ټرمپ څه وايي؟ / مجید قرار

د ولسمشر ټرمپ د تېرې ورځې څرګندونو د ځینو افغانانو احساسات را پارولي او اکثرو د نظر خاوندانو د تحلیل پر مهال د دې خبرو عمومیت او تر شا پروت استدلال په پام کې نه دی نیولی.

د ټرمپ خبرې په اصل کې په امریکا کې د بهرنۍ تګلارې په اړه یو عمومي لیدلوری دی چې هغه یې د کاندیداتورۍ له وخته دفاع کوي. د ده د لیدلوري مطابق امریکا باید تر نړیوالې جګړې مخکې مرحلې ته ستنه شي چې پر چا کار ونه لري، او څوک کار پرې ونه لري. د دې لیدلوري پر اساس، د امریکا هغه مرستې چې پر نړۍ او ملاتړو هېوادونو یې لګولي، که پر ځان ولګول شي نو ستونزې به یې هوارې شي. د ټرمپ د امریکا فرسټ، یا سب سی پهلې امریکا شعار هم له همدې لیدلوري سرچینه اخلي. دا بحث یواځې د افغانستان په اړه نه دی، د اروپا په اړه هم دی. ټرمپ تل د جرمني، او نورو ملاتړو هېوادونو په اړه همدا یوه ترانه غږوي چې ګواکې دوی دې خپل دفاعي مصارف خپله ولګوي، او دا چې پر هغوی لګښت ډېر کېږي او ګټه نه ورڅخه راځي. د ولسمشر ټرمپ خبرې له یوه لحاظه سمې دي، خو له بل لحاظه، لکه چې جیمز مټیس په خپل استعفاء لیک کې لیکلي، بچې امریکا ده، د خپلو ملاتړو په مټ ده. امریکا له هغو اروپایي هېوادونو څخه چې د مارشل پلان برخه و او تر دوهمې نړیوالې جګړې را وروسته یې قرضونه ورکړل، د سوداګرۍ، صنعت، او طبیعي سرچینو په بڼه پراخه ګټه ترلاسه کړې. دغه راز یې په منځني ختیځ کې د خپلو ملاتړو په مټ د هغه ځای له تېلو، او سوداګریز موقعیت څخه پراخه استفاده کړې او د دې سیمو خلک او د هغوی منابع یې د خپلو نورو حریفانو پر خلاف کارولي دي. په دې اعتبار د متېس خبره سمه ده چې وایي: امریکا چې امریکا ده، د ملاتړو په مټ ده. یا په اصطلاح، چې خان یې په یاران یې، چې یاران درسره نه وي، تورې خاورې د بیابان یې.

البته مشخصاُ زموږ د سیمې په اړه د ټرمپ نظر دا دی چې هلته باید د قوې له توازن څخه ګټه واخیستل شي او امریکا مستقیمه مداخله ونکړي. د دې خبرې معنا یې دا ده چې که امریکا په دې سیمه کې نه وي، د امریکا حریف ځواکونه په خپلو کې نشي سره جوړېدای. مثلا، روس او پاکستان سره ورانېږي، روس او چین سره ورانېږي، پاکستان او ايران سره ورانېږي، پاکستان او هند سره ورانېږي. حریفان په خپلو کې سره خوري او امریکا به د خیر په غونډۍ ورته ناسته وي یا به خپلې وسلې پکې پلوري، او که بیا مداخله هم کوي، لکه د تېر ځل، چې امریکا او ایران یې هرکلی وکړ، حریفان به یې خپله هرکلی ورته کوي او همکاري به ورسره کوي. دا خبره یې سمه ده. که زموږ له سیمې د امریکا پښه ووته نو دا نسبي بېلانس له منځه ځي او ټول ځواکونه یو له بله ښکېلېږي. البته په هغه صورت کېو لکه د عراق حکومت چې د امریکا له وتلو سمدستي وروسته د امریکا د بل حریف، یعنې ایران ملاتړ ترلاسه کړ او داعش عملا ایران ورته مات کړ، د افغانستان حکومت ته هم د امریکا له وتلو سره سم د سیمې د ګڼو هېوادونو د مرستې لاس را غځېږي او هر هېواد به هڅه کوي چې د حکومت جوړه دستګاه د خپلو ګټو د تأمین لپاره وکاروي. په مقابل کې به یې نور هېوادونه د وحشي افراطي ډلو ملاتړ ته لاس را غځوي. دا سمه ده چې هیڅوک د امریکا په اندازه سخي او خوندي انتخاب نه شي کېدای. سخي په دې معنا چې د امریکا بشري مرستې د نړۍ په تاریخ کې بې سارې دي او خوندي په دې معنا چې امریکا لږ تر لږه په افغانستان کې ځمکېنۍ طمع نه لري، او د افغانستان بل هر حریف او ګاونډی د افغانستان د ځمکې د لاندې کولو تکل او د تجزیې پلان لري. په دې اعتبار، امریکا که څه هم تر ټولو خوندي او تر ټولو سخي انتخاب دی خو یواځېنی انتخاب نه دی او د افغانستان حکومت به دا ځل هیڅکله سقوط ته پرېنښودل شي.

زموږ ډانګیان دې د ټرمپ اعلان د خپلو جهادي وحشتونو د توجیه لپاره نه کاروي. د هغه مثالونه که څه هم پر افغانستان و، خو نظریات یې عمومي دي او تر شا یې د امریکا د ټولې بهرنۍ تګلارې بحث پروت دی چې یو طرفه کول یې په امریکا کې دننه هم اسانه کار نه دی. موږ باید دا درک کړو چې زموږ حریفان او حلیفان دواړه خپلې ګټې ته ګوري، او تر خپلو ګټو هیڅه زیات ارزښت نه ورته لري. دا یواځې موږ یو چې خپلې ملي ګټې د عرب او عجم لپاره قربانوو.
د روس د لاس اخیستلو په صورت کې روسیه، هند، ایران او ځینې نور هېوادونه ښایي ډېره ژر د افغانستان د امنیتي ځواک د بودیجې څلور بلیونه ډالره لګښت برابر کړای شي او ښایي تر امریکا په مؤثرانه شکل رول ولوبو.

د امریکا د ټرمپ د ملاتړو د لیدلوري له مخې، د افغانستان او منځنۍ آسیا سیمه داسې ده چې کله امریکا پښه پکښې کېږدي بیا روس، چین، پاکستان، ایران او حتی د خلیج عربان ټول ورته یوه خوا کېږي خو کله چې امریکا پښې ورڅخه را سپکې کړي نو دا ټول بیا یو له بله خوري او داړي، ځکه نو د امریکا لپاره لازمه ده چې خپل حریفان په خپلو کې سره پرېږدي. دوی دا هم وایي چې د امریکا امنیتي سیسټمونه په تېرو اتلسو نولسو کلونو کې ډېر پر مخ تللي او د ۹/۱۱ پېښې پیا تکرار ډېر جدي ګواښ نه دی.

د مخالفینو نظر یې بیا دا دی چې جنوبي او منځنۍ آسیا یو په په چټکۍ وده کوونکې اقتصادي پټاره ده، او راتلونکی یې د نړۍ راتلونکی دی. امریکا له سیمې په را وتلو یواځې د سیمې له شره نه، بلکې د سیمې له خیره هم لاس وینځي. مانا دا چې که هر څومره په سیمه کې ټکرونه کېږي خو هغه حالت به بیا هم یو نه یو بریالی ولري او هغه بریالی به د امریکا لپاره په سیمه کې ګواښ وي.
دوی دا هم وایي چې امریکا د سیمې له تهديدونو څخه ځان نشي ژغورلای، او د سپټمبر یوولسمه بیا هم تکرارېدای شي.

Categories: روانې چارې /ټولنیزې/ سیاسي,کالمونه,مجید قرار

Tags: