لمړي سوله ورپسې انتخابات !/ دوکتور محمد عثمان تره کي

0 203

دوکتور محمد عثمان تره کي   

  30/09/2018

لمړي سوله ورپسې انتخابات !

ټاکنې د جګړې او نا امني سره نه جوړیږي. خو کله چه زور زیاتي او بدماشي  د منطق او عقلانیت ځاي ونیسې ناشونې، شونې کیږي. خو ګتو پر ارزښتونو باندې برلاسي مومي.

افغانان هغه دیموکراسي او انتخاباتو  ته چه د ټولنیزې او اقتصادي ودې په بنسټ باندې ولاړ او د وطن د بچیانو د سیاسي تفکر محصول وي هرکلي وایی. خو هغه په اصطلاح  دیموکراسي او تول تاکنې  ته چه د بهرني یرغل او جګړې زیږنده  وي او د  خشونت  دلارۍ وتپل شي ، د نړي د زورواکانو د هژموني د پراخوالې پلمه بولي، ورسره مخالف دریز لري او د هغه د ناوړه اغیز د منځه وړو په وړاندې مقابله کوي .

د افغانستان د حالاتو په نظر کې نیولو سره ، په داګه ویلي شو چه په اولس کاله کې، دیموکراسي او تول تاکنې ، د کورنيو او بهرنیو زورواکانو په واسطه د بیعدالتي، نا امني ، ګدودي ، توپک سالاري ، بې اتفاقي، جنګي جنایت او  جګړې ته د لمن وهلو د مقصدونو د پاره استعمال شوې .

 د تولو نه مهمه دا چه هغه تول ټاکنی چه د پرله پسې جنګي جنایتونو تر سیورې لاندې ترسره کیږي ( په تګاب کې  د سږکال  د  وروستي جنایت  په ترڅ کې د یوه کورني  ٩ غړې د ښځو او ماشومانو په ګدون ووږل شول ) یوازې د ترسره شوېو جنایتونو د توجیه او نهایتاً  د بلواکي د تینګښت په مقصد کارول  کیږي او مشروعیت نلري .

 د افغانستان اوسني اداره د پیسې او بیومتریک ماشینونو په بدل د ټاکنو  په تدویر محکوم دي، ځکه چه راتلونکې انتخابات د نړیوال نظامي ائتلاف ( ن،ن،ا ) د پاره به د پام وړ لاسته راوړنې ولري. بناً تاکنې هرو مرو باید تر سره شي.

 د سولې په خاطر تاکنې ځندول بهرنیانو ته لاندې ناوړه پایلې لرلي شي :

– که د وسله والو مخالفینو سره اوسنيو خبرو اترو نتیجې ته ورسیږي، امریکا او ملګرو ته یې شته چانس چه په ترڅ کې یې د اشغال نه د پام وړ  لاسته راوړنې ( د هغې جملې نه امنیتي تړون او جګړه مارانو سره اتحاد ) وږغوري، له منځه ځي.

–  په یو نا کنترول شوې تاکنې، امریکا سره د امنیتي تړون ( په واقعیت کې د افغانانو د وړیا  دله ایزو وږنو قباله ) اوسني  ضد جذبات  راتلونکې پارلمان فضأ خړې پړې کوي.

– لویدیزوال خپل ولس ته د تاکنې د لارې  د دیموکراسي د صدور د بریالي پروسې په اړه حساب او کتاب وړاندې کولي نشي.

– راتلونکې پارلماني تاکنې د راتلونکې ولسمشري انتخابات پیلامه ده. راتلونکې ولسمشر چه په اصطلاح د انتخاباتو په پایله کې سر راپورته کوي باید د امریکا سره د امنیتي تړون په اړه د اخلاص او ارادت نه دک چلند  ولري.  په پارلماني تاکنو کې د مستقلو او خپلسرو استازو حضور ستونزې جوړوي او جنجال تر  ولسمشري انتخاباتو پورې اوږدیږي.

د یادو تریخو واقعیتونو په کتو سره د تاکنې  په تړاو ( ن،ن،ا ) ،  وسله وال مقاومت تر 

 کلک فشار لاندې راوستې. د طالبانو په پته  لاندې اقدامات تر لاس لاندې نیولې شوې :

– په  سعودي عرب او پاکستان باندې فشار تر څو چه  طالبان اطاعت او تسلیم ته وهڅوي.

–  جعلي خبره  خپرول چه ګواکې وسله وال مخالفین په سعودي عرب کې د افغاني چارواکو سره لیدلې او د انتخاباتو په اړه خبرې کړې.

–  د افغانستان په جګړه کې د نیویو حربي تکنولوږي سره سمبال جت الوتکو ( اف – 35 )  کارول چه موخه یې له یوې خوأ سیمې هیوادونو آدرس ته د قدرت ننداره ښودل او له بلې خواه د طالب جنګیالیو په لیکو کې د ویرې فضأ تولیدول ده.

–  د جګړې په میدان کې د بلک واتر حرفوي قاتلانو د راتګ د شایعې خپرول.

بناً تاکنو یوه وسیله ده چه د یوه لاسپوسې  پارلمان او مزدور  ولسمشر د راتک په موخه کارول کیږي.

په لندو ! د نظر خاوندان د ملي واکمني د نشتوالې ، تاکنو د استعماري نظام د جوړیدو او تینګښت لاسوند ګني.  د حکومت په غوښتنه  د تاکنو په چارو کې  د طالبانو همکاري د یو  پردیپال پارلمان او ورپسې د یوه کوداګي ولسمشر د ملاتړ  په مانا ده چه  دواړه د بهرنیانو په ګته استعمالیږي. پدې حساب که طالبان د حکومت سره  د تول تاکنې په اړه همکاري وکړي په غیر مستقیمه توګه، امریکا سره د امنیتي تړون په جرم ځان شریکوي.

ملی واکمني، امنیت ، عدالت او بالاخره ستندرد انتخابات باید د جګړې او سولې تر منځ د یوه منځګړې پلاو ( لند مهال حکومت) د فیلتر نه تیر شي .

 انتخابات باید  د سولې، امن او خپلواګي په فضأ کې د یوه مسلکي، ناپییلې حکومت له خواه چه د سولي د مذاکراتو د توافق په بنست جوړیږي اداره شي. د دغه حکومت د امنیت  تأمین زیاتره ونده باید وسله وال مقاومت ته وسپارل شي. نوې حکومت د قواوو د نوې معادلې په بنیاد د بهرنیانو سره حساب او کتاب ته کیني.  د ولس په مشوره د بهرنیو ځواکونو ناقانونه حضور برخه لیک تاکي. تپله شوې امنیتي تړون ملغأ، یا د سیمې  د حالاتو او د هیواد د ستراتژیکو ګتو  په بنست تعدیلوي.

په بشپړه دولتي واکمني او امنه فضأ د بهرنیانو د مداخلې نه لرې انتخابات تنظېموي.

افغانان د ( ن،ن،ا ) نه غوښتنه کوی چه  د انسان وژنې او وحشت نه دکې  لوبې ته د دیموکراسې اوانتخاباتو تر پلمې لاندې دپاي تکې کیږدي. انسانیت او عدالت ارزښتونو ته درناوي وکړي . 

’’ پاي‘‘

فرانسه – 01/10/2018

دوکتور م، ع، تره کي

 

 

Comments
Loading...