هر څه لاتراوسه په افغانستان کې په افغانیو او ډالرو نه شي اخیستل کیدای/محمد طارق بزګر

0 490

نن مې یو دوست چې له هېواده تازه راغلی و، لیدو ته راغی، ناروې ته کله کله راځي او نور په کابل کې وي هلته یې کاروبار دی او ماشومان یې دلته دی.
په ډیرو مسئلو مو خبرې وکړې، وطن مو ټول د افغانستان د ټلویزیونونو د شننونکو په شان زیروزبر کړ.
د نورو خبرو تیریږم اصلي خبرې ته راځم دوست مې په خبرو کې وویل:
ما یو لوی ۳۰۲۲ بس واخیست، چوکۍ مو ترینه ایسته کړې او دننه مو د کتابتون په بڼه جوړ کړ. دا یو سیار کتابتون وو د هېواد شمالی سیمو ته لاړو او په مختلفو ولایتونو کې مو دوه میاشتې تیرې کړې. زما مینه او مجبوریت وو ما هلته له خلکو پوښتنه وکړه چې چیرې کولی شم د جنګې لویو سپيو د نسل یو کوکری چې د یوې میاشتې یا کم عمر ولري پیدا کړم چې هم زما ورسره ډیره مینه ده او هم مو د ځان ساتنې له پاره په کار دی.
خلکو راته د کندز یوه ولسوالي یاده کړه چې هلته پیدا کیږي، هغه ولسوالۍ ته ورغلو او ډیرې کنډې کپرې مو د موټر د سینې لاندې کړې یوې پراخې دښتې ته چې ډیرې لوړې ژورې یی درلودې ورسیدو هلته د کوچیانو یوه لویه پینه شوې خیمه وهل شوې وه موږ ورسره نژدې خپل بس ودراوه. د کیږدۍ سره نژدې په یوه لږه ژوره کې یوه توره سپۍ چې شپږ واړه کوکري ترې تاوو، لیدل کیده.
زه او بل ملګري مې د سپۍ او کوکریانو په تماشه وو، چې په دې کوکریانو یا د سپئ بچو کې یو ډیر ښکلی وو، د سر نیمه برخه یی توره او نیمه سپینه وه، خدای شته زما ډیر خوښ او په رښتیا هم ډیر ښایسته وو.
په دې وخت کې د سپۍ مالک یو ۱۲ یا ۱۳ کلن کوچئ ژڼکئ د خیمې له خوا زموږ پر لور په داسې حال کې چې موږ ته یې ژور ژور کتل، راغی د سلام او ستړی مشي وروسته مې ورته وویل چې دغه د سپۍ برګ بچی ماته راکړه، هغه وویل نه یې درکوم ما ورته وویل درنه اخلم یې ۱۰۰۰ افغانۍ درکوم. هغه په مانادار ډول ماته کتل او موسکئ کیده، ویل یی نه یې خرڅوم، ما ورته بیا وویل ۲۰۰۰ افغانۍ به درکړم، بیا یی هم ویل نه یی خرڅوم، ما ورته ۳۰۰۰ افغانۍ وویلې بیا یی هم جواب د نه وو. ویل یی وړوکی دی د پنځو ورځو دی. ما ورته سل ډالر له جیبه راوویستل ورته ومې ویل دا پیژنې دا واخله.
هغه بیا خپله ماناداره موسکا وکړه ویل یی خود یی پیژنم ډالر دی زه په هوا کې زرکه پیژنم چې د کوم خیل ده او په څو ارزي. خو دا اوس نه خرڅوم ما بیه ۲۰۰ ډالر کړه هغه بیا هم ویل چې نه یې خرڅوم، ما ورته ۳۰۰ ډالر ونیول. هغه بیا هم په مانادار ډول زما خواته وکتل او مسکئ شو. ویی ویل نه یی خرڅوم او دا ځکه چې اوس لا وړوکی دی، یوه میاشت وروسته راشه او مفت یی واخله خو اوس یی نه درکوم چې لا د مور شیده خوري!.
موږ ترینه لاړو او یو بل یو میاشتنی کوکری مو د کندز د امام صاحب په ولسوالۍ کې چې ښه نسل یی هم درلود پیدا کړ او د ځان سره مې واخیست.
ما د خپل دوست نه پوښتنه وکړه چې د سپي په بچي دې څه کول؟ ځواب یې دا وو چې ما غوښتل چې ویی روزم تر څو زموږ سره وي او زموږ د سیار کتابتون ساتنه وکړي ځکه موږ هره خوا تلو او هر ځای به مو شپه راتله نو دا اړینه وه چې یو ساتونکی مو وي او وروسته به یې بیا د ځان سره کابل ته یوسم او هلته به راسره وي.
ملګری مې وایی: هر وخت چې زه د هغه کوچي ماشوم ماناداره کتل او موسکا را په یاد کړم په خپله ناپوهۍ مې خندا راشي او د هغه ځوان په انسانیت باندې راته دا امید پیدا شي چې انسانیت لا تراوسه له افغانستان کډه نه ده کړې او هر څه په افغانیو او ډالرو نه خرڅیږي. راتلونکې ته امیدواره شم چې رڼا به یوه ورځ راشي او هېواد به مو له دې ټولو بدبختیو جنګ، ورانۍ، فقر او ….ووځي.

څلور کاله مخکې لیکل شوې

Comments
Loading...