سیاسي اخلاق /  ولي الله ملکزی

0 291

اخلاق، له پنځو ټکو جوړه دا کمکۍ کلمه، د کوه طور په څیر درنده او د شمشاد له دنګې څوکې، هسکه ده. ځای یی د زړونو په تل کې دی،خو خوشبوي یی د مشکو او سرو ګلابو په څیر، په هر کور، ګور، ګودر، منبر، محراب، سټیج، لوژ او مورچل کې محسوسیږي. اخلاق د ترږمیو او وحشتونو په متن کې د سکون څرک او د احساس بله ډیوه ده. اخلاق، اراده ده، طبیعت دی او د انسانانو د فکر او مدنیت هنداره.

عقیده د خالق او مخلوق تر منځ د باور یو نری تار او یوه نا لیدلې ځلا ده. ولی اخلاق د یو انسان د عمل او هویت څرګنده پاڼه او د ارزښتونو مجموعه ده چې د یوې ټولنې خلک د هغو په رڼا کې خپل کردارونه او چارچلند تنظیموي. زموږ په ټولنه کې اخلاق د ادب، انسانیت او سړیتوب سره په یوه تله تلل کیږي. نو له همدې امله ضرر رسول، کرکه، بی ناموسي، دوکه، کنجوس توب او سپکې ستغې ویل، بد اخلاقي دهخو بښنه، سرښندنه،سوله کول، د ګاونډي درناوی، صداقت، په ژمنه وفا، صبر، زړورتیا او درواغ نه ویل، اخلاق ګڼل کیږي چې ددی ټولو خمیره د فطرت له کندو څخه ده.

زموږ په دین کې اخلاق د ستاینې او لورینې یو ځانګړی مقام لري، لکه قرانکریم چې فرمایي ( وَإِنَّكَ لَعَلَى خُلُقٍ عَظِيمٍای پیغمبره ! هیڅ شک شبه نشته چې ستا اخلاق ډیر عالي او ستر دي) د حضرت پیغمبر (ص) حدیث دی: د قیامت په ورځ به ما ته هغه کس ډیر ګران او ډیر نژدی وي څوک چې د ښو اخلاقو څښتن وي. او د خپل ځان په هکله داسی فرمایي: إنّما بعثت لأتمم مكارم الأخلاقليس المؤمنُ بطعَّانٍ ولا لعَّان، ولا فاحشٍ ولا بذيءزه ددی لپاره را لیږل شوی یم چې اخلاقي ارزښتونه بشپړ کړم. ښه مومن د خلکو عیبونه نه لټوي، نه په خلکو لعنت وایي، نه رذالت کوي او نه سپکې سپورې وایي.

کله چې له عائشې (رض) څخه د پیغمبر (ص) د اخلاقو په باره کې پوښتنه وشوه نو هغې ورته وویل:‌ ( کان خلقه القرآنهغه یو مجسم او ګرځنده قرآن وو. یعنې د بشپړ ایمان خاوند هغه دی چې تر ټولو ښه اخلاق او نیک خوی لري. امام غزالي د همدی حدیث په رڼا کې وایي چې: مینه د ښو اخلاقو زیږنده ده او کرکه د بد اخلاقۍ پایله ده.

الله تعالی د ښه خوئ او نیکو اخلاقو څښتن، ځان ته نژدی کوي. د خلکو په منځ کې ښه شهرت مومي، اعتبار یی لوړ او دښمنان ورته د دوستۍ لاسونه اوږدوي. په ټولنه کې امن او خوښي راځي، د غړو ترمنځ همکاري زیاتیږي، د کرکې مخه ډب او د ګذشت روحیه قوي کیږي

د بشري تهذیب ستنې پر اخلاقو ولاړې دي او د یاغي او باغي طبیعت سیخول، د ټولو اسماني ادیانو د بلنې محور دی.

موږ که د خپلو سیاستوالو شالید، دریځونو، شعارونو او ائتلافونو ته ځیر شو، بیا یی د همدغو معیارونو په تناب ګز کړو، نو هرو مرو به مو زړه ته ولویږي چې دوئ د کعبې په ځای ترکستان ته روان دي. په سیاست کې اختلاف او بد پرهیزي عیب ندی، خو د ملي مصلحتونو په څنګ کې نه دریدل، اخلاقي کمزوري او سیاسي لا وبالي ده.

ځینو صاحبانو تر پرون پوری یو چا ته د داعش د پرکټي خطاب کولو، خو د رقیب د را پرزولو پخاطر یی نن د سترګو تور او د زړه ټکور دی. د دولت له ټولو امتیازاتو برخمن دي، پخه یی خوري او په اومه یی د کرکې، تعصب او اپوزسیون سیاستونه کوي. ځانونه سوله مل او بی آزاره مرغۍ بولي، خو خبرې د کوتک او ټوپک کوي. معزولي، محاصرې او پټکې ورته خوسا ارګی هم نه ښکاري، ځکه یواځې همدوئ مقاومت کړی او تنها د همدوئ وینه توئ شویده!

خو تر ټولو ناولی او بد اخلاقه سیاست د هورا والو دی. وړمه شپه،د لینن کبیر یو شاګرد د ټلویزیون په پرده د سیاسي اخلاقو ساندې ویلې او هڅه یی کوله چې خپل خونکار ګوند ته د برائت پرتوګ ور وګنډي. مګر دا یی هیرول چې د کب په دریمه په هرات کې، د کونړ په کیراله او د پلچرخي په پولیګون کې یی له ژوندیو ارواو سره څه کانې و کړې، ایا هغه هم د سیاسي اخلاقو او تاریخ جبر وو؟

سیاسي اخلاق، د ولس د معنوي ارزښتونو، ملي ګټو او پخلاینې په سیوري کې وده کوي، ولی دده حزب دغه ارزښتونه د ټولنې اپین ګڼل او د مخالفیونو تباهي، اتلوالي. نو ویلای شم چې د پروګرام د لیدونکو په شان دا ښاغلی هم پوهیده چې په لاس کې یی تسبیح وې، خو په زړه کې رام، رام.

 

 

Comments
Loading...