د کابل ادارې سره په نیغه د سولې خبرې مقاومت د اشغالګرو/ دوکتور م، عثمان تره کی

0 135

دوکتور م، عثمان تره کی                                                          18/12/2018

د کابل ادارې سره په نیغه دسولې خبرې مقاومت د اشغالګرو په لاس په یوه لاسپوڅې باندې بدلوي

 د افغانستان د اشغال په اتلس کلنه موده کې  پر وسله وال مقاومت باندې د ښکته، پورته، لاندې او باندې ډول ډول فشارونه وکارول شول تر څو چه دوي د کابل ادارې سره خبرو ته اړ کړي : د افغانستان په د ننه او د باندې غونډې جوړې شوې،  د کرایي ملایانو له خوأ فتواګانې صادرې شوې، په بمباریو باندې زور واچول شول، خو د مقاومت ملیشیې لکه « ونه مستقیم پخپل مکان » پاتې شول. پدې کې شک نشته چه د دغه سیاسي پوهه او واقعبیني تر شأ اسلام، وطن، ولس او خپلواکي ته ژوره مینه  قرار لري. خو دغه دریز په یو لړ سیاسي او حقوقي اصولو باندې هم ولاړ دي چه دلته ورباندې بحث کوو.

د کابل ادارې سره د مخامخ خبرې سیاسي او حقوقي پایلې :

که طالبان د کابل ادارې سره مخامخ خبرو ته کیني لاندې احتمالات مطرح  کیږي :

ــ سره له دې چه طالبان په عقیدوي او تشکیلاتي لحاظ یو موټې مالومیږي خو دا احتمال  شته چه  یوه وړوکې ډله د بهرني استخباراتو په مرسته کابل ادارې سره خبرو ته کیني او د طالبانو د تحریک په منځ کې  د انشعاب هسته کیښودله شي.

 ډیرکي  وسله وال د سیمې د هیوادونو ( روسیه، ایران، پاکستان… ) په ملاتړ جګړې ته ادامه ورکړي. د جنګي پوتانسیل د پیاوړتیا په موخه د افغان ناراضو  طالبانو ، داعش او تحریک طالبان پاکستان تر منځ  جنګي ائتلاف  رامنځته کیدل احتمال هم باید  د پامه ونه غورځول شي.

په لنډو ! د امریکا سفارت په لاس د جوړ شوې حکومت سره د مقاومت  مذاکرات  طالبان په مختلفو توتو ویشي بې له دې چه سولې ته لاسرسي پیدا شي .

الف. د مقاومت او کابل ادارې تر منځ  مخامخ  خبرې د طالبانو په مخکني اصولي دریز باندي، لاندې ناوړه سیاسي اغیزي لري.

 د کابل ادارې سره په نیغه خبرې دا معنا ورکوې چې وسله وال مقاومت :

۱ ــ  پاراشوته شوی اداره د خپلواک حکومت په توګه  په رسمیت پېژني او ورته اصولیت وربښي. د  ځپلواک حکومت په وړاندې خپل مقاومت او جهاد د « بغاوت » په کچه راټیټوي او یا یې باطل اعلانوي.

۲ ــ  د افغانستان اشغال د توجیه وړ بولي او دهغې د دوام سره په ضمني توګه  موافق دریز نیسي . د بهرنیانو ناقانونه حضور منې او هغه د ملي واکمني سره په ټکر کي نه ګني .

۳ ــ  ټولو هغو تړونونو ته چې په وروستیو دېرشو کلونو کې واکدارانو له یرغلګرو قوتونو سره لاسلیک کړي، حقوقي او اصولي بنست وربښي. د امریکا سره ستراتژیک تړون د توجیه وړ شمېري. د تړون ټولو محتویاتو لکه د « ډرون » د الوتکو بریدونه ، په کورونو باندې چاپې ، د امریکايي سرتیرو قضايې مصئونیت … منې.  

۴ ــ  د یرغلګرو ځواکونو له خوآ ترسره شوي جنګي جنایتونه د تعقیب وړ نه بولي. د تروریزم سره دجګړې تر نامه لاندې افغانان د ننه او د باندې په  زندانونو کي بندیانول او په کلیو او بانډو کې د بمباریو نه رازېږېدل شوي جنایتونه د دیموکراسي د  ودې طبعي پروسه ګني.

ب. د وسله والو مخالفینو او حکومتي چارواکو ترمنځ خبري لاندې حقوقي پایلې لري :

۱ ــ  د ادارې په د ننه جګړه ماران ، د کورنۍ جګړې توپک سالاران  او د بشري حقونو ناقضین په هغه راتلونکي سیاسې نظام کي چې د سولې د پروسې په نتېجه کې رامنځته کیږي د برخه اخیستلو دعوآ مطرح کوي. د تېر په څېر د بهرنیو ځواکونو تر قیمومیت لاندې د جګړه مارانو « فدراسیون » جوړیږي او ورته د ملي یووالې حکومت نوم ایښودل کیږي.

۲ ــ د  ائتلافې ادارې په د ننه د مختلفو دلو تپلو  تر منخ د تکر له کبله د بهرنیانو تر کنترول لاندی کمزور حکومت  رامنخته  او عدل ، انصاف ، حق او قانون د سیاست قرباني کیږي.

٣  متخاصمو دلو تپلو تر منځ  ټکرونه ، واکمنې کمزورې کوي. د اولسو کلونو په څېر ، کمزوری حکومت د بهرنیانو له خوآ ( د بهرنیانو د لند مهال حضور په احتمال ) د افغانستان د ملي ګتو په ضد استعمالیږي. نا امني او جګړه دوام مومي.

نتیجه

د افغانستان دېرش کلنه جګړه او ورسره بهرنۍ لاسوهنه باید پای ته ورسیږي. خو نه  د حکومتي  جګړه مارانو او لوټمارانو سره په جوړ جاړي او د خپلواکي داعیي ته په تاوان.

د وسله وال مقاومت دریز چه د ګوندونو او تنظیمونو ائتلاف سره « مشروطو » خبرو اترو ته کیني په واقعیتونو باندې ولاړ دي. خو د کابل ادارې سره د غیر مستقیمو مذاکراتو پیل ( د ملګرو ملتونو په منځګړیتوب ) هغه وخت سولې داعیې ته ګته رسولي شي چه وسله وال مقاومت د جګړې د پیل او دوام د لاملونو په لرې کولو او د متنازع فیه موضوعاتو په حلولو د بهرنیانو سره موافقې ته ورسیږي. د امریکایانو سره د مذاکراتو په نتیجه کې د لاسته راوړنو چوکات  د کابل ادارې سره د غیر مستقیمې  خبرې ( د ملګرو ملتونو په منځګړیتوب ) بنسټ جوړوړي شي.

د یادونې وړ ده چه د کابل ادارې او ګوندونو سره په غیر مستقیمو  او مستقیمو خبرو کې  باید مخکې نه مخکې اجندآ مالومه وي. په اجندآ کې د حکومتي منصبونو ویښ شاملیداي نشي.

 لاندې موضوعات د اجنډآ سرخط جوړولي شي :

ــ  د ملګرو ملتونو په سروالي د جګړې نه سولې خوا ته د یو انتقالي  پړاو عملي اړخونه څیړل.

ــ حکومتي واک یو غیر ګوندي او غیر تنظیمي  حکومت ته انتقالول.

– امنیتي چارې وسله وال مقاومت مسلکي کسانو ته سپارل.

ــ په امنیتي اورګانونو کې د طالبانو جنګي لیکو ورداخلول.

ــ  په مدني ټولنه کې د طالبانو د اسلامي امارت د تحریک  ځاي تاکل.

ــ د یرغلګرو ځواکونو د وتلو مهالویش تاکل اوعملي اړخونو یې څیړل.

د یادونې وړ ده چه انتقالي پړاو، د جګړې نه سولې خوا ته د تګ پُله جوړوي. د ُپله نه تیریدل د اشغال په مهال په کولتوريو او تولنیزو چارو کې مثبتو لاسته راوړنو چه د ملي او دیني ارزښتونو سره په تکر کې نه وي له منځه وړل مانا  نه ورکوي.

فرانسه

18/12/2018

دوکتور م ، عثمان تره کی

Comments
Loading...