دی ابو هاشم بن زید السرواني البستـي دی چـې دده اشـعار او احـوال د پټـې خزانـې څخه کټ مټ را اخلم:

(( په لرغوني پښتانه کـې هسـې حکایـت کـــا شیــخ کټـه رحمـه الله چې ابوهاشم د هلمند په سروان په سنـه (۲۲۳هـ ق) زیږېدلـی او په بست کې یې له علماء او فصحاء لوستنه وکړه، او وروسته ولاړ په عراق يې په کلوکلو د لویوامامانو څخه سمع وکړه او ابن خلاد چې څرګند وپه ابی العینا سره يې په بغـداد کې عـمرونه تېر کـړل او له هغه يې د عربـي بلاغـت او اشــعار ولویــل او (۲۹۴هـ ق) کـې له عراقه بېرته راغی، درې کاله وروسته په بست کې وفات شـو، نقـل کا : چې ابومحمد په عربي او فارسي اوپښـتو شـعرونه ویـل اوهغـه وخت چې دده استاد ابن خلاد ړوند شو؛ نو ده به يې خدمت کا او د هغه څخه بــــه يې خـواږه شعـرونه  په ادب کـې د عربـو اوریدل ، ابومحمد له عربي څخه په پښـتو د خـپل اســتاد ډیر شــعرونه هم را اړولي دي)).

د لرغوني پښتانه اسـتناد دا بیــان د ابوهاشــم علــمي او ادب ژونــد راښکـــاره کـوي او داسـې څرکندیـږي چـې د (۳۰۰)هـ تر حـدودو پورې د عربو مدنیت، د عربـي ژبــې سلـطه او د عربــي ادابــو او علومو اثر د پښتونخوا په اکثـرو برخـو کـې خـپور شـوی و او ددې مځکې غربي خوا ډیره تر دې اثـر لانـدې وه. کـه څـه هـم  په دغـه عصر کې د غربي پښـتونخوا خلـکو د آل طـاهر(۲۰۵-۲۵۹هـ) تـر بیرغ لاندې استقلال وموند او څه نا څه د پارسـي ژبـې ادب هـم پـه دغو زمانو کې ژوندی شو مګر عربــي علمــي او ادب یو دربـاري ژبه وه او پوهانو خپل آثار په دغه ژبه لیــکل، په خراسـان کې ډير د عربي لیکوال او پوهان وو چې دوی د عربو د مدنیـت او ادب په خپرولو کې ښه خدمتونه وکړل ـ مثلاً صالح بن عبدارحمن سیستاني د حجاج بن یوسف په امر له(۸۱ـ۸۷هـ) دواوین او دفاتر له پـارسي څخه عربي ژبې ته نقل کړل او ډیر علمـا په عربـي عـلومو بوخـت شول لکه ابوخالد وردان کابلي موسوم په (کـنکر) چـې د عـلي بــن حسین(رض)  (۴۶ـ۷۴هـ) له ملګرو څخه و او د حجاج له ظلمه مکې ته وتښتیده یا بشار بن برد د عباسي دربار ړوند شاعر چې اصلاً د تخارستان و او په (۱۶۷هـ) وژل شوی دی. ابوهشـم چې د عربــي ژبي ادب پوهاند و لکه پټه خزانه چې دايې : په کـلو کـلو د علــم او ادب د زده کړې لپاره په بغــداد کې مېشـــت و اوعربــو د ادب لــه هغو مشهوره استاده يې استفاده کړله، کوم چې ابن خلاد نومــیده او په ادبی العینأ معروف و.

ابوهاشم په سروان کې زیږیدلی او پـه بـست ژونــد تــیراوه او هــم هورې په (۲۹۷هـ) کال مړ دی. د پټې خزانې له لیکه ښکاري چي دا سړی د پښتو ژبي لیکوال هم و او ده په پښتو يو کتاب کښـلی و، چې په هغه کې يې د عربو د اشعارو فصاحت او بلاغت بیان کړی و او نوم يې و « د سالو وږمه». متاسفانه چې دا کتاب اوس نــشته او د پښتو په منثور ادب کې چې کوم لومړنی کــتاب نــوم مــوږ ته معلوم دی همدغه سالو وږمه ده چې د « د نسیم ریګسـتان» معــنی لري او داسي ښکاري ، چي دا کتاب به د پښتو له لومړنیو مؤلفــاتو څخه و.

 

د ابوهشم اشعار:

ددې عالم او ادیب سړي شعر چې زموږ پـه لاس کــې دی، د پــټې خزانې په ذریعه له «لرغوني پښتانه» څخه را نقل شــوی دی. لکه دا  کتاب چې تصریح کوي هاشم سرواني د درېیو ژبوشــاعر و،هم يې په پښتو او هم يې په عربي او پارسـي اشــعار ویـــل؛ خـــو دده عربي یا پارسي کوم شعر د پټې خزانې مؤلف نه دی رانــقل کړی، که يې پارسي شعر زموږ په لاس کې وای؛ نو به یقیناً ددې ژبې له اولو شاعرانو څخه هم وای،او د پښتو ژبې لومړنی منظومه ژبـاړه يـې هـم کړی دی.

پټه خزانه لیکي :

( ابن خلاد چې یو ظریف او ادیب سړی و، په یو شــعر کــــې  يې درهم ستایلی دی او ابو هاشم هغه شعر داسې پښتو را اړولي دی):

 

 

شعر

 

ژبه هم ښه وینا کاندي چي يې وینه

د خاوند په لاس کې زر او درهمونه

ژبور ورله ورځـي  وینـا  يې اروي

د  درهم خاوندان تــل وي په ویـاړنه

که درهــم ځنـې ورک سو، سي نتلي

پر نـړۍ يـې وي پـه خـړو پیژندونـه

کـــه بډای سوڼی وبـولي خلـق وايـې

دا وینـــا ده رښتـیانیـه لـه رښتــو نــه

کـه یـې روزلـي ووایـي رښتیـا خبره

نـور ووايـي دا خو سوڼی دی تیرونه

هـو درهم ښندي هر چالـه لوبه برخه

د درهـم د خاونـد هـر ځـای پرتمونــه

درهـم ژبـه ده کـه څـوک ژبـور کیږي

ده وسـله کـه څـوک پـــه کاندي قتـالونه

 

دا اوه بیته چې زموږ لاس تــه راغــلي دي ، د پښــتو ژبــې د درېيمی هجري پېړۍ ډول او ادبي صبغه ده او رنــګ راښــيي.

که موږ د عربو د ادبي تاریخ کتابو ته رجوع وکړو؛ نو هــلته د ابن خلاد ذکرمومو، لکه چې د مخه مې دده د ژوند لنډ حال ځنې رانقل کړ: خود ابن خلاد هغه عربي شعر چې زموږ هاشم سرواني

په پښتو ترجمه کړی دی یاقوت حموي يې رانقل کوي،

چې عبارت دی له:

 

مـــن کـان بملک درهمین تـعلمــــــت

شفــــــــــتاه انــواع الکــلام فقـــــــالا

و تــقــــدم الــــفصـحاء فاستمعوا الیه

ورایتـــــه الفصحاء فاستـــمعوا الیـــه

لــولا درهمه اللتـــی فـــــــــــی کیسه

لرایـــــــــته شــــــــــرابریة حـــــــالا

ان الغنـــــــــــــی اذا تکلـــــم کاذبـــــا

قــــالو صـــدقت ومــا نطقـت محـــالا

و اذالفقــــــیر اصــاب قـالولــم تصــب

و کـــــــذبت یــا هــذا و قلــت ضــلالا

آن الـــــــــدراهم فـــی المــواظن کلهــا

تکســــــــــو الرجــال مهابــة و جــلالا

فهـــــــــی اللســان لمــن اراد فصــاحته

و هـــی الســـــــــــلاح لمـــن راد قـــتالا

 

د ابو هاشم سرواني تر ژباړې را وروستـه موږ بلــه د پښتـو داسـې پخه او کره ژباړه نه لرو چي له هرې خوا دې په تول پـوره وي او نه تر موږ پورې را رسېدلې ده ، خـو ســوونه کلونــه را رورستــه موږ ته د زرغونې کاکړې د «بوستان» د پښتو ژباړې بیلګه د پټـې خزانې په برکت را رسیدي چـې له بیلګې څخه يې دا اټکـل کـولای شو  چې ډیره خوندوره او په تول پـوره ژبـاړه ده، هیـڅ سکتګي او پېچلتیا نه لري، داسې روانه ده لکه ژباړه چې نه وي، کـــه چیــرې څوک د پښتـــــو ژبـاړې تاریخ لیکي نـو هـرو مـرو به د زرغونـې کاکړې ژباړه د پښتو ژباړې به تاریخ کـــې دوهمه ژبـــاړه بولـــي.

زرغونه د ملا دین محمد کاکړ لور او د کنـدهار پـه پنـجوايـي کــې اوسیدله له پلار څخه يې زده کړې وکـړې او د فصاحــت احکام يې هم و لوستل، زرغونه کاکړه د سعدالله خـان نـورزي مېرمن وه چې توریالي اولادونه ځني پاته شول.

زرغونې کاکړې د شیخ مصلح الدین سعدي بوستان نومی کتـاب پـه پښتو نظم ژباړلی دی او نوم يې «بوستان د پښتو»پـر ایښـی دی او په کال (۹۰۳هـ ق) کې يې بشپړ کړی دی. ددغه کتاب یوه نمونه د پټې خزانې لیکوال ، په خپل ادبي تذکره کې راوړې ده،د زرغونـې

کاکړې دا ژباړه ډیره مشهوره ده او ښايـي چـې دا پـه ډاګـه وویلای شو چې تر ډیرو غټو ژبـاړو روانـه او خـوږه ده، که مـوږ د پښتــو ادب د کلاسیکي شاعرۍ د ځینو شاعرانو پښتو ژباړه ته وګورو نـو دا تر ډیرو هغو خوږه او سلیسه ده.

تر دغي ژباړي را وروسته موږ په زیاته پیمانه د اخونــد درویېــزه ننګرهاري (۱۰۴۸هـ ق مړ) او دده د سبــک  او دورې د پیروانــو زیاتي منظومي او منثوري ژباړي لیدلای شو چې د پښتو ژباړې په تاریخ کې ښايي دغي ادبي او فرهنګي کړۍ تر هر چا زیات پښــتو ژباړي ته کار کړی وي، په خپله ددغي علمي،تصوفي او فرهنګي

لړۍ مؤسس اخوند درویزه په پښتو زیاتي منظومي ژباړي کـــــړي دي چې په لنډه توګه به يې یوازې د نومونو یادونه وکړو:

۱: د قصیده امالي پښتو ژباړه، ددغي ژباړي پيل دا سي دی:

 

په نامه د حـــق آغاز کــړم

اوس لـــه دې علــم کلامــه

دی رحمان رحیم څښتن دی

په ده چــار مـي سـي تمامـه

 

۲:د قصیده برده پښتو ژباړه:

قصیده برده  په عربي ژبه کې تر ټولو مشهوره قصیده ده، پـــه دې قصیده کي د رسول مبارک تعریف شوی او هغه يې په نېـــکۍ یــاد کړی دی.

ددې قصیده ویـونکی امام شرف الدین محمد بن سعید بوصــیرۍ و.

وايي ده به لومړی د پاچاهانو په ستاینه قصیدې لیکلې خـو وروسته يې پام رسول مبارک ته ورواوښت او دده مبارک په ستاینــه يې په قصیده ویلو پیل وکړ.

ددې قصیدې د ویلو په هکله په کتابونو کې راغلي چې یو وخــت د قصیدې ویونکې په یوه سخته ناروغی اخـته شـو هـر څومره درمل يې چې وکړ ګټه يې ونکړه نو له ځانـه سره يې پرېکړه وکړه چې د رسول مبارک په ستاینــه قصیده ووايي. همداسي يې وکړل او ددې قصیدې د ویلو په وخت يې دومره وژړل تـر څـو همداســې په ژړا کې ویده شـو. وروستـه يې په خوب کـې ولیدل چـې رسول مبـارک ویني او په ده لاس تیروي کله چې له خوبه پاڅېږي نو دده درد دوا شوی وي.

دا قصیده په ۶۰ هـ کې ویل شوې ده. او سره له دې چې دومــــــره کالونه پرې تیر شوي وي، خو چې اوس يې هم څوک وائ داســــۍ ښکاري چې ګواکې اوس اوس لیکل شوې وي.

ددغي ژباړي پيل داسی دی:

 

په نام د حق به وایم چې د حق له برکتـــــــه

په قیامت مي بخره وسي د رسول له شفاعته

 

۳: در بیان عقاید نسیفه ، دا هم یو رساله ده.

۴: خلاصه کیدانی، دا د لمانځه په باب د حنفي فقهي یوه وړه رساله ده چې اخوند درویزه په پښتو اړولې ده،پيل يې داسي دی:

 

بسم نام د الله خــــــــدای دی

کارساز و کُل عالم د بندګانو

 

دی رحمان مهربان خدای دی

رزق روزی ورســـــــــــوینه

 

 

۵:د لسو فرقو د عقایدو بیان:

 

دا رساله اخوند درویزه له پارسي څخه ژباړلی دی، د تجوید رساله، د درویزه الفنامه او نور……. اخوند درویزه پښتو ته ژباړلي دي.

Categories: ادب,ارباز خان ساپی,کالمونه

Pin It on Pinterest