نیمواک (semi vowels) / اربازخان ساپی

نیمواک ( Semi Vowels )

پښتو ژبه کې سیمي واول هغه مسله ده، چې ژبپوهان یې په شتون او نه شتون سره د نظر اختلاف لري. ځینې پوهان سیمي واولونه په کانسونېنټ پورې مربوط ګڼي، ځينې یې په واول پورې او ځینې نور بیا وايي، چې سیمې واولونه هم د کانسونېنټ او هم د واول خاصیت اخلي، یعنې د دواړو ترمنځ منځګړیتوب کوي.

سرمحقق دوکتور عبدالحکیم هلالي وايي: « د پښتو ژبې په غږیز سیسټم کې دوه ډوله فونیمونه لېدل کېږي: واولونه او کانسونېنټونه» (۵: ۶۹ مخ) . بل ځای بیا وايي: « د پښتو ژبې فونیمونه، نه درې او نه هم څلور ډوله دي. د پښتو ژبې په غږیز سیسټم کې یوازې دوه ډوله فونیمونه لیدل کېږي: واولونه او کانسونېنټونه. کومو فونیمونو (و/w/ او ی/y/ ) ته چې واول وزمه[1] ویل شوي دي، هغه هم کانسونېنټونه دي، نه واول وزمه.

د فونولوجۍ له نظره د واولونو او کانسونېنټونو د وظیفوي تفاوت د سېلاب په ارتباط څرګندېږي. واولونه هغه اوازونه دي، چې د سېلاب هسته او څوکه تشکیلوي او سېلاب جوړونکي اوازونه دي. کانسونېنټونه هغه اوازونه دي، چې د سېلاب په ترکیب کې راځي، مګر سېلاب جوړونکي اوازونه نه دي. کانسونېنټونه په سېلاب کې تابع رول لري.

په همدې اساس د w/ او ی/y/ فونیمونه د کانسونېنټونو په ډله کې راځي. ځکه هېڅکله د سېلاب هسته او څوکه نه جوړوي او سېلاب جوړونکي اوازونه نه بلل کېږي. » ( ۵: ۷۱ مخ) .

د دوکتور عبدالحکیم هلالي په نظر هغه فونیمونه چې د څپې هسته جوړه کړي، هغه واول او هغه چې د څپې هسته جوړه نه کړي، کانسونېنټونه بلل کېږي. نو پر دې اساس سیمي واولونه هم د څپې هسته نشي جوړولی؛ نو باید د کانسونېنټونو په کتار کې ودرول شي.

پوهندوی نور احمد شاکر هم د عبدالحکیم هلالي په نظر دی، دی هم اوازونه په دوو برخو: واول او کانسونېنټ وېشي(۲ : ۱۳ مخ) . د نوموړي دا وېشنه د تعامل وړ ده، ځکه چې نور احمد شاکر په خپل کتاب ( ژبنۍ څېړني ) کې لومړی اوازونه پر دوو برخو، واول او کانسونېنټ، وېشې. بیا د سیمې واول یادونه هم کوي؛ خو په کومې خاصې کټګورۍ پورې یې نه تړي. دی وايي : « په ځینو ژبو کې ځینې اوازونه دي، چې کله کله د کانسونېنټ او کله کله د واول په ډول ادا کېږي. په پښتو کې دوه اوازونه دي چې کله کله د هجا هسته تشکیل کړي او د واول په توګه څرګند شي، خو ځینې وخت د هجا هسته نه تشکیلوي او د کانسونېنټ په ډول ادا کېږي. » ( ۲: ۱۴ -۱۵ مخ) .

دوکتور مجاور احمد زیار نیمواک اوازونه هغه اوازونه بولي، چې د خپلواکو او نیمواکو اوازونو ترمنځ منځګړیتوب وکړي او د دواړو ځانګړتیاوې ولري، که د څپې زړی (هسته) وګرځي، خپلواکه بڼه اخلي او که د څپې زړی ونه ګرځي، د بېواک بڼه اخلي ( ۱: ۶۸ مخ) . پوهاند محمد صابر خوېشکی، پوهندوی محمد قسیم چمتو ، پوهنیار محبوب شاه محبوب او پوهنیار محمود مرهون هم له دوکتور مجاور احمد زیار سره هم نظره دي.

د دوی په اند، کله چې سیمي واولونه ( و/w/ او ی/y/ ) تر واول مخکې راشي؛ نو د کانسونېنټ خاصیت اخلي؛ لکه: ور /war/ ، ولور/walwar/ ،  یو/yaw/ او نور… او کله چې همدا غږونه تر واول وروسته راشي؛ نو ډفټانګ (غبرګغږ) جوړوي؛ لکه: د ډوډۍ/ḍoḍay/ او کړکۍ /kaṛkay/ په کلمو کې د /ay/ غږ. په پورتنیو دواړه ځانګړنو کې ، سمیي واول د څپې هسته نه ده ګرځېدلې؛ خو کله چې د څپې هسته وګرځي بیا د واول خاصیت اخلي.

بل ځای وايي، که سیمي واول د څپې زړی وګرځي، د واول خاصیت اخلي؛ خو د خپلې خبرې د اثبات لپاره کوم دلیل نه لري. یوازې پوهنیار محمود مرهون په خپل کتاب ( اواز پوهنه ) کې یوه بېلګه داسې راوړي: « … د (ځای) په کلمه کې (ی) د څپې مرکز ګرځېدلی دی؛ نو ځکه دلته د (ی) نیمواک په خپلواک بدل شوی دی. » ( ۴: ۷۹مخ) .

ښايي د استاد مرهون دا خبره له هېره وتې وي، کله چې په یوه څپه کې واول او سیمي واول یوځای راشي؛ نو واول د څپې زړی ګرځي نه سیمي واول.

دهغو کسانو په اړه چې وايي، که نیمواک د څپې د زړي په توګه راشي؛ خپلواکغږ دی. همدومره زیاتوم چې نیمواک د څپې زړی نه جوړوي. یواځې پښتو دا ځانګړنه نه لري، بلکې انګلیسي کې هم نیمواک د څپې د هستې په توګه نه راځي.

استاد زیار بل ځای لیکي: «و/w/ : خپلواک اواز، غبرګ شونډیز او د «و» ناڅپیزه(غیرهجايي) یا بله وینا بېواکي بڼه ده » (۱: ۶۸مخ) .

د (ی/y/) په اړه لیکلي: نیمواک اواز، زیږ تالوییز او د «ی» خپلواکه ناڅپیزه یا بېواکي بڼه ده (۹:۶۸مخ).

زما په اند هغه اوازونه چې په خوله کې ځانګړی مخرج ولري، هغه بېواک اواز دی.خپلواک اواز هېڅکله ځانګړی مخرج نه لري؛ نو پر دې اساس که دا پاس سیمي واولونه مخرجونه ولري، په بېواک غږونو کې شمېرل کېږي نه به خپلواک. او دلته د عبدلاحکیم هلالي هغه خبره د منلو وړ ده، چې وايي: په پښتو کې نیمواک اوازونه نشته، که وي هم هغه بېواک دي.

استاد پوهنمل بایزید اڅک بیا په خپل ژباړل شوي کتاب ( تولیدي فونولوژي ) کې د سیمي واول په اړه داسې وايي:  « … شبه واولونه، واول ته ورته کانسونېنټونه دي، د دوی په تولید کې د ژبې عضله هغه حالت نیسي لکه د لوړو واولونو د جوړېدو پر وخت، په دې توپیر چې ژبه تالو ته څه زیاته نږدې وي. دغه ( د مخرج ) زیات تنګېدل دي چې شبه واولونه کانسونېنټ ګرځوي … . » (۳: ۲۶ – ۲۷ مخ) .

عصمت الله شینواری چې د کابل پوهنتون، د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د درېیم ټولګي محصل دی، په خپله مقاله ( سیمي واولونه ) کې یې ویلي، چې په پښتو ژبه کې نیمواک غږونه نشته، هغه چې شته هغه کانسونېنټونه دي، ځکه چې د ادا پر وخت یې د هوا جریان کې خنډ منځ ته راځي. او دا هم زیاتوي چې سیمي واولونه بېواک نسبي تقریبي غږونه دي او د معلوم مخرج لرونکي دي او کله چې غږ مخرج پیدا کړي؛ نو هغه غږ بېواک دی.[2]

که موږ ووایو چې په پښتو ژبه کې سیمي واول نشته؛ نو غبرګغونه ( دفتانګونه ) هم نشته. ځکه چې په پښتو ژبه کې دفتانګونه د واول او سیمي واول له یوځای والي څخه منځ ته راځي. که سیمي واول لرې کړای شي؛ نو یوازې به واول پاتې شي، چې په یوازې ځان واول، دفتانګ نشي جوړولی.

د عصمت الله شینواري هغه خبره چې وايي، سیمي واولونه په عادي حالت کې د کانسونېنټونو په څېر مخرجونه لري، تو یوه ځایه ځکه د منلو وړ ده، چې د ( و/w/ ) غږ د ادا په وخت کې شونډې نسبت ، ( و/u/ ) غږ ته ډېر سره راټولېږي او ( ی/y/ ) هغه غږ دی چې په عادي حالت کې تر ( ي /i/ ) غږ ډېر تالو ته نږدې کیږي؛ نو ویلی شو چې ( و/w/ ) غږ په عادي حالت کې شونډيز او ( ی/y/ ) غږ په عادي حالت کې تالوییز دی.

زما د څېړنې او مطالعې پر اساس چې د سیمي واولونو په اړه مې کړي دي. د پښتو ژبې غږونه په څلور برخو وېشل کېږي چې عبارت دي له: واول، کانسونېنټ، سیمي واول او غبرګغږونه .

سیمي واولونه هغه غږونه دي، که په عادي حالت کې راشی؛ نو د کانسونېنټ خاصیت اخلي او که تر واول وروسته راشي، د واول تر اغېز لاندې راځي او د واول خاصیت اخلي چې دلته دفتانګ جوړوي او هېڅکله د څپې زړی (هسته) نه جوړوي.

دا هغه اوازونه دي چې په څپه کې تر واول وروسته راشي خپل سېلاب جوړونکی خاصیت له لاسه ورکوي. د سیمي واولونو د ادا په وخت کې ، نه د ساهوا په پوره ډول بندېږي او نه هم په پوره توګه ازاده وي.

مخکې مې هم وویل چې سیمي واول نه یوازې په پښتو بلکه په نورو ژبو کې هم د څپې زړی (هسته) نه جوړوي، ځکه چې دوی پوره نه دي، تر خپلواک وروسته چې راشي د خپلواک تر اغېز لاندې راځي او د هغه په څېر ویل کېږي.

په ژبپوهنه کې چې یوه بله اصطلاح کارېږي، هغه د ( نه سېلابیک واولونو  Non syllable vowels) اصطلاح ده. دا هغه واولونه یا واول ته ورته اوازونه دي، چې د یوې کلمې په یوه څپه کې دوه واولونه یا واول ته ورته اوازونه سره څنګ په څنګ راشي، د هغوی له جملې څخه یې یو د څپې یا سېلاب زړی جوړوي او بل یې نه سېلابیک واول وي او څپه پرې نه جوړېږي. دغه عملیه یعنې په یوه سېلاب کې د دوو واولونو څنګ په څنګه راتګ زیاتره د دفتانګونو د جوړېدو په وخت کې رامنځته کېږي. زموږ په پښتو ژبه کې دفتانګونه د دوو واولونو د پرلپسې راتګ څخه نه جوړېږي بلکه د یو واول او یو سیمي واول له راتګ څخه منځ ته راځي؛ نو پر دې اساس ویلی شو، چې په یوه څپه کې واول او سیمي واول پرلپسې راشي؛ نو واول د څپې زړی ګرځي او سیمي واول د نه سېلابیک واول په توګه خپله دنده سرته رسوي.

په ډېری ژبو کې، کله چې سیمي واولونه په یو واول پسې پیوسته راشي؛ نو د لوړو واولونو الوفونونه ګرځي. له نېکمرغه پښتو ژبه کې هم سیمي واولونه دا ځانګړنه لري.

په پښتو کې دوه سیمي واول غږونه موجود دي ، و/w/ او ی/y/ ، چې دا دواړه د ( و/u/ او ي/i/ ) الوفونونه دي.

و/w/ : د و /w/  سیمي واول د و/u/ د پورتني واول الوفون دی. په عادي حالت کې او یا هم تر واول مخکې راشي کانسونېنټ ګرځي او که له واول وروسته راشي د واول الوفون ګرځي او د واول په څېر خاصیت اخلي ؛ لکه :  د  ولور /walwar/ په کلمه کې چې  و/w/ یو سیمي واول غږ دی او تر واول مخکې راغلی؛ نو د کانسونېنټ په څېر ادا شوی. د لو/law/ په کلمه کې و/w/ چې یو سیمي واول غږ دی تر واول وروسته راغلی او د واول تر اغېز لاندې دی؛ نو دلته د و/u/ واول الوفون ګرځېدلی دی او د واول خاصیت یې اخیستی، چې دلته /aw/ دفتانګ جوړکړی دی.

ی/y/ : د د ی/y/ سیمي واول د ي/i/ د پورتني واول الوفون دی. په عادي حالت کې او یا هم تر واول مخکې راشي کانسونېنټ ګرځي او که له واول وروسته راشي د واول الوفون ګرځي او د واول په څېر خاصیت اخلي ؛ لکه: د یو / yaw/ په کلمه کې چې ی/y/  یو سیمي واول غږ دی او تر واول مخکې راغلی؛ نو د کانسونېنټ په څېر ادا شوی. د سړی/saṛay/ په کلمه کې ی/y/ چې یو سیمي واول غږ دی تر واول وروسته راغلی او د واول تر اغېز لاندې دی؛ نو دلته د و/y/ واول الوفون ګرځېدلی دی او د واول خاصیت یې اخیستی، چې دلته یې /ay/ دفتانګ جوړکړی دی.

منابع:

۱ – زیار ، مجاور احمد. (۱۳۸۴ل). پښتو پښویه (درېیم چاپ) . پېښور : دانش خپرندویه ټولنه.

۲– شاکر ، نور احمد . (۱۳۵۰ل) . ژبنۍ څېړني . کابل پوهنتون.

۳– شین، سانفورډ . (۱۳۹۱ل) . تولیدي فونولوژي ( ژباړن: بایزید اڅک) . کابل:کابل پوهنتون، د لوړو زده کړو وزارت مطبعه.

۴– مرهون ، محمود. (۱۳۹۴ل) . اواز پوهنه . کابل: کائینات څېړنیز او د ژباړې مرکز.

۵ – هلالي، عبدالحکیم. (۱۳۷۰ل) . د پښتو ژبې فونولوجي . کابل: د افغانستان د علومو اکاډمي، د ښوونې او روزنې مطبعه.

[1] له واول وزمه څخه یې مطلب «سیمي واول» دی.

[2] http://www.taand.com/archives/107792

 

Categories: ارباز خان ساپی,ژبه,ژبه، فرهنګ، کلتور,کالمونه

Tags:

خپل نظر ولیکۍ

Your email address will not be published.