رهبران وهي په بډه ؟! /ولي الله ملکزی

0 272

نن اتمه ورځ ده چې د امریکا په ټولو مهمو رسنیو کې د ویرجنیا ایالت  ګورنر،ډاکټر رالف نارتم  نوم دومره ښکته پورته کیږيلکه په ګرده نړۍ کې چې د ویلو او لیکلو لپاره نه کوم خبر شته او نه ناغیړه. په ۱۹۸۴ کال کې چې هغه لا د طب محصل ووپخپل کلني کتاب کې یی دوه داسی انځورونه چاپ کړي وو چې د تعصب او اپارتاید څرک پکې له ورایه ښکاري. په یو تصویر کې یو سپین پوستی سړی ښکاري چې مخ یی قصدا تور کړی او په دوهم تصویر کې بل سړي ولاړ دی چې د متعصبو سپین پوستو د سازمان (کی کی کی) ځانګړی لباس یی په تن دی.

سره ددی چې والي صیب چورلټه منکر او وایی خدای دی نکړي، زه او داسی ګنده کار؟ خو بیا هم تر سخت فشار لاندی دی چې باید استعفا ورکړي ځکه چې ده د تور پوستو زړونو ته درد رسولی او د اساسي قانون د هغې مادې مخالفت یی کړی چې د امریکا ټول وګړي یو برابر ګڼل کیږي.

څه وخت وړاندی په لندن کې یو پیرنګي وزیر پدی خاطر له  دندې ځان ګوښه کړ چې د پارلمان د غونډې له پیل څخه مازی څو دقیقې وروسته رارسیدلی او  وکیلان یی په انتظار کې ساتلي وو. همدا رنګه وړم کال په جاپان کې د اور ګاړي وزیر پدی خاطر لمړی بښنه وغوښته او بیا یی د ځان وژنې هڅه وکړه چې د ریل ګاړي په پيښه کې یو شمیر خلک وژل شوي وو.

خو زموږ د واکمنانو او زور واکانو اخلاقي معیار او خپلو ژمنو ته ژمنیتا، تر دوئ لوړه او حتی بی جوړې ده. کله چې د ډاکټر نجیب الله د حکومت د زنکدن شیبې وې، نو زه د خیبر پښتونخوا په ګورنر هاوس او هم د پیښور د څمکنیو په دارالایتام کې د عبوري حکومت په بڼه باندی د لاسلیک په مهال، د یو خبریال په توګه حاضر وم.

د مسودې لپاره په ګڼ شمیر مادو باندی ښه چغزي او کله هم ناشولته بحث روان وو، خو جهادي او تنظیمي مشران ظاهرا په دری ټکو راضي او یوه خوله ښکاریدل. اول دا چې دولتي او ولسي شتمنیو ته به د خوک د غوښې په څیر، هیڅوک لاس نه ور وړي. دویمه خبره دا وه چې د خلق او پرچم خونکارو بانډونو ته دی عفوه اعلان شي ولی په سوچه اسلامي نظام کې به د نوک او سوک قدری ځای هم نه ورکول کیږي. او بل مهم ټکی دا وو چې له شورويانو  څخه دی د جنګ او یرغل تاوان وغوښتل شي.

خو د سبا ورځی لمر لا په غړغړه وو چې پيښور ته د حزبیانو په اصطلاح، د جبل السراج د شوم او نامقدس ائتلاف د جوړیدو خبر راورسید. ډاکټر نجیب د ملل متحد دفتر ته پښې سپکې کړې او بینین سیوان په سپینه لس سیټه الوتکه کې جنیوا ته والوت. ۲۴ ګړئ لا تیرې نه وې چې، بلاتشبه،د ابابیل د توتکیو په څیر د کابل په ښار داسی ګولۍ او مرمۍ را وغورځول پیل شول لکه دې خلکو چې د ابرهه لښکر ته د پیلانو چنده ورکړې وي.

ایله بیله،اوه اونۍ شوې وې چې یو جناب پداسې حال کې چې د صدارت او ارګ سرې او وریښمینې قالینې په تنظیمي ډاټسونو کې بار وې او هغه ورته د دلکشا له ماڼۍ څخه په  ډیرې بی وسۍ سره کتل، د شمال د ملیشو سالار ته یی د خالد بن ولید لقب ور وباښه. بیا لا څو میاشتې  تیرې نه وې چې بل جناب عالي د اریانا افغان هوایي بوینګ الوتکه  د ایران په آیت الله ګانو په سیند وړي قیمت ور خرڅه کړه.

د پخواني مجرم نظام یو شمیر پوځي او ملکي غړي چې باید  د خپلو کړنو په سزا رسول شوي وای، د ژبې اوسمت په منګي کې د سپینو بازانو په شان رنګ او تر ننه همداسی جنډه بریتونه او سرې سترګې پاتې شول. نژدې شپیته زره هغه کابلیان چې فاتحینو ته یی د ګلانو هارونه ډالۍ کړل او د دوئ له ناره تکبیر سره یی د الله اکبر نارې زمزمه کړې، د یو څو تنو د هوسونو قرباني او ځینی بی کفنه خښ شول. دادی ۲۶ کاله تیر شول خو نه چا بښنه وغوښته او نه چا پخپلې ګناه د پښیمانۍ، ستومانۍ او ملامتۍ احساس وکړ.

د ډاکټر نجیب له را پرزیدو راهیسی، دری مختلف نظامونه راغلل او هر چا تر خپلې وسې پدی ځپل شوي ولس د ازمیښت سرچپه میچنې وګرځولې. بیرغونه بدل شول،قوانین نوي شول او  برګو نیکټایي ګانو د پکولونو ځای ونیو. څلور ولسمشران،دری امیرالمؤمنینه، یو اجرائیه رئیس او نیم درجن مرستیالان ورباندی مسلط او واکمن شول.

مګر،ویني بهیږي، ملي هویت مو ټکنی شو او هره ورځ په متوسط ډول د حواء شل لوڼې کونډې او لس بورې کیږيله الازهر او دیوبند څخه را نیولې د شور بازار د خانقاه او چنداول د تکیه خانو پوری ټول غټ غټ مفتیان پدی باور دي چې دغه جګړه د شرعیت له هیڅ اصل او متن سره اړخ نه لګوي،دا ورور وژنه او د پردو جګړه ده. خو بیاهم روانه ده.

په مسکو کې د تیرو دوو ورځو غوڼدو د ولس په زړونو کې هم هیلې وزیږولې او هم بی ځوابه پوښتنې او اندیښنې. ځکه پدغو څلویښتو ګډونوالو کې له دری څلورو پرته چې د مسکو په دسترخوان یی لا ډیر پخوا شخوند وهلی وو،نور ټول داسی شازلمي او مبارکې څیرې را ټولې شوې وې چې د هجرت او جهاد په پیر کې د کرملین د نوم په اوریدو به له ویرې او کرکې وچې باقۍ ورتلې. نو اوس څرنګه د لینن د قبر په څنګ کې شیر او شکر او غاړه غړۍ شول؟

یقینا، پرته له هغو محدودو ډلګیو او افرادو چې د قبر د چنیجو په ډول په جنګ کې پړسیدلي او د سولې سره یی حساسیت یی په معافیت بدل شوی، نور ټول سوله غواړي اوژوند غواړي،ځکه چې ژوند ښکلی دی. ولی هغه څه چې تر اوسه لادرکه او تری تم دي هغه په اکثرو مطرحو شخصیتونو او ځینو ټیکدارانو باندی د باور نه لرل او د ویسا نه شتون دی. کنه نو هغه خلک له هر چا زیات د سولې ارمانجن دي چې په ټول ولایت کې یی یواځې څلور ښځینه ډاکټرانې د دوئ د لوڼو او میرمنو درملنه کوي. هغه سیمې له جنګه کرکه لري چې ناوی یې په ډولۍ کې او جنازه یی په هدیره کې بمباریږي او هغه څوک د (والصلح خیر) په مبارک آیت عمل کوي چې ټوله کورنۍ یی د وحشت او ترهګرۍ په لمبو کې وریته او په ګمنامو قبرونو کې خښ دي.

وايې چې په کوم کلي کې یو سړی مړ شو، نو کليوال او ګاونډیان به جوبه جوپه فاتحې ته ورتلل. هرې ډلې به چې سورت ولوست نو په آخر کې به یی وویل: دعا وکړئ چې الله دی وبښي،نو د مرحوم مشر ځوئ به سر وخوځولو چې باور می نشي. کله چې دوه درې ځلې دا کار تکرار شو، نو د څنګ سړي ورته مخ کړ چې کور دی ژرنده شه،دا څه کوئ خلک دعا کوي او ته سر ښوروې چې یقین مه نه راځي‌. نو ده ورته په ځواب کې وویل: ما خپل پلار پيژنده، هغه د بښنې ندی.

په همدغه کال (۱۹۸۴) کې چې ګورنر به شاید پخپل مخ سکاره وهلي وي،د سعودي ټولواک فهد بن عبدالعزیز د جهاد ټول مشران مکې ته ور وبلل او د کعبې د مبارکې خونې دروازه یی  ورته پرانیسته، دوئ ننوتل او په چیغو چیغو یی وژړل. له هر چا سره دا تمه پیدا شوه چې ګواکې دغه رهبران به نور هیڅکله اختلاف او خپلمنځي شخړې ونکړي. خو یو له دغو مشرانو څخه ارواښاد او ارواه پوه، مولوي صیب خالص وو چې د پیښوریانو په ژبه،سوچ یی اپوټه او له ټولو جلا وو، هملته کعبې ته مخامخ کښیناست، کتابچه یی را واخیسته او یو اوږد شعر یی ولیکه چې څو بیتونه یی دادي:

 

د روس په غلامۍ کې ازادي د وطن غواړي

دا هغه پرچمیان دي، چې خلقیان وهي په بډه

چې پیر کړي لارغلطه او دنیا ته په سجده شي

دوکه ورباندې نه شئ، مریدان وهي په بډه

ځان ساته (نبي خېله) چې تا هم په بډه نه کړي

رهبر چې شي بې لارې رهبران وهي په بډه

 

Comments
Loading...