د اميرعبدالرحمن خان مېرمن بي بي حليمه او که…؟

پوهاند کانديد اکادميسين محمد اعظم سيستاني

0 72

د اميرعبدالرحمن خان مېرمن بي بي حليمه او که د امير عبدالرحمن خان خور شاه بوبوجان؟

ليکوال : پوهاند کانديد اکادميسين محمد اعظم سيستاني

ژباړن: تمهيد سيلاني

بي بي حليمه د میر  عتيق الله لور، د مير واعظ کابلي له اولادې او د امير عبدالرحمن مېرمن وه. نوموړې په ۱۲۸۰ يا ۱۲۸۲ کال د کابل په بارانه سيمه کې دې نړۍ ته سترګې وغوړولې . حليمې له ماشومتوبه په خپل پلرني کور کې متداوله علوم ولوستل او د شعر و ادب په هکله يې لازم معلومات تر لاسه کړل، همدارنګه په ځوانۍ کې يې په شعر ويلو پيل وکړ. په ( ۱۲۹۶ل – ۱۸۸۰ ز) کال، کله چې امير عبدالرحمن خان له بخارا څخه بېرته هېواد ته راستون شو او کابل ته راغی، شپه يې په باغ بالا کې وکړه، هلته یې د هېواد له مخورو او لوړ پوړو چارواکو سره د لېد و کتو ترڅنګ، له سردار محمد يوسف خان ( د امير دوست محمد خان زوی ) سره هم وليدل. امير له خبرو اترو وروسته يوسف خان ته وويل: چې داسې کومه خور زه يا سردار زاده لرئ، چې زه دې له هغه سره د ژوند کولو جوګه وم؟  محمد يوسف خان سمدستي د مير عتیق الله خان د لور نوم ورته واخيست. بي بي حليمه چې په هغه وخت کې د ۱۶ – ۱۷ کالو په عمر وه او د ښکلا او ښايست له کبله يې نوم د ټولو اشراف زادګانو په خوله ښکته پورته کېده… امير څو ورځې وروسته له بي بي حليمې سره واده وکړ او بي بي حليمه په بوبو جانې مشهوره شوه. د دې مېرمنې لومړنی کار داو، چې امير ته يې خپل مهر ور بښه او وروسته عمومي محبس ته د امير له اجازې پرته ورغله او ټول زندانيان يې خوشې کړل. کله چې امير د بوبوجانې له دغه عمل څخه خبر شو، سخت ورته په غوصه شو، دا چې امېر له بوبوجانې سره زياته مينه درلوده، نو ځکه يې د نوموړې ګناه وبښله او ورته يې ياده کړه چې بيا دې پرته زما له مشورې داسې کوم عمل تر سره نه کړي.

بي بي حليمه خوش طبعيته، سخاوتمنده او مېلمه پاله مېرمن وه، تل به يې د بې وزلو لاس نيوی کو. هغې له موسيقۍ، سياحت او مېلې سره بې کچې لېوالتيا درلوده، د پسرلي به پيلېدو سره، کله چې  د ونو ګلان را ټوکېدل، دا به هر ورځ باغ ته تله او دطبعيت له ښکلاوو به يې خوند اخيسته. وايي يوه ورځ امير عبدالرحمن خان يوه ګېدۍ نرګس ګلان واخيستل او بي بي حليمې ته يې ور لېږل، چې نوموړې په ځواب کې دا لاندې بيت وليکه :

نرګس صد برګ از دست شهنشاهم رسید     بر سرخود ماند و بر چشم تر ماليدمش

بوبو جانه يا بي بي حليمه لومړنۍ ښځينه شاعره ده، چې د امير عبدالرحمن خان په پېر کې يې د خپلواکۍ غږ پورته کړی دی.  د پرده نشينان سخنګوی په روايت لاندې درې بيت هم د بوبوجانې دي.

از برای خدا بلند کنید         بر سر خود لوای استقلال

باد شیرین دهان ملت ما        یار ب از میوه های استقلال

میکشم بعد از این بدیدۀ خود    سرمه از خاک پای استقلال

بوبو جانې له امير څخه د دوو زامنو خاونده شوه، چې يو يې په ماشومتوب کې ومړ او بل يې سردار محمد عمر خان نوميده. د ((پرده نشينان سخنګوی )) (۱۴۶ مخ ) ليکوالې، ماګه رحماني په وينا، بوبوجانه  په ۱۳۰۴ ل کال د جوزا مياشتې په ۲ نېټه دچهار شنبې د ورځې په سهار له دې نړۍ څخه سترګې پټې کړې او جنازه يې د تميم انصار ترڅېرمه خارو ته وسپال شوه.

د سردار کبير الله سراج په وينا، امير عبد الرحمن ډېری په باغ بالا کې اوسېده او بوبوجانه د بوستان باغ په سرای کې اوسېده. بوبو جانه په بوبو جان جيغه دار هم مشهوره وه. ځکه  چې نوموړې خول ( تاج ) پخپل سر کېښوده او خول يې د الماسو نښه هم درلوده. کله به چې له يوه ځای نه بل ځای تله، نو يوې ډلې سربازانو به يې بدرګه او ساتنه کوله. بوبوجانې غوښتل چې د يوې ملکې نقش او ورول ترسره کړي، نو ځکه يې خول (تاج) پر سر کېښوده او د خلکو تر منځ  دبوبو جان جیغه دار په نامه وپېژندل شوه. بوبو جانې غوښتل چې زوی يې سردار محمد عمرخان د امير ځايناستی شي، نو نوموړي ته يې چې لا لس کلن هلک و، واده وکړ، يو کال وروسته يې يو زوی د سردار نېک محمد خان په نامه دې نړۍ ته سترګې وغړولې، چې يولس کاله له خپل پلار څخه کشر و. د سردار محمد عمرخان دوه نور زامون (محمد رحيم ضيائي چې شيون يې هم تخلص و او سردار محمد حسن خان) ډېر نوموتي او پېژندل شوي و. امير عبدالرحمن خان د سردار محمد عمر خان پر ځای سردار حبيب الله خان ته زياته پاملرنه درلوده او د سلطنت له کارونو سره يې آشنا کو. داسې برېښېده چې سردار حبیب الله خان يې له پخوا څخه د ځايناستي په توګه ټاکلی و. د امير له مړينې وروسته نوموړی د ورونو له مخالفت پرته د امير د ځایناستي په توګه وټاکل شو.

د ښاغلي پوهان هاشميان په وينا: ((بوبوجان جیغه دار د امير عبدالرحمن خان خور  او د سردار محمد عزیز خان نادر، چې د محمد اسحق خان ( ابن امير محمد اعظم خان ) سکنی ورور و. نو په دې اساس سردار محمد عزیزخان د امير د ترور زوی او هم د امير عبد الرحمن خان د واکمنۍ د حربيې (نظامي) وزير و. د پوهان داکتر هاشميان د ياداښت پر بنسټ، مېرمن بوبو جان جیغه دار له عبدالرحمن خان څخه مشره وه. نوموړې بلند پروازه، نارينه صفته مېرمن وه او ځان يې د سلطنت وارثه ګنله، نو ځکه يې د امير د ادارې په کړنلارې نوکې کولې. بوبوجانې د هېواد له کلتوري ننګونو، محدويتونو  او مرد سالارانه کړنو څخه د خپلواکۍ په موخه د خپل خاوند پروا نه لرله، چې له همدې کبله يې خاوند څو ځلې وهلې هم وه، نو پر همدې بنست يې له خپل خاوندن سره اړيکې ښې نه وې او يوازې يې ژوند کو. د ياونې وړ ده،چې په مزار شريف کې د محمد اسحق خان له سرغړونې او بغاوت وروسته، د محمد عزیز خان اړيکې له امير او خپلې مېرمنې سره لا ترنګلې شوې، چې په پايله کې له دندې کوښه او د څارنې لاندې ونيول شو. په ورته وخت کې يې مېرمن هم په طاغون ناروغۍ اخته شوه او له دې نړۍ څخه يې سترګې پټې کړې.))

مګر سردار کبير الله سراج وايي : ((د امير عبدالرحمن خان خور خول ( تاج ) نه درلود، چې په سر يې کېږدي، ځکه خول د شاه مېرمنو ته ځانګړي وي او هغه د کوم شاه مېرمن نه وه. دويم داچې د امير عبدالرحمن خور شاه بوبوجانه نومېده، دا هغه مېرمن ده، چې انګلیسانو وروسته د کابل د خلکو له پاڅون او زموږ د هېواد څخه دتلو پر مهال نوموړې مېرمن پيدا کړه او يو ليک يې ددې په واسطه امير ته ور ولېږه. دغه مېرمنې د انګليسانو هغه پيغام د خپل نوکر په ګاولۍ (پیزار) کې ځای پر ځای کړ او امير ته يې ور ولېږه. دغه موضوع د غبار ( ۶۳۵ مخ ) په اثر او تاج التواريخ کې ياده شوې ده. د مېرمن شاه بوبوجانې د مړيڼې په هکله، سردار کبيرالله سراج ويلي دي: (( شاه بوبوجانه خپل خاوند د استوګنې د دويم پوړ له کړکۍ څخه لاندې ګوزاره کړې وه، چې له همدې امله مړه شوه.))

پوهاند هاشميان زياتوي، محمد عزیز خان د شاه بوبوجان له مړيڼې وروسته د سردار ولي محمد خان ((لاتي)) له لور بي بي خديجې (د پوهاند هاشميان نيا) سره واده وکړ او وروسته هندوستان ته وتښتېدل، چې څه موده وروسته محمد عزیز خان هماغلته ومړ او په پېښور کې د شېخ حبيب پهلوي په هدير کې د سردادر محمد ايوب خان (د ميوند اتل) د قبر ترڅنګ خاورو ته وسپارل شو. د اعليحضرت شاه امان الله خان په دور کې د شاه د عفوې له فرمان وروسته بي بي خديجه له خپلو دريو زامنو سره کابل ته را ستانه شول. پوهان هاشميان د خپلې نيا په هکله وايي: ((زما نيا په کابل، کندهار او پېښور کې د محمد زايي کورنۍ ټولو مشران او کشران پېژندل، چې په حقيقت کې هغه د تاريخ ميرمن وه)). کله چې پروفيسور آدمک د خپل اثر د تأليف لپاره کابل ته راغلی و، مرحوم خليل الله عنايت سراج د معين السطنه زوی څو ځلې زموږ کور راغی او د محمدزايي کورنۍ د خپلوۍ ډېری معلومات يې زما له نيا څخه تر لاسه کړ او پروفیسور آدمک ته يې ورکړ.

په ياد مې دي، زه د لسو کالونو په عمر وم،چې له خپلې نيا سره د سردار عبدالقدوس خان اعتماد الدوله د مېرمنې ( بي بي جان ) په بلنې سره په يو شخصي ګاډي کې دهغوی کور ته چې په ده افغانانو کې و، ورتلو. بي بي جانه د امير دوست محمد خان لمسۍ وه او زما نيا ته به يې بي بي کوجان يا د تره لور ويل او زما له نيا څخه به يې په هندوستان، افغانستان  او پېښور کې د محمد زايي کورنۍ د وارثينو، د دوی وادونو او اولادونو په هکله معلومات ترلاسه کول او هغه به يې په يو پرېړ (ډبل) کتاب کې په خپل قلم ليکل. بي بي جانه يوه لوستې، اديبه او د پراخو معلوماتو درلودونکې مېرمن وه، چې ډېر ښکلی خط يې درلود. پوهاند هاشميان زياتوي، چې د بي بي جانې يو لمسی نور احمد جان اعتمادي نومېده، چې په هغه وخت کې دی د اووم يا اتم ټولګي زده کوونکی و او بي بي جانې په هغه د مشق خط ليکلو ته مجبورو. د نوموړې يو بل لمسی سرور ګويا، چې د خپلې نيا لخوا روزل شوی و، ډېر پوه او زیرک و.

ما (هاشميان) يو ځل د کابل د پوهنتون له پخواني رئيس توريالی اعتمادي څخه وپوښتل، چې هغه کتاب چېرې دی؟ راته يې وويل : د محمد يونس خان (کندهار نايب الحکومه ) له مېرمنې بوبوګل سره و او کېداشي په کمونيستي رژيم کې ورک شوی وي. که چېرې هغه کتاب وموندل شي، نو يوه لويه فرهنګي زېرمه به مو پيدا کړي وي، ځکه: يوې پوهې او لوستې مېرمن د خپل خاوند د صدارت واقعيات هم په همدې اثر کې ليکلي و.))

هېره دې نه وي، چې د محمد زايي کورنۍ يوه بله مېرمن هم په شاه بوبوجانې مشهوره وه، نوموړې د سردار حيات الله خان مېرمن وه، چې د حبيب الله خان کلکاني ( بچه سقاو ) له لوري د محمد زاييو د کورنۍ له يو شمېر نورو سردارانو سره اعدام شول. دغه شاه بوبوجانه د شاهي رژيم تر پرزېدو پورې ژوندۍ وه او د کابل شهر نو کې يې يو ښکلی کور سره  د پراخې حويلۍ چې مثمره مېوې او ګلان په کې و، درلوده … په اتيايمه ز لسيزه کې نوموړی کور د افغانستان د علومو اکادمۍ ریاست د شاه بوبوجانې له وارثينو څخه په بيه واخيست.

له ټولو هغو کسانو څخه په خورا درنښت هيله کوم ، چې د نوموړو دريو پېژندل شويو مېرمنو په هکله کره معلومات لري، د دغه متن په پای کې دې ور زيات کړي. ترڅو زموږ وګړي د هېواد له تاريخ څخه لا ښه پوهای ترلاسه کړي.

په پای کې له ښاغلي پوهان هاشميان له ياداښتونو، د سردار کبير الله سراج له خاطراتو او د کتور اکرم عثمان څخه نړۍ مننه کوم، چې پورته معلومات يې تر موږ را رسولي دي.

Comments
Loading...