سور پیزوان مه یادوه !!  / ولي الله ملکزی

0 484

ځمونږ په دفتر کې زه او دری تنه نور افغانان په دوو جلا جلا شعبو کې کارکوو چې د غرمنۍ په میز سره را ټولیږو. خو یو تن مو د افغان له نوم سره زښت زیات حساسیت لري،‌ کله ځان خراسانی او کله هم افغانستانی بولي. سره د دی چې دا ښاغلی ډیر خوږ ژبی او د بدیع او بیان په مجاز او حقیقت ښه اګاه سړی دی، خو بس د افغان له کلمې سره همدومره ستونزه لري لکه اوښ چې په ځوځانو شخوند وهي.

د شعر او تصوف مینه وال که د هرې ژبې او مذهب سره تړاو لري،‌ ولی د مولانا رومي له مثنوي سره به حتما اشنا او د هغه له ژورې ادبي سلیقې او فلسفې نه به یو څه برخه ترلاسه کوي. خو کله ناکله زمونږ د دی دوست له خولې  داسی اوتې بوتې راووځي چې ګواکې ته به وایی د مولانا مثنوي، د صحیح بخاري په رجه ولاړه او همدا د شریعت اصلي سرچینه او د اسلام یواځنۍ مناره ده. نو ځکه خو ډیری مذهبي او اکاډومیک شخصیتونه پدی آند دي چې دیني ارزښتونه باید د ژبې او عصبیت په تله کې ونه تلل شی کوم چې د فکري توندلارۍ نښه او د ذهني انحراف پیلامه ده، مولانا رومي پخپله څه ښه وایی:

ستیز آوری کار اهریمن است – ستیزه به پرخاش آبستن است

خو دویم ملګری مو بیا په لاشعوري توګه، بلا ناغه هره ورځ د هغه په وړاندی دریځ نیسي او د غزل د بابا،‌ امیر حمزه شینواري هغه شعر زمزمه کوي چې د اغیارو له ننګه یی لا ډیر پخوا ویلو ته اړشوی وو:‌

که اغیار وایی د دوزخ ژبه ده – زه به جنت ته د پښتو سره ځم

دریم اشنا مو دوه ځانګړتیاوې لري. یوه یی دا ده چې د شهید ولسمشر، داود خان په څیر هره اونۍ دوه ځلې له ګیرې سره یوځای د سر ویښتان هم کل کوي او بله دا چې همیشه یی د ترخې کافي پیاله په لاس کې نیولی وي. هغه د مارکس د فلسفې برخلاف چې اقتصاد د ټولنې زیربنا بولي، پدی باور دی چې د تاریخ  کږلیچونه او تاریخي شخصیتونه د ولسونو او امتونو د زوال او عروج بنسټونه دي. او له همدی امله په هره وړه او زړه خبره کې د ابن خلدون،‌ مارک ټوین او میرغلام محمد غبار یادونه کوي.

خو نن یی مووډ پیکه، لاس  خالي او د تالار په آخر کونج کې اکي یواځی ناست وو. خوا ته یی ورغلم او د خپلې مرحومې انا یو نکل یی راته وکړ. ویل یی چې ځمونږ په کلي کې یو غټ پای لوچ او بد عمله سړی اوسیده چې د آنارو له باغ پرته،  ټوله پلار ګټلی مځکه یی په چرسو او بنګو لولپه کړی وه. د ژمې یخې شپې وې، د جومات د نغري په خوا کې د بنډار ناستو خلکو ورته وویل چې نور نو خدای ته وګوره او توبه اوباسه،‌ زه حج ته ولاړسه ګوندی خالق به دی ګرده ګوناوی در وبخشي.

ده  د سر په خوځولو مثبت ځواب ورکړ او بله ورځ یی پاتې یوه ټوټه مځکه هم خرڅه او له کاروان سره د کویټې له لارې کراچۍ ته روان شو. مسافرو احرامونه و تړل او په انګوټ (بیړۍ) کې مکې ته ولاړل خو دی هملته له نورو لوفرانو سره پاتې سو. دوې میاشتې وروسته چې ټول حاجیان کراچئ ته راستانه شول نو دی هم ورسره مل او بیرته خپل کلی ته راغی. نو د ده کور ته هم ډله ډله خلک مبارکۍ ته راتلل. کله به چې به ورڅخه پوښتنه وشوه چې حاجي صاب د حج کیسه خو پاتې سوه، نو ده به لمړی په خپلې مۍ وریجې ګیره باندی لاس کش کړ او بیا به یی په تت آواز وویل: مه یی رایادوئ چې ژړا راځي.

نو مخکې لدی چې د خپلې انا بله کیسه پیل کړي، ما ورله خبره پریکړه او ورته مې وویل چې اشنا سر می پری خلاص نسو،‌ د مطلب خبره دی راته وکه چې نن ولی داسی بی دمه او د زړه په نغاره دی دوړې پرتې دی؟ لمړی یی ها خوا دیخوا په ځیر ځیر وکتل او بیا یی راته وویل چې دا څوکۍ دی لژ را جوخته کړه. زه ورنژدی شوم او خپل بیان یی داسی راته پیل کړ:

پنځه دیرش کاله وړاندی، زه د هجرت او شوروي اتحاد د تاړاک په مهال تاند ځلمی او بی میو، دما دم مست قلندر ووم. د ځوانانو لپاره په یوې ځانګړې حویلۍ کې اوسیدلم چې په هر سپین دیوال به سپیڅلي شعارونه لیکل شوي وو انقلاب، انقلاب، اسلامي انقلاب. مبارکې اوږدې ګیرې به وې،‌ د هر چا په سر به دی کاږه پکولونه لیدل او له هرې خوا به دی د ناره تکبیر ملکوتي غږونه اوریدل. د اوه ګوني اتحاد له داسی یوې ډلې څخه می د غړیتوب کارت اخیستی وو چې د روسي‌ ښکیلاک په ضد جګړه او شهادت یی د جنت یواځنې لاره ګڼله. د ګوند مشر مو په پاسپورټ عقیده نه درلوده او مونږ ته به یی د هرې جمعې په مازیګر د حلقې په ترڅ کې دا خبره بیا بیا کوله چې ځوانانو مونږ یو امت یو او سرحدونه او پولې د انګریز شوم میراث دی چې باید ړنګې شي.

د غازي امان الله خان مازی نوم اخیستونکي ته همدومره سزا په پام کې وه، څومره چې یو مرتد او زندیق ته ورکول کیږي. غني خان سور کاپیر او اشعار یی د ابلیس وسوسې بلل کیدې. د عدم تشدد سالار، خان عبدالغفار خان د بی دینو او سرکښو خلکو سمبول ګڼل کیده او د ملت، ملي نوامیسو او وطن نومونه د کبیرې ګناه مترادف ګڼل کیدل.

خو برایي شپه مې په فیسبوک کې ددغې ډلې د یوغړي منحوسه قواره ولیده چې دافغانستان ملي‌ بیرغ ته یی پداسی حال کې اور ورته کړی وو چې د خپلې ټلوالې بیرغ یی لک نیولی او شاوخوا را‌ټولو لنډغرو ورته د تکبیر نارې وهلې. ځمونږ بیرغ خو یواځې دری رنګونه ندي بلکې دا د ګردې نړۍ تر‌ټولو مقدس او مبارک علم دی. دلته خو د لا اله الا الله محمد رسول الله، کلمه ښکل شویده. دلته خو محراب او منبر نقش شویدي. دلته خو د محمدي ګونبزې د شین رنګ د تبرک پخاطر، زرغون رنګ انتخاب شویدي، دلته د شهیدانو د سرو وینو او د پیرنګي او صفوي د تورو دورو یادونه شوې او بله دا چې دلته د استقلال او خپلواکۍ تاریخ لیکل شویدی.

که په اروپا یا بله کومه خاوره کې څوک ځمونږ د مقدساتو سپکاوی وکړي نو مونږ احساساتي خلک بیا قیامت جوړ کړو، هم خپلې وینې توی کړو او هم خپلو ملي او حکومتي‌ شتمنیو ته اورونه واچوو. ولی پرون په کابل کې دغه مجاهد نما لنډه غري د پاکې کلمې جنډه ایره ایره کړه، خو هیچ چا هم ورته ونه ویل چې په مخ دی څو سترګې دي. ددغې ډلې مشر خو به ویل چې څوک د دین او کلمه شهادت سپکاوی وکړي او یا د غزا مال د امیر له اجازې پرته په بډه ووهي نو د قیامت په ورځ به یی په مقعد کې د خیانت جنډه نیغه ولاړه وي. زه خو نه پوهیږم چې آیا دوئ پخپله داعیه کې ریښتیني نه وو او کنه ایمان یی  زړه ته د کوزیدو په مهال  په ستوني کې بند پاتې شوی وو؟

زه پوه شوم چې ملګري ته می نن د خپلې ځوانۍ او بیکسۍ تابلو سترګو ته دریدلی او د خپل مشر د بی وفایئ او جفا څپړې ورله مخ سوځولی دی. نو د هغه د تسل پخاطر دغوږ پوڅقۍ ته یی همدومره ورلنډ شوم لکه ملا چې د نوی ماشوم په غوږ کې آذان کوي. په ورو مې ورته وویل چې یاره په نیکۍ پښیماني او له قربانۍ ستوماني د رندانو کار ندی. ستا سرښندنه رنګ رواړي او پدی ازغنې لارې به خپل خاپونه ترشا پریږدي. بیا مې ورته د ملي او حماسي  شاعر، ارواښاد ملنګ جان دا څو بیتونه هم ډالۍ کړل:

چا غوږ کې راته وویل چې جانان مه یادوه –  د سرو شونډو د پاسه سور پیزوان مه یادوه

رواړئ زولنې چې اول ښکل بیا یی په پښو کړم  – د مینې کار کې ما لره زندان مه یادوه

شمع په ژړا شوه لباسي پتنګان لاړل  –  وردانګه ملنګ جانه خو د ځان مه یادوه

د سرو شونډو د پاسه سور پیزوان مه یادوه

Comments
Loading...