په مکه کې د یوې نصرانۍ جنازه!؟

ولي الله ملکزی

0 587

د غم او زغم په غوړیدلې لمن کې، د ګډ سوله ایز ژوند د سترې تابلو څو ګوتې په شمار خیرن او څه ځلیدلي انځورونه.

کله چې د شوروي اتحاد دیکتاتور سټالین مړ شو نو خروشچوف او سیاسي پولیټ بیرو د تفاهم،‌ درناوي او ګډ سوله ایز ژوند د فلسفې نغاره وډنګوله، نو پراوډا ولیکل: د شوراګانو د هیواد ټول وګړي سم برابر او د خپل نظر مالکان دي. خو مازې څو میاشتې وروسته ولیدل شول چې په مسلمانې مرکزي آسیا کې په زرګونو انسانان، څوک ووژل شول او ځینې د سایبریا کمپونو ته واستول شول.

د وال سټریټ جورنال، بي بي سي او الجزیرې د راپورونو له مخې، همدا اوس په سین کیانګ (ختیز ترکستان) کې څه باندی یو ملیون ایغوریان د کورونا د وایرس له ویرې نه، بلکې د خپلې عقیدې له امله په زندانونو کې پراته دي. د چین د ۱/۴ ملیارده وګړو پدغه پراخه وطن کې د هغوئ د ګډ ژوند، ساده حق او ملي هویت، د شک او ګواښ په زولنو تړل شویدی. په برما کې د روهنګیا په سلګونو بی ګناه ولسي وګړي د نوبل جایزې ګټونکې (آنګ سان سوچي) د بڼو لاندې، د کټاسو بودایي راهبانو لخوا ژوندي وسوځول شول. د سلګونو میرمنو د عفت جنازې پورته شوې او د اراکان څه باندی اوه لکه بی وسه بی کسه وګړي بنګله دیش ته په کډه کولو اړ شول. په هندوستان کې چې د غټې ډیموکراسۍ خاوره بلل کیږي، له هر ځایه راغلو کډوالو ته تابعیت او پناه ورکول کیږي خو مسلمانان لدی امتیاز څخه محروم دي.

څلویښت کاله وشول چۍ په ایران کې د آیت الله ګانو مطلقه واکمني ده. هره خوا، د دوئ په اصطلاح له شیطان بزرګ سره د ډغرو او لاپو شاپو شعارونه اوریدل کیږي او هر څه د اسلام په خم کې رنګ او ځل بل وهي. خو ګورو چې یواځې په تهران کې ۲۸ سنیګاک (د یهودانو معبدونه) او ۷۱ کلیساوې له دولت سره ثبت نام او دروازې یی پرانیستې دي‌، مګر د تهران د نیم ملیون سنیانو لپاره د یو جامع جومات د جوړلو اجازه نشته. دا د هغې ناسور شوې غمیزې مشت نمونه خروار بیلګې دي چې د زغم او ټولنیز عدالت په وړاندی یی دنګ دنګ دیوالونه درولي او د انساني اقدارو رنګ یی  تت او ککړ کړیدی.

له بله پلوه، د مسلمانانو خپلمنځي اړیکې او له نورو سره د ګډ ژوند کولو اصول، په څو قرآني آیتونو کې ښې په ګوته شوېدي: (لَكُمْ دِينُكُمْ وَلِيَ دِينِستاسې لپاره ستاسی دین دی او زما لپاره زما خپل دین) بل ځای فرمایي (تاسو هغه چا ته سپکې سپورې مه وایئ څوک چې پرته له الله د بل چا عبادت کوي، ترڅو دوئ الله ته د دښمنۍ او ناپوهئ له مخې بد رد ونه وایي) د بقرې په سورت کې داسی راغلي ( لا اکراه فی الدینپه دین کې زور زیاتی او تشدد نشته).

د یو تاریخي سند په توګه، هیڅ خلیفه، هیڅ صحابي او هیڅ تابعي د خپلو فتحوحاتو په ترڅ کې یوه کلیسا او د یهودو یو معبد هم ندی وران کړی. د عمر فاروق په خلافت کې، د عمروبن العاص په مشرۍ مصر ونیول شو، نو د فرعونیانو د مقبرو تر څنګ یی د دیو په څیر د ابوالهول مجسمه، د یهودو کنائس او یوه کلیسا هم ړنګه نکړه. د امویانو د واکمنۍ په مهال، د عمیر اللیثي او احنف بن قیس لښکرې کابل ته را ورسیدې خو د بامیانو بتان یی روغ رمټ پریښودل.

د صلیبي جنګونو په مهال (۱۱۸۸م) کال کې د بیروت محاصره اوږده او خلک له لوږې سره مخ شول، نو صلاح الدین ایوبي د کلابندو مسلمانانو لپاره په خوراکي توکو ډکې بیړۍ واستولې او امر یی وکړ چې د ښار مسیحیانو ته دی هم مرستي ورکړي. کله چې مغلو او تتاریانو په ۶۹۹ هجري کال کې دمشق تر خپلې ولکې لاندې راوست نو د مسلمانانو ترڅنګ یې یهود او مسیحیان هم بندیان کړل. د جنګي تبادلې په خبرو کې امام ابن تیمیه هغوئ ته د روغې جوړې لپاره شرط کیښود چې د مسلمانانو سره جوخت به یهود او نصاری هم آزادیږي، ځکه چې هغوئ زموږ رعیت او هیواد وال دي.

په ۸۶ هجري کال کې د امویانو لخوا په دمشق کې ستر تاریخي جومات جوړ شو. د لمړنیو اوو پیړیو لپاره دغه جامع جومات په دوو برخو ویشل شوی او غټه دروازه یی شریکه وه. مسلمانانو به ښۍ خوا ته خپل لمونځ او تلاوت کولو او مسیحیانو به په کیڼ اړخ کې د خپل عبادت مراسم تر سره کول. دغه اموي مسجد چې تر ننه آباد دی، بیا د دواړو خواوو په خوښه، یواځې جومات پاتې شو او مسیحیانو ته بل ځای ورکړل شو چې ځانله کلیسا جوړه کړي. د امام احمد بن حنبل په جنازه کې د مسلمانانو ترڅنګ د یهودو، مسیحیانو او هندوانو له سترګو د اوښکو سیلابونه روان وو او د جنوبي افریقا د نلسن مندیلا او انګریزې شهزداګۍ، ډیانا په ماتم کې ځینو مسلمانانو هم انګولا وکړه.

په نیوزیلنډ کې د تیر کال د مارچ پیښې وښوده چې ستونزه په مذهب کې نده، ځکه خو د دغه هیواد ځوانې نصرانۍ صدراعظمې (جسندرا آردیرن) په جومات کې د ۵۹ لمونځ کونکو قاتل، سپین پوستی ترهګر وبللو. په ټول ملک کې یې ماتم اعلان کړ، تور ټیکری په سر او د غمزپلو کورنیو غړي یی بیل بیل په غیږ کې ونیول. په جومات حمله یی، په ټول هیواد برید وګڼلو، کوم چې د ګډ ټولنیز ژوند او ملي هویت د بقا او ارتقا یوه ښه بیلګه وه. دغه سیاسي مشره د وطندارۍ په مفهوم پوهیدله چې ټول وګړي پرته له دین، مذهب، ژبې، رنګ، تعلیمي او مالي سطحې په پام کې نیولو سره، یو شان او برابر حقوق لري. ټولو ته جوته ده چې زموږ په دین او رښتینې ډیموکراسۍ کې، هیڅوک له هیڅ چا پورته ندی او هیڅ کس له بل کس څخه کم ندی،‌ مګر هغه څوک چې د تقوی او انسانیت ته د خدمت ګراف یی تر نورو لوړ وي.

ولی تر هر چا وړاندی، په مدینه منوره کې حضرت پیغمبر (ص) له یهودو، مسیحیانو او حتی پیژندل شوو منافقینو سره سوله ایز ژوند او معاهدې کولې، د هغوئ جنازو ته دریدلو او د مریضانو پوښتنه یی کوله. خپله لور او نژدی ملګري یې د حبشې نصراني پاچا،‌ نجاشي ته واستول او کله چې وفات شو نو په مدینه کې یی د هغه غائبانه جنازه وکړه. کله چې د هجرت په نهم کال د نجران د مسیحیانو ۱۴ کسیزه ډله مدینې ته راغله، نو پیغمبر (ص) ورته اجازه ورکړه چې د ده په جومات کې خپل مذهبي شعائر تر سره کړي.

امام ابن شیبه یو حدیث رانقلوي چې: د مشهور صحابي، الحارث بن عبدالله مور چې د عبدالله المخزومي میرمن او له حبشې څخه راغلې نصرانۍ وه، په مکه کې وفات شوه،. نو دغه وخت د حضرت پیغمبر زښته ډیر اصحاب لا ژوندي او په مکې مکرمې کې اوسیدل. د دغو اصحابو ګڼ شمیر سره دی چې پوهیدل دغه میرمن یوه مسیحۍ ده،‌ خو بیا یی هم جنازې ته ورغلل او خواخوږي یې ورسره وکړه. ځکه هغوئ پوهیدل چې د ټولنې د افرادو ترمنځ زغم کول،‌ یو د بل منل او په کلتوري ارزښتونو باور لرل، خپلمنځي اړیکې کوشیر او د انساني کرامت پیوندونو ته غوټې اچوي.

اوس پدی خبره د چا سر نه خلاصیږي چې آیا د حضرت پیغمبر دغه اصحاب به د خپل نبي په سنتو سم برابر او ښه پوهیدل،‌ که زموږ په سیمه کې د حورو او غلمانو دا اماتور شوقیان؟ چا چې د څوارلسو پیړیو مسلمان ولسونه پدی څلورو لسیزو کې د افراط په قمچینه تغمه تغمه او د خپل ځانګړي دیني هویت په بټۍ کې وریت وریت کړل ؟؟

……………………………………………

یادوونه: په مننې سره، ما د پاسنۍ لیکنې په لیکنه کې د الجزیرې د نړیوالۍ شبکې څخه اقتباس او د وال سټریټ جورنال او القدس العربي د ورځپاڼو،‌ د مولوي سرفراز جانباز له تفسیر، د البدایه و النهایه تاریخ،‌ ګوګل او ویکیپیډیا څخه استفاده کړیده.

 

Comments
Loading...